• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ډاکټر ذاکر نایک: مسلمان هېوادونه باید د فلسطین په مساله کې د ناټو په څېر یو اتحاد جوړ کړي

۱۰ تله ۱۴۰۳ - ۱ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۹:۲۰ GMT+۱

مشهور دیني عالم ډاکټر ذاکر نایک وایي، چې مسلمان هېوادونه باید د فلسطین په مساله کې د ناټو په څېر یو اتحاد جوړ کړي. ناټو ۳۲ غړي هېوادونه لري که پر یو هېواد برید وشي، پر ټولو هېوادونو برید ګڼل کیږي.

ذاکر نایک دا څرګندونې د سې شنبې په ورځ (د تلې ۱۰مه) په اسلام اباد کې له پاکستاني خبریالانو سره د فلسطین د وضعیت په اړه د اسلامي نړۍ د کړنو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وکړې.

ذاکر نایک وویل، چې ۵۷ اسلامي هېوادونه باید د ناټو د اصولو پر بنسټ یو اتحاد جوړ کړي.

هغه زیاته کړه، چې په دې توګه به مسلمان هېوادونه نور هم پياوړي شي؛ خو له بده مرغه مسلمانان د وېشلو ښکار دي.

نوموړي وویل: "مسلمانان باید د فلسطین په مساله لږ تر لږه دعا کولی شي او د دې لپاره تر ټولو ښه وخت د تهجد وخت دی. له دې پرته موږ ته پکار ده چې په ټولنیزو رسنیو هم په دې اړه پوهاوی خپور کړو. موږ باید سوله ییز لاریون وکړو، لاریون ډېر اغېزمن دی."

‌‌ذاکر نایک زیاته کړه، چې مسلمانان باید د اسراییل له تولیداتو سره پرېکون وکړي او باید په انفرادي ډول له فلسطینیانو سره هر څومره مالي مرسته چې کولی شي، ویې کړي.

هغه ویلي دي، چې مسلمانان باید د عدالت په نړۍواله محکمه کې د اسراییل خلاف دوسیې ثبت کړي.

نوموړي دا هم ویلي، چې مسلمانې رسنۍ باید د فلسطین په اړه خپل غږ پورته کړي.

د غزې له جګړې وروسته په منځني ختیځ کې کړکېچ پراخ شوی، اسراییل پر لبنان ځمکنی برید کړی او تازه پر اسراییل ایران د بالستیک توغندیو برید وکړ.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

طالبان د حسن نصرالله پر وژل کېدو خاموشه دي، خو په لبنان کې یې د اسراییل بریدونه وغندل

۱۰ تله ۱۴۰۳ - ۱ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۵:۳۹ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په لبنان، فلسطین، سوریه او یمن د اسراییل هوايي بریدونه غندلي دي؛ خو د حسن نصر الله پر وژل کېدو خاموشه دي. طالبانو په دې خپرپاڼه کې د پر لبنان د اسراییل ځمکني بریدونه هم غندلي دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن د سې شنبې په ورځ «د تلې ۱۰ مه» د یو خبرپاڼه کې د اسراییل له خوا د لبنان پر خاوره ځمکني برید یرغل یاد کړی او دا یې د ټولو منل شویو نړۍوالو اوصولو او اخلاقي موازینو خلاف کار بللی دی.

طالبانو په دې خبرپاڼه کې په فلسطین کې روانه جکړه نسل وژنه یاده کړې ده.

طالبانو همدراز پر لبنان او نور هېوادونو د اسراییل بریدونو د پراخېدلو په اړه د نړۍ جدي اقدام نه کول د توجیې وړ نه بولي.

طالبان له سیمه یزو او نړۍوالو مسوولو لوریو جدي غوښتنه کوي، چې د اسراییل د یرغل مخه ونیول شي او د مشکل د حل لپاره قاطع تصمیم ونیسي.

له تېرو څو ورځو راهيسې پر لبنان د اسراییل هوايي بریدونه دوام لري، چې په ترڅ کې يې سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د اسراییل د هوايي بریدونو په پایله کې د حسن نصرالله په ګډون د حزب الله جګپوړي مشران هم وژل شوي دي.
د حزب الله لنډمهاله مشر نعیم قاسم په خپله وینا کې ویلي وو: « د حسن نصرالله تر وژنې وروسته به هم زموږ عملیات دوام ولري»
هغه ویلي وو:« که اسراییل په لبنان کې ځمکني عملیات وکړي موږ یې دفاع ته چمتو یو.»

