• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان لوبغاړي عثمان وزیر د بوکس نړیوالو سیالیو کې هندی سیال مات کړ

۶ تله ۱۴۰۳ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۲۹ GMT+۱تازه شوی: ۶ تله ۱۴۰۳ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۱:۲۹ GMT+۱

د پاکستان لوبغاړي عثمان وزیر د ځوانانو د بوکس په اتلولیو کې هندی سیال تلک سلوام د لوبې په لومړۍ برخه کې مات کړ.

دا سیالۍ د تایلنډ په بنکاک کې روانې دي.

عثمان وزیر پرون د سیالۍ پلیدو په ۶۵ ثانیه کې هندی سیال له پښو وغورځاوه.

د پاکستان راډیو د راپور له مخې، دې بري سره عمثمان وزیر په مسلکي بوکس کې ۱۴ پرلپسې بری وګاټه.

نوموړي تر دې مخکې اسیاسي او هم د منځني ختیځ اتلولیو کې بري ترلاسه کړي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د کرېکټ نړيوالې شورا په تازه درجه بندۍ کې ۳ افغان لوبغاړو پرمختګ کړی

۴ تله ۱۴۰۳ - ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۱:۳۳ GMT+۱

د کرېکټ نړيوالې شورا په تازه درجه بندۍ کې راشد خان، فضل الحق فاروقي او ګربز پرمختګ کړی او نوي مقامونه یې خپل کړي دي او محمد نبي خپل لومړۍ مقام ساتلی دی. دغه تازه درجه بندي د توپ وهنې، توپ اچونې او الراونډرۍ په برخو کې اعلان شوې.

د کرېکټ نړيوالې شورا د چهار شنبې په ورځ د لوبغاړو دغه درجه بندي اعلان کړه.

په يو ورځنيو لوبو کې د توپ اچونې په برخه کې راشد خان اته درجې پرمختګ کړی او دا مهال يې دريم مقام خپل کړی.

د یو ورځنيو لوبو د توپ اچونې په دې ليست کې محمدنبي ۱۱، مجيب ځدران ۲۲ او فضل الحق فاروقي ۳۴ م ځای لري.

د همدې درجه بندۍ له مخي د شل اوره لوبو په توپ اچونه کې افغان ستوری راشد خان دريم او تېز توپ اچونکی فضل الحق فاروقي په اتم ځای کې دی.

د یو ورځنيو لوبو د توپوهنې په برخه کې افغان پیاوړي لوبغاړي رحمان الله ګربز پرمختګ کړی او په لومړي ځل د لسو غوره توپ وهونکو په ليست کې يې اتم ځای خپل کړی.

کرېکټ نړيوالې شورا د ګربز چټک پرمختګ ستايلی او د سويلي افريقا په وړاندي يې د افغان لوبډلې بريا ته په اشارې د ګربز او راشد خان لوبېدل خوښ کړي دي.

ای سي سي ویلي، چې ګربز د ۲۳ کلنۍ د کليزې مخکې په دې سيالیو کې ۷ سليزې د ځان سره لري.

کرېکټ شورا زياته کړې، چې د نارينه وو د يو ورځنۍ سيالۍ د توپوهنې په برخه کې دا لومړۍ ځل دی چې يو افغان لوبغاړی د لسو غوره لوبغاړو لیست ته داخليږي.

د الراونډارانو په ليست کې هم محمدنبي خپل لومړۍ مقام ساتلی دی.

افغان کرېکټ بورډ د ابراهیم ځدراڼ د پښې د عملیاتو خبر ورکړی

۳ تله ۱۴۰۳ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۳:۴۴ GMT+۱

د افغانستان کرېکټ بورډ د افغان کرېکټ ملي لوبډلې د پیلیز توپ وهونکي ابراهیم ځدراڼ د پښې له عملیاتو خبر ورکړی. کرېکټ بورډ پر اېکس پاڼه د ابراهیم ځدراڼ د دغه انځور په خپرولو سره ویلي، چې نوموړی به د لسو اونیو لپاره تر رغېدو په استراحت کې وي.

100%

تر دې وړاندې (د وږي په ۱۹مه) کرېکټ بورډ ویلي و، چې ابراهیم ځدراڼ (د وږي په ۱۸مه) د تمرین پر مهال ټپي شوی او د نیوزیلنډ تر څنګ له سوېلي افریقا سره هم په لوبلړۍ کې نه شي لوبېدی.
کرېکت بورډ زیاته کړې وه، چې د ملي لوبډلې پيلیز توپ وهونکی ابراهیم ځدراڼ له نیوزیلنډ سره د ټېسټ لوبې د چمتووالي او تمرین پر مهال په پښه ټپي شوی و.
کرېکټ بورډ هغه مهال د ملي لوبډلې فزیوتراپیسټ او ډاکټر له قوله ویلي و، چې د ابراهیم ځدراڼ ښنګرکي یو څه سخته ضربه لیدلې او د ډاکټرانو له لوري ورته د استراحت سپارښتنه شوې.

