• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا ولسمشر: له افغانستان څخه د امریکا وتل يوه ستونزمنه پرېکړه وه

۳ تله ۱۴۰۳ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۰۱ GMT+۱تازه شوی: ۴ تله ۱۴۰۳ - ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۶:۰۲ GMT+۱

د امریکا ولسمشر د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې وویل، چې د افغانستان جګړه ده ته په میراث پاتې وه او د امریکا په تاریخ کې یې تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسوله. جوبایډن ویلي؛ له افغانستانه وتل یوه ستونزمنه خو سمه پرېکړه وه.

هغه زیاته کړه، چې په افغانستان کې د جګړې پای غمجن و او د لسګونو افغانانو ترڅنګ ۱۳ امریکايي پوځیان هم ووژل شول.

جوبایډن ټینګار کړی، چې د بارک اوباما د مرستیال په توګه یې په عراق کې د امریکايي ځواکونو په کمولو کې مرسته کړې ده.

هغه وويل؛ کله چې دى دامريکا د جمهور رييس په توګه وټاکل شو هغه جګړه يې پاى ته ورسوله، چې دڅلورو ولسمشرانو د واکمنۍ په وخت کې روانه وه .

ښاغلي بایډن زیاته کړه، چې امریکا القاعده کمزورې کړې او د سپټمبر د یوولسمې د تروریستي حملې عاملین یې عدالت ته راوستل.

بایډن ویلي، چې په افغانستان کې د امریکا د ۲۰ کلن حضور په موده کې زرګونه امریکايي سرتېري وژل شوي او تر شلو زرو ډېر سرتېري ټپیان شوي دي.

هغه وويل: "موږ د هغوی قربانۍ ته درناوی کوو."

دا د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ په غونډه کې د امریکا د ولسمشر په توګه د جوبایډن وروستۍ وینا ده.

ښاغلي بایډن وویل، چې په خپل سیاسي ژوند کې نړۍ له منځني ختیځ څخه تر سړې جګړې او ترورېزم پورې له ډېرو ننګونو سره مخامخ وه.

هغه زیاته کړه، چې امریکا اوس راتلونکې ته ګوري او مختلف لومړیتوبونه لري.

هغه د خپل سیاسي ژوند په اوږدو کې سړه جګړه، په جنوبي افریقا کې اپارتاید او نور مسایل د نړۍ د جدي ننګونو په توګه یاد کړل.

هغه دا هم وویل، چې د نړۍ په هر کونچ کې یې د نجونو د تعلیم لپاره کار کړی دی؛ خو هغه د نجونو پر زده کړو د طالبانو د بنديز يادونه یې ونه کړه.

د اوکراین جګړه

بایډن همدا راز د اوکراین د جګړې په اړه وویل، چې امریکا د یوه ازاد هېواد په توګه د دغه هېواد بقا تضمین کړې ده.

د هغه په ​​وینا؛ اوس سیاسي جګړه روانه ده، چې له دې وروسته به په اوکراین کې څه کیږي.

هغه وویل، چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلینسکي روانه اونۍ په متحده ایالاتو کې دی ترڅو خپل مهم متحد قانع کړي، چې اوکراین لا هم د ۳۱ میاشتنۍ جګړې د ګټلو وړتیا لري.

بایډن وویل، چې د پوتین جګړه له لاسه وتلې او هغه خپل اصلي هدف نه دی ترلاسه کړی.

د ښاغلي بایډن په وینا؛ د روسیې ولسمشر غوښتل چې اوکراین له منځه یوسي، خو اوکراین لا هم ازاد دی.

بایډن همداراز د ناټو د کمزورې کولو لپاره د پوتین هڅې ته اشاره وکړه او ویې ویل: "هغه غوښتل چې ناټو کمزورې کړي؛ خو ناټو اوس تر بل هر وخت لوی، پیاوړی او متحد ځواک دی او دوه نوي غړي فنلنډ او سوېډن ورسره یوځای شوي دي. "

د غزې جګړه

د غزې د جګړې په اړه چې اوس یو کال کېږي، بایډن وویل، چې په غزه کې ولسي وګړي دا جګړه نه غواړي.

