• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملا هبت الله اخوندزاده د طالبانو په زندانونو کې د بندیانو وژل کېدل تایید کړل

۳ تله ۱۴۰۳ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۹:۲۳ GMT+۱

د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده کندوز ته په خپل سفر کې ویلي، چې د دې ډلې په زندانونو کې یې د بندیانو د وژل کېدو راپورونه تر لاسه کړي دي. طالبانو تر کنټرول لاندې ارګ د هبت الله اخوندزاده د خبرو غږیزه بڼه نن سې شنبه خپره کړې ده.

طالبانو د سنبلې په ۱۹مه اعلان وکړ، چې هبت الله اخوندزاده د کندز په ګډون څو شمالي ولایتونو ته سفر کړی دی.

ملا هبت الله ویلي؛ خبر شوی چې په یوه زندان کې بندیان وژل شوي دي.

هغه زياته کړه، چې د پېښې له پوهېدو وروسته يې د زندان مسوول ته زنګ وواهه او پوښتنه يې وکړه، چې دا وژنه د محکمې په حکم ترسره شوې او که له حکم پرته.

د هبت الله په خبره، چې د زندان مسوول ورته وويل، چې له پېښې نه دى خبر او د دوى ملګرو بنديان وژلي دي.

د طالبانو مشر ویلي، چې د زندان د مشر غفلت د بښنې وړ نه دی او هغه د تل لپاره طالبانو له ډلې ایستل شوی او کور ته استول شوی دی.

اخوندزاده وویل، چې د طالبانو د چارواکو په غفلت سره به دوی خپل نظام له لاسه ورکړي.

تر دې مخکې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته تایید کړې وه، چې په تېرو درېیو کلونو کې د طالبانو د استخباراتو په زندانونو کې ۸۷ تنه د شکنجې له امله وژل شوي دي.

سرچينې زياته کړې وه، چې دغه کسان د برق په شاک، زندۍ کولو، په اوبو کې ډوبولو او د تناسلي اعضاو د شکنجې له امله وژل شوي دي.

اکثره بندیان پخواني عسکر، د ملي مقاومت جبهې غړي او د طالبانو ضد فعالان وو.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت (یوناما) هم تېر کال د طالبانو د زندانونو د وضعیت په اړه یو راپور خپور کړی و.

یوناما د طالبانو په زندانونو کې د بشري حقونو د پراخو سرغړونو راپور ورکړی او ټینګار یې وکړ، چې د دغو سرغړونو نږدې ۵۰ سلنه شکنجه او نور ناوړه چلند "ظالمانه، غیر انساني او د سپکاوي مجازات" دي.

زموږ بریا په خطر کې ده

ملا هبت الله د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې د طالبانو پر وړاندې د مسوولیت پر غاړه اخیستو د ستونزو په اړه وویل، چې د دوی بریا له خطر سره مخ ده.

هغه خپلو سرتېرو ته خبرداری ورکړ چې "ډېری غیږ نیونکي په دې ډګر کې ناکام شوي دي."

هغه دعا وکړه، چې خدای به دوی ناکام او شرمنده نه کړي.

د طالبانو مشر همداراز د پخواني شوروي پر وړاندې د مجاهدینو جګړې ته په اشارې سره وویل، چې مجاهدینو ډېرې قربانۍ ورکړې؛ خو مشران یې پلورل شوي وو.

د لمونځ نه کول

ملا هبت الله د طالبانو په منځ کې د نه لمونځ کوونکو د زیاتوالي په اړه هم اندیښنه څرګنده کړه. هغه وويل، داسې راپورونه يې ترلاسه کړي، چې د طالبانو او خلکو تر منځ بې نمازي زياته شوې ده. هغه ټینګار وکړ، چې د اسلامي نظام دنده دا ده، چې خلکو ته د لمونځ هدایت وکړي.

هغه د جوماتونو په ساتنه او پالنه هم ټینګار وکړ.

په شريعت معامله نه کول

د طالبانو مشر وايي، چې دا ډله به د امربالمعروف د قانون په پلي کولو کې درېغ نه کوي او د دغه قانون عملي کول د دوی د اسلامي نظام دنده ده.

هغه پر لوېديځ تور ولګاوه چې "په افغانستان کې په شلو کلونو ډېموکراسي، فساد او فحشا ته وده ورکړې ده."