انځوریز راپور: زرګونه فلسطینیان په خان یونس کې خپلو ویجاړو شویو کورونو ته ستانه شوي

۹ تله ۱۴۰۳ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۴، ۲۱:۱۷ GMT+۱

د اسراییلي ځواکونو له بریدونو او حضور وروسته اوس د غزې د خان یونس سیمه نږدې ټوله ویجاړه شوې. د جګړې له امله د دغې سیمې بې ځایه شوي خلک اوس خپلو ویجاړو کورونو ته بېرته ستانه شوي دي.

100%

په زرګونو بې ځایه شوي فلسطینیان د سې شنبې په ورځ د غزې د سویلي ښار خان یونس په کنډوالو کې خپلو کورونو ته وروسته له هغه راستانه شول چې اسراییلي ځواکونو هلته د یوې اونۍ اوږد یرغل پای ته ورساوه، چې د دوی په وینا هدف یې د اسلامي وسله والې ډلې حماس د بیا تنظیمیدو مخنیوی و.

100%

فلسطینیان د غزې په سویل کې د خان یونس په سیمه کې د اسراییل ځواکونو له وتلو وروسته خپلو کورونو ته د بیرته راستنیدو په حال کې دي.

100%

100%

د غزې په سویل کې د خان یونس په سیمه کې یو فلسطینی پلار خپل ماشوم له ځانه سره وړي. فلسطینیان د خان یونس ختیځ سیمو ته وروسته له هغه د راستنېدو په حال کې دي چې اسراییلي ځواکونو دغه سیمه پریښې ده.‌

100%

تیر کال د اکټوبر پر اومه پر اسراییل د حماس له برید وروسته، اسراییلي ځواکونو پر غزې پراخ هوايي او ځمکني بریدونه پیل کړل، چې په پایله کې یې تر ۴۱ زرو ډیر کسان وژل شوي او شاوخوا دوه میلیونه کسان بې ځایه شوي دي.

پر اسراییل د حماس برید کې ۱۲۰۰ کسان وژل شوي وو.

100%

د اوکراین پوځ وايي، روسیې پر کییف د بې پېلوټه الوتکو بریدونه کړي دي

۹ تله ۱۴۰۳ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۹:۲۷ GMT+۱

د اوکراین پوځ وویل، چې روسیې د دوشنبې په سهار پر کییف د بې پیلوټه الوتکو پراخې څپې پر مټ برید کړی، چې د هوایي دفاعي سیسټم په بریالیتوب سره دغه برید په شا تمبولی. ویل کیږي، چې دغه برید پنځه ساعته دوام کړی دی.

عیني شاهدانو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې د اوکراین په پلازمېنه کې یې د څو چاودنو غږونه اوریدلي او د هوایي دفاعي سیسټم پر مټ یې په هوا کې د ډرون نسکورېدل لیدلي دي.

د کییف د پوځي ادارې مشر سرهي پاپکو پر ټېلېګرام خپور کړي پیغام کې ویلي، چې ټولې هغه بې پېلوټه الوتکې چې روسیې په کییف د برید لپاره لیږلې وې، د دفاعي سیسټمونو له خوا ویجاړ شوي دي.

هغه زياته کړه، چې د لومړنيو معلوماتو له مخې؛ په دې پېښه کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې. د کییف ښاروال ویتالي کلیتشکو وویل، چې د بې پیلوټه الوتکې ټوټې د استوګنې ودانیو ته څېرمه لویدلې دي.

د اوکراین هوايي ځواک د دوشنبې په ورځ وویل، چې د برید پر مهال یې له ۷۳ بې پیلوټه الوتکو څخه ۶۷ الوتکې او درې توغندي رانسکور کړي دي.

سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې برید د پلازمینې په شاوخوا سیمه کې جدي زیان نه دی رامنځته کړی؛ خو نسکورو شویو الوتکو په پنځو ولسواليو کې اورلګېدنه رامنځته کړې، خو مرګ ژوبله نه لري.

روسیې د سپتمبر په میاشت کې په کییف او اوکراین باندې څو ځله هوايي بریدونه کړي، چې د اوکراین د انرژۍ، پوځي او ټرانسپورټي زیربناوې یې په نښه کړي، چې په پایله کې په لسګونو ملکي وګړي وژل شوي دي.

