• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

فلسطیني ډاکټران: په غزه کې پر یو ښوونځي د اسراییل په برید کې اووه تنه وژل شوي دي

۱ تله ۱۴۰۳ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۹:۳۷ GMT+۱

د فلسطین روغتیایي چارواکي وايي، چې د اسراییل هوايي برید د یکشنبې په ورځ د غزې په ښار کې د بې ځایه شویو کورنیو په یو ښوونځي کې اووه تنه ووژل. بل خوا، د اسراییل پوځ ویلي، چې دوی په دغه ودانۍ کې وسله وال په نښه کړي دي.

اسراییلي چارواکو وویل، چې برید د سهار په ۱۱ بجو په ساحلي کمپ کې د کفر قاسم پر ښوونځي شوی دی.

دوی زیاته کړه، چې په وژل شویو کسانو کې د حماس د فواید عامې او کور جوړونې وزارت مشر مجید صالح هم شامل دی.

د اسراییل پوځ ویلي، چې برید هلته د حماس جنګیالي په نښه کړي او له هوا یې د برید سیمه څارلې او ملکي وګړو ته د خطر د محدودولو لپاره یې نور ګامونه هم پورته کړي دي.

حماس، اسلامپاله وسله واله ډله چې په غزه واکمنه ده، په منظمه توګه د اسراییل هغه تورونه رد کړي، چې په نږدې یو کلنې جګړه کې د پوځي موخو لپاره روغتونونه او نورې ملکي ودانۍ کاروي.

100%

په غزه کې ډاکټرانو ویلي، شپږ نور فلسطینیان د غزې په مرکزي او سویلي برخو کې په جلا - جلا هوايي بریدونو کې وژل شوي دي.

دوی د یکشنبې په ورځ د اسراییل په بریدونو کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۱۶ کسان ښودلي دي.

د مصر سره د غزې پولې ته نږدې په رفح ښار کې اوسیدونکو وویل، چې اسراییلي ټانکونو د ښار لویدیځې برخې ته چیرې چې د دوی اردو د می میاشتې راهیسې عملیات کوي، پرمختګ کړی او د ساحلي سړک د څارنې لپاره په ځینو غونډیو کې مېشت شوي‌ دي.

100%

د حماس وسله والې څانګې ویلي، چې جنګیالیو یې په رفح ښار کې د اسراییلي ځواکونو پر ضد څو بریدونه کړي، د ټانک ضد راکټونه یې کارولي او په هغو کورونو یې د بمونو بریدونه کړي، چې اسراییلي پوځیان پکې ځای پرځای شوي وو.

د اسراییل پوځ د شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل، چې ځواکونو یې په رفح ښار کې په وروستیو اونیو کې لسګونه وسله وال وژلي او پوځي تاسیسات او تونلونه یې ویجاړ کړي دي.

100%

د یکشنبې په ورځ د غزې د روغتیا وزارت خبرداری ورکړ، چې په ټولو روغتونونو کې به ټول خدمات په ۱۰ ورځو کې ودرول شي ځکه چې د جنراتورونو لپاره پرځې او کافي تیل په واک کې نه لري.

د روانې جګړې او ستونزو برسیره، سخت باران د شپې په اوږدو کې د فلسطیني بې ځایه شویو خیمې له اوبو ډکې کړې دي.

100%

د دیرالبلاح په مرکزي ښار کې له خپلې کورنۍ سره بې ځایه شوې عیا وویل: "لس دقیقې باران د خیمو د ډوبولو لپاره کافي و. که ټوله ورځ باران وشي نو څه به وشي؟ خیمې لا له وړاندې زړې شوي او ژمي کې په کې ژوند نه شي کېدای."

دغه سیمې ته شاوخوا یو میلیون کسانو د جګړې له وېرې پناه وړې ده.

هغې وویل: "موږ نوې خیمې نه غواړو. موږ غواړو چې جګړه پای ته ورسېږي. موږ په دوزخ کې لنډمهاله حل نه غواړو".

د فلسطین د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارېد عامه اړیکو مشر جولیټ توما وویل، چې په راتلونکي ژمي کې د خلکو سره د مرستې لپاره نورو خیمو او تجهیزاتو ته اړتیا لري.

100%

توما رویټرز ته وویل: "د باران او د تودوخې په راټیټیدو سره دا احتمال شته چې خلک ناروغه شي په ځانګړې توګه ماشومان چې د زکام او سینه بغل ناروغیو په وړاندې ډیر زیان منونکي دي."