د افغانستان د فوټبال له شل کلنو کم عمره ملي لوبډله نن د اسټرالیا په وړاندې لوبیږي

۲ تله ۱۴۰۳ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۸:۲۸ GMT+۱

د فوټبال فدراسیون وايي، د افغانستان د فوټبال له شل کلنو کم عمره ملي لوبډله د اسیا جام غوراوي سیالیو په لړ کې نن مازدیګر د اسټرالیا په وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته کیږي. دغه لوبه نن د کابل پر وخت مازدیګر ۵:۳۰ بجې ترسره کیږي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي، افغان ملي لوبډله نن دوشنبه د (تلې دویمه) مازدیګر د افغانستان پر وخت پنځه نیمې بجې د سعودي عربستان ابها ښار په سلطان بن عبدالعزیز فوټبال لوبغالي کې د اسټرالیا د فوټبال د ۲۰ کلنو لوبډلې په وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته کیږي.

د افغانستان فوټبال له شل کلنو کم عمره ملي لوبډلې لوبغاړي او روزونکي وايي، د اسټرالیا لوبډلې په وړاندې یې چمتوالی نیولی او هڅه کوي، چې د اسټرالیا په وړاندې لوبه وګټي او دیادو سیالیو دویم پړاو ته لاره ومومي.

د افغانستان فوټبال د شل کلنو کم عمره ملي لوبدلې د جمعې په ورځ د وږي په ۳۱مه نېټه خپله لومړنۍ لوبه له (مکاو) څخه په یوه ګول وګټله.

دغه سیالۍ د وږي میاشتې په ۳۱مه نېټه پیل شوې او د تلې میاشتې تر اتمې نېټې به دوام وکړي.

د اسیا جام غوراوي سیالیو په لومړي پړاو کې افغانستان له سعودي عربستان، فلسطین، اسټرالیا او مکاو سره لوبیږي.

افغان کرېکټ ملي لوبډله نن د سوېلي افریقا پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو درېیمه لوبه کوي

۱ تله ۱۴۰۳ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۶:۵۱ GMT+۱

د افغانستان په کوربه‌توب له سوېلي افریقا سره د درېیو یو ورځنیو لوبو لړۍ دوه لوبې شوې چې دواړه افغانستان ګټلې او نن یې درېیمه لوبه کیږي. د دغې دریمې لوبې ګټل یا بایلل د یو ورځنیو لوبو د لوبلړۍ جام پر ګټلو هیڅ اغېزه نه لري.

دغه لوبه نن د کابل پر وخت د مازدیګر په څلورنیمو بجو پیلیږي.

د افغانستان او سوېلي افریقا ترمنځ د یو ورځینو لوبو تاریخي لړۍ جام د افغانستان ملي لوبډلې په خپل نوم کړی دی.

افغانستان په خپل کوربه‌توب په شارجه نړۍوال لوبغالي کې دوه مخکینۍ لوبې به لوی توپير له سیالۍ لوبډلې څخه ګټلي دي.

د یو ورځنیو لوبو لړۍ درېیمه او ورستۍ لوبه نن یکشنبې د (تلې په لومړۍ) نېټه په شارجه نړۍوال کرېکټ لوبغالي کې ترسره کیږي.

د افغانستان او سوېلي افریقا د ملي لوبډلو ترمنځ دا لومړنۍ لوبلړۍ وه چې نن یې وروستۍسیالي تر سره کیږي.

د سوېلي افریقا لوبډله چې په نړۍ کې د کرېکټ له پنځو غوره لوبډلو څخه شمېرل کیږي چې،د افغانستان د ملي لوبډلې له لوريله دوو پرله‌پسېماتې ورکولو وروسته د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله په نړۍواله کچه وستایل شوه.

د افغانستان فوټسال لوبډله له اوکراین سره برخلیک ټاکونکې لوبه لري

۳۱ وږی ۱۴۰۳ - ۲۱ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۳:۰۹ GMT+۱

د فوټسال نړيوال جام کې افغان لوبډله نن د کابل پر مهال ماښام ۷ نمې بجې له اوکراین سره برخلیک ټاکونکې سيالي لري. د دغې سيالۍ ګټل د دواړو لوبډلو لپاره ځکه مهم دي، چې دواړو یوه لوبه مساوي کړې او یوه يې بايللې ده.

افغانستان په خپله لومړۍ لوبه کې انګولا ته ۶ پر ۴ ماتې ورکړه او په دويمه لوبه کې يې له ارجنټاين ه ۲ پر يو ماتې وخوړه

اوکراین بیا انګولا ته ۷ پر ۲ ماتې ورکړه او له ارجنټاين یې ۷ پر يو ماتې خوړلې وه.

ارجنټاين د ګروپ په سر کې او د ګولونو په توپير بیا افغانستان په دويم او اوکراين په دريم ځای کې قرار لري.

افغان لوبډله به د نن د سيالۍ پرمهال په ګټلو او يا مساويتوب سره د سیاليو بل پړاو ته لاره پيدا کړي.

د فوټسال په نړیواله درجه بندي کي اوکراین دوولسم او افغانستان اته څلوېښتم ځای لري.

اوکراین د پياوړو لوبډلو څخه شمېره کېږي.

په ۱۹۹۶ کال کې اوکراین په دې نړيوال جام کې تر څلورم مقام ځان رسولی و.

اوکراین شپږ ځله په نړیوال جام کې ګډون کړی او په دې برخه کې تر افغانستان ډېره تجربه لري.

افغانستان په لومړي ځل په دې سیالیو کې برخه اخيستې.