د ایران ولسمشر د یمن حوثي جنګیالیو ته د هایپرسونیک توغندیو د ورکولو خبره رد کړه

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د دوشنبې په ورځ په یو خبري کنفرانس کې وویل، چې تهران د یمن حوثي جنګیالیو ته هایپرسونیک توغندي نه دي استولي.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د دوشنبې په ورځ په یو خبري کنفرانس کې وویل، چې تهران د یمن حوثي جنګیالیو ته هایپرسونیک توغندي نه دي استولي.
تېره ورځ د ایران له ملاتړه برخمنې حوثې ډلې ویلي وو، چې د دوی له خوا پر اسراییل توغول شوی توغندی هایپرسونیک و.
د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو وویل، چې حوثي جنګیالي به د دغې برید له امله "درنه بیه" پرې کړي.
دغه ډله چې د شمالي یمن کنټرول په لاس کې لري، د یکشنبې په ورځ د لومړي ځل لپاره په دې وتوانېده چې د اسراییل د فولادي ګمبد په نوم ځواکمن هوايي دفاعي سیسټم په ماتولو سره مرکزي اسراییل په نښه کړي.
پزشکیان وویل: "د یو انسان لپاره دا یوه اونۍ وخت نیسي چې یمن ته سفر وکړي (له ایران څخه) دا توغندی څنګه هلته رسیدلی شي؟ موږ داسې توغندي نه لرو چې یمن ته یې ورکړو."
تېر کال ایران اعلان وکړ، چې په کور دننه یې د لومړي ځل لپاره هایپرسونیک بالیسټیک توغندي جوړ کړي دي.
د ایران دولتي رسنیو د دغو توغندیو انځورونه هم خپاره کړل چې "فتح" نومول شوی و.

کییف د دوشنبې په ورځ له هغه سړي سره اړیکې رد کړې، چې د متحده ایالاتو د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وژلو په هڅه کې تورن بلل شوی. اوکراین دا څرګندونې وروسته له هغه کړي، چې دا څرګنده شوه چې شکمن د اوکراین ملاتړی و او ویلي یې وو، چې غواړي هلته د جګړې لپاره بهرني رضاکاران وګوماري.
ټرمپ د یکشنبې په ورځ وروسته له هغه خوندي وبلل شو، چې د مخفي امنیتي خدماتو ادارې هغه څه شنډ کړل چې اف بي ای په دوه میاشتو کې د جمهوري ریاست لپاره د جمهوري غوښتونکي نوماند دویمه ښکاره د وژنې هڅه وبلله او یو وسله وال یې ونیوه چې د ټرمپ ګلف لوبې میدان ته یې ټوپک راوړی و.
د رسنیو مرکو او ټولنیزو رسنیو پوسټونو ښودلې چې راپور شوي شکمن ۵۸ کلن ریان روت د اوکراین سخت ملاتړی و، چې په اوکراین د روسیې د ۲۰۲۲ کال له برید وروسته یې هلته سفر کړی و.
اوکرایني چارواکو وویل، چې دوی له شکمن سره هېڅ تړاو نه لري او مسکو یې تورن کړ، چې د پروپاګندي اهدافو لپاره دغه موضوع ته پرداز ورکوي.
کرملین ویلي، چې د ټرمپ د وژنې هڅې او د کییف لپاره د متحده ایالاتو د ملاتړ تر منځ اړیکه شته او زیاته کړې یې ده، چې "له اور سره لوبې کول خپلې پایلې لري".
د ټرمپ د وژلو وروستۍ هڅه یوازې دوه میاشتې وروسته له هغې کیږي، چې پر نوموړي په پېنسلوانیا ایالت کې د کمپاین د وینا پر مهال برید وشو او یو غوږ یې ټپي شو.
د دغې پېښې بریدګر د امنیتي ځواکونو په ځوابي ډزو کې وژل شوی و.
دواړه پیښې د ولسمشرۍ د نوماندانو د خوندي ساتلو ننګونې په ګوته کوي، چې په یو کمزوري کمپاین کې باید په داسې حال کې ترسره شي چې د نومبر د ۵ مې ټاکنو ته یوازې اووه اونۍ پاتې دي.
ټرمپ د یکشنبې په ورځ ناوخته په ټولنیزو رسنیو کې د مخفي امنيتي خدماتو او پولیسو څخه د هغه د خوندي ساتلو لپاره مننه وکړه او ویې ویل: "زه غواړم ستاسو د اندېښنې او نیکو هیلو لپاره له هر چا څخه مننه وکړم، دا یقیناً یوه په زړه پوري ورځ وه!"
په ټاکنو کې د ټرمپ سیالې کاملا هریس پر اېکس وویل: "تاوتریخوالی په امریکا کې ځای نه لري."
ولسمشر جو بایډن خپل ټیم ته لارښوونه کړې، چې ډاډ ترلاسه کړي چې مخفي امنیتي خدمات ټولې هغه سرچینې په واک کې ولري، چې دوی ورته د ټرمپ د خوندیتوب د ډاډمن کولو لپاره اړتیا لري.
روت چې د هاوایی ایالت اوسیدونکی دی، په متحده ایالاتو کې په پراخه کچه د دغه برید شکمن په توګه پېژندل شوی، که څه هم هغه د قانون پلي کونکو له خوا لا تورن شوی نه دی.
د یکشنبې په ورځ ناوخته مخفي امنیتي خدماتو او د کورني امنیت اجنټانو د شمالي کارولینا په ګرینسبورو کې یو کور تلاشي کړ، کوم چې یو ګاونډي رویټرز ته وویل، چې دغه کور د روت پورې اړه لري.
د اوکراین لپاره د روت د ملاتړ شواهد د یکشنبې د پېښې وروسته په چټکۍ سره راڅرګند شوي، چې کییف ته د هغه سفر او هلته د هغو هېوادونو د بېرغونو سره د نوموړي حضور ښيي، چې په اوکراین کې د رضاکارانو استازیتوب کوي.