د اسراييلي - فلسطينيانو په لسيزه لانجه کې دا جګړه د اکتوبر په اوومه هغه مهال پيل شوه، چې حماس پر اسراييل بريد وکړ، د اسراييلي شمېرو له مخې؛ په دغه برید کې ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او شاوخوا ۲۵۰ نور يرغمل شو.

د غزې د روغتیا وزارت په وینا؛ په سیمه کې د اسراییل وروستيو بریدونو تر ۴۱ زره ۳۰۰ ډیر فلسطینیان وژلي او نږدې ۲.۳ میلیونه کسان یې بې ځایه کړي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

اسټراليايي سازمان: طالبانو هڅه کړې چې په نړۍوالو ناستو کې د خپلو نیوکه کوونکو غږ غلی کړي

۱ تله ۱۴۰۳ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۹:۰۵ GMT+۱

د اسټرالیا د نړۍوالو چارو انسټیټیوټ وايي، چې طالبانو په نړۍوالو ناستو کې د خپلو نیوکه کوونکو د چوپتیا لپاره پراخې هڅې پیل کړې دي. که لوېدیځ حکومتونه د بشري حقونو په اړه جدي وي، دوی باید په کلکه د دې هڅو په وړاندې مقاومت وکړي.

د اسټرالیا د نړۍوالو چارو انسټیټیوټ د یکشنبې په ورځ د تلې په لومړۍ نېټه په نړۍواله ټولنه کې د مخالفینو د غږ د خاموشه کولو لپاره د طالبانو د هڅو په اړه یوه مقاله خپره کړې ده او اعلان یې کړی، چې ملګرو ملتونو ددې هڅو پر دوام له طالبانو سره د دوحې په درېیمه غونډه کې د ښځو د نه ګډون په اړه هوکړه او له اجنډا څخه د جنسیتي توپیر موضوع لرې کړه.

دغه بنسټ وايي؛ طالبانو هڅه کړې چې د افغانستان د ځینو سیاسي استازولیو له لورې خپاره شوي اسناد چې د دوی اطاعت نه کوي، باطل اعلان کړي او ځینو هېوادونو بیا په دې برخه کې له طالبانو ملاتړ کړی دی.

د اسټرالیا د نړۍوالو چارو انسټیټیوټ استدلال کوي، کله چې لوېدیځ هېوادونه طالبان په رسمیت نه پیژني، نو د طالبانو پیغامونه او غوښتنې د دغو هېوادونو لپاره داخلي قانوني اهمیت هم نه لري.

یاد سازمان ټینګار کړی، چې د دغو هېوادونو له خوا د طالبانو د غوښتنو منل د دې ډلې اهمیت زیاتوي.

په همدې حال کې دغه انسټیټیوټ وايي، چې د طالبانو د سیاسي اپوزیسیون د ځپلو او خاموشه کولو له هڅو وروسته د ناروې او برېتانیا هېوادونو په لندن او اوسلو کې د افغانستان سفارتونه تړلي دي.

دغه سازمان ویلي، چې یادو دواړو هېوادونو د افغانستان سفارتونه تړلي، خو د «شرم له مخې» یې په خپلو رسمي پاڼو کې د افغانستان د سفارتونو د تړلو اعلان نه دی کړی.

د اسټرالیا د نړۍوالو چارو انسټیټیوټ هم په ډاګه کړې، چې برېتانیا او ناروې شاید د خپلو داخلي ستونزو له امله د افغانستان سفارت تړلی وي او غواړي، د دغه هېواد د وګړو په شړلو کې له طالبانو سره د همکارۍ په تضمین سره د کډوالو په اړه د خلکو احساسات کنټرول کړي.

د دغه سازمان په خبره؛ د هغو سفارتونو له خوا چې د طالبانو په کنټرول کې نه دي د صادرو شویو اسنادونو نه منل کېدل، د هغه څه په پرتله چې تصور یې کېږي، لږ عملي اهمیت لري.

دغه سازمان ټینګار کړی، چې د واک دعوه کوونکي هیڅ قانوني حق نه لري چې د حکومت په توګه په رسمیت وپېژندل شي او له همدې امله د افغانستان ماموریتونه چې د طالبانو تر واک لاندې نه دي د زمري له ۱۴۰۰ راهیسې په ډېرو هېوادونو کې خپل فعالیت ته دوام ورکړی دی.

د حزب الله او اسراییل ترمنځ د جګړې د پراخېدو د وېرې سربېره دواړو خواو سختې نښتې کړي

۱ تله ۱۴۰۳ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۷:۳۵ GMT+۱

اسراییل او حزب الله د یکشنبې په ورځ سخته جګړه کړې دي. د اسراییل جنګي الوتکو د لبنان په سویل کې د شا او خوا یو کال په جګړو کې تر ټولو سخته بمباري کړې، بل خوا حزب الله پر راکټونو شمالي اسراییل په نښه کړی دی.

