• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د غزې کړکېچ؛ پر غزه د اسراییل په نوي برید کې ۲۴ فلسطینیان وژل شوي او ۵۷ ټپیان دي

۲۵ وږی ۱۴۰۳ - ۱۵ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۹:۴۶ GMT+۱

د فلسطین د روغتیا وزارت د یکشنبې په ورځ وویل، د غزې په تړانګه کې د اسراییل بریدونو ۲۴ نور کسان وژلي، چې د تېر اکتوبر له ۷مې راهیسې د وژل شویو شمېر ۴۱ زره ۲۰۶ کسانو ته رسېدلی دی.

دغه وزارت وايي، چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې راهیسې د اسراییل په بریدونو کې لږ تر لږه ۹۵ زره ۳۳۷ فلسطینیان ټپیان شوي دي.

د وزارت په اعلامیه کې راغلي، چې اسراييلي ځواکونو په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په درېيو بریدونو کې ٢٤ کسان وژلي او ٥٧ نور يې ټپيان کړي دي.

اعلامیه کاږي: "ډېری خلک لا هم د نړېدلو ودانیو لاندې بند پاتې دي ځکه چې ژغورونکي د اسراییل د بریدونو له امله نه شي کولی سیمې ته ورسیږي."

اسراییل د تېر اکټوبر په اوومه د فلسطیني ډلې حماس له خوا پر دغه هېواد له برید وروسته، د غزې په تړانګه کې خپل پراخ بریدونه پیل کړل او ملکیانو ته یې پراخه مرګ ژوبله واړوله،‌ سره له دې چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه لیک د سمدستي اوربند غوښتنه کړې.

د اسراییل بریدونو د سیمې نږدې ټول نفوس د یوې روانې کلابندۍ له امله بې ځایه کړی، چې د خوراکي توکو ، پاکو اوبو او درملو د سخت کمښت لامل شوی.

اسراییل د عدالت په نړۍواله محکمه کې په غزه کې د خپلو کړنو له امله د نسل وژنې له تورونو سره مخامخ دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

اوکرایني چارواکي: په خارکیف کې د روسیې هوايي برید کورونه په نښه کړي

۲۵ وږی ۱۴۰۳ - ۱۵ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۷:۳۶ GMT+۱

د یکشنبې په ورځ د اوکراین په شمال ختیځ خارکیف ښار کې د یو روسي هوايي برید له امله د درېیو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۳۰ تنه ټپیان شوي دي.

ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي پر ټېلېګرام ویلي: "په خارکیف کې د ژغورنې عملیات دوام لري. د روسیې هوايي برید د استوګنې یوه ودانۍ په نښه کړې او څو پوړونه یې زیانمن کړي دي. د نهم او دولسمو پوړونو ترمنځ اور لګېدلی دی".

هغه د څو پوړیزې ودانۍ له کړکیو څخه د لوګي او اور لګېدو عکسونه خپاره کړي، چې ټولې کړکۍ ماتې شوې دي.

د خارکیف والي اولیه سینهیبوف وویل، چې ملکي بنسټونه هم زیانمن شوي دي.

د اوکراین دویم لوی ښار خارکیف د روسیې پولې ته څېرمه پروت دی او تل د روسیې د بمونو، توغندیو او بې پېلوټه الوتکو تر بریدونو لاندې راځي.

زېلېنسکي وویل: "نړۍ باید د اوکراین په دفاع کې مرسته وکړي، چې د روسیې د پوځي الوتکو څخه، د لسګونو لایزري بمونو د غورځيدو مخه ونیول شي چې هره ورځ د اوکراینیانو ژوند اخلي. دا ترهګري باید ودرول شي."

کییف ویلي دي، چې باید اجازه ورکړل شي چې د لوېدیځ له خوا چمتو شوې نورې پیاوړې وسلې وکاروي چې په روسیه کې دننه ډېر زیانونه واړوي او د مسکو د برید وړتیا کمزورې کړي.

روسیه دا ردوي چې په عمدي توګه ملکي وګړي په نښه کوي سره له دې چې په ۲۰۲۲ کال کې یې د اوکراین له اشغال راهیسې زرګونه کسان وژلي دي.

فرانسوي چارواکي: د مانش کانال څخه د تېرېدو پر مهال اته کډوال مړه شوي دي

۲۵ وږی ۱۴۰۳ - ۱۵ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۴۱ GMT+۱

فرانسوي چارواکو د یکشنبې په ورځ وویل، چې د یو شمېر افغانانو په ګډون اته کسانو له فرانسې څخه انګلستان ته د تېرېدو پر مهال د مانش په کانل کړې مړه شوي دي. د مړه شویو افغانانو د دقیق شمېر په اړه لا څه نه دي ویل شوي.