هغه د حجاب او د شرعي احکامو د پلي کولو په اړه خبرې اترې يوه حساسه موضوع وبلله او ويې ويل، چې نن سبا خلک په تېره بيا ځوانان د فحشا او د ټلوېزيون کتلو په څېر مسايلو ته متوجې شوي دي.

هغه وویل؛ کله چې د یوې ځوانې مسلمانې ښځې حجاب ته اشاره کیږي، په ټولنیزو رسنیو کې په چټکۍ سره پرې نیوکې کیږي.
د طالبانو مشر ملا هبت الله دا څرګندونې په داسې مهال کوي، چې تېره ورځ د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوتریش په خپلو څرګندونو کې پر طالبانو توندې نیوکې وکړې او ویې ویل، چې دغې ډلې د افغانستان ښځې له ټولنیز ژوند څخه بې برخې کړې دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

ځايي خلک: هلمند کې ځايي قومندانانو د مرستو وېش پر مهال د بېوزلو پر ځای خپل خلک ثبت کړي دي

۳ تله ۱۴۰۳ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۹:۰۷ GMT+۱

د هلمند له مرکز لښکرګاه څخه سرچينو افغانستان انټرنشنل ته ويلي، چې د بېوزلو، کونډو او يتیمانو ته د مرستې ورکولو پر مهال یو شمېر ځایي طالب قومندانانو خپل او د دوستانو نومونه ليکلي او مرستې حیف میل شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې نن سې شنبه يوې مرستندویه موسسې په لښکرګاه کې د کونډو او يتمانو د کورونو ارزيابي کوله، چې طالبانو پکې د خپلو دوستانو نومونه لیکلي دي.

د هلمند له مرکز لښکرګاه څخه د سې شنبې په ورځ سرچینو افغانستان انټرنشنل ته په ليږلو غږونو او ويډيو کې ويلي، چې يوې مرستندويه ادارې د بېوزلو او کونډيانو د کورونو ارزونه کوله، چې طالبانو يې مخه نيولې.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، چې د لښکرګاه د نجونو لېسې څنګ ته طالبانو د يوې مرستندويه ادارې کارکوونکو له سيمې څخه یو جومات ته بيولي او د واقعي حق لرونکو بيوزلو پر ځای يې خپل او د خپلو دوستانو نومونه ليکلي.

د سرچينې په خبره، چې طالبانو همدې کونډو او يتيمو کورنيو ته هم اجازه نه ورکوله، چې د مرستندويه ادارې له کارکوونکو سره وګوري.

سرچينه وایي، چې تېرو جګړو د همدې سيمې خلک سخت ځپلي او جګړو يې د کور د سر سړي اخيستي دي.

یو شمېر مرستندويه ادارې د هغو کورنيو سره نقدي او د خوراکي توکو مرستې کوي، چې په تېرو شلو کلونو کې يې د جګړو پر مهال د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي وي.

پر طالبانو تر ډېره نيوکه دا ده، چې حق حقدار ته نه رسوي او زيات مهال د مرستندويه ادارو او سوداګرو په چارو کې لاسوهنې کوي.

قطر د افغان ښځو د پیاوړتیا او ملاتړ لپاره د ۷۵ میلیونه ډالرو مرستې ژمنه وکړه

۳ تله ۱۴۰۳ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۵۶ GMT+۱

د قطر د نړۍوالو همکاریو وزیرې د افغان ښځو په اړه د ملګرو ملتونو په ځانګړې غونډه کې ژمنه وکړه، چې له افغان مېرمنو سره به د پوهنې او روغتیا په برخه کې ۷۵ میلیونه ډالره مرسته وکړي.

لولو الخاطر تعلیم ته لاس رسی، اقتصادي مشارکت او د ښځو نورې ازادۍ د افغانستان د پرمختګ لپاره اړینې وبللې.

د قطر د نړۍوالو همکاریو وزیرې د افغان ښځو په اړه د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې په خپله وینا کې د افغان ښځو د اساسي حقونو په برخه کې د خپل هېواد پر ژمنتیا ټینګار وکړ.

دا مرستې د بورسونو، د تعلیمي پروګرامونو د جوړولو او د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخو کې ځانګړې شوې دي.

د قطر د نړۍوالو همکاریو وزیرې هم د افغان ښځو پر پیاوړتیا او د هېواد په راتلونکي کې د هغوی پر ادغام ټینګار وکړ او دغه هدف یې د قطر د اوږدمهاله ستراتیژۍ له مهمو لومړیتوبونو څخه وباله.