د اسراییل د دفاع وزیر یوف ګالنټ وویل، چې پر لبنان به بریدونه به تر هغه دوام وکړي تر څو چې د اسراییل له شمالي سیمو څخه د بې ځایه شویو کسانو بېرته ستنېدل خوندي شوي نه وي.

په همدې حال کې حزب الله ژمنه کړې، چې د غزې په جګړه کې د اوربند تر رامنځ ته کېدو پورې به جګړې ته دوام ورکوي.

100%

د اسراييل لومړي وزير بنيامين نتنياهو په يوه ويډيويي اعلامیه کې وويل: "په دې وروستيو ورځو کې موږ پر حزب الله داسې يو لړ ګوزارونه وکړل چې هيڅکله يې تصور هم نه و کړی. که حزب الله زمونږ په پیغام پوه شوی نه وي، زه تاسو سره ژمنه کوم، چې دوی به زمونږ په پیغام پوه شي."

100%

د اسراییل او حزب الله ترمنځ‌ کړکیچ وروسته له هغه پراخ شو، چې حزب الله د اسراییل په وړاندې دویمه جبهه پرانستله او ویې ویل چې دا کار یې د غزې په سویل کې د اسراییل د برید په غبرګون کې د فلسطینیانو سره د پیوستون لپاره کړی دی.

100%

د اسراییل پوځ ویلي، چې د شنبې په ورځ یې په لبنان کې شاوخوا ۲۹۰ هدفونه په نښه کړي، چې په کې د حزب الله د زرګونو راکټ د توغولو سیسټمونه هم شامل دي او دا چې نور بریدونه به هم وکړي.

اسراییل د دغه هېواد په شمال کې ښوونځي تړلي، غونډې یې محدودې کړې او روغتونونو ته یې امر کړی چې ناروغان او کارمندان خوندي سیمو ته ولېږدوي.

ډېری دغه مرکزونه خوندي یا د ځمکې لاندې تاسیسات لري، چې د راکټونو په وړاندې ډیزاین شوي.

100%

د اسراییل پوځ ویلي، چې په تېرو دوو ورځو کې شاوخوا ۱۵۰ راکټونه، کروز توغندي او ډرون په اسراییل توغول شوي، چې ډېری یې د هوایي دفاع سیسټم له خوا نسکور شوي دي.

په دغو بریدونو کې د اسراییل د حیفا ښار ته څېرمه د یو کور په ګډون ګڼې ودانۍ نړېدلې دي.

د ژغورنې ډلو د ټپیانو درملنه کړې خو د مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي.

د سیمې اوسېدونکو ته لارښوونه شوې وه، چې د بریدونو نه د خوندي کېدو لپاره د ځمکې لاندې تاسیساتو ته نږدې پاتې شي.

100%

حزب الله ویلي دي، چې د یکشنبې په ورځ یې د بې پیلوټه الوتکو پر مټ د اسراییل دوه مرکزونه په نښه کړي.

دغه ډله وايي، چې د پیجرونو د چاودنې د برید په لومړني غبرګون کې یې د اسراییل په پوځي او صنعتي مرکزونو راکټي بریدونه کړي دي.

اسراییل په لویدیځه غاړه کې د الجزیرې دفتر وتاړه

۱ تله ۱۴۰۳ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۵۷ GMT+۱

اسراییلي پوځیانو په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د الجزیرې خبري شبکې پر دفتر برید وکړ او دغه دفتر یې د ۴۵ ورځو موقتي مودې لپاره وتاړه. اسراییلي پوځیانو د یکشنبې په سهار په رام الله کې د الجزیرې ودانۍ ته د یوې ژوندۍ خپرونې پر مهال ننوتل او د خپرونو د ځنډېډو امر یې وکړ.

په رام الله کې د الجزیرې د دفتر مشر ولید العمري ویلي، چې اسراییل غواړي حقیقت له منځه یوسي او د حقایقو د اورېدلو مخه ونیسي.

د قطر د ټلویزیوني شبکې او اسراییلو ترمنځ اړیکې له اوږدې مودې راهیسې ترینګلې وې؛ خو په غزه کې د جګړې له پیل راهیسې دغه اړيکې د پام وړ خرابې شوې دي.

د مې په میاشت کې هم اسراییلي ځواکونو په ناصرت او ختیځ بیت المقدس کې د الجزیرې پر دفترونو بریدونه وکړل.

