• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو د افغانستان انټرنشنل له راپور وروسته په خوست کې یو سوداګر په «جعل کارۍ» تورن کړ

۴ تله ۱۴۰۳ - ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۲۹ GMT+۱تازه شوی: ۴ تله ۱۴۰۳ - ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۴، ۲۳:۴۲ GMT+۱

طالبانو په خوست کې هغه سوداګر په «جعل کارۍ» تورن کړ چې د سراج الدین حقاني د ترور زوی او د خوست هوايي ډګر مشر بهرام موسی له لوري د ورسره شوي ظلم معلومات یې له افغانستان انټرنشنل سره شریک کړي وو. د افغانستان انټرنشنل تر څېړنیز راپور وروسته طالبانو دغه کس په «جعل کارۍ» تورن کړ.

په خوست ولایت کې ځايي طالبانو نن چهارشنبه د (تلې څلورمه) په ایکس پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په دغه ولایت کې د (الخلیج سیاحتي شرکت) مشر او دوه کارکونکي د «جعل کارۍ» په تور د امنیتي او کشفي ارګانونو تر څار لاندې دي.
خوست کې ځايي طالبانو وروسته له هغې دغه ګام پورته کړی چې تېره ورځ افغانستان انټرنشنل پښتو ته یوه ځايي سوداګر ملک میر نیازي وویل، چې د طالبانو د کورنیو چارو د وزیر سراج الدین حقاني د ترور زوی او د خوست هوايي ډګر مشر حاجي بهرام موسی یې په خوست کې د شرکت دفتر تړلی او شخصي موټر یې ورڅخه بیولی دی.
د طالبانو د خوست ولايت رسنیزې څانګې په ایکس پاڼه لیکلي، چې «پولیسو په خپلو څېړنو کې له الخلیج سیاحتي شرکت او د شرکت د رییس له کور څخه ګڼ جعلي پاسپورټونه، د پاکستان وېزې او پاسپورټونه، پاکستان ته د تګ راتګ جعلي ټاپې او اروپا ته د قاچاق په موخه خلکو ته جوړ کړي جعلي پاسپورټونه ترلاسه کړي دي.»
ملک میر نیازي تېره ورځ افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي و: «تېره ورځ یې د خوست په مرکز کې زما دفتر را وتړلو او زما یو منشي یې هم له ځان سره وړی او اوس له دې هم انکار کوي چې زما منشي یې نه دی وړی.»

ملک میر نیازی زیاتوي، چې د خوست امینه قوماندان حافظ عبدالرشید عمري ته څو ځله ورغلی؛ خو داسې ښکاري چې هغه د دې توان نه لري چې د خوست هوايي ډګر د مشر مخه ونیسي.
طالبان د افغانستان انټرنشنل خپرونې او راپورونه په جدي ډول څاري او په دې وروستیو کې یې هڅې پیل کړې چې د دغې رسنۍ څپې په هوا کې ګډې وډې کړي، خو دغې رسنۍ په یاسټ کې خپلې پخوانۍ څپې بدلې کړې او خپلو خپرونو ته یې دوام ورکړ.

په خوست کې د الخلیج سیاحتي شرکت مشر ملک میر نیازي پرون سې شنبه افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې دوی په خپله ګناه نه پوهیږي او نه هم ورته د دې چلند د لامل په اړه څه ویل شوي.
ملک میر نیازي له افغانستان انټرنشنل سره هغه مکتوبونه هم شریک کړي، چې دوی د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني تره او د طالبانو کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر خلیل حقاني دروازه یې هم ټکولې او د دې ستونزې د حل لپاره ورغلي دي.

د معلوماتو له مخې؛ د خوست ملکي هوايي ډګر مشر نه یوازې دا چې د طالبانو کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د ترور زوی دی؛ بلکې د طالبانو د دفاع وزارت د مرستیال مالي خان د خور زوی هم دی.

د طالبانو د خوست هوايي ډګر مشر حاجي بهرام موسی دوه کاله وړاندې د خپل دویم واده ناوې له لوګر څخه خوست ته په چورلکه کې بېولې وه.

دا لومړی ځل نه دی، چې د طالبانو د سیمه ییزو چارواکو له لوري پر ولسي خلکو د زور زیاتي او بې عدالتۍ په اړه دا ډول راپورونه خپریږي؛ تر دې وړاندې هم د طالبانو د سیمه ییزو چارواکو څخه ورته ګیلې او شکایتونه خپاره شوي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

طالبان وايي، پروان کې په یوې ناڅرګندې ناروغۍ اخته دوه کسان مړه او ۵۰ نور مرګوني دي

۴ تله ۱۴۰۳ - ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۸:۳۰ GMT+۱

په پروان کې د طالبانو ولايتي چارواکو ځايي رسنیو ته ویلي، چې د دغه ولایت شینواري ولسوالۍ کې په یوې ناڅرګندې ناروغۍ سلګونه کسان اخته شوي، چې دوه تنه مړه شوي او ۵۰ نور یې مرګوني دي.

