• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

انځوریز راپور: زرګونه فلسطینیان په خان یونس کې خپلو ویجاړو شویو کورونو ته ستانه شوي

۹ تله ۱۴۰۳ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۴، ۲۱:۱۷ GMT+۱

د اسراییلي ځواکونو له بریدونو او حضور وروسته اوس د غزې د خان یونس سیمه نږدې ټوله ویجاړه شوې. د جګړې له امله د دغې سیمې بې ځایه شوي خلک اوس خپلو ویجاړو کورونو ته بېرته ستانه شوي دي.

100%

په زرګونو بې ځایه شوي فلسطینیان د سې شنبې په ورځ د غزې د سویلي ښار خان یونس په کنډوالو کې خپلو کورونو ته وروسته له هغه راستانه شول چې اسراییلي ځواکونو هلته د یوې اونۍ اوږد یرغل پای ته ورساوه، چې د دوی په وینا هدف یې د اسلامي وسله والې ډلې حماس د بیا تنظیمیدو مخنیوی و.

100%

فلسطینیان د غزې په سویل کې د خان یونس په سیمه کې د اسراییل ځواکونو له وتلو وروسته خپلو کورونو ته د بیرته راستنیدو په حال کې دي.

100%

100%

د غزې په سویل کې د خان یونس په سیمه کې یو فلسطینی پلار خپل ماشوم له ځانه سره وړي. فلسطینیان د خان یونس ختیځ سیمو ته وروسته له هغه د راستنېدو په حال کې دي چې اسراییلي ځواکونو دغه سیمه پریښې ده.‌

100%

تیر کال د اکټوبر پر اومه پر اسراییل د حماس له برید وروسته، اسراییلي ځواکونو پر غزې پراخ هوايي او ځمکني بریدونه پیل کړل، چې په پایله کې یې تر ۴۱ زرو ډیر کسان وژل شوي او شاوخوا دوه میلیونه کسان بې ځایه شوي دي.

پر اسراییل د حماس برید کې ۱۲۰۰ کسان وژل شوي وو.

100%

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د اوکراین پوځ وايي، روسیې پر کییف د بې پېلوټه الوتکو بریدونه کړي دي

۹ تله ۱۴۰۳ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۹:۲۷ GMT+۱

د اوکراین پوځ وویل، چې روسیې د دوشنبې په سهار پر کییف د بې پیلوټه الوتکو پراخې څپې پر مټ برید کړی، چې د هوایي دفاعي سیسټم په بریالیتوب سره دغه برید په شا تمبولی. ویل کیږي، چې دغه برید پنځه ساعته دوام کړی دی.

عیني شاهدانو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې د اوکراین په پلازمېنه کې یې د څو چاودنو غږونه اوریدلي او د هوایي دفاعي سیسټم پر مټ یې په هوا کې د ډرون نسکورېدل لیدلي دي.

د کییف د پوځي ادارې مشر سرهي پاپکو پر ټېلېګرام خپور کړي پیغام کې ویلي، چې ټولې هغه بې پېلوټه الوتکې چې روسیې په کییف د برید لپاره لیږلې وې، د دفاعي سیسټمونو له خوا ویجاړ شوي دي.

هغه زياته کړه، چې د لومړنيو معلوماتو له مخې؛ په دې پېښه کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې. د کییف ښاروال ویتالي کلیتشکو وویل، چې د بې پیلوټه الوتکې ټوټې د استوګنې ودانیو ته څېرمه لویدلې دي.

د اوکراین هوايي ځواک د دوشنبې په ورځ وویل، چې د برید پر مهال یې له ۷۳ بې پیلوټه الوتکو څخه ۶۷ الوتکې او درې توغندي رانسکور کړي دي.

سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې برید د پلازمینې په شاوخوا سیمه کې جدي زیان نه دی رامنځته کړی؛ خو نسکورو شویو الوتکو په پنځو ولسواليو کې اورلګېدنه رامنځته کړې، خو مرګ ژوبله نه لري.

روسیې د سپتمبر په میاشت کې په کییف او اوکراین باندې څو ځله هوايي بریدونه کړي، چې د اوکراین د انرژۍ، پوځي او ټرانسپورټي زیربناوې یې په نښه کړي، چې په پایله کې په لسګونو ملکي وګړي وژل شوي دي.

نیپال کې مرګوني بارانونو او سېلابونو کې ۱۹۲ مړه شوي او حکومت اوښتي زیانونو ارزوي

۹ تله ۱۴۰۳ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۵۸ GMT+۱

نیپال د دوشنبې په ورځ د سختو بارانونو له امله د مرګونو سېلابونو او د ځمکې ښوېیدنې په پایله کې رامنځته شوي زیانونو ارزوي،‌ په داسې حال کې چې د اغېزمنو سیمو اوسېدونکي د کورونو پاکولو او له خټو څخه د خپلو پاتې وسایلو پر راویستلو بوخت دي.

