• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د حزب الله او اسراییل ترمنځ د جګړې د پراخېدو د وېرې سربېره دواړو خواو سختې نښتې کړي

۱ تله ۱۴۰۳ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۷:۳۵ GMT+۱

اسراییل او حزب الله د یکشنبې په ورځ سخته جګړه کړې دي. د اسراییل جنګي الوتکو د لبنان په سویل کې د شا او خوا یو کال په جګړو کې تر ټولو سخته بمباري کړې، بل خوا حزب الله پر راکټونو شمالي اسراییل په نښه کړی دی.

د اسراییل د دفاع وزیر یوف ګالنټ وویل، چې پر لبنان به بریدونه به تر هغه دوام وکړي تر څو چې د اسراییل له شمالي سیمو څخه د بې ځایه شویو کسانو بېرته ستنېدل خوندي شوي نه وي.

په همدې حال کې حزب الله ژمنه کړې، چې د غزې په جګړه کې د اوربند تر رامنځ ته کېدو پورې به جګړې ته دوام ورکوي.

100%

د اسراييل لومړي وزير بنيامين نتنياهو په يوه ويډيويي اعلامیه کې وويل: "په دې وروستيو ورځو کې موږ پر حزب الله داسې يو لړ ګوزارونه وکړل چې هيڅکله يې تصور هم نه و کړی. که حزب الله زمونږ په پیغام پوه شوی نه وي، زه تاسو سره ژمنه کوم، چې دوی به زمونږ په پیغام پوه شي."

100%

د اسراییل او حزب الله ترمنځ‌ کړکیچ وروسته له هغه پراخ شو، چې حزب الله د اسراییل په وړاندې دویمه جبهه پرانستله او ویې ویل چې دا کار یې د غزې په سویل کې د اسراییل د برید په غبرګون کې د فلسطینیانو سره د پیوستون لپاره کړی دی.

100%

د اسراییل پوځ ویلي، چې د شنبې په ورځ یې په لبنان کې شاوخوا ۲۹۰ هدفونه په نښه کړي، چې په کې د حزب الله د زرګونو راکټ د توغولو سیسټمونه هم شامل دي او دا چې نور بریدونه به هم وکړي.

اسراییل د دغه هېواد په شمال کې ښوونځي تړلي، غونډې یې محدودې کړې او روغتونونو ته یې امر کړی چې ناروغان او کارمندان خوندي سیمو ته ولېږدوي.

ډېری دغه مرکزونه خوندي یا د ځمکې لاندې تاسیسات لري، چې د راکټونو په وړاندې ډیزاین شوي.

100%

د اسراییل پوځ ویلي، چې په تېرو دوو ورځو کې شاوخوا ۱۵۰ راکټونه، کروز توغندي او ډرون په اسراییل توغول شوي، چې ډېری یې د هوایي دفاع سیسټم له خوا نسکور شوي دي.

په دغو بریدونو کې د اسراییل د حیفا ښار ته څېرمه د یو کور په ګډون ګڼې ودانۍ نړېدلې دي.

د ژغورنې ډلو د ټپیانو درملنه کړې خو د مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي.

د سیمې اوسېدونکو ته لارښوونه شوې وه، چې د بریدونو نه د خوندي کېدو لپاره د ځمکې لاندې تاسیساتو ته نږدې پاتې شي.

100%

حزب الله ویلي دي، چې د یکشنبې په ورځ یې د بې پیلوټه الوتکو پر مټ د اسراییل دوه مرکزونه په نښه کړي.

دغه ډله وايي، چې د پیجرونو د چاودنې د برید په لومړني غبرګون کې یې د اسراییل په پوځي او صنعتي مرکزونو راکټي بریدونه کړي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

اسراییل په لویدیځه غاړه کې د الجزیرې دفتر وتاړه

۱ تله ۱۴۰۳ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۵۷ GMT+۱

اسراییلي پوځیانو په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د الجزیرې خبري شبکې پر دفتر برید وکړ او دغه دفتر یې د ۴۵ ورځو موقتي مودې لپاره وتاړه. اسراییلي پوځیانو د یکشنبې په سهار په رام الله کې د الجزیرې ودانۍ ته د یوې ژوندۍ خپرونې پر مهال ننوتل او د خپرونو د ځنډېډو امر یې وکړ.

په رام الله کې د الجزیرې د دفتر مشر ولید العمري ویلي، چې اسراییل غواړي حقیقت له منځه یوسي او د حقایقو د اورېدلو مخه ونیسي.

د قطر د ټلویزیوني شبکې او اسراییلو ترمنځ اړیکې له اوږدې مودې راهیسې ترینګلې وې؛ خو په غزه کې د جګړې له پیل راهیسې دغه اړيکې د پام وړ خرابې شوې دي.