د پروان ولایت لپاره د طالبانو د والي ویاند حکمت الله شمیم رسنیو ته ویلي، دغه کسان له تېرو څلورو ورځو راهیسې په دغې ناروغۍ اخته شوي او ډیری یې د یوې سیمې اوسېدونکي دي.

هغه وايي، په دغې وژونکې ناروغۍ اخته کسان د شینواري ولسوالۍ اړوند د کفشان درې اوسیدونکي دي.

‏د پروان ولایتي چارواکو ځايي رسنیو ته ویلي، په دغې ناروغۍ تر ډېره بریده هغه کسان اخته شوي چې، په فزیکي معلولیت، سردرد او د غړیو په درد اخته وو.

تر دې مهاله دا نه څرګنده چې ولې ناببره دغه ناروغي دومره پراخه شوه.

د سیمې خلکو رسنیو ته ویلي، چې په يادې ناپیژندل شوې لېږدونکې ناروغۍ اخته کسان د ټول ځان د بېوسۍ، د لاسونو او پښو شدید درد، شدید اسهال او ګرمې تبې څخه شکایت کوي.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د طالبانو د عامې روغتیا وزارت نظر له ځان سره ولرو خو په دې بریالي نشوو، او نه هم دغه وزارت تر اوسه پورې د یادې ناروغۍ د خپرېدو په اړه خبرپاڼه خپره کړې.

په افغانستان ډاکتران هم وايي، چې تر اوسه پورې داسې ناروغي نه ده لیدلي، خو وايي چې دغه ناروغۍ کولرا ته ورته ناروغي ده.

کابل کې د داخله ناروغیو متخصص ډاکتر شهیر احمد افغانستان انټرنشنل ته وويل چې تر اوسه پورې د دغې ناروغۍ تشخیص نه دی شوی نو په خبره یې چې په اړه یې څه ویل له وخته وړاندې دي.

طالبانو د پنجشېر څه باندې دوه نیم زره قیراطه زمرد په نږدې ۷۵ زره امریکايي ډالرو پلورلي دي

۴ تله ۱۴۰۳ - ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۴:۲۶ GMT+۱

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، چې د پنجشېر ولایت ۲۶۳۸ قیراطه زمرد یې په ۷۴۷۵۰ زره امریکايي ډالرو پلورلي دي. دغه وزارت وايي، یاده اندازه زمرد یې د ازادې بولۍ له لارې پلورلي دي.

د طالبانو د کانونو او پټروليم وزارت چارواکو تر دې وړاندې هم ویلي وو، چې په پنجشېر کې د زمردو ٧٥٠ کانونه ثبت شوي چې اوس‌مهال یې یوازې ٥٠٠ فعال دي.

د نړۍوالو مرستو کمښت د دې لامل شوی، چې طالبان د خپلو مالي اړتیاوو د پوره کولو لپاره د افغانستان د کانونو کېندنې ته مخه کړي.

تر ډیره بریده پر طالبانو نیوکې کیږي چې، دغه کانونه په نامسلکي توګه را اېستل کېږي چې تر ډېره د کانونو اصلي زېرمو ته زیان اړوي.

څه موده وړاندې د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني هم د کانونو کېندنه ناقانونه بللې وه او زیاته کړې یې وه، چې دا مهال روښانه نه ده چې د دغو کانونو څخه تر لاسه شوې پیسې چېرته او په څه لګول کیږي.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، چې تېر کال د څه باندې ۵.۵ مېلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت ۷۸ زره قیراطه زمرد د داوطلبۍ له لارې پر کورنیو او بهرنیو پانګه‌والو پلورل شوي دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکو ویلي، چې د تېر يوه کال په ترڅ کې په پنجشېر ولايت کې د زمردو شاوخوا ١٧٠٠ سيمې سروې او پېژندل شوې او د قانوني کېندنې لپاره يې ٥٧٥ جوازونه صادر شوي دي.

د خبریالانو کمېټې د طالبانو له خوا په سیاسي خپرونو د بندیزونو د لرې کولو غوښتنه وکړه

۴ تله ۱۴۰۳ - ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۰:۱۶ GMT+۱

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې له طالبانو غوښتي، چې په ژوندیو سیاسي خپرونو، پر دغې ډلې نیوکې او په رسنیو کې له خپلواکو شنونکو سره پر مرکو لګېدلی بندیز لرې کړي. د دې کمېټې په وینا؛ طالبان غواړي چې کورنۍ رسنۍ په خپلو تبلیغاتي وسیلو بدلې کړي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د سې شنبې په ورځ د میزان په ۳مه په یوې اعلامیه کې لیکلي، چې د طالبانو د اطلاعاتو او کولتور وزارت په کابل کې د یو شمېر رسنیو مدیران احضار کړي او هغوی ته یې د سپارښتنو یو لېست سپارلی دی.