هغه په ​​یو ډول د دې جګړې پړه پر حماس واچوله، چې دا جګړه یې د اکتوبر پر اوومه د اسراییل پر جنوبي سیمو په برید سره پیل شوه او ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او یو شمېر نور یې یرغمل کړل.

هغه یو ځل بیا د حماس او اسراییل ترمنځ د اوربند پر پلان او د یرغمل شویو کسانو د خلاصون پر اړتیا ټینګار وکړ.

د غزې په تړانګه کې جګړه چې شاوخوا یو کال وړاندې پیل شوې، تر اوسه تر ۴۱ زرو ډېر فلسطینیان پکې وژل شوي دي.

بایډن یو ځل بیا د دوو اسراییلي او فلسطیني دولتونو د جوړولو د حل غوښتنه وکړه، هغه هدف چې د دواړو خواو د ولسمشرانو لپاره ستونزمن شوی او ورځ تر بلې یې ترلاسه کول ستونزمن ښکاري.

بایډن د ایم پاکس ناروغۍ د پیل یادونه هم وکړه او اعلان یې وکړ، چې متحده ایالات به په افریقا کې د دې وېروس د ډېرېدونکې خپرېدا سره د مبارزې لپاره ۵۰۰ میلیونه ډالر مرسته وکړي او د دې وېروس د مخنیوي لپاره به یو میلیون واکسینونه ورکړي.

د ډونالډ ټرمپ سره په ټاکنیزو مناظرو کې د هغه د فعالیت په اړه له نیوکو وروسته، په ځانګړې توګه د ډېموکراټ ګوند د غړو له خوا هغه د روان کال د نومبر د پنځمې په ټاکنو کې له ګډون څخه د وتلو اعلان وکړ، هغه د خپلې استعفا په اړه وویل: "زه ډېر شیان لرم غواړم چې ویې کړم؛ خو څومره چې زه له خپلې دندې سره مینه لرم، زه له خپل هېواد سره ډېره مینه لرم."

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

یو سوداګر:د حقاني د ترور زوی او د خوست د هوايي ډګر رییس مې دفتر تړلی او موټر یې په زور وړی

۳ تله ۱۴۰۳ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۳:۴۷ GMT+۱

په خوست کې د الخلیج سیاحتي شرکت رییس ملک میر نیازي افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو د کورنیو چارو د وزیر سراج الدین حقاني د ترور زوی او د خوست هوايي ډګر رییس حاجي بهرام موسی یې په خوست کې د شرکت دفتر تړلی او شخصي موټر یې ورڅخه وړی دی.

ملک میر نیازی زیاتوي حاجي بهرام موسی ورسره زورواکي کوي.

په خوست کې د الخلیج سیاحتي شرکت رییس ملک میر نیازي نن سې شنبې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دوی په خپله ګناه نه پوهیږي او نه هم ورته د دې چلند د علت په اړه څه ویل شوي دي.

100%

ملک میر نیازی وايي: « تېره ورځ یې د خوست په مرکز کې زما دفتر را وتړلو او زما یو منشي یې هم ځان سره وړی او اوس له دې هم انکار کوي چې زما منشي یې نه دی وړی.»

ملک میر نیازی زیاتوي، چې د خوست امینه قوماندان حافظ عبدالرشید عمري ته څو ځله ورغلی؛ خو داسې ښکاري چې هغه نه شي کولی د هوايي ډګر د مشر مخه ونیسي.

ملک میر نیازي له افغانستان انټرنشنل سره هغه مکتوبونه هم شریک کړل، چې دوی د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني تره او د طالبانو د کډوالو بېرته راستنېدونکو چارو وزیر خلیل حقاني دروازه هم ټکولې ده او د دې ستونزې د حل لپاره ورغلي دي.

