د لبنان روغتیا وزارت: پر لبنان د اسراییل بریدونو نږدې ۵۰۰ کسان وژلي دي

د لبنان روغتیا وزارت وايي، د دوشنبې په ورځ پر لبنان د اسراییل په هوايي بریدونو کې د ۳۵ ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۴۹۲ کسان وژل شوي دي.

د لبنان روغتیا وزارت وايي، د دوشنبې په ورځ پر لبنان د اسراییل په هوايي بریدونو کې د ۳۵ ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۴۹۲ کسان وژل شوي دي.
د لبنان د روغتیا وزارت ویلي، چې په دغو بریدونو کې د ۳۵ ماشومانو او ۵۸ ښځو په ګډون ۴۹۲ کسان وژل شوي او ۱۶۴۵ نور ټپیان شوي دي.
د روغتیا وزیر فراس ابیاد وویل، زرګونه کورنۍ بې ځایه شوي هم دي.اسراییل ادعا کړې، چې د حزب الله لوی شمېر جنګیالي یې په دغو بریدونو کې وژلي دي.د راپورونو له مخې، اسراییل په سویلي او ختیځ لبنان کې شاوخوا ۱۶۰۰ ځایونه په نښه کړي دي.له بل پلوه د عراق لومړي وزیر محمد شیعه السوداني د لبنان د کړکېچ په اړه د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې د عربي مشرانو د بړنۍ غونډې غوښتنه وکړه.
امریکا بیا وایي، له تېرو څو ورځو راهیسې د اسراییل او لبنان د جکړې د ختمولو لپاره د ډیپلوماټیکو حل لارو په لټه کې ده.
له بل پلوه د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان بیا وایي، چې اسراییل په منځني ختیځ کې د یوې پراخې جګړې په لټه کې دی.


د خبریالانو د خوندیتوب نړۍوالې کمېټې د دوشنبې په ورځ پر طالبانو غږ وکړ، چې سمدستي دې د افغانستان انټرنشنل تلویزون پر خپرونو پرازیټ بند کړي.
د خبریالانو د خوندیتوب لپاره نیویارک مېشتې ادارې د رسنیو د فعالیتونو د ګډوډولو لپاره پرمختللې ټېکنالوژۍ ته د طالبانو د لاس رسي په اړه اندېښنه څرګنده کړه.
د خبریالانو د خوندیتوب د کمېټې رییس کارلوس مارتینیز ډیلا سیرنا وویل: «طالبان باید سمدستي د افغانستان انټرنشنل د خپرونو د ګډوډولو مخه ونیسي.»
هغه وویل: «پرمختللې ټېکنالوژۍ ته د طالبانو لاس رسی او د افغانستان انټرنشنل د خپرونو ګډوډول په افغانستان کې د یوې مهمې خپلواکې خبري سرچینې د غږ د خاموشولو لپاره د دغې ډلې د شرمناکه هڅې یوه بله نښه ده»
ډیلا سیرنا وویل:«دا ښیي چې دوی څومره هوډ لري چې د افغانستان خلکو ته د معلوماتو او خبرونو د ازاد جریان مخه ونیسي.»
د افغانستان انټرنشنل اجراییوي مدیر هارون نجفي زاده د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ته وویل، چې دغه چینل د سپټمبر په پنځمه د طالبانو له خوا د افغانستان له ځمکني سټېشن څخه د خپل اصلي سیګنال بندولو وروسته د خپلو خپرونو د خپرولو لپاره له یوې بلې سپوږمکۍ څخه کار پیل کړی.
هغه زیاته کړه: «هر هغه خپلواکه رسنۍ چې د کره معلوماتو وړاندې کولو ته ژمنه وي، د طالبانو له ګواښ او وېرې سره به مخامخ شي»
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د یوې اعلامیې له مخې؛ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس ستانکزي وروسته له هغې دا شبکه "دښمنه" وبلله، چې افغانستان انټرنشنل په بغلان کې له سېلاب ځپلو سره د مرستې د حیف و میل په اړه افغانستان انټرنشنل د یوه راپور جوړولو هوډ کړی و.