د هند سره د نیپال پر پوله د دوه ورځو پرله پسې بارانونو په پایله کې لږ تر لږه ۱۹۲ کسان مړه شوي او ۳۲ لا تر اوسه لادرکه دي.

نیپالي چارواکو وویل، چې د بنګله دېش په شمالي سیمو کې چې د نیپال څخه د هند د خاورې د یوې نرۍ برخې په وسیله بیله شوې، د سختو بارانونو او د سېلابونو د راوتلو له امله له ۱۰۰ زرو څخه ډېر خلک بند پاتې دي.

100%

د کتمندو په دره کې چېرې چې څلور میلیونه خلک اوسیږي او د نیپال پلازمېنه ده، د ۵۶ کسانو مړینه تایید شوې ده.

دغې سیمې په وروستیو کلونو کې تر ټولو ناوړه ویجاړتیا لیدلې چیرې چې د سېلابونو له امله کورونه، روغتونونه، سړکونه، پلونه او بازارونه ویجاړ شوي دي.

100%

د کابینې یو لوړ پوړی وزیر او ویاند پرتوي سبا ګورنګ وویل، چې حکومت د زیانونو او د بیارغونې لګښت ارزوي.

د ښاري پلان جوړونې کارپوه سوریا راج اچاریا وویل، چې په کټمندو کې د ښاري پلان څخه بهر جوړ شویو کورونو او ودانیو د ویجاړي کچه پورته کړې ده.

100%

هغه وويل: "د سيندونو غاړې د خلکو له خوا د کورونو جوړولو لپاره غصب شوي؛ خو دغه کورونو کې د انجینرۍ اوصول په پام کې نه دي نیول شوي او نقشه یې له ښاري پلان سره برابره نه ده."

د ناټو سرمنشي: د پوتین اټومي خبرداری باید د ناټو له خوا د اوکراین ملاتړ ختم نه کړي

۹ تله ۱۴۰۳ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۳۷ GMT+۱

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د دوشنبې په ورځ په یوه مرکه کې رویټرز خبري اژانس ته وویل، چې د ناټو غړي باید اوکراین ته د ولادیمیر پوتین د "بې پروا اټومي خبرداریو" له امله د نورو پوځي مرستو له ورکولو ډډه ونه کړي.

سټولټنبرګ تېره اونۍ د پوتین هغه څرګندونو ته غبرګون وښود چې روسیه کولی شي پر دغه هېواد د توغندیزو بریدونو په غبرګون کې اټومي وسلې وکاروي.

پوتین دغه خبرداری په داسې حال کې ورکوي، چې متحده ایالات او متحدین یې په دې اړه غور کوي چې ایا اوکراین ته اجازه ورکړي، چې د روسیې په خاوره کې د لویدیځ له خوار ورکړل شوي توغندي وکاروي که نه.

کییف وايي، غواړي پر هغو اهدافو برید وکړي چې د روسیې د جګړې دوام سره مرسته کوي.

سټولټنبرګ چې د ناټو مشري له یوې لسیزې وروسته د سې شنبې په ورځ د هالنډ پخواني لومړي وزیر مارک روت ته سپاري، وايي: "هغه څه چې موږ لیدلي د اټومي وسلو د کارولو په اړه د روسیې بې پروا پرله پسې څرګندونې دي‌ او دا وروستۍ هغه هم د همدې دوامداره څرګندونو یوه برخه ده. "

سټولټنبرګ د بروکسل په څنډه کې د ناټو په مرکزي دفتر کې رویټرز ته وویل: "هر ځل چې موږ د نوي ډول وسلو، ټانکونو، اوږد واټن ویشتونکو توغندیو یا اف -۱۶ الوتکو په برابرولو سره خپل ملاتړ وښیو، روسیې هڅه کړې چې زموږ مخه ونیسي."

هغه وویل، چې ناټو د روسیې په اټومي دریځ کې کوم بدلون نه دی لیدلی.

حزب الله وايي، په لبنان کې د اسراییل هر ډول ځمکني یرغل ته چمتو دي

۹ تله ۱۴۰۳ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۵:۳۱ GMT+۱

د حزب الله ډلې مرستیال نعیم قاسم د دوشنبې په ورځ په خپله لومړۍ وینا کې وویل، چې د حزب الله جنګیالي په لبنان باندې د اسراییل د هر ډول ځمکني برید سره د مقابلې لپاره چمتو دي. د حزب الله پخوانی مشر حسن نصرالله تېره اونۍ د اسراییل په یو هوايي برید کې وژل شوی و.

ښاغلي قاسم وویل، چې اسراییل به خپلو موخو ته ونه رسیږي.

هغه له یوه نامعلوم ځای څخه په یوه وینا کې وايي: «موږ به له هر ډول احتمال سره مقابله وکړو. که اسراییل د ځمکې له لارې لبنان ته د ننوتو پرېکړه وکړي، د مقاومت ځواکونه ځمکنۍ جګړې ته چمتو دي.»

