• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان او ترکمنستان ګوادر او ترکمنباشای بندرونو ته د خپلمنځي رسېدو لپاره تړون کول غواړي

۴ تله ۱۴۰۳ - ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۵۳ GMT+۱

پاکستان او ترکمنستان د خپلمنځي سوداګري او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره د سيپک پروژې له مخې د تفاهم یادښتونه لاسلیکوي، چې پکې ګوادر او ترکمنباشای بندرونو ته لاسرسی شامل دی. دې بندرونو ته لار له افغانستان تېرېږي، خو مالومه نه ده چې په دې تړاو له طالبانو سره هم خبرې شوې که نه.

سیپیک د چین پاکستان اقتصادي پیاوړتیا پروژې نوم دی چې له مخې یې چین په پاکستان کې په میلیاردونو ډالر پانګونه کړې او هم یې دغه هېواد ته پور ور کړی دی.

بیجینګ د دې پروژې له مخې منځني ختیځ ته د اوبو له لارې د رسېدو لپاره په بلوچستان کې ګوادر بندر فعالول غواړي.

د پاکستان رادیو د راپور له مخې، اسلام اباد او عشق اباد په دې برخه کې د همکارۍ لپاره تړونونه لاسلیکوي، چې له مخې به یې ترکمنستان د منځنۍ اسیا لومړنی هېواد شي چې ګوادر بندر ته به لاسرسی ولري.

د پاکستان حکومت د ګوادر بندر او د ترکمنستان د ترکمنباشای بندرونو ترمنځ د هوکړې د مسودې جوړولو لپاره کمېټه جوړه کړې ده.

له دې پرمختیا سره هممهاله په بلوچستان کې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو بریدونه ډېر شوي، چې له امله یې چین اندېښمن دی.

په دغو بریدونو کې تر ډېره بلوڅ بېلتونپال ښکېل دي، چې پاکستان د خپلې صوبې د طبیعي زېرمو په لوټلو تورنوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

طالبانو د افغانستان انټرنشنل له راپور وروسته په خوست کې یو سوداګر په «جعل کارۍ» تورن کړ

۴ تله ۱۴۰۳ - ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۲۹ GMT+۱

طالبانو په خوست کې هغه سوداګر په «جعل کارۍ» تورن کړ چې د سراج الدین حقاني د ترور زوی او د خوست هوايي ډګر مشر بهرام موسی له لوري د ورسره شوي ظلم معلومات یې له افغانستان انټرنشنل سره شریک کړي وو. د افغانستان انټرنشنل تر څېړنیز راپور وروسته طالبانو دغه کس په «جعل کارۍ» تورن کړ.

په خوست ولایت کې ځايي طالبانو نن چهارشنبه د (تلې څلورمه) په ایکس پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په دغه ولایت کې د (الخلیج سیاحتي شرکت) مشر او دوه کارکونکي د «جعل کارۍ» په تور د امنیتي او کشفي ارګانونو تر څار لاندې دي.
خوست کې ځايي طالبانو وروسته له هغې دغه ګام پورته کړی چې تېره ورځ افغانستان انټرنشنل پښتو ته یوه ځايي سوداګر ملک میر نیازي وویل، چې د طالبانو د کورنیو چارو د وزیر سراج الدین حقاني د ترور زوی او د خوست هوايي ډګر مشر حاجي بهرام موسی یې په خوست کې د شرکت دفتر تړلی او شخصي موټر یې ورڅخه بیولی دی.
د طالبانو د خوست ولايت رسنیزې څانګې په ایکس پاڼه لیکلي، چې «پولیسو په خپلو څېړنو کې له الخلیج سیاحتي شرکت او د شرکت د رییس له کور څخه ګڼ جعلي پاسپورټونه، د پاکستان وېزې او پاسپورټونه، پاکستان ته د تګ راتګ جعلي ټاپې او اروپا ته د قاچاق په موخه خلکو ته جوړ کړي جعلي پاسپورټونه ترلاسه کړي دي.»
ملک میر نیازي تېره ورځ افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي و: «تېره ورځ یې د خوست په مرکز کې زما دفتر را وتړلو او زما یو منشي یې هم له ځان سره وړی او اوس له دې هم انکار کوي چې زما منشي یې نه دی وړی.»

