• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په پاکستان کې بد امنیتي حالت؛ سږ کال په خیبرپښتونخوا کې ۳۳۷ تنه وژل شوي

۹ تله ۱۴۰۳ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۵:۴۷ GMT+۱

د پاکستان ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې د دوشنبه په ورځ راپور ورکړی، چې په روان میلادي کال کې یوازې په خیبرپښتونخوا ایالت کې ۳۳۷ تنه پوځي او ولسي وګړي د ترهګریزو بریدونو په پایله کې وژل شوي دي.

د ورځپاڼې د راپور له مخې، چې په یاده موده کې ۶۱۶ تنه په دغه ایالت ټپیان شوي هم دي.

د ایکسپریس ټریبیون د راپور له مخې، د نا امنیو ترڅنګ په خیبرپښتونخوا ایالت کې د تښتونو او باج اخیستلو شمېر هم ډير شوی دی.

ویل کیږي، چې په روان میلادي کال کې د تښتونو او باج اخیستلو ۹۸ پېښې هم شوې دي.

دغې ورځپاڼې د امنیتي چارواکو په حواله ویلي، چې د ټانک، لکي مروت، بنو، ډېره اسماعیل خان، شمالي او سوېلي وزیرستان کې سیمو کې د امنیتي ځواکونو فعالیت یوازې د دوی تر امنیتي پوستو پاتې دی.

ایکسپریس ټریبیون لیکلي، چې له مازدیګر وروسته له امنیتي پوستې بهر او په پوځي جامو کې ګرځېدل له جدي ګواښونو څخه ګڼل کیږي.

دغې پاکستاني رسنۍ لیکلي، چې په دې وروستیو کې د خیبرپښتونخوا په ایالت کې د باج اخیستلو لپاره تښتونې، د بانکونو د پيسو د لیږد پر موټرونو بریدونه، د موسسو د کارکوونکو او حکومتي کسانو تښتول، د مرستندویه بنسټونو پر کارکوونکو بریدونه او د پولیسو هدفي وژنې په یو عادي کار بدل شوي دي.

د ټریبیون په وینا، په خیبرپښتونخوا ایالت کې د ترهګریزو بریدونو ډیروالي او باج اخیستنو اقتصاد کمزوری کړی او له دغه ایالت څخه د پانګې د ایستلو لامل شوی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د ایران په سیستان او بلوچستان کې درې امنیتي عسکر وژل شوي دي

۹ تله ۱۴۰۳ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۴:۲۹ GMT+۱

په څلورو بېلابېلو امنیتي پېښو کې د ایران درې امنیتي عسکر وژل شوي دي. د ایرنا خبري اژانس د دوشنبې په ورځ د ایران په سرحد کې د ماککي هیرمند په سیمه کې د وسله والو کسانو سره په جګړه کې د یوه ایراني عسکر د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د دغه راپور له مخې، د سیستان او بلوچستان د راسک په ښار کې د وسله والو کسانو او ایراني سرحدي ځواکونو ترمنځ په جګړه کې یو بل امنیتي کس وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

د راپور د معلوماتو له مخې، په درېیمه پېښه کې چې د سیستان او بلوچستان په خاش ښار کې رامنځته شوېیو امنیتي عسکر د وسله والو له‌خوا وژل شوی دی.

په ورته وخت کې، د سیستان او بلوچستان په ایرانشهر کې د ایراني پولیسو پر یوه پوسته د ډزو په پایله کې لږ ترلږه یو ایرانی عسکر ټپي شوی.

تر دې دمه، هیڅ یوه کس یا ډلې د دغو ځنځیرې بریدونو مسوولیت نه دی منلی.

انځوریز راپور: د امریکا هیلین توپان له امله لږ تر لږه ۶۰ کسان مړه شوي دي

۸ تله ۱۴۰۳ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۴، ۲۰:۱۶ GMT+۱

د متحده ایالاتو سویل ختیځ ایالتونو د یکشنبې په ورځ وروسته له هغه د سیمو د پاکولو او بیارغونې پراخې هڅې پیل کړې، چې د هیلین توپان د ملیونونو کسانو برېښنا پرې کړه، سړکونه او پلونه یې ویجاړ کړل او له فلوریډا څخه تر ویرجینیا پورې د ویجاړونکي سېلاب لامل شو.

په دغه انځوریز راپور کې په توپان ځپلو سیمې کې پراخ ویجاړی لیدل کیږي.