100%

هغه مکتوبونه چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي ملک میر نیازی د سراج الدین حقاني بل تره ابراهیم حقاني دروازې ته هم خپل دا فریاد رسولی او هغه هم د خوست هوايي ډکر رییس حاجي بهرام ته په یو مکتوب کې لیکلي، چې د ستونزو په حل کې دې ورسره "شرعي" او لازمه همکاري وکړي.

100%

دوی همدراز زیاتوي، چې کله هم غواړي د خوست هوايی ډګر رییس حاجي بهرام موسی سره د دې ستونزې د حل په موخه وګوري؛ خو نوموړی نه حاضریږي چې د سیاحتي شرکت د تړلو او موټر وړلو په اړه وضاحت ورکړي.

د را رسېدلو معلوماتو له مخې؛ د خوست ملکي هوايي ډګر رییس نه یوازې دا چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني ترور زوی دی؛ بلکې دی د طالبانو د دفاع وزارت مرستیال مالي خان د خور زوی هم دی.

د طالبانو د خوست هوايي ډګر رییس حاجي بهرام موسی دوه کاله وړاندې د دویم واده ناوې له لوکر څخه خوست په چورلکه کې انتقال کړې وه.

دا لومړی ځل نه دی، چې د طالبانو د سیمه ییزو چارواکو په اړه دا ډول راپورونه خپریږي؛ بلکې له دې وړاندې هم د طالبانو د سیمه ییزو چارواکو څخه ورته ګیلې او شکایتونه خپره شوي دي.

د ایران د پارلمان یوه غړي ادعا کړې چې ۱۷ میلیونه افغان کډوال په دغه هېواد کې ژوند کوي

۳ تله ۱۴۰۳ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۲:۲۳ GMT+۱

د ایران د پارلمان یوه غړي د کډوالو په اړه د خپل هېواد د حکومت پر ځینو سیاستونو نیوکه وکړه او ویې ویل، چې ۱۷ میلیونه افغان کډوال په ایران کې ژوند کوي. یعقوب رضازاده پارلمان ته په وینا کې وویل، له ایراني ښځو سره د بهرنیو اتباعو واده د قانون خلاف کار دی.

د ایران د پارلمان دغه غړي د سې شنبې په ورځ خبرداری ورکړ، چې له افغانانو سره د ایراني ښځو ودونه او بهرنیانو ته د ملکیت حق ورکول به د نفوسو د جوړښت د بدلون لامل شي.

یعقوب رضازاده وویل: «ولې ۱۷ میلیونه افغان کډوال ایران ته راغلل او دلته اوسېږي؟»

دغه ایراني چارواکي په داسې حال کې په دغه هیواد کې د ۱۷ میلیونو افغان کډوالو د موجودیت ادعا کړې ده، چې د ایران د کورنیو چارو پخوانی وزیر احمد وحیدي ویلي، چې په دغه هیواد کې د رسمي او نارسمي کډوالو په ګډون پنځه میلیونه افغان کډوال میشت دي.

ښاغلي رضازاده همداراز له ایراني مېرمنو سره د بهرنیو اتباعو د واده پر قانوني کېدو نیوکه وکړه او ویې ویل، د دې مسلې د توجیه لپاره د «شرعي واده» لقب کارول منطقي نه دي.

د ایران د پارلمان دغه غړي وویل: «موږ په څه اجازې سره بهرنیانو ته د ایراني ملکیتونو حق ورکوو؟ دې ته مهاجرت نه ویل کیږي، بلکې د نفوسو د جوړښت څېړنه او د ایران په خاوره کې د دوهم افغانستان جوړول بلل کیږي.»

د ایران د مدني قانون په ۱۰۶۰ ماده کې راغلي: «د یوې بهرنۍ ښځې سره د یوې ایرانۍ ښځې واده په داسې حالاتو کې، چې کوم شرعي خنډ نه وي، د حکومت په ځانګړې اجازې ځنډول کېږي.»

د دغه قانون له مخې، د یوې ایرانۍ لپاره له یوه نا ایراني سره د واده کولو شرط دا دی، چې دواړه باید مسلمان وي.

