د طالبانو بهرنیو چارو وزارت وايي، په عمان کې د افغانستان سفارت چارې دوی ته سپارل شوې دي

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویاند حافظ ضیا احمد تکل وايي، د عمان په پلازمېنه مسقط کې د افغانستان سفارت چارې له تېرو دوو اونیو راهیسې دغې ډلې ته ورسپارل شوې. ضیا احمد وايي، له دې وروسته به په مسقط کې د سفارت چارې دوی سمبالوي.