100%

په سویلي کارولینا، فلوریډا، جورجیا، شمالي کارولینا او ویرجینیا کې د دولتي او سیمه ییزو چارواکو په وینا؛ توپان لږ تر لږه ۶۰ کسان مړه کړي دي. چارواکي ویره لري چې په یو شمیر ایالتونو کې به لا نور جسدونه وموندل شي.

100%

د توپان له امله اوښتی زیان اټکل کیږي، چې له ۱۵ میلیارده ډالرو څخه تر ۱۰۰ میلیارده ډالرو پورې وي. د اوښتو زیانونو د ارزونې چارې روانې دي او ډیر ژر به کره شمیرې معلومې شي.

100%

د فدرالي اضطراري وضعیت د مدیریت ادارې مشر ډین کریسویل د یکشنبې په ورځ وویل، چې د اوبو شبکو، مخابراتو شبکو او مهم ترانسپورتي لارو ته د پام وړ زیان اوښتی دی.

100%

ښاغلي کریسویل وویل، چې د متحده ایالاتو حکومت د ناورین سره د مقابلې لپاره کافي سرچینې لري؛ خو د ویجاړیو بیارغونه به ستونزمنه وي.

100%

هغه وویل، د څښلو اوبه اغیزمنو سیمو ته لیږل شوي او د اردو د انجینرانو قول اردو به د یکشنبې په ورځ د اوبو سیسټمونو ته د زیانونو ارزونه پیل کړي ترڅو اغیزمنو سیمو ته د څښلو اوبو په بیرته راستنیدو کې مرسته وکړي.

100%

کریسویل وویل: "د اغیزمنو سیمو بیارغونه پیچلې کیدی شي. د دغو پنځو ایالتونه بیارغونه به اسانه نه وي."

100%

د متحده ایالاتو د انرژۍ وزارت یو چارواکي وویل، چې د یکشنبې په ورځ شاوخوا ۲.۷ میلیون پیرودونکي له بریښنا څخه بې برخې پاتې شوي.

100%

د فلوریډا والي وايي، چې په دغه ایالت کې ټول ۱۱ کسان مړه شوي او دا چې د توپان د ویجاړي کچه د نورو کلونو په پرتله پراخه ده.

100%

په مکسیکو کې د جان توپان له امله لږ تر لږه ۲۲ تنه مړه شوي دي

۸ تله ۱۴۰۳ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۹:۳۴ GMT+۱

د مکسیکو په سویل لویدیځ کې د سیمې اوسېدونکو ویلي، چې د جان توپان له امله رامنځته شوي مرګونو سېلابونو او د ځمکې ښوېیدنې له امله ۲۲ کسان مړه شوي دي.

د ځایی رسنیو په وینا؛ د مکسیکو یو تر ټولو ډېر ځپل شوی او بې وزله ایالت ګیریرو کې ۱۸ کسان مړه شوي، چې ډېری یې د خټو د ښوېیدو له امله په ویجاړو شویو کورونو کې بند پاتي شوي وو. ځایی رسنیو په اوکساکا کې د درېیو مړینو راپور ورکړی دی.

د ګیریرو ایالت والي ایولین سالګاډو ویلي، چې د کښتۍ، جیټسکي او هلیکوپټرو په واسطه د ژغورنې عملیات روان دي او اوسېدونکي له اغېزمنو سیمو راوباسي.

سالګاډو وویل، چې هوایي ډګر چارې بېرته پیل شوې دي.

د جان د توپان له امله د سیمې خلکو ته په میلیاردونو ډالرو زیانونه اوښتي دي.

100%

د اسپانیا ټاپوګانو ته نږدې د کښتۍ د ډوبېدو پېښه کې لسګونه کسان لادرکه شوي او ۹ تنه مړه دي

۸ تله ۱۴۰۳ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۹:۲۳ GMT+۱

اسپانیايي چارواکو د یکشنبې په ورځ وویل، چې د اسپانیا د ایل هیرو ټاپو ته نږدې د کښتۍ د ډوبېدو له امله د لادرکه شویو ۴۸ کډوالو د موندلو هیلې په کمېدو دي. له افریقا څخه کانري ټاپوګانو ته د تېرېدو په ۳۰ کلن تاریخ کې دغه پېښته تر ټولو خونړۍ بلل شوې ده.

د بېړنیو حالاتو او ژغورونکو ډلو په وینا؛ د کښتۍ د ډوبېدو په دغه پېښه کې نهه کسان، چې یو یې ماشوم دی، مړه شوي دي.