ملک میر نیازی زیاتوي، چې د خوست امینه قوماندان حافظ عبدالرشید عمري ته څو ځله ورغلی؛ خو داسې ښکاري چې هغه د دې توان نه لري چې د خوست هوايي ډګر د مشر مخه ونیسي.
طالبان د افغانستان انټرنشنل خپرونې او راپورونه په جدي ډول څاري او په دې وروستیو کې یې هڅې پیل کړې چې د دغې رسنۍ څپې په هوا کې ګډې وډې کړي، خو دغې رسنۍ په یاسټ کې خپلې پخوانۍ څپې بدلې کړې او خپلو خپرونو ته یې دوام ورکړ.

په خوست کې د الخلیج سیاحتي شرکت مشر ملک میر نیازي پرون سې شنبه افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې دوی په خپله ګناه نه پوهیږي او نه هم ورته د دې چلند د لامل په اړه څه ویل شوي.
ملک میر نیازي له افغانستان انټرنشنل سره هغه مکتوبونه هم شریک کړي، چې دوی د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني تره او د طالبانو کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر خلیل حقاني دروازه یې هم ټکولې او د دې ستونزې د حل لپاره ورغلي دي.

د معلوماتو له مخې؛ د خوست ملکي هوايي ډګر مشر نه یوازې دا چې د طالبانو کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د ترور زوی دی؛ بلکې د طالبانو د دفاع وزارت د مرستیال مالي خان د خور زوی هم دی.

د طالبانو د خوست هوايي ډګر مشر حاجي بهرام موسی دوه کاله وړاندې د خپل دویم واده ناوې له لوګر څخه خوست ته په چورلکه کې بېولې وه.

دا لومړی ځل نه دی، چې د طالبانو د سیمه ییزو چارواکو له لوري پر ولسي خلکو د زور زیاتي او بې عدالتۍ په اړه دا ډول راپورونه خپریږي؛ تر دې وړاندې هم د طالبانو د سیمه ییزو چارواکو څخه ورته ګیلې او شکایتونه خپاره شوي دي.

طالبان وايي، پروان کې په یوې ناڅرګندې ناروغۍ اخته دوه کسان مړه او ۵۰ نور مرګوني دي

۴ تله ۱۴۰۳ - ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۸:۳۰ GMT+۱

په پروان کې د طالبانو ولايتي چارواکو ځايي رسنیو ته ویلي، چې د دغه ولایت شینواري ولسوالۍ کې په یوې ناڅرګندې ناروغۍ سلګونه کسان اخته شوي، چې دوه تنه مړه شوي او ۵۰ نور یې مرګوني دي.

د پروان ولایت لپاره د طالبانو د والي ویاند حکمت الله شمیم رسنیو ته ویلي، دغه کسان له تېرو څلورو ورځو راهیسې په دغې ناروغۍ اخته شوي او ډیری یې د یوې سیمې اوسېدونکي دي.

هغه وايي، په دغې وژونکې ناروغۍ اخته کسان د شینواري ولسوالۍ اړوند د کفشان درې اوسیدونکي دي.

‏د پروان ولایتي چارواکو ځايي رسنیو ته ویلي، په دغې ناروغۍ تر ډېره بریده هغه کسان اخته شوي چې، په فزیکي معلولیت، سردرد او د غړیو په درد اخته وو.

تر دې مهاله دا نه څرګنده چې ولې ناببره دغه ناروغي دومره پراخه شوه.

د سیمې خلکو رسنیو ته ویلي، چې په يادې ناپیژندل شوې لېږدونکې ناروغۍ اخته کسان د ټول ځان د بېوسۍ، د لاسونو او پښو شدید درد، شدید اسهال او ګرمې تبې څخه شکایت کوي.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د طالبانو د عامې روغتیا وزارت نظر له ځان سره ولرو خو په دې بریالي نشوو، او نه هم دغه وزارت تر اوسه پورې د یادې ناروغۍ د خپرېدو په اړه خبرپاڼه خپره کړې.

په افغانستان ډاکتران هم وايي، چې تر اوسه پورې داسې ناروغي نه ده لیدلي، خو وايي چې دغه ناروغۍ کولرا ته ورته ناروغي ده.

کابل کې د داخله ناروغیو متخصص ډاکتر شهیر احمد افغانستان انټرنشنل ته وويل چې تر اوسه پورې د دغې ناروغۍ تشخیص نه دی شوی نو په خبره یې چې په اړه یې څه ویل له وخته وړاندې دي.

