• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اسراییل د حزب الله تر ۳۰۰ زیات مرکزونه په نښه کړي او تر ۲۰۰ ډېر کسان یې وژلي دي

۲ تله ۱۴۰۳ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۵:۰۵ GMT+۱

اسراییل د دوشنبې په ورځ د حزب الله په سلګونو مرکزونه په هوایي بریدونو کې په نښه کړي، چې د لبنان روغتیایي چارواکو په وینا لږ تر لږه ۲۰۰ کسان یې وژلي دي.

د غزې د جګړې له پیل راهیسې په تېر یو کال کې د حزب الله او اسراییل تر منځ په سرحدي سیمو کې نښتې روانې وې؛ خو په تېرو ورځو کې اسراییل د سیمې خلکو ته خبرداری ورکړ، چې هغه سیمې پرېږدي چیرې چې ویل کیږي وسله والې ډلې وسلې موجودې دي.

د غزې په سویلي پوله کې د حماس پر وړاندې له شاوخوا یو کال جګړې وروسته اسراییل خپل تمرکز شمالي پولو ته اړولی، دا هغه سیمه ده، چې د ایران ملاتړي حزب الله د خپل متحد حماس په ملاتړ پر اسراییل توغندي توغوي.

د اسراییل د دفاع وزیر یوف ګالنټ په یوه ویډیو کې چې د هغه د دفتر له خوا خپره شوې، ویلي: «عملیات به تر هغه دوام وکړي تر څو چې موږ خپل هدف ته ورسیږو او د شمالي سیمو اوسېدونکي په خوندي ډول خپلو کورونو ته راستانه کړو.»

هغه دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې، چې د اسراییل پوځ د لبنان په سویل، ختیځ بیکا دره او سوریې ته نږدې په شمالي سیمه کې د حزب الله مرکزونه په نښه کړل.

د لبنان د روغتیا وزارت وايي، د دوشنبې په ورځ د اسراییل په بریدونو کې د ښځو، ماشومانو او ډاکټرانو په ګډون لږ تر لږه ۲۰۰ کسان وژل شوي او تر ۴۰۰ ډېر ټپیان شوي دي.

د اسراییل د پوځ ویاند اویچای ادرای پر اېکس خپور کړي پیغام کې وویل، چې د حزب الله تر ۳۰۰ ډېر مرکزونه په نښه شوي او په لبنان کې په هغه کورونو باندې هوایي بریدونه په پام کې نیول شوي چې "حزب الله په کې وسلې پټې کړې" وې.

حزب الله ویلي، چې د دغو بریدونو په ځواب کې یې د اسراییل پر پوستو توغندي توغولي دي.

د اسراییل د پوځ ویاند ویلي، اسرايیلي الوتکې د لبنان په بیکا دره کې د حزب الله په ستراتیژیکو وسلو د برید لپاره چمتووالی نیسي. پوځ په ملکي خلکو یې غږ کړی چې سمدستي له سیمې ووځي.

ریئر اډمیرل ډینیل هاګاري په یوه تلویزیوني بیان کې وویل: "اوس کومې چاودنې چې د لبنان په سویل کې لیدل کیږې، د حزب الله د وسلو چاودنې دي چې په کورونو کې دننه ځای پر ځای شوې وې. پر هر کور چې موږ برید کوو هلته وسلې شتون لري. راکټونه، توغندي، بې پیلوټه الوتکې چې د اسراییلي ملکي وګړو د وژلو لپاره کارول کیدې.".

هوايي بریدونو پر حزب الله فشار زیات کړی.

تر دې وړاندې په لبنان کې د پیجرونو چاودنې دغه هیواد سخت څپلی و او حسن نصرالله دغه بریدونه چې سلګونو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې وه، په تاریخ کې بې ساري بللي وو.

د دې عملیاتو پړه پر اسراییل اچول شوې وه؛ خو اسراییل په دغه برید کې ښکیلتیا نه تایید کړې او نه یې هم رد کړې ده.

د لبنان د روغتیا وزارت په وینا؛ په یوه بله لوی برید کې د جمعې په ورځ د بیروت په سویلي څنډه کې اسراییلي الوتکو د حزب الله جګپوړي قوماندانان په نښه کړل او ۴۵ کسان یې ووژل.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د ایران په ګرمسار ښار کې درې درنې چاودنې شوي او ورپسې اور لګېدلی دی

۲ تله ۱۴۰۳ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۴:۴۴ GMT+۱

د ایران د استان سمنان ولایت د ګرمسار د سرې میاشتې رییس ویلي، چې د فجر په صنعتي ښارګوټي کې لومړی یوه درنه چاودنه شوې او ورپسې دوه نورې چاودنې هم شوي دي.