سلمانیان: طالبانو خوست او پکتیا کې د سټایلي وېښتانو او ږیرې پر جوړولو ۱۰ زره جریمه ټاکلې

۳ تله ۱۴۰۳ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۳۰ GMT+۱

په پکتیا او خوست کې ځینو سلمانیانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، د طالبانو د امر بالمعروف محتسبینو خبرداری ورکړی، که له دې وروسته وېښتان سټایلي جوړ کړي او ږیرې وخریي ۱۰ زره افغانۍ به جرمانه شي. دوی زیاتوي، طالبانو ورته ویلي، پر نغده جرېمه سربېره به یې یوه میاشت دوکانونه تړلي وی.

دغو سلمانیانو نن د سې شنبې په ورځ «د تلې ۳مه» افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د طالبانو د امر بالمعروف محتسبین له څو ورځې راهسې دوکان په دوکان ګرځي او د سټایلي وېښتانو او ږېرې د نه خرېیلو سپارښتنې کوي.

د پکتیا په مرکز ګردېر کې ځینو سلمانیانو وویل، له دې وړاندې یې هم کاروبار خراب شوی او له دې بندیزونو سره به یې کارونه په ټپه ودریږي.

په خوست او پکتیا کې ځايي سرچینې وايي چې طالبانو په لارو او کوڅو کې هم ځوانانو ته سپارښتنې پیل کړې دي.

د طالبانو د امر بالمعروف متحسبینو په خوست بازار کې موټر چلوونکو ته ویلي چې «بې ږیرې کسان موټر کې مه وړئ.»

د خوست یو ځايي اوسېدونکی « طالبانو امربالمعروف متحسبینو د خوست ښاروالۍ مخکې ولاړ وي او د هغو کسانو ته سپارښتنې کوي چې زیره نه لري.

د راپورونو له مخې، په ځینې ولایتونو کې د طالبانو تر واک لاندې د ادارو مسوولانو ته ویل شوي چې له دې وروسته ږیرخرېیلو ته کارونه وځنډوي.

د طالبانو د امربالمعروف نوي قانون کې هم د ږیرې په اړه یادونه شوې ده او د ږیرې خرېیل یې ګناه بللې ده.

طالبانو واک ته رسېدو سره په دولتي ادارو کې د پخواني حکومت پر مامورینو ږېرې پرېښودل او خولۍ پر سر کول حتمي کړي دي.

طالبان نه یوازې په خوست او پکتیا کې د ږېرې د خرېیلو پرضد اقداماتو لاس پورې کوي، بلکې له دې وړاندې یې د پلازمینې کابل په شمول په ګڼو ولایتونو کې سلمانیانو ته خبرداری ورکړی چې د سټایلي وېښتانو له جوړلو او له ږېرې خرېیلو دې ډډه وکړي.

د « وږي ۹مه» په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ د امربالعروف د نوي قانون د تصویبېدو په غبرګون کې ویلي و، چې دغه قانون د افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو حقونه راکم کړي او په ټولنه کې یې د وېرې فضا رامنځته کړې ده.

یوناما ویلي و، نارینه باید د ږیرې او ویښتانو پرې کولو او ښځې له پردي سړي سره د خبرو له امله مجازات نه شي.

دغه سازمان دا هم ویلي، چې دغه قانون به نړۍ ته له طالبانو سره اړیکې لا ستونزمنې کړي.

د طالبانو د دغه قانون له اعلان وروسته له یو شمېر ولایتونو داسې راپورونه هم ورکړل شوي، چې د امر بالمعروف محتسبان پر لارو او سړکونو ځوانان را ګرځوي او د ږیرې نه خرېیلو، د موسیقۍ د نه اورېدو، د لډو نه کولو او پر شریعت د ځان برابرولو سپارښتنې ورته کوي.