د روانې عیسوي میاشتې په پیل کې ۱۲ کسان هغه مهال مړه شول، چې هڅه یې کوله له دغه کاناله په تېرېدو سره له فرانسې ځان انګلستان ته ورسوي.

دغه کسان هغه مهال مړه شول چې کښتۍ یې په کانال کې ډوبه شوه.

په دغه کانال کې د کډوالو مړینې په فرانسې او انګلستان فشارونه ډېر کړي، چې له دغې لارې د کډوالو د کښتیو د تللو مخه ونیسي.

د فرانسې د پاس-دی-کالاس سیمې مشر جاک بیلنټ وویل، چې د ژغورنې ډلو ته خبرداری ورکړل شوی و، چې یوه کښتۍ چې ۵۹ تنه پکې سپاره وو؛ د پاس-دی-کالیس په سیمه کې د امبلټیوس ساحل ته نږدې په اوبو کې له ستونزو سره مخ شوې ده.

هغه یوې خبري غونډې ته وویل: "د شپې په شاوخوا یوه بجه یوه نوې پېښه رامنځته شوه او موږ د اتو کسانو مړینې خواشیني کړو."

هغه زیاته کړه، چې نور ۵۱ کډوال اوس د ژغورنې او طبي عملې تر پاملرنې لاندې دي.

نوموړي زياته کړه، چې وژل شوي کسان د افغانستان، سوډان، سوريې، مصر او ايران وګړي وو، خو دا یې نه دي‌ ویلي، چې د افغانانو شمېر څو تنه وو.

دغه کانال د نړۍ یو له بوختو بار وړونکو لارو څخه دی او هلته د سمندر څپې قوي دي، چې په کوچنیو کښتیو کې تېرېدل خطرناک کوي.

بیلنټ وویل، چې وروستۍ پېښه د هغو کسانو شمېر ۴۶ ته رسوي، چې د کال له پیل راهیسې د فرانسې څخه د کانال د تېرېدو په هڅه کې مړه شوي دي.

هغه وویل، چې یوازې د سپټمبر په ۱۴مه له فرانسې څخه د دې کانال د تېرېدو اته هڅې وشوې او شاوخوا ۲۰۰ کډوال وژغورل شول.

د حوثي جنګلیالیو توغندي د لومړي ځل لپاره مرکزي اسراییل په نښه کړی، خو زیان یې نه دی اړولی

۲۵ وږی ۱۴۰۳ - ۱۵ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۵:۵۱ GMT+۱

وروسته له هغه چې د یکشنبې په ورځ د لومړي ځل لپاره د حوثي جنګیالیو یو توغندي مرکزي اسراییل په نښه کړ، د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو وویل، حوثیان به د دغه کار له امله درنه بیه پرې کړي.

د حوثیانو د پوځ ویاند یحیا ساریه ویلي، چې دغې ډلې په برید کې یو نوي هایپرسونیک بالستیک توغندي کارولی، چې یوازې په ۱۱/۲ دقیقو کې یې ۲۰۴۰ کیلومتره واټن وهلی دی.

د اسراییل پوځ په پیل کې ویلي وو، چې دغه توغندی په یوه خلاصه سیمه کې لویدلی دی؛ خو وروسته یې بیا وویل،‌ چې دغه توغندی په هوا کې نسکور شوی او ټوټې یې د اورګاډي یو مرکز ته نږدې رالوېدلي دي.‌

په دغه برید کې د هېڅ مرګ ژوبلې رپوټ نه دی ورکړل شوی.

په سیمه ییز وخت د سهار په ۶:۳۵ دقیقې په تل ابیب او د اسراییل په مرکزي سیمو کې د هوایی برید د خبرداري سیسټم فعال شو او د سیمې له اوسېدونکو یې وغوښتل چې د سرپناه لپاره امنو ځایونو ته ولاړ شي.

نتنیاهو د کابینې په اونیزه غونډه کې وویل، چې حوثي یاغیان باید پوه شي چې پر اسراییل د بریدونو له امله به درنه بیه پرې کړي.

نتنیاهو د جولای په میاشت کې پر تل ابیب د حوثیانو د بې پیلوټه الوتکې له برید وروسته شوي هوايي بمبار ته په اشارې سره وویل: "څوک چې دې یادونې ته اړتیا لري، چې زمونږ ځواب به څنګه وي، د حدیده بندر څخه دې لیدنه وکړي."

حوثي یاغیانو په پرله پسې ډول پر اسراییل د توغنديو او بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي، چې د دوی په وینا موخه یې له فلسطینیانو سره پیوستون ښودل دي.

د جولای په میاشت کې د لومړي ځل لپاره پر تل ابیب د حوثیانو د بې پیلوټه الوتکې برید کې یو سړی وژل شوی او څلور کسان ټپیان شوي وو.

د حدیده بندر ته څېرمه د حوثي یاغیانو پر پوځي اهدافو د اسراییل هوايي بریدونو کې بیا شپږ تنه وژل شوي او ۸۰ نور ټپیان شوي وو.