لولو الخاطر وویل: «د بشري حقونو د نړۍوالې اعلامیې ۲۶مه ماده وايي، چې هر څوک د زده کړې حق لري او موږ ژمن یو چې ټول افغانان دې اساسي حق ته لاسرسی ولري.»

طالبانو په منځنیو ښوونځیو او پوهنتونونو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی.

د افغان ښځو لپاره د ملګرو ملتونو په غونډه کې د ټام وېسټ نه ګډون شکونه راپارولي دي

۳ تله ۱۴۰۳ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۴۰ GMT+۱

د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی په ملګرو ملتونو کې د افغان ښځو په ځانګړې غونډه کې ګډون نه درلود. ټام وېسټ د افغانستان په اړه په وروستیو څو نړۍوالو غونډو کې ګډون نه دی کړی او نه شتون یې پوښتنې را پورته کړې دي.

امریکايي سرچینو د افغانستان انټرنشنل سره په تماس کې د ټام وېسټ د ګوښه کېدو خبره نه رد کړې او نه یې تایید کړې دی.

ټام وېسټ له څه مودې راهیسې د افغانستان په تړاو غونډو کې ګډون نه دی کړی.

د افغانستان د پخواني حکومت تر نسکورېدو او د زلمي خلیلزاد تر ګوښه کېدو وروسته نوموړی د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي په توګه وټاکل شو.

په تېرو درېیو کلونو کې ټام وېسټ په مختلفو غونډو په ځانګړې توګه د دوحې په غونډو کې ګډون کړی.

هغه په ​​بهر کې د ښځینه فعالانو او افغان سیاستوالو سره لیدنې کړي او په دوحه کې یې د طالبانو له استازو سره هم خبرې کړې دي.

د طالبانو د تګلارو او په افغانستان کې له ښځو او نجونو سره د دغې ډلې د سیاست او چلند په اړه د ټام وېسټ کړنې چې د هرې ورځې په تېرېدو سره مخ په زیاتېدو دي، تل تر نیوکو لاندې راغلي دي.

په هغه غونډه کې چې د ۱۴۰۱ کال د غوايي په لومړۍ نېټه په واشنګټن کې جوړه شوې وه، یو شمېر ښځینه فعالانو ګډون کړی و او یوې ګډونوالې یلدا رویان ټام وېسټ ته په خطاب کې وویل، چې هغه د طالبانو پر کړنو سترګې پټوي.

اغلي رویان د ټام وېسټ له قوله ويلي، چې امریکا د طالبانو پر وړاندي د بندیزونو زیاتوالی د عامو خلکو لپاره زیانمن ګڼي او امریکا «دا مهال د افغانستان د امنیتي مسالو په اړه څه نه شي کولی.»

په دوحه کې د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر امیر خان متقي په ګډون د طالبانو له استازو سره د ټام وېسټ ليدنې یوه له هغو مواردو څخه وې، چې په بهر کې د ښځینه فعالانو له خوا پراخې نیوکې پرې وشوې.

په بېلابېلو هېوادونو کې لاریون کوونکو له طالبانو سره د «پټو اړیکو او د تړلو دروازو تر شا پر خبرو اترو» نیوکې وکړې او د دغو خبرو اترو د پای ته رسېدو غوښتنه یې وکړه.

د عطا محمد نور په ګډون یو شمېر د طالبانو مخالفو څېرو هم ټام وېسټ د زلمي خلیلزاد په تګلارو تورن کړی دی.

عطا محمد نور د دوحې هوکړه د طالبانو د راتګ او د جمهوري نظام د ړنګېدو بنسټ ګڼي او وايي، چې اوس د خلیلزاد په څېر ټام وېسټ هڅه کوي، چې طالبان سپین کړي.

کانګرس ته د ټام وېسټ ځواب

د امریکا پارلمان د بهرنیو اړیکو کمېټې هم په ۱۴۰۲ کال د مرغومي په ۱۵ نېټه له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو د پایلو په اړه په یوه غونډه کې ټام وېسټ ته د ځواب ویلو غږ کړي و.

