زېلینسکي د بایډن او د متحده ایالاتو د کانګرس څخه د نوي پوځي مرستې له امله مننه وکړه او ویې ویل، چې اوکراین به دا مرستې "په خورا ګټور او شفاف ډول" وکاروي.
یو له دغو اسنادو څخه هغه راپور دی، چې کوپول د روان کال په لومړیو کې د روسیې د دفاع وزارت ته استولی و او د خپل کار جزییات یې پکې بیان کړي وو.
کوپول د روسیې د دولتي وسلو شرکت الماز انټي یو له فرعي شرکتونو څخه دی، چې د دې هېواد د متخصصینو په مرسته یې په چین کې د "ګارپیا- اې۳" یا "جي-درې" بې پیلوټه الوتکو ته پراختیا ورکړې او ازمویلې یې ده.
دغه شرکت په خپل بل راپور کې د روسیې دفاع وزارت ته ویلي، چې دوی کولی شي د چین په کارخانې کې د جي-۳ په ګډون بې پیلوټه الوتکې تولید کړي، تر څو اوکراین سره په جګړه کې وکارول شي.
دغه وزارت ته د کوپول د راپورونو له مخې؛ د جي-۳ نمونې، چې د ۲۰۰۰ کیلومتر له ۵۰ کیلو ګرامې بار سره ترسره کولی شي روسیې ته سپارل شوي دي.
رویټرز لیکلي، چې دغو دواړو شریکانو او د روسیې دفاع وزارت د دغه راپور په اړه د نظر څرګندونه نه ده کړې.
د چین د بهرنیو چارو وزارت رویټرز ته ویلي، چې د داسې یوې پروژې څخه نه دي خبر او ټینګار یې کړی، چې چین په دې هېواد کې د جوړو شویو بې پیلوټه الوتکو پر صادراتو سخت کنټرول لري.
په یو بل سند کې چې رویټرز تر لاسه کړی، د کوپول او د هغې شریکانو برنامې بیانوي چې د روسیې او چینایي بې پیلوټه الوتکو لپاره د ګډو تحقیقاتو او تولید مرکز رامینځته کوي.
د دغه سند له مخې؛ دغه مجموعه د چين د سین کیانګ ولايت د کاشغر په ځانګړې اقتصادي سيمه کې په ۸۰هکتاره ځمکه کې پروت دی او په کال کې د ۸۰۰بې پيلوټه الوتکو د توليد لپاره ډيزاين شوی دی.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت او د اوکراین حکومت په دې اړه د خبریالانو پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی، که څه هم تیره اونۍ امریکایي چارواکو د هغه څه په اړه اندیښنه څرګنده کړه چې د روسیې د جنګي ماشین لپاره یې د چین ملاتړ بولي؛ مګر د جزییاتو له ورکولو یې ډډه وکړه.
د سي این این تلویزون نوې نظر پوښتنه ښيي، چې د امریکا په راتلونکو ټاکنو کې د نظر پوښتنې ۴۸ سلنه ګډونوال د کمالا هرېس ملاتړ کوي او ۴۷ سلنه ګډونوال د ټرمپ ملاتړي دي.
همدا راز د رویټرز نظر پوښتنې هم په ډاګه کړې، چې کمالا هرېس مخکښه ده.
وروسته له هغې چې د امریکا ولسمشر جو بایډن له راتلونکو ټاکنو څخه لاس پر سر شو، دا د سي این این د خبري شبکې وروستۍ نظر پوښتنه ده، چې په روانه میاشت کې ترسره شوې ده.
سي این این ویلي، چې د جو بایډن له استعفا وروسته د هرېس ملاتړي هڅېدلي، چې د هغې بشپړ ملاتړ وکړي.
دغه نظر پوښتنه ښيي، چې کمالا هرېس د ښځینه رایه ورکوونکو لویه برخه له ځانه سره لري او ټرمپ بیا د نارینه رایه ورکوونکو زیات ملاتړ له ځانه سره لري.
همدا راز هرېس بیا له ډېرشو څخه په کم عمرو ځوانانو، تور پوستو او لاتیني اقلیتونو کې مخکښه ده؛ خو ټرمپ بیا په سپین پوستو کې غښتلی ملاتړ لري.
د دغې نظر پوښتنې دوه سلنه خلکو لا تر اوسه دا ټاکنه نه ده کړې، چې چا ته به رایه ورکوي.
سي این این ویلي، چې ټرمپ د اقتصاد، کډوالۍ او بهرنۍ تګلارې د اداره کولو د پالیسۍ له امله په رایه ورکوونکو کې خپل باور تر لاسه کړی دی.
د سي بي سي نیوز د نظر پوښتنې له مخې؛ کمالا هرېس د ګډنوالو په منځ کې ۵۲ سلنه ملاتړ لري او ټرمپ بیا ۴۸ سلنه ملاتړ خپل کړی دی.
همدا راز د این بي ایس او رویټرز په نظر پوښتنو کې هم کمالا هرېس د ګډونوالو مخکښ ملاتړ له ځانه سره لري.
له دې وړاندې د ټرمپ کمپاین ویلي وو، چې یو شمېر رسنۍ د خپلو شخصي اهدافو په موخه نادرستې نظر پوښتنې وړاندې کوي، چې له حقیقت څخه لېرې دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر بیا د پاکستان پر حکومت غږ وکړ چې د دې غورځنګ مخکښ مشر علي وزیر او نور غړي یې خوشي کړي.
منظور پښتین د علي وزیر او د غورځنګ د نورو بندي غړو شهزاد خان، مولانا زینت الله، سلمان طوري او عزت افغان یادولو سره وايي، «دا ټول په ظلم او جبر زندان کې ساتل کېږي.»
ښاغلی پښتین نن خپل فیسبوک کې د علي وزیر د خوشي کولو له غوښتنې سره پر دې هم نیوکه کړې، چې ښاغلی وزیر ولې پنجاب کې بندي دی، ځکه هلته یې کوم څه هم نه و کړي.
د اسلام اباد پولیسو د تېر اګسټ پر دویمه علي وزیر په اسلام ابادکې ونیو او پر نوموړي یې درې تورونه ولګول.
سره له دې چې محکمې د روانې سپټمبر میاشتې پر څلورمه د ښاغلي وزیر ضمانت منلی او د خوشي کولو امر یې کړی، خو نوموړی لا هم په بند کې دی.
د علي وزیر او د غورځنګ د نورو مشرانو زندان په داسې حال دی چې پښتون ژغورنه غورځنګ د اکتوبر پر ۱۱ د پښتنو تاریخي جرګه را بللې ده.
د غورځنګ مشر منظور پښتین او نور غړي یې د دې جرګې د کامیابولو لپاره د پاکستان مختلفو سیمو ته ځي او مختلفو خلکو ته په جرګه کې د ګډون بلنه ور کوي.