د هالیوډ اداکاره: نن سبا په کابل کې یوه پیشو او مرغۍ د ښځې پرتله ډېره ازادي لري

۳ تله ۱۴۰۳ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۸:۰۵ GMT+۱

د هالیوډ نوم وتې اداکاره مارېل سټریپ وایي، نن سبا په کابل کې یو مونثه پیشو تر یوې مېرمنې ډېره ازادي لري. نوموړې دغه څرګندونې تېر ماښام د افغان مېرمنو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو یوې ناستې ته کړې دي.

د هغې په وینا، په افغانستان کې پر ښځو حقوقي او ټولنیر بندیزونه په اصل کې د نورو هېوادونو لپاره د خطر زنګ دی.

هغه زیاتوي:« نن ورځ په افغانستان کې یوه مرغۍ هم تر یوې نجلۍ ډېره ازادي لري او کولای شي په پارکونو کې والوزي؛ خو د طالبانو له‌خوا عامه پارکونه د ښځو او نجونو پر مخ تړل شوي دي.»
هغه وړاندې وایي، چې په کابل کې یوه مرغۍ کولای شي سندرې ووايي؛ خو یوه نجلۍ او مېرمنه په عام محضر کې دغه کار نشي کولی، چې دا یوه غیرمعمولي کړنه ده.
د هغې په وینا، دا په اصل کې د طبیعي قانون جلا کول دي چې دا په واقعیت کې حیرانوونکې ده.
هغه وایي:«زما په اند طالبانو د ښځو او نجونو د زده‌کړو، کار کولو او د بیان ازادۍ ترڅنګ په افغانستان کې له سلو زیات فرمانونه صادر کړي دي.»
د نوموړې په وینا، طالبانو په اغېزمنه توګه افغان مېرمنې چې د دغه هېواد نیمایي نفوس جوړوي په کورونو کې بندیانې کړې دي.

له بل پلوه د ملګرو ملتونو سرمنشي مرستیاله روزماري ډیکارلو بیا په دغې ناسته کې ویلي، د دوحې تړون د درېدو له ګواښ سره مخ دی.

د هغې په وینا، تر دې وړاندې ډېرو هېوادونو د دوحې هوکړې پرمخ وړلو ته لېوالتیا لرله؛ خو اوس وضعیت ډېر پېچلی دی.

اغلې ډیکارلو وویل، چې د طالبانو د امر بالمعروف نوي قانون دغه تړون له ګواښ سره مخ کړی دی.

د لبنان روغتیا وزارت: پر لبنان د اسراییل بریدونو نږدې ۵۰۰ کسان وژلي دي

۳ تله ۱۴۰۳ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۷:۰۰ GMT+۱

د لبنان روغتیا وزارت وايي، د دوشنبې په ورځ پر لبنان د اسراییل په هوايي بریدونو کې د ۳۵ ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۴۹۲ کسان وژل شوي دي.

د لبنان د روغتیا وزارت ویلي، چې په دغو بریدونو کې د ۳۵ ماشومانو او ۵۸ ښځو په ګډون ۴۹۲ کسان وژل شوي او ۱۶۴۵ نور ټپیان شوي دي.
د روغتیا وزیر فراس ابیاد وویل، زرګونه کورنۍ بې ځایه شوي هم دي.
اسراییل ادعا کړې، چې د حزب الله لوی شمېر جنګیالي یې په دغو بریدونو کې وژلي دي.
د راپورونو له مخې، اسراییل په سویلي او ختیځ لبنان کې شاوخوا ۱۶۰۰ ځایونه په نښه کړي دي.
له بل پلوه د عراق لومړي وزیر محمد شیعه السوداني د لبنان د کړکېچ په اړه د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې د عربي مشرانو د بړنۍ غونډې غوښتنه وکړه.

امریکا بیا وایي، له تېرو څو ورځو راهیسې د اسراییل او لبنان د جکړې د ختمولو لپاره د ډیپلوماټیکو حل لارو په لټه کې ده.

له بل پلوه د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان بیا وایي، چې اسراییل په منځني ختیځ کې د یوې پراخې جګړې په لټه کې دی.