په دغه ناسته کې د امریکا له ځانګړي استازي څخه د تروریستي ډلو ترمنځ د همغږۍ د بیا پیلولو، د طالبانو د حکومت د وزارتونو په کچه د القاعدې شبکې د غړو د غړیتوب، د سراج الدین حقاني له خوا د ایمن الظواهري کوربه توب او هغه راپورونه، چې د کانګرس ځینو غړو د طالبانو د حکومت یو استخباراتي مامور شمالي کوریا سره مخامخ کړي په اړه د کانګرس د استازو له خوا سختې پوښتنې وشوې.

دغې کمېټې ته ټام وېسټ او رینا امیري ور بلل د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د مسالې په اړه د امریکا د حکومت له کړنو د ناخوښۍ په معنا دي.

په عامه افکارو د غونډو اغېز

د افغانستان په اړه وروستۍ غونډه د دوشنبې په ورځ د افغانستان په راتلونکي کې د ښځو د رول په اړه په ملګرو ملتونو کې د هېوادونو د عمومي غونډې په څنډه کې د ایرلنډ، سوېس، قطر او اندونیزیا له خوا جوړه شوه.

د دوشنبې په غونډه کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د بېلابېلو هېوادونو او نړۍوالو سازمانونو استازو او یو شمېر فعالو افغان مېرمنو هم حضور درلود.

د امریکا د ځانګړي استازي نشتوالی، چې شتون یې د غونډو پر پرېکړو او بیانیو ډېر اغېز لري او د طالبانو په وړاندې د نړۍوالې ټولنې د چلند په بدلولو کې اغېزمن تمامېدای شي، د ډېرو لپاره د پوښتنې وړ دی.

د افغانستان په تړاو په وروستیو غونډو کې د ټام وېسټ د نه ګډون لامل نه دی په ډاګه شوی.

دا اونۍ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۱۵ غړو د افغانستان په اړه غونډه وکړه او د هېوادونو استازو په ځانګړې توګه د لویو قدرتونو استازو د ترهګرۍ د ګواښ، د بشري حقونو وضعیت او د طالبانو د نوي امربالمعروف قانون په اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړې.

د سې شنبې په ورځ (د وږي ۲۷مه) ملګري ملتونه په افغانستان کې د ښځو د حقونو د سخت او مخ په زیاتېدونکي کړکېچ په اړه د یوې اړخیزې غونډې کوربه و.

په دې غونډه کې په افغانستان کې د ښځو د حقونو د سخت او مخ په زیاتیدونکې کړکېچ، چې د طالبانو له خوا د ښځو په سیستماتیک ډول تر پښو لاندې شوی و، وڅېړل شو.

که څه هم د دغو غونډو تر سره کېدل تر اوسه د طالبانو پر سیاستونو او په ځانګړې توګه د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې کوم د پام وړ اغېز نه دی کړی؛ خو لږ تر لږه کولای شي د نړۍ د عامه افکارو په اړه، چې په افغانستان کې روان دي خبر کړي.

واک ته د طالبانو له راتګ څخه په درېیو کلونو کې افغان مېرمنو په بېلابېلو هېوادونو کې د طالبانو د ناوړه سیاستونو پر وړاندې د مبارزې بیرغ اوچت کړی او په دې موده کې له بېلابېلو هېوادونو څخه ګڼ شمېر ښځینه فعالانې له افغان مېرمنو سره یوځای شوې دي.

ګوتریش: طالبان له قوانیو څخه په سیستماتیک ډول د ښځو او نجونو د ځورونې لپاره کار اخلي

۳ تله ۱۴۰۳ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۰۳ GMT+۱

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوتریش د عمومي غونډې په پیل کې وویل، چې طالبان په افغانستان کې له قوانیو څخه په سیستماتیک ډول د ښځو او نجونو د ځورونې لپاره کار اخلي.

ګوتریش خواشینې څرګنده کړه، چې له کلونو خبرو اترو وروسته هم په افغانستان کې جنسیتي نابرابري موجوده ده.

هغه زیاته کړه: "په دغه تالار کې چې موږ یو له لس سلنه څخه لږې ښځې په ویناوالو کې دي او دا د منلو وړ نه ده."

ښاغلي ګوترېش په منځني ختیځ کې د جګړې د پراخېدو خطر ته په اشارې سره د دغې جګړې د بندېدو جدي غوښتنه هم وکړه.

