عراقي ډله: که واشنګټن د اسراییل ملاټړ وکړي، په عراق کې به د امریکا اډې په نښه کړي
یوې عراقي ډلې ویلي، که امریکا پرېکړه وکړي، چې پر ایران د اسراییل برید کې د دغه هېواد ملاتړ وکړي، په عراق کې به د امریکا اډې په نښه کړي.
یوې عراقي ډلې ویلي، که امریکا پرېکړه وکړي، چې پر ایران د اسراییل برید کې د دغه هېواد ملاتړ وکړي، په عراق کې به د امریکا اډې په نښه کړي.
د عراق د مقاومت د همغږۍ کمېټې پر ټېلېګرام په یوه بیان کې ویلي، که امریکا د ایران له خوا پر اسراییل د بالستیک توغندیو د توغولو په ځواب کې د عراق له هوایي حریم څخه کار واخلي؛ نو د دغه هېواد اډې به په نښه کړي.
دغې ډلې وویل: «که امریکا د ایران پر ضد په هر ډول دښمنانه اقدام کې لاسوهنه وکړي او یا هم صهیونیسټي دښمن د عراق له هوايي حریم څخه د بمباریو د ترسره کولو لپاره کار واخلي؛ نو په عراق او سیمه کې به د امریکا ټولې اډې او ګټې زموږ هدف وي.»


مشهور دیني عالم ډاکټر ذاکر نایک وایي، چې مسلمان هېوادونه باید د فلسطین په مساله کې د ناټو په څېر یو اتحاد جوړ کړي. ناټو ۳۲ غړي هېوادونه لري که پر یو هېواد برید وشي، پر ټولو هېوادونو برید ګڼل کیږي.
ذاکر نایک دا څرګندونې د سې شنبې په ورځ (د تلې ۱۰مه) په اسلام اباد کې له پاکستاني خبریالانو سره د فلسطین د وضعیت په اړه د اسلامي نړۍ د کړنو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وکړې.
ذاکر نایک وویل، چې ۵۷ اسلامي هېوادونه باید د ناټو د اصولو پر بنسټ یو اتحاد جوړ کړي.
هغه زیاته کړه، چې په دې توګه به مسلمان هېوادونه نور هم پياوړي شي؛ خو له بده مرغه مسلمانان د وېشلو ښکار دي.
نوموړي وویل: "مسلمانان باید د فلسطین په مساله لږ تر لږه دعا کولی شي او د دې لپاره تر ټولو ښه وخت د تهجد وخت دی. له دې پرته موږ ته پکار ده چې په ټولنیزو رسنیو هم په دې اړه پوهاوی خپور کړو. موږ باید سوله ییز لاریون وکړو، لاریون ډېر اغېزمن دی."
ذاکر نایک زیاته کړه، چې مسلمانان باید د اسراییل له تولیداتو سره پرېکون وکړي او باید په انفرادي ډول له فلسطینیانو سره هر څومره مالي مرسته چې کولی شي، ویې کړي.
هغه ویلي دي، چې مسلمانان باید د عدالت په نړۍواله محکمه کې د اسراییل خلاف دوسیې ثبت کړي.
نوموړي دا هم ویلي، چې مسلمانې رسنۍ باید د فلسطین په اړه خپل غږ پورته کړي.
د غزې له جګړې وروسته په منځني ختیځ کې کړکېچ پراخ شوی، اسراییل پر لبنان ځمکنی برید کړی او تازه پر اسراییل ایران د بالستیک توغندیو برید وکړ.

یوې لویدیځې سرچینې اکسیوس ته ویلي، چې ښايي ایران پر اسراییل باندې د چټک بالستیک توغندیو سره برید وکړي، نه د ډرون یا کروز توغندیو سره چې د دفاع چمتو کولو او مداخلې لپاره د اوږد وخت ته اړتیا لري. دا توغندي کولای شي په ۱۲ دقیقو کې اسراییل ته ورسېږي.
یوه جګپوړي اسراییلي چارواکي هم دې رسنۍ ته ویلي، چې وروستي معلومات ښيي چې دا برید به په «راتلونکو څو ساعتونو کې» ترسره شي.
چارواکي زیاته کړه، چې د متحده ایالاتو خبرداری په سیمه ییز وخت د غرمې شاوخوا ۱۲ خپور شو.
رویټرز د سپینې ماڼۍ د یوه جګپوړي چارواکي له خولې ویلي، هېواد یې داسې نښې لري چې ایران د بالسټیک توغندیو د برید لپاره چمتووالی نیسي.