هغه دا خبرې په داسې حال کې کولې چې په بیروت او د لبنان په نورو سمیو کې د اسراییل هوایي بریدونو دوام درلود.

د اسراییل بریدونه له دوو اونیو راهیسې دوام لري او د حزب الله یو شمېر قوماندانان یې له منځه وړي؛ خو د لبنان د حکومت په وینا دغو بریدونو شاوخوا ۱۰۰۰ لبنانیان هم وژلي او یو میلیون کسان یې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي دي.

100%

د نصرالله وژنه او تر هغه مخکې د پیجرونو چاودنه او د نورو لوړ پوړو قوماندانانو وژل کېدل، د دې ډلې لپاره تر ټولو لوی ګوزار بلل کیږي.

حزب الله ډله د ایران له خوا په ۱۹۸۲ کال کې د اسراییل سره د مبارزې لپاره جوړه شوې وه.

ایران دغه ډله د لبنان تر ټولو پیاوړی نظامي او سیاسي ځواک جوړ کړی و، چې په منځني ختیځ کې یې پراخ نفوذ درلود.

قاسم وویل: «مونږ به ژر تر ژره د خپل ګوند لپاره سرمنشي وټاکو او رهبري او پوستونه به په دایمي توګه ډک کړو.»

هغه وايي، چې د حزب الله جنګیالیو د اسراییل په خاوره کې تر ۱۵۰ کیلومتره پورې د راکټونو ویشتلو ته دوام ورکړی او د اسراییل د هر ډول احتمالي ځمکني یرغل سره مخ کېدو ته چمتو دي.

نوموړی وايي: "موږ به دا جګړه هغه ډول وګټو لکه څنګه مو چې د ۲۰۰۶ کال کې د اسراییلي دښمن په وړاندې جګړه ګټلې وه. "

اسراییل چې د غزې په جګړه کې یې د فلسطیني وسله والې ډلې حماس مشران هم وژلي، وايي، چې د خپلو بې ځایه شویو وګړو د بېرته راګرځولو لپاره به هر هغه څه وکړي، چې په توان کې یې لري.

د حزب الله د بریدونو له امله د اسراییل له شمالي پولو څخه یو شمېر خلک امنو سیمو ته ایستل شوي دي.

اسراییل د ځمکني یرغل خبره نه ده رد کړې او پوځیان یې د داسې یو پلان لپاره روزل شوي دي.

د اسراییل د دفاع وزیر یوف ګالانت خپلو سرتیرو ته وویل: "د نصرالله له منځه وړل یو مهم ګام دی، خو وروستی نه دی. د اسراییل په شمالي سیمو کورونو ته د خلکو د بیرته ستنېدو د یقیني کولو لپاره به موږ خپل ټول توان په کار واچوو."

په پاکستان کې بد امنیتي حالت؛ سږ کال په خیبرپښتونخوا کې ۳۳۷ تنه وژل شوي

۹ تله ۱۴۰۳ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۵:۴۷ GMT+۱

د پاکستان ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې د دوشنبه په ورځ راپور ورکړی، چې په روان میلادي کال کې یوازې په خیبرپښتونخوا ایالت کې ۳۳۷ تنه پوځي او ولسي وګړي د ترهګریزو بریدونو په پایله کې وژل شوي دي.

د ورځپاڼې د راپور له مخې، چې په یاده موده کې ۶۱۶ تنه په دغه ایالت ټپیان شوي هم دي.

د ایکسپریس ټریبیون د راپور له مخې، د نا امنیو ترڅنګ په خیبرپښتونخوا ایالت کې د تښتونو او باج اخیستلو شمېر هم ډير شوی دی.

ویل کیږي، چې په روان میلادي کال کې د تښتونو او باج اخیستلو ۹۸ پېښې هم شوې دي.

دغې ورځپاڼې د امنیتي چارواکو په حواله ویلي، چې د ټانک، لکي مروت، بنو، ډېره اسماعیل خان، شمالي او سوېلي وزیرستان کې سیمو کې د امنیتي ځواکونو فعالیت یوازې د دوی تر امنیتي پوستو پاتې دی.

ایکسپریس ټریبیون لیکلي، چې له مازدیګر وروسته له امنیتي پوستې بهر او په پوځي جامو کې ګرځېدل له جدي ګواښونو څخه ګڼل کیږي.

دغې پاکستاني رسنۍ لیکلي، چې په دې وروستیو کې د خیبرپښتونخوا په ایالت کې د باج اخیستلو لپاره تښتونې، د بانکونو د پيسو د لیږد پر موټرونو بریدونه، د موسسو د کارکوونکو او حکومتي کسانو تښتول، د مرستندویه بنسټونو پر کارکوونکو بریدونه او د پولیسو هدفي وژنې په یو عادي کار بدل شوي دي.

د ټریبیون په وینا، په خیبرپښتونخوا ایالت کې د ترهګریزو بریدونو ډیروالي او باج اخیستنو اقتصاد کمزوری کړی او له دغه ایالت څخه د پانګې د ایستلو لامل شوی.