ژغورونکي توانیدلي، چې د شنبې په ورځ د ۸۴ کډوالو څخه ۲۷ کسان وژغوري چې هڅه یې کوله د اسپانیا ساحل ته ورسیږي.

د اسپانیا د ساحل ساتونکو یو ویاند وویل، درې د ګزمې کښتۍ او درې چورلکې د یکشنبې په ورځ د لادرکه شوو کټوالو د لټون په عملیاتو کې بوخت دي.

د کانري ټاپو د حکومت یوې ویاندې د یکشنبې په ورځ رویټرز خبري اژانس ته وویل: "له بده مرغه مونږ خوشبینه نه یو. لټون دوام لري؛ خو داسې ښکاري چې د لادرکه شوو کسانو د موندلو چانس کم دی."

هسپانوي چارواکو ویلي، چې دغه کډوال د مالي، موریتانیا او سینیګال اوسېدونکي وو.

د اروپایی ټولنې د سرحدی ادارې د معلوماتو له مخې؛ د جنورۍ څخه تر جولای پورې د لویدیځې افریقا څخه کانري ټاپوګانو ته د تلونکو کډوالو شمیر۱۵۴٪ ډیر شوی.

د ۲۰۲۴ کال په لومړیو اوو میاشتو کې په دغه لاره د تلونکو کډوالو شمېر ۲۱ زره ۶۲۰ کسانو ته رسیدلی دی.

د ترکیې څخه یونان ته د تېرېدونکو کډوالو کچه ۵۷٪ او د انګلیسي چینل څخه انګلستان ته د تیریدونکو کډوالو شمیره ۲۲٪ لوړه شوې ده.

په مړه شویو کسانو کې ماشومان هم شامل دی چې عمرونه یې د ۱۲-۱۵ ترمنځ دي.

له دغې پیښې وروسته درې نورې کښتۍ د شپې په جریان کې کانري ټاپو ته ورسیدې چې ۲۰۸ مهاجر پکې سپاره وو.

اصف درانی: طالبانو راته ویل چې افغانستان کې ټي ټي پي شته خو موږ یې د کنټرول هڅه کوو

۸ تله ۱۴۰۳ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۸:۵۳ GMT+۱

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په ځانګړې مرکې کې ویلي، چې له طالبانو سره په مذاکراتو کې ورته دغې ډلې دا منلې، چې ټي ټي پي شته خو دوی به یې مدیریت کړي.

ښاغلي دراني په سپړنه خپرونه کې وویل، چې طالبانو ورته ویلي وو، چې ټي ټي پي به د افغانستان مرکزي ولایاتو ته لېږدوي او د ټي ټي پي د نه موجودیت خبره یې کله هم نه ده کړې.

نوموړی زیاتوي، چې طالبانو ترې د امکاناتو غوښتنه هم کړې وه او له دغې ډلې یې هیله کړې، چې بې ثبوته خبرې ونه کړي.

اصف درانی وايي، چې د ټي ټي پي نیم غړي په پاکستان او نېږدې شپږ زره غړي په افغانستان کې دي، چې مشران یې په کابل کې اوسیږي.

هغه د خوست د ولایت یادونه هم وکړه، چې د ټي ټي پي یو شمېر سرتېري په خوست او یو شمېر سرحدي سیمو کې اوسیږي.

هغه پر طالبانو غږ وکړ، چې ټي ټي پي دې پاکستان ته وسپاري، چې دوی ورسره د خپل قانون مطابق چلند وکړي.

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي زیاته کړه، چې طالبان په ډېپلوماسۍ نه پوهیږي؛ ځکه خو ډېپلوماتیکو نورمونو ته درناوی نه لري.

د دراني په خبره، چې څو ځله یې په خپلو مجالسو کې له طالبانو څخه د نجونو د ښوونځیو د خلاصون غوښتنه کړې وه؛ خو طالبانو ورته ویلي وو، چې دوی غواړي خپل حکومت لومړی تنظیم کړي او بیا به ښوونځي خلاص کړي.

هغه پر طالبانو نیوکه وکړه، چې دوی نړۍ ته د اسلام نادرست تصویر وړاندې کوي او په نړۍ کې د اسلام نوم خدشه دار کوي.

د یادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ را په دېخوا په پاکستان کې ټي ټي پي ډلې خپل بریدونه پراخ کړي دي.

پاکستان په وار - وار په دغه هېواد کې د ناامنیو تر شا د افغان طالبانو ملاتړ یاد کړی؛ خو طالبانو بیا دا ادعا رد کړې ده.