طالبانو له کورنیو رسنیو څخه غوښتي، چې خپل سیاسي پروګرامونه ثبت او د «حساسیت پارونکو» او د دې ډلې له پالیسیو سره په تضاد کې موضوعاتو لرې کولو او سانسور کولو وروسته یې نشر کړي.

د طالبانو له چارواکو سره د رسنیو په غونډه کې ویل شوي، چې هېڅ رسنۍ اجازه نه لري چې د دې ډلې د پالیسیو او قوانینو په اړه انتقادي مواد خپاره کړي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو د نوې پرېکړې له مخې، د سیاسي پروګرامونو د ورځنیو بحثونو موضوع باید د دې ډلې د چارواکو له خوا تایید شي او کورنۍ رسنۍ نور نشي کولای د طالب چارواکو له اجازې پرته سیاسي خپرونې وکړي.

دغې ډلې رسنیو ته امر کړی چې د طالبانو له خوا تایید شوي کارپوهان خپرونو ته وغواړي.

طالبانو رسنیو ته د ۶۸«کارپوهانو» نوملړ چې د دوی له خوا تایید شوي وړاندې کړی چې سیاسي پروګرامونو کې ورته بلنه ورکړل شي. طالبانو رسنیو ته ویلي، چې له دغو کسانو پرته بل هېڅ مېلمه دې پروګرامونو ته نه غواړي.

د دغه نوملړ یو لېست چې افغانستان انټرنشنل ته رسیدلی، د طالبانو د یو شمېر ملاتړو نمونه پکې لیدل کیږي.

په دې لېست کې د مریم احمدي او فرح مجاهد په نوم د دوو مېرمنو نمونه هم لیدل کیږي چې پاتې ۶۶ نور یې نارینه دي.

په دې نوملړ کې د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت د پخواني ویاند سعید خوستي او د هزاره سیاسي فعالانو له ډلې جعفر مهدوي نومونه هم موجود دي.

ملا هبت الله اخوندزاده د طالبانو په زندانونو کې د بندیانو وژل کېدل تایید کړل

۳ تله ۱۴۰۳ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۹:۲۳ GMT+۱

د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده کندوز ته په خپل سفر کې ویلي، چې د دې ډلې په زندانونو کې یې د بندیانو د وژل کېدو راپورونه تر لاسه کړي دي. طالبانو تر کنټرول لاندې ارګ د هبت الله اخوندزاده د خبرو غږیزه بڼه نن سې شنبه خپره کړې ده.

طالبانو د سنبلې په ۱۹مه اعلان وکړ، چې هبت الله اخوندزاده د کندز په ګډون څو شمالي ولایتونو ته سفر کړی دی.

ملا هبت الله ویلي؛ خبر شوی چې په یوه زندان کې بندیان وژل شوي دي.

هغه زياته کړه، چې د پېښې له پوهېدو وروسته يې د زندان مسوول ته زنګ وواهه او پوښتنه يې وکړه، چې دا وژنه د محکمې په حکم ترسره شوې او که له حکم پرته.

د هبت الله په خبره، چې د زندان مسوول ورته وويل، چې له پېښې نه دى خبر او د دوى ملګرو بنديان وژلي دي.

د طالبانو مشر ویلي، چې د زندان د مشر غفلت د بښنې وړ نه دی او هغه د تل لپاره طالبانو له ډلې ایستل شوی او کور ته استول شوی دی.

اخوندزاده وویل، چې د طالبانو د چارواکو په غفلت سره به دوی خپل نظام له لاسه ورکړي.

تر دې مخکې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته تایید کړې وه، چې په تېرو درېیو کلونو کې د طالبانو د استخباراتو په زندانونو کې ۸۷ تنه د شکنجې له امله وژل شوي دي.

سرچينې زياته کړې وه، چې دغه کسان د برق په شاک، زندۍ کولو، په اوبو کې ډوبولو او د تناسلي اعضاو د شکنجې له امله وژل شوي دي.

اکثره بندیان پخواني عسکر، د ملي مقاومت جبهې غړي او د طالبانو ضد فعالان وو.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت (یوناما) هم تېر کال د طالبانو د زندانونو د وضعیت په اړه یو راپور خپور کړی و.

یوناما د طالبانو په زندانونو کې د بشري حقونو د پراخو سرغړونو راپور ورکړی او ټینګار یې وکړ، چې د دغو سرغړونو نږدې ۵۰ سلنه شکنجه او نور ناوړه چلند "ظالمانه، غیر انساني او د سپکاوي مجازات" دي.