د شمالي وزیرستان میرعلي پرونۍ پېښې ته د منظور پښتین او محسن داوړ غبرګونونه

۴ تله ۱۴۰۳ - ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۵:۴۴ GMT+۱

د شمالي وزیرستان په میرعلي بازار کې تېره ورځ د پاکستاني پوځ او ټي ټي پي ترمنځ جکړه وشوه. چې دواړو لوریو ته د مرګ ژوبلې اوښتو تر څنګ، هلته د څارویو او سبزي منډه‌يي وسوځېده او لسګونه څاروي هم په کې وسوځېدل، چې منظور پښتین او محسن داوړ یې په وړاندې سخت غبرګونونه ښودلي.

د پاکستان ځايي امنیتي چارواکو ادعا کړې وه، چې په دغې جګړه کې د ټي ټي پي څلور وسله وال وژل شوي او پنځه ټپیان شوي. پاکستاني چارواکو په دغه جګړه کې یوازې د دوو پوځیانو ټپي کېدل منلي.

په ميرعلي بازار کې د تېرې ورځې په جګړه کې د څارویو او سبزي منډه‌يي سوځېدو په اړه د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين غبرګون ښودلی او پخپله ايکس پاڼه یې ليکلي، چې د ناوړه جګړې له امله څاروي هم خوندي پاتې نه شول، هغه وايي «د ميرعلي بازار پېښه د دغه رياست پوځي او طالباني چلند ښيي، هغه لوبه، چې وسله والې ډلې جوړه کړه، جګړه وشوه او وروسته د هغوی د له منځه وړلو په نوم عملیاتو کې ولسي پښتنو ته یې مالي او ځاني زيانونه واړول. د دغه رياست له شر څخه زموږ څاروي هم خوندي نه دي.»
پرون سې شنبه سرچینو افغانستان انټزنشنل ته یوه ویډیو استولې وه چې په دغې جګړه کې د میرعلي بازار کې اور د میوو، سبزي او مال منډه‌يي ته سخت زیانونه اړولي چې د میوو او سبو تر څنګ لسګونه غواوې په کې ژوندۍ سوځېدلې وې.
دغو سرچینو ویلي وو، په دې جګړه کې له درنو وسلو کار اخیستل شوی او ځينې توغندي د میوې، سبزي او مال منډه‌يي ترڅنګ د ولسي خلکو پر دوکانونو لګېدلي دی او دغو ځایونو ته یې سخت تاوانونه اړولي دی.
په ميرعلي کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د تېرې ورځې جګړې ته په غبرګون کې د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ هم پخپله ايکس پاڼه لیکلي، «د پوځ او طالبانو په جګړه کې د سیمې خلک له سختو ستونزو سره مخ شوي، د خلکو مالونه او څاروي ژوندي سوځېدل دا ښيي، چې نړۍ زموږ په سيمه کې د انسانانو په وینو سياست کوي.»
له میرعلي څخه ځايي سرچینو تېره ورځ د تلې درېیمه افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د پاکستاني پوځ او ټي ټي پي وسلوالو ترمنځ جګړه د ځايي وخت له غرمې مخکې ۱۰ بجې پیل شوه چې په دغې جګړې کې د خلکو کورونه، د څارویو، میوو او سبو منډه‌يي اور واخيست او هر څه په خاورو او ايرو بدل شول.

د سرچینو پر وینا یوازې په مال منډه‌يي کې شاوخوا ۳۰ څاروي ژوندي سوځېدلي دي.

له هغه وروسته چې په خواله رسنیو کې د څارویو او سبو د منډه‌يي سوځېدو ویډیوګانې لاس په لاس شوې او پراخ غبرګونونه یې راوپارول، په خواله رسنیو کې د پاکستان امنیتي ادارو ته منسوبو ځينې پاڼو د میرعلي پېښه د ټي ټي پي او پښتون ژغورنې غورځنګ کار وباله.
خو د سیمې خلکو تېره ورځ ویلي وو، چې د میرعلي بازار هغه وخت اور واخیست چې د پاکستاني امنیتي ځواکونو له لوري پر دغه بازار د وسله والو د ځپلو په پار توغندي ولګېدل.

طالبانو د پنجشېر څه باندې دوه نیم زره قیراطه زمرد په نږدې ۷۵ زره امریکايي ډالرو پلورلي دي

۴ تله ۱۴۰۳ - ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۴:۲۶ GMT+۱

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، چې د پنجشېر ولایت ۲۶۳۸ قیراطه زمرد یې په ۷۴۷۵۰ زره امریکايي ډالرو پلورلي دي. دغه وزارت وايي، یاده اندازه زمرد یې د ازادې بولۍ له لارې پلورلي دي.