انتونیو ګوتریش وویل: "لبنان د جګړې په درشل کې دی. د لبنان، اسراییل او د نړۍ خلک نه شي کولی لبنان په بله یوې بلې غزې بدل کړي."

همدا راز، ګوتریش وویل، چې د قدرت او اټومي وسلو نمایش پر نړۍ سیوري اچوي.

ګوتریش زیاته کړه، چې حکومتونه نړۍوال قوانین او د ملګرو ملتونو منشور تر پښو لاندې کوي او فکر کوي چې هر څه کولی شي.

په اوکراین، غزې، لبنان او سوډان کې جګړو ته په اشارې سره ښاغلي ګوتریش وویل، چې ځیني حکومتونه او نورې ډلې احساس کوي چې د « ازاد کارت ترلاسه کولو » مستحق دي او هر څه چې یې زړه وغواړي ترسره کولی یې شي.

ګوتریش زیاته کړه، چې د دغه واک مثالونه په منځني ختيځ، اروپا او ټوله نړۍ کې ليدل کيږي. هغه وویل، چې مونږ په غزه کې د "نه ختمیدونکي خوب" شاهدان یوو او خبرداری یې ورکړ، چې لبنان د سقوط په درشل کې دی.

هغه د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د نړۍ مشرانو ته په خطاب کې وویل: «دوی کولی شي نړۍوال قوانین تر پښو لاندې کړي. دوی کولی شي د ملګرو ملتونو له منشور څخه سرغړونه وکړي. دوی کولی شي په بل هېواد برید وکړي، ټولې ټولنې له منځه یوسي، یا د خپلو خلکو هوساینې ته په بشپړه توګه سترګې پټې کړي او هېڅ به نه پېښیږي.»

د ملګرو ملتونو سرمنشي زیاته کړه، چې په نړۍ کې د مجازاتو څخه د معافیت کچه ​​له سیاسي پلوه د نه منلو وړ او له اخلاقي پلوه د زغم وړ نه ده.

ګوټریش د اوکراین د جګړې په اړه هم وویل: «مرګ ژوبله زیاته شوې او ملکي کسان یې بیه پرې کوي، ژوند او ټولنې له منځه تللي دي.»

د دې سازمان سرمنشي وویل، د ملګرو ملتونو د منشور، نړۍوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د پرېکړه لیکونو پر بنسټ د عادلانه سولې وخت رارسېدلی دی.

ګوترېش په سوډان او د نړۍ په نورو برخو کې د جګړې د پای ته رسولو غوښتنه هم وکړه.

د ملګرو ملتونو سرمنشي همداراز د هېوادونو د اټومي دریځ او د نویو وسلو په اړه وویل، چې دا ګواښونه د راتلونکي لپاره یو تیاره لید وړاندې کوي.

د امریکا ولسمشر: له افغانستان څخه د امریکا وتل يوه ستونزمنه پرېکړه وه

۳ تله ۱۴۰۳ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۰۱ GMT+۱

د امریکا ولسمشر د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې وویل، چې د افغانستان جګړه ده ته په میراث پاتې وه او د امریکا په تاریخ کې یې تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسوله. جوبایډن ویلي؛ له افغانستانه وتل یوه ستونزمنه خو سمه پرېکړه وه.

هغه زیاته کړه، چې په افغانستان کې د جګړې پای غمجن و او د لسګونو افغانانو ترڅنګ ۱۳ امریکايي پوځیان هم ووژل شول.

جوبایډن ټینګار کړی، چې د بارک اوباما د مرستیال په توګه یې په عراق کې د امریکايي ځواکونو په کمولو کې مرسته کړې ده.

هغه وويل؛ کله چې دى دامريکا د جمهور رييس په توګه وټاکل شو هغه جګړه يې پاى ته ورسوله، چې دڅلورو ولسمشرانو د واکمنۍ په وخت کې روانه وه .

ښاغلي بایډن زیاته کړه، چې امریکا القاعده کمزورې کړې او د سپټمبر د یوولسمې د تروریستي حملې عاملین یې عدالت ته راوستل.

بایډن ویلي، چې په افغانستان کې د امریکا د ۲۰ کلن حضور په موده کې زرګونه امریکايي سرتېري وژل شوي او تر شلو زرو ډېر سرتېري ټپیان شوي دي.

هغه وويل: "موږ د هغوی قربانۍ ته درناوی کوو."