په نږدې ختیځ کې د فلسطیني کډولو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې او کار اداره وایي، د راپورونو له مخې په لبنان کې د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې ۱۶۴۰ کسان وژل شوي، چې یوازې د ۲۰۲۴ کال په سپټمبر کې ۱۰۳۰ کسان وژل شوي دي.
په نږدې ختیځ کې د فلسطیني کډولو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې او کار ادارې د سې شنبې په ورځ (د تلې ۱۰مه) اېکس پاڼې لیکلي، چې ۳ سوه ۴۶ زره کسان بې ځایه شوي چې دغه شمېر د سپټمبر له شپږمې رهیسي ۶۴ سلنه زیات شوی دی.
دغه اداره وایي، په خپلو پناه ځایونو کې ۲ زره او ۳۳۲ بې ځایه شویو په شمول د فلسطیني، لبناني او سوریایي کډوالو ته اړینې مرستې چمتو کوي.
دغه اداره دا راپور په داسې حال کې خپروي، چې د اسراییل پوځ څو ورځې مخکې وویل، چې د جمعې په ورځ یې په بیروت کې د حزب الله مشر حسن نصرالله یې په یوه برید کې وژلی دی.
امریکايي رسنیو د دوشنبې په ماښام د لبنان په سویل کې د اسراییل د ځمکنیو عملیاتو د پیل خبر ور کړ.
د لبنان په سویل کې د ځمکنیو عملیاتو له پیل څو ساعته وروسته، د اسراییل پوځ په یوه بیانيه کې وویل، چې د لبنان په جنوبي سرحدي سیمه کې یې د حزب الله پر اهدافو «محدود او هدفي» بریدونه پیل کړي دي.
د رویټرز تازه راپور وایي، د لبنان حزب الله په یوه بیان کې ویلي، چې د تل ابیب په څنډو کې یې پر پوځي پوستو توغندي توغولي دي.
په يوه اونۍ کې په لبنان کې د اسراييل په بريدونو کې د حزب الله ۷جګپوړي قوماندانان او سياسي چارواکي وژل شوي.
د یکشنبې په ورځ د اسراییل د پوځ لوی درستيز هرزي هالوی دې شمېر ته په اشارې وويل: «حزب الله خپل سر له لاسه ورکړی او موږ باید د دغې ډلې په وړاندې خپلو درنو بريدونو ته دوام ورکړو.»

پاکستاني رسنيو خبر ورکړی، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين د خيبر پښتونخوا له مشر وزير علي امين ګنداپور سره ليدلې او د اکټوبر د ۱۱ مې نېټې جرګې ته یې بلنه ورکړې. رسنيو ويلي، چې دواړو خواو د امنیت او د سیمې په حالاتو خبرې کړې دي.
پاکستاني رسنيو د سې شنبې په ورځ ويلي، چې د منظور پښتن او وزير علي امين ګنداپور ترمنځ ليدنه په پېښور کې شوې ده.
په ناسته کې د اکټوبر ۱۱مې جرګې، د پښتونخوا د امنيت، د خلکو د ژوند او مال ساتلو او د حکومت د توپيري چلند په اړه خبرې شوي او او د ګنډاپور په جرګه کې د هر ډول ممکنه مرستې او استازولۍ ژمنه کړې.
پښتين ويلي، چې په بېلابېلو سیمو کې به قبایل خېمې دروي او د ټولو قومونو خلک به یو استازی ټاکي.
نوموړي دغه جرګه د مظلومو پښتنو يو غږ بللی دی.
پښتون ژغورنې غورځنګ د اکټوبر پر ۱۱مه په خيبر کې د «پښتنو قامي عدالت» په نوم لویه غونډه جوړوي.
پښتون ژغورنې غورځنګ ويلي، چې دغه جرګه به درې ورځي دوام وکړي او پر مهال به یې پښتانه په سيمه کې د روانې ناامنۍ، جبري لادرکيو او په پښتون مېشتو سيمو کې د طبيعي زېرمو او وسایلو د واک ستونزو په اړه پرېکړې وکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په لبنان، فلسطین، سوریه او یمن د اسراییل هوايي بریدونه غندلي دي؛ خو د حسن نصر الله پر وژل کېدو خاموشه دي. طالبانو په دې خپرپاڼه کې د پر لبنان د اسراییل ځمکني بریدونه هم غندلي دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن د سې شنبې په ورځ «د تلې ۱۰ مه» د یو خبرپاڼه کې د اسراییل له خوا د لبنان پر خاوره ځمکني برید یرغل یاد کړی او دا یې د ټولو منل شویو نړۍوالو اوصولو او اخلاقي موازینو خلاف کار بللی دی.
طالبانو په دې خبرپاڼه کې په فلسطین کې روانه جکړه نسل وژنه یاده کړې ده.
طالبانو همدراز پر لبنان او نور هېوادونو د اسراییل بریدونو د پراخېدلو په اړه د نړۍ جدي اقدام نه کول د توجیې وړ نه بولي.
طالبان له سیمه یزو او نړۍوالو مسوولو لوریو جدي غوښتنه کوي، چې د اسراییل د یرغل مخه ونیول شي او د مشکل د حل لپاره قاطع تصمیم ونیسي.
له تېرو څو ورځو راهيسې پر لبنان د اسراییل هوايي بریدونه دوام لري، چې په ترڅ کې يې سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د اسراییل د هوايي بریدونو په پایله کې د حسن نصرالله په ګډون د حزب الله جګپوړي مشران هم وژل شوي دي.
د حزب الله لنډمهاله مشر نعیم قاسم په خپله وینا کې ویلي وو: « د حسن نصرالله تر وژنې وروسته به هم زموږ عملیات دوام ولري»
هغه ویلي وو:« که اسراییل په لبنان کې ځمکني عملیات وکړي موږ یې دفاع ته چمتو یو.»