نیپال کې مرګوني بارانونو او سېلابونو کې ۱۹۲ مړه شوي او حکومت اوښتي زیانونو ارزوي

۹ تله ۱۴۰۳ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۵۸ GMT+۱

نیپال د دوشنبې په ورځ د سختو بارانونو له امله د مرګونو سېلابونو او د ځمکې ښوېیدنې په پایله کې رامنځته شوي زیانونو ارزوي،‌ په داسې حال کې چې د اغېزمنو سیمو اوسېدونکي د کورونو پاکولو او له خټو څخه د خپلو پاتې وسایلو پر راویستلو بوخت دي.

د هند سره د نیپال پر پوله د دوه ورځو پرله پسې بارانونو په پایله کې لږ تر لږه ۱۹۲ کسان مړه شوي او ۳۲ لا تر اوسه لادرکه دي.

نیپالي چارواکو وویل، چې د بنګله دېش په شمالي سیمو کې چې د نیپال څخه د هند د خاورې د یوې نرۍ برخې په وسیله بیله شوې، د سختو بارانونو او د سېلابونو د راوتلو له امله له ۱۰۰ زرو څخه ډېر خلک بند پاتې دي.

100%

د کتمندو په دره کې چېرې چې څلور میلیونه خلک اوسیږي او د نیپال پلازمېنه ده، د ۵۶ کسانو مړینه تایید شوې ده.

دغې سیمې په وروستیو کلونو کې تر ټولو ناوړه ویجاړتیا لیدلې چیرې چې د سېلابونو له امله کورونه، روغتونونه، سړکونه، پلونه او بازارونه ویجاړ شوي دي.

100%

د کابینې یو لوړ پوړی وزیر او ویاند پرتوي سبا ګورنګ وویل، چې حکومت د زیانونو او د بیارغونې لګښت ارزوي.

د ښاري پلان جوړونې کارپوه سوریا راج اچاریا وویل، چې په کټمندو کې د ښاري پلان څخه بهر جوړ شویو کورونو او ودانیو د ویجاړي کچه پورته کړې ده.

100%

هغه وويل: "د سيندونو غاړې د خلکو له خوا د کورونو جوړولو لپاره غصب شوي؛ خو دغه کورونو کې د انجینرۍ اوصول په پام کې نه دي نیول شوي او نقشه یې له ښاري پلان سره برابره نه ده."

د ناټو سرمنشي: د پوتین اټومي خبرداری باید د ناټو له خوا د اوکراین ملاتړ ختم نه کړي

۹ تله ۱۴۰۳ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۳۷ GMT+۱

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د دوشنبې په ورځ په یوه مرکه کې رویټرز خبري اژانس ته وویل، چې د ناټو غړي باید اوکراین ته د ولادیمیر پوتین د "بې پروا اټومي خبرداریو" له امله د نورو پوځي مرستو له ورکولو ډډه ونه کړي.

سټولټنبرګ تېره اونۍ د پوتین هغه څرګندونو ته غبرګون وښود چې روسیه کولی شي پر دغه هېواد د توغندیزو بریدونو په غبرګون کې اټومي وسلې وکاروي.

پوتین دغه خبرداری په داسې حال کې ورکوي، چې متحده ایالات او متحدین یې په دې اړه غور کوي چې ایا اوکراین ته اجازه ورکړي، چې د روسیې په خاوره کې د لویدیځ له خوار ورکړل شوي توغندي وکاروي که نه.

کییف وايي، غواړي پر هغو اهدافو برید وکړي چې د روسیې د جګړې دوام سره مرسته کوي.

سټولټنبرګ چې د ناټو مشري له یوې لسیزې وروسته د سې شنبې په ورځ د هالنډ پخواني لومړي وزیر مارک روت ته سپاري، وايي: "هغه څه چې موږ لیدلي د اټومي وسلو د کارولو په اړه د روسیې بې پروا پرله پسې څرګندونې دي‌ او دا وروستۍ هغه هم د همدې دوامداره څرګندونو یوه برخه ده. "

سټولټنبرګ د بروکسل په څنډه کې د ناټو په مرکزي دفتر کې رویټرز ته وویل: "هر ځل چې موږ د نوي ډول وسلو، ټانکونو، اوږد واټن ویشتونکو توغندیو یا اف -۱۶ الوتکو په برابرولو سره خپل ملاتړ وښیو، روسیې هڅه کړې چې زموږ مخه ونیسي."

هغه وویل، چې ناټو د روسیې په اټومي دریځ کې کوم بدلون نه دی لیدلی.