زموږ بریا په خطر کې ده

ملا هبت الله د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې د طالبانو پر وړاندې د مسوولیت پر غاړه اخیستو د ستونزو په اړه وویل، چې د دوی بریا له خطر سره مخ ده.

هغه خپلو سرتېرو ته خبرداری ورکړ چې "ډېری غیږ نیونکي په دې ډګر کې ناکام شوي دي."

هغه دعا وکړه، چې خدای به دوی ناکام او شرمنده نه کړي.

د طالبانو مشر همداراز د پخواني شوروي پر وړاندې د مجاهدینو جګړې ته په اشارې سره وویل، چې مجاهدینو ډېرې قربانۍ ورکړې؛ خو مشران یې پلورل شوي وو.

د لمونځ نه کول

ملا هبت الله د طالبانو په منځ کې د نه لمونځ کوونکو د زیاتوالي په اړه هم اندیښنه څرګنده کړه. هغه وويل، داسې راپورونه يې ترلاسه کړي، چې د طالبانو او خلکو تر منځ بې نمازي زياته شوې ده. هغه ټینګار وکړ، چې د اسلامي نظام دنده دا ده، چې خلکو ته د لمونځ هدایت وکړي.

هغه د جوماتونو په ساتنه او پالنه هم ټینګار وکړ.

په شريعت معامله نه کول

د طالبانو مشر وايي، چې دا ډله به د امربالمعروف د قانون په پلي کولو کې درېغ نه کوي او د دغه قانون عملي کول د دوی د اسلامي نظام دنده ده.

هغه پر لوېديځ تور ولګاوه چې "په افغانستان کې په شلو کلونو ډېموکراسي، فساد او فحشا ته وده ورکړې ده."

هغه د حجاب او د شرعي احکامو د پلي کولو په اړه خبرې اترې يوه حساسه موضوع وبلله او ويې ويل، چې نن سبا خلک په تېره بيا ځوانان د فحشا او د ټلوېزيون کتلو په څېر مسايلو ته متوجې شوي دي.

هغه وویل؛ کله چې د یوې ځوانې مسلمانې ښځې حجاب ته اشاره کیږي، په ټولنیزو رسنیو کې په چټکۍ سره پرې نیوکې کیږي.
د طالبانو مشر ملا هبت الله دا څرګندونې په داسې مهال کوي، چې تېره ورځ د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوتریش په خپلو څرګندونو کې پر طالبانو توندې نیوکې وکړې او ویې ویل، چې دغې ډلې د افغانستان ښځې له ټولنیز ژوند څخه بې برخې کړې دي.

ځايي خلک: هلمند کې ځايي قومندانانو د مرستو وېش پر مهال د بېوزلو پر ځای خپل خلک ثبت کړي دي

۳ تله ۱۴۰۳ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۹:۰۷ GMT+۱

د هلمند له مرکز لښکرګاه څخه سرچينو افغانستان انټرنشنل ته ويلي، چې د بېوزلو، کونډو او يتیمانو ته د مرستې ورکولو پر مهال یو شمېر ځایي طالب قومندانانو خپل او د دوستانو نومونه ليکلي او مرستې حیف میل شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې نن سې شنبه يوې مرستندویه موسسې په لښکرګاه کې د کونډو او يتمانو د کورونو ارزيابي کوله، چې طالبانو پکې د خپلو دوستانو نومونه لیکلي دي.

د هلمند له مرکز لښکرګاه څخه د سې شنبې په ورځ سرچینو افغانستان انټرنشنل ته په ليږلو غږونو او ويډيو کې ويلي، چې يوې مرستندويه ادارې د بېوزلو او کونډيانو د کورونو ارزونه کوله، چې طالبانو يې مخه نيولې.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، چې د لښکرګاه د نجونو لېسې څنګ ته طالبانو د يوې مرستندويه ادارې کارکوونکو له سيمې څخه یو جومات ته بيولي او د واقعي حق لرونکو بيوزلو پر ځای يې خپل او د خپلو دوستانو نومونه ليکلي.

د سرچينې په خبره، چې طالبانو همدې کونډو او يتيمو کورنيو ته هم اجازه نه ورکوله، چې د مرستندويه ادارې له کارکوونکو سره وګوري.

سرچينه وایي، چې تېرو جګړو د همدې سيمې خلک سخت ځپلي او جګړو يې د کور د سر سړي اخيستي دي.

یو شمېر مرستندويه ادارې د هغو کورنيو سره نقدي او د خوراکي توکو مرستې کوي، چې په تېرو شلو کلونو کې يې د جګړو پر مهال د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي وي.

پر طالبانو تر ډېره نيوکه دا ده، چې حق حقدار ته نه رسوي او زيات مهال د مرستندويه ادارو او سوداګرو په چارو کې لاسوهنې کوي.