دا د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ په غونډه کې د امریکا د ولسمشر په توګه د جوبایډن وروستۍ وینا ده.

ښاغلي بایډن وویل، چې په خپل سیاسي ژوند کې نړۍ له منځني ختیځ څخه تر سړې جګړې او ترورېزم پورې له ډېرو ننګونو سره مخامخ وه.

هغه زیاته کړه، چې امریکا اوس راتلونکې ته ګوري او مختلف لومړیتوبونه لري.

هغه د خپل سیاسي ژوند په اوږدو کې سړه جګړه، په جنوبي افریقا کې اپارتاید او نور مسایل د نړۍ د جدي ننګونو په توګه یاد کړل.

هغه دا هم وویل، چې د نړۍ په هر کونچ کې یې د نجونو د تعلیم لپاره کار کړی دی؛ خو هغه د نجونو پر زده کړو د طالبانو د بنديز يادونه یې ونه کړه.

د اوکراین جګړه

بایډن همدا راز د اوکراین د جګړې په اړه وویل، چې امریکا د یوه ازاد هېواد په توګه د دغه هېواد بقا تضمین کړې ده.

د هغه په ​​وینا؛ اوس سیاسي جګړه روانه ده، چې له دې وروسته به په اوکراین کې څه کیږي.

هغه وویل، چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلینسکي روانه اونۍ په متحده ایالاتو کې دی ترڅو خپل مهم متحد قانع کړي، چې اوکراین لا هم د ۳۱ میاشتنۍ جګړې د ګټلو وړتیا لري.

بایډن وویل، چې د پوتین جګړه له لاسه وتلې او هغه خپل اصلي هدف نه دی ترلاسه کړی.

د ښاغلي بایډن په وینا؛ د روسیې ولسمشر غوښتل چې اوکراین له منځه یوسي، خو اوکراین لا هم ازاد دی.

بایډن همداراز د ناټو د کمزورې کولو لپاره د پوتین هڅې ته اشاره وکړه او ویې ویل: "هغه غوښتل چې ناټو کمزورې کړي؛ خو ناټو اوس تر بل هر وخت لوی، پیاوړی او متحد ځواک دی او دوه نوي غړي فنلنډ او سوېډن ورسره یوځای شوي دي. "

د غزې جګړه

د غزې د جګړې په اړه چې اوس یو کال کېږي، بایډن وویل، چې په غزه کې ولسي وګړي دا جګړه نه غواړي.

هغه په ​​یو ډول د دې جګړې پړه پر حماس واچوله، چې دا جګړه یې د اکتوبر پر اوومه د اسراییل پر جنوبي سیمو په برید سره پیل شوه او ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او یو شمېر نور یې یرغمل کړل.

هغه یو ځل بیا د حماس او اسراییل ترمنځ د اوربند پر پلان او د یرغمل شویو کسانو د خلاصون پر اړتیا ټینګار وکړ.

د غزې په تړانګه کې جګړه چې شاوخوا یو کال وړاندې پیل شوې، تر اوسه تر ۴۱ زرو ډېر فلسطینیان پکې وژل شوي دي.

بایډن یو ځل بیا د دوو اسراییلي او فلسطیني دولتونو د جوړولو د حل غوښتنه وکړه، هغه هدف چې د دواړو خواو د ولسمشرانو لپاره ستونزمن شوی او ورځ تر بلې یې ترلاسه کول ستونزمن ښکاري.

بایډن د ایم پاکس ناروغۍ د پیل یادونه هم وکړه او اعلان یې وکړ، چې متحده ایالات به په افریقا کې د دې وېروس د ډېرېدونکې خپرېدا سره د مبارزې لپاره ۵۰۰ میلیونه ډالر مرسته وکړي او د دې وېروس د مخنیوي لپاره به یو میلیون واکسینونه ورکړي.

د ډونالډ ټرمپ سره په ټاکنیزو مناظرو کې د هغه د فعالیت په اړه له نیوکو وروسته، په ځانګړې توګه د ډېموکراټ ګوند د غړو له خوا هغه د روان کال د نومبر د پنځمې په ټاکنو کې له ګډون څخه د وتلو اعلان وکړ، هغه د خپلې استعفا په اړه وویل: "زه ډېر شیان لرم غواړم چې ویې کړم؛ خو څومره چې زه له خپلې دندې سره مینه لرم، زه له خپل هېواد سره ډېره مینه لرم."