حمید مجیدي ایراني رسنیو ته ویلي، چې په دغه صنعتي ښارګوټي کې سخت اور لګېدلی، چې سیمې ته د اور وژنې ډلې رسېدلي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې په دغه صنعتي ښارګوټي کې د تېلو ۱۲ نور ټانکرونه هم شته او ښايي نورې چاودنې هم وشي.

نوموړي د احتمالي مرګ ژوبلې به اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

تېره ورځ د ایران دولتي رسنیو خبر ورکړ، چې د جنوبي خراسان ولایت د ډبرو سکرو په کان کې د ګازو د چاودنې له امله ۵۱ تنه مړه شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.د معلوماتو له مخې؛ چاودنه د شنبې په ورځ سهار ۹ بجې شوې او د پېښې پر مهال د دغه کان په دوو بلاکونو کې ۶۹ کسان موجود وو.

روسیه وايي، په کورسک سیمه کې د اوکراین په برید کې ۳۱ ملکي وګړي وژل شوي دي

۲ تله ۱۴۰۳ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۲:۱۸ GMT+۱

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د سپټمبر تر پنځمې نېټې پورې د دغه هېواد په کورسک سیمه کې د اوکراین په برید کې ۳۱ ملکیان وژل شوي او ۲۵۶ نور ټپیان شوي دي. اوکراین د اګست په شپږمه له دویمې نړۍوالې جګړې وروسته د روسیې پر خاوره تر ټولو ستر بهرنی برید وکړ.

اوکرایین د بې پېلوټه الوتکو او درنو وسلو په یوه برید کې چې د لوېدیځ له خوا جوړې شوې وسلې هم پکې شاملې وې، د روسیې په لوېدیځ کې د کورسک سیمه په نښه کړه.

روسي چارواکو ویلي، چې تر برید وروسته ۱ لک او ۳۰ زره ملکي وګړي د کورسک له خطرناکو سیمو وتلي دي.

د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي ویلي، چې د روسیې پر خاوره یې د دغه هېواد د برید په پایله کې له لومړۍ کرښې لسګونه زره روسي پوځیان اېستلي دي.

په کورمه کې د سني او شیعه مذهبو تر منځ جګړه کې ۱۰ کسان وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي

۲ تله ۱۴۰۳ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۶:۰۸ GMT+۱

د خیبرپښتنخوا له کورمې ولسوالۍ څخه ځايي سرچیني وايي، چې د دوو کلیو د اوسېدونکو ترمنځ د درې ورځنۍ جګړې په پایله کې ۱۰ ولسي وګړي وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي. دغه جګړه د کورمې ولسوالۍ د پاړه چنار په سیمه کې د سني او شیعه مذهبو ترمنځ روانه ده.

د کورمې ولسوالۍ څخه ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې جګړه دوه ورځې وړاندې د دوو کلیو د اوسېدونکو تر منځ چې سنيان او شیعه ګان دي پیل شوې.

په دغې روانه جګړه کې چې له درنو او سپکو وسلو کار اخیستل کیږي چې، تر دې مهاله د دواړو لوریو ۱۰ کسان وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي.

ځايي خبریالانو د کرمې ولسوالۍ د پولیسو له قوله ویلي، چې له تېرو څو ورځو راهیسې د پېښور او پاړه چنار لویه لاره او د کلیو ترمنځ پر وړو لارو تګ راتګ بند شوی دی.

سرچینو ویلي، چې تېره ورځ د سني او شیعه ترمنځ د اوربند په اړه خبرې اترې هم شوې، چې پرته له کومې پایلې پای ته رسېدلې دي او حکومت هم د روانې شخړې په مهارولو کې پاتې راغلی.

له دې مخکې هم په کورمه د سنيانو او شعیه ګانو تر منځ څو ځلې خپلمنځي جګړې رامنځته شوې چې دواړو لوریو ته په کې د سر او مال زیان اوښتی دی.

د سیمې خلکو شکایت دا دی چې ځايي او مرکزي حکومت یې یوازې د جګړې ننداره کوي او د یوې مسوولې ادارې په توګه په ډزبندۍ کې رول نه لوبوي.