تر دې مخکې حوثي توغندي د اسراییل هوايي حریم ته نه دي ننوتلي، یوازې د مارچ په میاشت کې د ایلات د سره سمندرګي بندر ته څېرمه د اسرايیلي سیمې د ویشتلو راپور ورکړل شوی و.

ځايي سرچینې: د خیبرپښتونخوا په باړه کې د امن پاڅون په نوم یو لوی لاریون روان دی

۲۵ وږی ۱۴۰۳ - ۱۵ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۹:۰۶ GMT+۱

له خیبرپښتونخوا باړې څخه ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې د خیبر درې په باړه کې زرګونه سیمه وال راغونډ شوي او د امن په نوم لاریون کې یې ګډون کړی. ویل کیږي، دغو لاریونیو سپین بیرغونه چې د امن کلمه پرې لیکل شوې له ځان سره لیږدول.

د خیبرپښتونخوا خیبر درې له باړې څخه ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته نن یکشنبه د (وږي ۲۵مه) وويل چې زرګونو لاریون کوونکو د باړې بازار تړلی او هلته یې د امن په نوم لاریون کې ګډون کړی.

دغه لاریون کوونکي وايي، چې حکومت دې د دوی په سیمو کې د امن راوستلو مسوولیت په سم ډول پر ځای کړي.

له سیمې خبریالان وايي، چې پولیس هڅه کوي چې د لاریون د لا پراخېدو مخه ونیسي خو وايي، دغه لاریون ته نور خلک هم د ګډون لپاره ور روان دي.

پولیس وايي، لاریون د خلکو حق دی خو د تاوتریخوالي پر مهال به یې مخه ونیسي.

ازاد خبریال لال وزیر وايي، د امن په دغه لاریون کې د خيبر درې، شلمان، ميدان، لنډيکوتل، جمرود او داسې نورو سېمو اوسېدونکو ګډون کړی.

هغه وايي لاریون کوونکو ورته ویلي، چې د امن په دغه لاریون او احتجاج به د خلکو شمېر نور هم ډیر شي.

په دې وروستيو کې د خيبر ترڅنګ باجوړ، مومندو، کورمې، بنو، لکي مروت، ميران شاه، ټانک، انګور اډه او ځینو نورو سیمو کې د امن د راستلو لپاره لاریونونه او پرلتونه پیل شوي چې د ولسي خلکو ترڅنګ پوليسو هم د امن راستلو غوښتنې کړې دي.

په لکي مروت، بنو او باجوړ کې پولیسو د امن راوستلو لپاره کاري اعتصاب کړی وو او ويل یې چې پاکستانی پوځ دې د دوی له سیمو ووځي، خو وروسته د قومي مشرانو او پوځ ځينې چارواکو په منځګړیتوب پرته د پایلې له څرګندتیا پای ته ورسیدل.

د خیبرپښتونخوا په ډیرو سیمو کې دا مهال امنیت ورځ تر بلې خرابیږي او د سیمې خلک وايي، چې په هدفي وژنو، سړک غاړې بمي چاودنو او جګړو کې یې د کورنۍ غړي وژل کیږي او حکومت یې په وړاندې چوپه خوله دی.

د جرمني لومړي وزیر اوکراین ته د اوږد واټن ویشتونکو توغندیو استول خطرناک بللي دي

۲۵ وږی ۱۴۰۳ - ۱۵ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۵:۱۸ GMT+۱

د جرمني لومړي وزیر اوکراین ته د اوږد واټن ویشتونکو توغندیو استول خطرناک بللي او رد کړي یې دي. اولاف شولتس د شنبې په ورځ د تایوروس کروز توغندیو له استولو سره خپل مخالفت څرګند کړ او ویې ویل، چې دغه ګام په اوکراین کې د جګړې د پراخېدو لوی ګواښ دی.

د تایوروس کروز توغندي چې شاوخوا د ۵۰۰ کیلومتره واټن ویشتلو سره کولی شي په مسکو کې د اوکراین هدفونه په نښه کړي.

شولتس ټینګار وکړ: «ما دغې غوښتنې ته نه وویل.»

نوموړي زیاته کړه، چې دغه دریځ د نورو وسلو لپاره چې کولی شي دې واټن ته ورسیږي هم بسنه کوي.

د جرمني لومړي وزیر ویلي، پرته له دې چې نور هېوادونه څه پرېکړه کوي، جرمني به اوکراین ته دا ډول وسلې ور نه کړي.

د اوکراين ولسمشر په وار وار له خپلو لوېديځو ملګرو غوښتي، چې دغه هېواد ته د روسيې پر لوژیستيکي بنسټونو او پوځي هوايي ډګرونو د بريدونو لپاره د لېرې واټن ويشتونکي وسلې ورکړي.