غزې تړانګې ته د بهرنيو خبريالانو پر ننوتلو د بندېز لګولو سره په سيمه کې مېشت د الجزيرې کارکوونکي يوازيني خبريالان دي، چې له سيمې څخه د روانې جګړې پوښښ کولی شي.

اسراییل دا شبکه د خپل ملي امنیت لپاره ګواښ او یوه ترهګره رسنۍ بللې ده.

دغه تور الجزیرې رد کړی دی.

100%

ایراني رسنۍ: په خراسان ولایت د ډبرو سکرو په کان کې د ګازو چاودنې ۳۰ تنه مړه کړي

۱ تله ۱۴۰۳ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۸:۳۰ GMT+۱

ایراني رسنۍ وايي، چې تېره شپه ناوخته د دغه هیواد د خراسان ولایت د ډبرو سکرو په یوه کان کې د ګازو د چاودنې له امله ۳۰ کسان مړه شوي او ۱۷ ټپیان شوي. ويل کیږي په دغه کان ۶۹ تنو کار کاوه چې پاتې نور کسان لا ورک دي.

د ایران خبري رسنۍ ایسنا نن یکشنبه د (تلې لومړۍ نیټه) په خپله ویب پاڼه د ایران خراسان ولایت د سرې میاشتې د مشر له قوله لیکلي چې تېره شپه ناوخته د دغه هیواد په خراسان ولایت کې د ډبرو سکرو په کان کې د ګازو د چاودنې له امله ۳۰ تنه مړه او ۱۷ تنه ټپیان شوي.

دغه رسنۍ وړاندې وايي، په دغه کان ټول ۶۹ تنه کاریګر په کار بوخت وو، چې تر اوسه پورې ۳۰ تنه مړه او ۱۷ ټپیان موندل شوي او پاتې هغه یې لا ورک دي.

ویل کیږي، د ایران ژغورونکې ډلې په دغه ویجاړ شوي کان کې په پلټنو بوخت دي.

ملاله یوسفزۍ: د م، م په راتلونکې غونډه کې دې د نجونو غوښتونو ته لومړیتوب ورکړل شي

۱ تله ۱۴۰۳ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۷:۲۵ GMT+۱

ملالي یوسفزی تېره ورځ د ملګرو ملتونو ودانۍ مخې ته له یو شمېر نورو ښځينه فعالانو سره په اعتراض کې ویلي، چې د نړۍ مشران دې د نجونو غوښتنې واوري او د ملګرو ملتونو په راتلونکې ناسته کې دې د دوی غوښتونو ته لومړیتوب ورکړي.

د سولې د نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې تېره ورځ یې د ملګرو ملتونو د ودانۍ مخې ته له نورو ښځينه فعالانو سره یو ځای د نړۍ له مشرانو څخه غوښتي چې د نجونو غږ واوري.

نوموړې وايي، لکه څنګه چې دوی په نیویارک کې په نورو موضوعاتو سره راټول شوي دي، خو په ټوله نړۍ کې نجونې له یو بل درد کړیږي.

ملالې په خپره کړې ویډیو کې په افغانستان کې د طالبانو له لوري ښوونځیو ته د نجونو پر تګ بندیز ته هم اشاره کړې.

نوموړې وايي: «په افغانستان کې نجونې منځنيو ښوونځيو ته له تګه ګرځول شوې. په غزه کې نجونې د دوامداره بمباریو لاندې ژوند کوي. په نایجریا کې نجونې له ناورین او سېلابونو سره مخ دي.»

نوموړې وايي، د نړۍ مشرانو ته لاډیر ناوخته نه دی چې په نړۍ کې د نجونو د راتلونکي لپاره سم ګام پورته کړي.

د نوموړې په خبره د نړۍ له مشرانو او بنسټونو څخه د باور له مخې د نجونو د راتلونکي لپاره د ډیر څه تمه کیږي.

ملاله یوسفزۍ وايي: «دوی کولی شي د سبا په ناسته کې د نجونو د راتلونکي لپاره د نجونو غوښتونو ته لومړیتوب وکړي.»

ملاله وايي، «دا یې وخت دی چې د نجونو غږ واورېدل شي او په اړه یې پوهاوی ترلاسه شي، چې نجونې څه غواړي.»

ملاله یوسفزۍ چې د سولې د نوبل جایزې ګټونکې ده، په ځلونو د افغان نجونو تر څنګ په نورو هېوادونو کې هم د نجونو د زده کړو او حقونو غږ پر نړۍوالو دریځونو پورته کړی دی.