پاکستاني رسنۍ وايي، په دغه هیواد کې دا مهال د یوه خره بیه له زرو ډالرو لوړه شوې او دا مهال چین ته د پاکستان د خرو لېږدول زیات شوي. ويل کیږي، په چین کې د خرو له پوستکي څخه د درملو په جوړولو کې کار اخیستل کیږي او چین یې له پاکستانه پیري.
د رسنیو د راپورونو له مخې په دې سره چین کې د خرو غوښتنه زیاته شوې او په پاکستان کې د خرو بیه لوړه شوې ده.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې د دغه هیواد په ستر ښار كراچۍ كې د یوه خره بیه درې لکو کلدارو ته پورته شوې چې هلته یې د خرو د ګاډیو چلوونکي اندېښمن کړي دي.
دغه رسنۍ وايي، په چین کې د درملو او د ښځو د ښکلا په کریمو کې د خرو له پوستکي ګټه اخیستل کیږي، چې په دې سره له پاکستانه چین ته د خرو سوداګري ډیره شوې ده.
د سرچينو د معلوماتو له مخې د کراچۍ په لياري سيمه کې د خرو په اوونیز بازار کې ځايي پيرودونکي ډير کم ليدل کيږي چې لامل يې د خرو د بیو لوړوالی دی.
د پلورونکو په خبره یې، په چین کې د خرو غوښتنه دا مهال په بې ساري ډول زیاته شوې، نو ځکه یې بیې لوړې شوې،
یو شمېر پاکستاني رسنیو د ۱۴۰۳ غبرگولي۲۲ ویلي و، چې د ۲۰۲۳ کال د سروې له مخې په پاکستان کې د یوه کال په لړ کې د خرو شمېر زیات شوی دی.
د هغې اقتصادي سروې له مخې، چې په دغه هېواد کې ترسره شوې، په یوه کال کې د خرو په شمېر کې یو لک زیاتوالی راغلی دی.
تر دې مخکې رویټرز په یوه څېړنیز راپور کې لیکلي وو، چې د خرو د پوستکي څخه اخېستل شوي کلاجن چې دودیز درمل ترې جوړیږي او په چین کې یې غوښتنهډېره شوې، په افریقا کې هم د خرو د لویې وژنې لامل شوی دی.
دغه څېړنیز راپور کې د چین د دولتي رسنیو په حواله لیکلي و، چې د خره د پوستکي د هر ۵۰۰ ګرامو بیه ۴۲۰ ډالرو ته رسېدلې ده.
کلاجن د یو پروټین نوم دی، چې د بېلابېلو موجوداتو غمبرو کې پېدا کیږي.
کلاجن د مخ او بدن د ښکلا او ځوان ساتلو اړینه سرچینه ده.
چین د خره د پوستکي کلاجن څخه یو ډول دودیز درمل جوړوي چې د 'ای جیایو' په نوم یادیږي.