د مې په میاشت کې هم اسراییلي ځواکونو په ناصرت او ختیځ بیت المقدس کې د الجزیرې پر دفترونو بریدونه وکړل.

غزې تړانګې ته د بهرنيو خبريالانو پر ننوتلو د بندېز لګولو سره په سيمه کې مېشت د الجزيرې کارکوونکي يوازيني خبريالان دي، چې له سيمې څخه د روانې جګړې پوښښ کولی شي.

اسراییل دا شبکه د خپل ملي امنیت لپاره ګواښ او یوه ترهګره رسنۍ بللې ده.

دغه تور الجزیرې رد کړی دی.

100%

ایراني رسنۍ: په خراسان ولایت د ډبرو سکرو په کان کې د ګازو چاودنې ۳۰ تنه مړه کړي

۱ تله ۱۴۰۳ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۸:۳۰ GMT+۱

ایراني رسنۍ وايي، چې تېره شپه ناوخته د دغه هیواد د خراسان ولایت د ډبرو سکرو په یوه کان کې د ګازو د چاودنې له امله ۳۰ کسان مړه شوي او ۱۷ ټپیان شوي. ويل کیږي په دغه کان ۶۹ تنو کار کاوه چې پاتې نور کسان لا ورک دي.

د ایران خبري رسنۍ ایسنا نن یکشنبه د (تلې لومړۍ نیټه) په خپله ویب پاڼه د ایران خراسان ولایت د سرې میاشتې د مشر له قوله لیکلي چې تېره شپه ناوخته د دغه هیواد په خراسان ولایت کې د ډبرو سکرو په کان کې د ګازو د چاودنې له امله ۳۰ تنه مړه او ۱۷ تنه ټپیان شوي.

دغه رسنۍ وړاندې وايي، په دغه کان ټول ۶۹ تنه کاریګر په کار بوخت وو، چې تر اوسه پورې ۳۰ تنه مړه او ۱۷ ټپیان موندل شوي او پاتې هغه یې لا ورک دي.

ویل کیږي، د ایران ژغورونکې ډلې په دغه ویجاړ شوي کان کې په پلټنو بوخت دي.

ملاله یوسفزۍ: د م، م په راتلونکې غونډه کې دې د نجونو غوښتونو ته لومړیتوب ورکړل شي

۱ تله ۱۴۰۳ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۷:۲۵ GMT+۱

ملالي یوسفزی تېره ورځ د ملګرو ملتونو ودانۍ مخې ته له یو شمېر نورو ښځينه فعالانو سره په اعتراض کې ویلي، چې د نړۍ مشران دې د نجونو غوښتنې واوري او د ملګرو ملتونو په راتلونکې ناسته کې دې د دوی غوښتونو ته لومړیتوب ورکړي.

د سولې د نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې تېره ورځ یې د ملګرو ملتونو د ودانۍ مخې ته له نورو ښځينه فعالانو سره یو ځای د نړۍ له مشرانو څخه غوښتي چې د نجونو غږ واوري.

نوموړې وايي، لکه څنګه چې دوی په نیویارک کې په نورو موضوعاتو سره راټول شوي دي، خو په ټوله نړۍ کې نجونې له یو بل درد کړیږي.

ملالې په خپره کړې ویډیو کې په افغانستان کې د طالبانو له لوري ښوونځیو ته د نجونو پر تګ بندیز ته هم اشاره کړې.

نوموړې وايي: «په افغانستان کې نجونې منځنيو ښوونځيو ته له تګه ګرځول شوې. په غزه کې نجونې د دوامداره بمباریو لاندې ژوند کوي. په نایجریا کې نجونې له ناورین او سېلابونو سره مخ دي.»

نوموړې وايي، د نړۍ مشرانو ته لاډیر ناوخته نه دی چې په نړۍ کې د نجونو د راتلونکي لپاره سم ګام پورته کړي.

د نوموړې په خبره د نړۍ له مشرانو او بنسټونو څخه د باور له مخې د نجونو د راتلونکي لپاره د ډیر څه تمه کیږي.

ملاله یوسفزۍ وايي: «دوی کولی شي د سبا په ناسته کې د نجونو د راتلونکي لپاره د نجونو غوښتونو ته لومړیتوب وکړي.»

ملاله وايي، «دا یې وخت دی چې د نجونو غږ واورېدل شي او په اړه یې پوهاوی ترلاسه شي، چې نجونې څه غواړي.»

ملاله یوسفزۍ چې د سولې د نوبل جایزې ګټونکې ده، په ځلونو د افغان نجونو تر څنګ په نورو هېوادونو کې هم د نجونو د زده کړو او حقونو غږ پر نړۍوالو دریځونو پورته کړی دی.