د طالبانو د کانونو او پټروليم وزارت چارواکو تر دې وړاندې هم ویلي وو، چې په پنجشېر کې د زمردو ٧٥٠ کانونه ثبت شوي چې اوس‌مهال یې یوازې ٥٠٠ فعال دي.

د نړۍوالو مرستو کمښت د دې لامل شوی، چې طالبان د خپلو مالي اړتیاوو د پوره کولو لپاره د افغانستان د کانونو کېندنې ته مخه کړي.

تر ډیره بریده پر طالبانو نیوکې کیږي چې، دغه کانونه په نامسلکي توګه را اېستل کېږي چې تر ډېره د کانونو اصلي زېرمو ته زیان اړوي.

څه موده وړاندې د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني هم د کانونو کېندنه ناقانونه بللې وه او زیاته کړې یې وه، چې دا مهال روښانه نه ده چې د دغو کانونو څخه تر لاسه شوې پیسې چېرته او په څه لګول کیږي.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، چې تېر کال د څه باندې ۵.۵ مېلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت ۷۸ زره قیراطه زمرد د داوطلبۍ له لارې پر کورنیو او بهرنیو پانګه‌والو پلورل شوي دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکو ویلي، چې د تېر يوه کال په ترڅ کې په پنجشېر ولايت کې د زمردو شاوخوا ١٧٠٠ سيمې سروې او پېژندل شوې او د قانوني کېندنې لپاره يې ٥٧٥ جوازونه صادر شوي دي.

د خبریالانو کمېټې د طالبانو له خوا په سیاسي خپرونو د بندیزونو د لرې کولو غوښتنه وکړه

۴ تله ۱۴۰۳ - ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۰:۱۶ GMT+۱

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې له طالبانو غوښتي، چې په ژوندیو سیاسي خپرونو، پر دغې ډلې نیوکې او په رسنیو کې له خپلواکو شنونکو سره پر مرکو لګېدلی بندیز لرې کړي. د دې کمېټې په وینا؛ طالبان غواړي چې کورنۍ رسنۍ په خپلو تبلیغاتي وسیلو بدلې کړي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د سې شنبې په ورځ د میزان په ۳مه په یوې اعلامیه کې لیکلي، چې د طالبانو د اطلاعاتو او کولتور وزارت په کابل کې د یو شمېر رسنیو مدیران احضار کړي او هغوی ته یې د سپارښتنو یو لېست سپارلی دی.

طالبانو له کورنیو رسنیو څخه غوښتي، چې خپل سیاسي پروګرامونه ثبت او د «حساسیت پارونکو» او د دې ډلې له پالیسیو سره په تضاد کې موضوعاتو لرې کولو او سانسور کولو وروسته یې نشر کړي.

د طالبانو له چارواکو سره د رسنیو په غونډه کې ویل شوي، چې هېڅ رسنۍ اجازه نه لري چې د دې ډلې د پالیسیو او قوانینو په اړه انتقادي مواد خپاره کړي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو د نوې پرېکړې له مخې، د سیاسي پروګرامونو د ورځنیو بحثونو موضوع باید د دې ډلې د چارواکو له خوا تایید شي او کورنۍ رسنۍ نور نشي کولای د طالب چارواکو له اجازې پرته سیاسي خپرونې وکړي.

دغې ډلې رسنیو ته امر کړی چې د طالبانو له خوا تایید شوي کارپوهان خپرونو ته وغواړي.

طالبانو رسنیو ته د ۶۸«کارپوهانو» نوملړ چې د دوی له خوا تایید شوي وړاندې کړی چې سیاسي پروګرامونو کې ورته بلنه ورکړل شي. طالبانو رسنیو ته ویلي، چې له دغو کسانو پرته بل هېڅ مېلمه دې پروګرامونو ته نه غواړي.

د دغه نوملړ یو لېست چې افغانستان انټرنشنل ته رسیدلی، د طالبانو د یو شمېر ملاتړو نمونه پکې لیدل کیږي.

په دې لېست کې د مریم احمدي او فرح مجاهد په نوم د دوو مېرمنو نمونه هم لیدل کیږي چې پاتې ۶۶ نور یې نارینه دي.

په دې نوملړ کې د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت د پخواني ویاند سعید خوستي او د هزاره سیاسي فعالانو له ډلې جعفر مهدوي نومونه هم موجود دي.