د سینیګال پوځ د دوشنبې په ورځ وویل، چې د دغه هېواد د پلازمېنې ډاکار له سواحلو څخه شاوخوا ۷۰ کیلومتره لرې په یوه کښتۍ کې یې لږ تر لږه ۳۰ مړي موندلي دي.
پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې سمندري ځواکونو ته د یکشنبې په ماښام د کښتۍ د شتون په اړه خبر ورکړل شوی و او د ګزمې یوه کښتۍ سمدستي سیمې ته واستول شوه.
د پوځ په اعلامیه کې راغلي: "تر اوسه پورې دېرش جسدونه شمېرل شوي."
اعلامیه کاږي، چې د مړو د شمېر او کښتۍ په اړه څېړنې روانې دي.
د پوځ په وینا؛ د جسدونو د خرابېدو له امله د پېژندنې پروسه ستونزمنه شوې ده.
د لویدیځې افریقا له ساحل څخه کانري ټاپوګانو ته د اتلانتیک د کډوالۍ لاره، معمولا د افریقایي کډوالو له خوا کارول کیږي، چې هسپانیا ته د رسېدو هڅه کوي.
دغه لار د نړۍ تر ټولو وژونکې لاره ده.
د کډوالۍ د حقونو ډلې واکینګ بارډرز د جون په میاشت کې وویل، چې د ۲۰۲۴ کال په لومړیو پنځو میاشتو کې نږدې ۵۰۰۰ کډوال په سمندر کې مړه شوي چې هڅه یې کوله اسپانوي ټاپوګانو ته ورسیږي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوتریش نن له افغان مېرمنو سره په افغانستان کې د مېرمنو د وضعیت په تړاو په ځانګړې غونډه کې ویلي دي، چې طالبانو په رسمي ډول افغانې مېرمنې له ټولنې څخه حذف کړې دي. نوموړي روان وضعیت خواشینوونکی وباله.
د ملګرو ملتونو سرمنشي د دوشنبې په ورځ وویل، چې په افغانستان کې ښځې او نجونې د ظلم او جنسیتي تبعیض له ژور بحران سره مخامخ دي.
هغه وویل، چې طالبانو په خپل نوي قانون سره سم له عامه ډګر څخه د ښځو ایستل رسمي کړي دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې روان بندیزونه د اندېښنې وړ بندیزونه بللي دي.
نوموړي ویلي، چې افغانې مېرمنې اوس په سیورې بدلې شوې دي، چې مجبورې دي په خاموشۍ او تیرو کې سکوت وکړي.
په دغه غونډه کې افغان مېرمنو په نماینده ګۍ اصیلا وردګ، حبیبه سرابي او فوزیه کوفي ګډون کړی دی.
له دې وړاندې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوتریش د ښځو له حقونو څخه په جدي سرغړونو، د توکمیزو ډلو پر وړاندې تبعیض او همدارنګه نورو هېوادونو ته له افغانستان څخه د ترهګرۍ پر لېږد اندېښنه څرګنده کړې وه.
انټونیو ګوتریش د طالبانو د رژیم تر ټولو ناوړه ځانګړنه د ښځو په وړاندې سخت بندیزونه او ځورول بللې وه.