خیبرپښتونخوا کې د نا امنیو دوام: یو پاکستانی عسکر وژل شوی او اته نور ټپیان شوي

۱ تله ۱۴۰۳ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۵:۲۱ GMT+۱

له خیبرپښتونخوا سرچینې وايي، چې د شمالي وزیرستان میرعلي کې د پاکستان پوله ساتو ځواکونو پر یوه کاروان وسله والو برید کړی چې یو عسکر په کې وژل شوی او دوه ټپیان شوي. هاخوا د هنګو په منډولي سیمه کې پر یوې پوستې برید کې شپږ پوله ساتي عسکر ټپیان شوي.

له خیبرپښتونخوا سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته نن یکشنبه د (تلې لومړۍ نیټه) ويلي چې تېره شپه وسله والو د شمالي وزیرستان په میرعلې کې د پاکستان پوله ساتو ځواکونو پر یوه کاروان برید کړی چې په کې یو عسکر وژل شوی او دوه تپیان دی.

سرچینې وايي، پر دغه کاروان وسله والو مخامخ برید کړی.

د دغه برید مسوولیت په ټي ټي پي پورې تړلې د حافظ ګلبهادر ډلې په غاړه اخیستی.

د یو بل خبر له مخې د خیبرپښتونخوا په هنګو ولسوالۍ هم د پاکستان پوله ساتو ځواکونو (ایف سي) پر یوې پوستې د وسله والو په برید کې شپږ عسکر ټپیان شوي.

پاکستاني رسنیو ویلي، د دغه برید ټپیان روغتون ته لېږدول شوي چې د ځينو هغو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی.

په دې وروستیو کې په خیبرپښتونخوا ایالت د پاکستان پر امنیتي ځواکونو بریدونو زور اخیستی او نږدې هره ورځ پر دغو ځواکونو د سړک غاړې ماین چاودنو او مخامخ بریدونو خبرونه ورکړل کیږي چې مرګ ژوبله هم په کې اوړي.

پاکستاني پوځ هم د دغه ایالت په بیلابیلو سیمو کې پوځي عملیاتو ته زور ورکړی او په وسله والو پسې چاڼیز عملیات کوي چې د سیمې خلکو په خبره د داسې عملیاتو پر مهال ولسي خلکو ته هم د سر او مال زیان اوړي.

د ایران مذهبي مشر: اسراییل د ماشومانو پر وړاندې بې شرمانه جنایتونه ترسره کوي

۳۱ وږی ۱۴۰۳ - ۲۱ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۸:۱۷ GMT+۱

د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه اي د شنبې په ورځ وویل، چې اسراییل د وسله والو پر وړاندې نه، بلکې د ماشومانو پر وړاندې "بې شرمانه جنایتونه" ترسره کوي.

خامنه یې دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغه کوي، چې د لبنان په پلازمینه بیروت کې د اسراییل په هوايي برید کې د لبنان د روغتیا وزارت په وینا د درېیو ماشومانو او اوو ښځو په ګډون لږ تر لږه ۳۱تنه ووژل شول.

د جمعې د ورځې برید، چې د یوې سرچینې په وینا، د وړکتون ترڅنګ یوه ودانۍ یې په نښه کړه، د اسراییل او د ایران په ملاتړ د لبنان حزب الله وسله والو ترمنځ په یو کال کې تر ټولو مرګونی برید و.

حزب الله په دې برید کې د دوو مهمو قومندانانو ابراهیم عقیل او احمد وهبي په ګډون د خپلو ۱۶ غړو وژل کېدل تایید کړي دي.

لبنان د برید پړه پر اسراییل اچولې ده. خو تر اوسه د هغوی له خوا په دې اړه ځواب نه دی ورکړل شوی.

خامنه یې وویل، چې اسراییل په غزه، لویدیځه غاړه، لبنان او سوریه کې خپل بې شرمه جنایتونه چې په بېلابېل ډولونو یې ترسره کوي، نه پټوي.

خامنه یې په تهران کې د مسلمان هېوادنو د استازو یوې ډلې ته په وینا کې چې پر دولتي ټلویزیون خپریده، وویل: «دا له وسله والو سره نه، بلکې له عامو خلکو سره جکړه ده.»

خامنه یې وایي: «اسراییل په فلسطین کې اصلي وسله والو ته د زیان رسولو توان نه لري، دوی خپله غوسه پر کوچنیو ماشومانو، د روغتون په ناروغانو او د کوچنیو ماشومانو څخه ډکو ښوونځیو باندې سړوي.»