ځايي سرچینې: د ټي ټي پي وسله والو وزیرستان کې په زور د زده‌کوونکو وېښتان کم کړي دي

۲ تله ۱۴۰۳ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۵:۰۵ GMT+۱

له سوېلې وزیرستانه ځايي سرچینې وايي، چې د ټي ټي پي وسله والو تېر ماښام د واڼه په عواه خواه سیمه کې د ښوونځي د زده‌کوونکو وېښتان په زور خرېیلي دي. ویل کیږي، په دغه سیمه کې وسله والو نورو تنکیو ځوانانو ته هم خبرداري ورکړي چې وېښتان به کموي.

له سیمې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته نن دوشنبه د (تلې دوېمه) ویلي، چې د سوېلي وزیرستان واڼه په عواه خواه سیمه کې د ټي ټي پي وسله والو د ښوونځي د زده‌کوونکو وېښتان په زور ور خرېیلي دي.

دغو وسله والو په کلي کې خلکو ته ویلي، چې نور به لوی او په بهرني سټایل وېښتان نه جوړوي، او ږېرې به هم نه کموي.

تحریک طالبان پاکستان په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ويلي، خو دغې ډلې له وړاندې ویلي وو، چې په پاکستان او د دوی د واک په سیمه کې به شریعت پلی کوي.

د ټي ټي پي وسله والو دارنګه په دغو سیمو کې په ټنګ ټکور او د شپې پر ګرځېدو هم بندیزونه لګولي دي.

داسې بندیزونه په قبایلي سیمو کې ورو ورو را روان دي، تر دې وړاندې افغانستان انټرنشنل پښتو یو راپور خپور کړی و، چې د ټي ټي پي وسله والو په وزیرستان کې د ټيک ټاک له ځینو کارونکو نجونو د هغوی ټلیفونونه اخیستې وو، او هغوی یې له دغه کاره منعه کړې وې.

په قبایلي سیمو کې د ټي ټي پي وسله والو له لوري د ښوونځیو د زده‌کوونکو په زور د وېښتانو خرېیلو دغه پېښه وروسته له هغه رامنځته کیږي چې په افغانستان کې د طالبانو امربالمعروف وروستي قانون پر افغانانو او ځانګړي ډول پر ښځو یو شمېر تازه او سخت بندیزونه لګولي دي.

په وروستۍ پېښه کې ډیورنډ کرښې ته څېرمه د خوست په ښار کې د طالبانو امربالمعروف محتسبانو ټولو ښاریانو او سلمانیو ته خبرداری ورکړی چې له دې وروسته به ږېرې نه کموي، خطونه به په کې نه اچوي او وېښتان به هم په بهرني سټایل نه جوړوي.

په فرانسه کې زرگونو کسانو په لاریونونو کې د ولسمشر مکرون د استعفا غوښتنه وکړه

۱ تله ۱۴۰۳ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۹:۵۰ GMT+۱

په زرګونو لاریون کوونکي د شنبې په ورځ په پاریس، لیون او مارسیل کې سړکونو ته راووتل او د ولسمشر ایمانویل مکرون د استعفا او استیضاح غوښتنه یې وکړه.

مکرون د کیڼ اړخي ایتلاف د کاندیدې لوسي کاسټېس پر ځای ښي اړخه میشل بارنیر د صدراعظم په توګه ټاکلی دی.

لاریون کوونکو مکرون تورن کړ، چې د عمومي ټاکنو پایلې یې له پامه غورځولې دي، چې د نوې پاپولر جبهې له خوا ګټل شوې دي.

یو ډېر شمیر لاسلیکونه راټول شوي، چې په ۲۰۲۷ کال کې د مکرون د واک له بشپړېدو د مخه د هغه د لرې کولو غوښتنه کوي.

لاریون کوونکو د معاش د کچې د لوړولو او د تقاعد د عمر د کمولو غوښتنه هم کړې ده.

۲۳ کلن لالي وايي: "موږ هڅه کوو؛ خلک قانع کړو چې هر ځل رایه ورکړي، تر څو د رایې ورکولو اصلي اهمیت روښانه کړي."

هغې ټینګار وکړ، چې د ټاکنو پایلو ته د مکرون بې غوري د ډېموکراسۍ لپاره د پام وړ زیان رسوي.

په دغو لاريونونو کې د پارلمان غړو، فعالانو او د فلسطين پلويان ګډون کړی وو.