د چین د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند له طالبانو وغوښتل چې د ښځو د حقونو او په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په اړه د هېوادونو اندېښنو ته پام وکړي.
لين جيان په افغانستان کې د خوراکي توکو د کمښت ستونزې ته اشاره وکړه او ټينګار يې وکړ، چې په هېواد کې د ښځو حقونه يوازينۍ مساله نه ده.
هغه د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د سرمنشي د یوه راپور په حواله وویل، چې تر ۲۰۲۴ کال پورې به په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا ولري او ۱۲.۴ میلیونه به د خوراکي توکو له سخت نه خوندیتوب سره مخ شي.
هغه پر نړۍوالې ټولنې غږ وکړ، چې طالبان وهڅوي چې په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو وضعیت د برابرۍ او درناوي په روحیه ښه کړي.
هغه همداراز هیله څرګنده کړه، چې طالبان به د ښځو د حقونو په اړه خپلې ژمنې عملي کړي.
خو لين جيان د ښځو د مسالې په اړه د نړۍ په تېره بيا د امريکا او اروپا ټينګار رد کړ، چې د طالبانو له رژيم سره د دغو هېوادونو په ټکر کې تر ټولو مهمه مساله بلل شوې ده.
نوموړي وویل: «د ښځو حقونه او ګټې د افغانستان ټوله مساله نه ده او نه هم د دغه هېواد د ستونزو اصلي لامل یا بنسټ دی.»
هغه زیاته کړه: "نړۍواله ټولنه باید د افغانستان تر ټولو مهمو ستونزو ته پام وکړي، په دغه هېواد کې د بیارغونې او پرمختګ چارې پیل کړي، د افغانانو هوساینې ته وده ورکړي او د دغه هېواد د خلکو د بشري حقونو په رښتینې توګه ساتنه وکړي."
چین په سیمه کې د طالبانو ملاتړی دی.
دغه هېواد له طالبانو سره د کانونو، تېلو او ګازو لسګونه قراردادونه لاسلیک کړي او غواړي په افغانستان کې پانګونه وکړي.
دغه هېواد د امنیت شورا په غونډو او نورو نړۍوالو فورمونو کې د طالبانو پر تګلارو په تېره بیا د ښځو په اړه له نیوکې کولو ډډه کړې ده.
د چین حکومت وايي؛ د بشري حقونو په ګډون په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي.

په غزې کې ډاکټران وايي، چې د دوشنبې په ورځ د غزې په تړانګه کې د اسراییلي ځواکونو په دوو بریدونو کې د څلورو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۰ فلسطینیان ووژل شول. بل خوا، د سختو بارانونو له امله د بې ځایه شویو فلسطینیانو خیمو له اوبو ډکې شوې او ژوند یې ورته لا سخت کړی دی.
پر غزې د اسراییل پراخ بریدونه، چې اوس یې نږدې یو کال کېږي، په داسې حال کې دوام لري، چې د نړۍوالو پام په لبنان او شمالي اسراییل کې د حزب الله وسله والو او اسراییل ترمنځ جګړې ته اوښتی دی.
د فلسطین روغتیایي چارواکو وویل، چې د غزې د تړانګې د کډوالو د اتو تاریخي کمپونو څخه په نصیرات کمپ کې د بې ځایه شویو فلسطینیانو په یو ښوونځي کې لږ تر لږه پنځه فلسطینیان وژل شوي دي.
د اسرايیل پوځ ویلي، چې د حماس د قوماندې یو مرکز یې په یوه ودانۍ کې په نښه کړی، چې پخوا د یو ښوونځي په توګه کاریدله.
په همدې حال کې دوشنبې په ورځ د دیر البلاح په ښار کې پر یو کور باندې د اسراییل هوايي برید، یوه ښځه او څلور ماشومان وژلي دي.
په دې سیمه کې نږدې یو میلیون بیځایه شویو فلسطینیانو پناه اخیستې ده.
د اسراییل پوځ د دې پېښې په اړه لا څه نه دي ویلي.
د حماس وسله والې څانګې د دوشنبې په ورځ وویل، چې د دوی جنګیالیو د رفح ښار په ختیځ کې د اسراییلي ځواکونو د اکمالاتو پر کاروان د ټانک ضد راکټونو په کارولو سره یې برید کړی.
حماس د برید د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.
تېره شپه د پرله پسې بارانونو له امله د غزې د بې ځایه شویو لپاره یوه سخته او ستونزمنه شپه وه، د ډېری بې ځایه شویو خیمې د باران له اوبو ډکې شوې او ځینې ویجاړې شوي دي.
ځینې بې ځایه شویو په خیمو کې د اوبو د څڅېدو لپاره سطلونه ایښي او نورو بیا د خیمو شاوخوا کندې ویستلي چې د باران اوبه په کې ټولې شي او خیمو ته زیان ونه رسیږي.
۳۰ کلن احمد البري وویل، چې خلکو خپلې خیمې د اوړو له بوجیو، زړو جامو او له پلاستیکي کڅوړو جوړې کړې دي او کله چې باران کیږي، اوبه او باد ډېرې خیمې له ځانه سره وړي.