ختیځه اروپا د سختو سېلابونو سره لاس او ګریوان ده، چې د سیمه ییزو چارواکو په وینا لږ تر لږه څلور کسان یې مړه کړي او لسګونه زره یې بې ځایه کړي دي.
په وروستیو ورځو کې سختو بارانونو د رومانیا، چک جمهوریت، پولنډ، سلواکیا، هنګري، جنوبي جرمني او د اتریش ځینې برخې ځپلې دي.
د ختیځ رومانیا په ګالاتي سیمه کې سختو بارانونو پراخ زیانونه اړولي؛ شاوخوا ۵۰۰۰ کورونه یې اغېزمن کړي او ۲۵ زره کسان یې له برېښنا څخه بې برخې کړي دي.
د رومانیا د بېړنیو حالاتو ادارې د درېیو زړو مېرمنو او یو سړي په ګډون د څلورو کسانو د جسدونو موندل تایید کړي.
د رومانیا ولسمشر کلوس یوهانس په دې وضعیت خواشیني څرګنده کړه او ویې ویل: "موږ باید د سختې موسمي پدیدې د وړاندوینې لپاره خپل ظرفیت پیاوړي کولو ته دوام ورکړو. سخت سېلابونه چې د هېواد لویه برخه یې اغېزمنه کړې د خلکو ژوند ته یې د پام وړ زیانونو اړولي دي."
په چک جمهوریت کې سېلابونو په عمده توګه شمالي سیمې اغېزمنې کړې، د ۵۰ زرو څخه ډېر کورونو برېښنايي خدمات پرې شوي دي.
د چک لومړي وزیر پیټر فیالا خبرداری ورکړ: "موږ باید د بدترین وضعیت لپاره چمتو اوسو. یوه سخته اونۍ زموږ پر وړاندې ده."
په همدې حال کې یو ۵۴ کلن سړی په سېلابونو کې له ډوبېدو وروسته لادرکه شوی او درې تنه نور په سېلاب کې له ډوبېدو وروسته لادرکه دي.
اتریش هم سخت اغېزمن شوی.
د اتریش په ښکته برخه کې ۲۴ کلي "د ناورین زون" په توګه اعلان شوي او خلکو ته د وتلو امر شوی.
د دغې سیمې والي جوهانا میکل لیټینر د وضعیت ژورتیا په اړه ویلي: "راتلونکي ساعتونه به زموږ د بېړني ځواکونو او ډېری هېوادوالو لپاره سخت ساعتونه وي.

د فلسطین د روغتیا وزارت د یکشنبې په ورځ وویل، د غزې په تړانګه کې د اسراییل بریدونو ۲۴ نور کسان وژلي، چې د تېر اکتوبر له ۷مې راهیسې د وژل شویو شمېر ۴۱ زره ۲۰۶ کسانو ته رسېدلی دی.
دغه وزارت وايي، چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې راهیسې د اسراییل په بریدونو کې لږ تر لږه ۹۵ زره ۳۳۷ فلسطینیان ټپیان شوي دي.
د وزارت په اعلامیه کې راغلي، چې اسراييلي ځواکونو په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په درېيو بریدونو کې ٢٤ کسان وژلي او ٥٧ نور يې ټپيان کړي دي.
اعلامیه کاږي: "ډېری خلک لا هم د نړېدلو ودانیو لاندې بند پاتې دي ځکه چې ژغورونکي د اسراییل د بریدونو له امله نه شي کولی سیمې ته ورسیږي."
اسراییل د تېر اکټوبر په اوومه د فلسطیني ډلې حماس له خوا پر دغه هېواد له برید وروسته، د غزې په تړانګه کې خپل پراخ بریدونه پیل کړل او ملکیانو ته یې پراخه مرګ ژوبله واړوله، سره له دې چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه لیک د سمدستي اوربند غوښتنه کړې.
د اسراییل بریدونو د سیمې نږدې ټول نفوس د یوې روانې کلابندۍ له امله بې ځایه کړی، چې د خوراکي توکو ، پاکو اوبو او درملو د سخت کمښت لامل شوی.
اسراییل د عدالت په نړۍواله محکمه کې په غزه کې د خپلو کړنو له امله د نسل وژنې له تورونو سره مخامخ دی.

د یکشنبې په ورځ د اوکراین په شمال ختیځ خارکیف ښار کې د یو روسي هوايي برید له امله د درېیو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۳۰ تنه ټپیان شوي دي.
ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي پر ټېلېګرام ویلي: "په خارکیف کې د ژغورنې عملیات دوام لري. د روسیې هوايي برید د استوګنې یوه ودانۍ په نښه کړې او څو پوړونه یې زیانمن کړي دي. د نهم او دولسمو پوړونو ترمنځ اور لګېدلی دی".
هغه د څو پوړیزې ودانۍ له کړکیو څخه د لوګي او اور لګېدو عکسونه خپاره کړي، چې ټولې کړکۍ ماتې شوې دي.
د خارکیف والي اولیه سینهیبوف وویل، چې ملکي بنسټونه هم زیانمن شوي دي.
د اوکراین دویم لوی ښار خارکیف د روسیې پولې ته څېرمه پروت دی او تل د روسیې د بمونو، توغندیو او بې پېلوټه الوتکو تر بریدونو لاندې راځي.
زېلېنسکي وویل: "نړۍ باید د اوکراین په دفاع کې مرسته وکړي، چې د روسیې د پوځي الوتکو څخه، د لسګونو لایزري بمونو د غورځيدو مخه ونیول شي چې هره ورځ د اوکراینیانو ژوند اخلي. دا ترهګري باید ودرول شي."
کییف ویلي دي، چې باید اجازه ورکړل شي چې د لوېدیځ له خوا چمتو شوې نورې پیاوړې وسلې وکاروي چې په روسیه کې دننه ډېر زیانونه واړوي او د مسکو د برید وړتیا کمزورې کړي.
روسیه دا ردوي چې په عمدي توګه ملکي وګړي په نښه کوي سره له دې چې په ۲۰۲۲ کال کې یې د اوکراین له اشغال راهیسې زرګونه کسان وژلي دي.
