• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان او روسيې د سوداګرۍ او پانګونې لومړنی فورم په مسکو کې پیل شو

۱۰ تله ۱۴۰۳ - ۱ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۲:۰۸ GMT+۱

د پاکستان د خصوصي سکټور وزير ويلي، چې دغه فورم د مسکو او اسلام اباد ترمنځ د نویو دوه اړخیزو اړیکو د پیل نښه ده. عبدالعلیم خان زياتوي، چې په سوداګريزه برخه کې پاکستان «د نړۍ له لویو بازارونو څخه شمېرل کېږي او بهرنۍ پانګونه پکې بشپړه خوندي ده.»

د پاکستان راډیو د ننني راپور له مخې، عبدالعلیم خان په مسکو کې د پاکستان او روسيې ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې دوه اړخيزو اړيکو ته په اشارې ويلي، چې پاکستان په سيمه کې د سوداګرۍ او پانګونې تر ټولو ازاد او خوندي سیسټم لري.

نوموړي ويلي، چې ټولي اقتصادي برخې يې د پانګونې لپاره پرانیستې دي.

په روسيه کې د پاکستان سفير محمد خالد جمالي بیا ويلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخيزه سوداګري یو ارب «میلیارد» ډالرو ته رسېدلې او دا د اقتصاد او سوداګريزو اړيکو زياتېدو ته د دواړو لورو لېوالتیا ښيي.

د جمالي په خبره، پاکستان مسکو ته د یو مهم او باوري سوداګريز شریک په سترګه ګوري او پاکستان له روسيې سره د اقتصادي اړيکو د لا پراختيا لپاره کار کولو ته سترګي په لار دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د روان کال د لمر وروستۍ تندر نيونه به د اکټوبر په دويمه او درېیمه شپه وي

۹ تله ۱۴۰۳ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۴۹ GMT+۱

د ستورپېژندنې د ادارې د معلوماتو له مخې؛ سږ کال به په افغانستان او پاکستان کې دویمه او وروستۍ لمر تندر نيونه به د اکټوبر مياشتي په دويمه او درېيمه وي.

همدا راز د پاکستان هوا پېژندنې اداره وايي، چې په همدې ورځو کې به لمر راختلی وي؛ خو په پاکستان کې به د لمر روښنايي نه ليدل کيږي.

د پاکستان هوا پوهنې ادارې د دوشنبې په ورځ رسنيو ته ويلي، چې لمريز خسوف به په جنوبي او شمالي امريکا او انټارکټیکا کې ولیدل شي.

د همدې ادرې د معلوماتو له مخې؛ د لمر تندر نيول به د پاکستان پر وخت د شپې په ۸ بجې او ۴۳ دقيقو شروع او د شپې په ۱۱ بجو او ۴۵ دقیقو به پای ته ورسيږي.

د پاکستان هوا پېژندنې اداره وايي، لمریز خسوف به د ماسپښین په ۲ بجو او ۴۷ دقیقو ختم شي.

په پاکستان کې بد امنیتي حالت؛ سږ کال په خیبرپښتونخوا کې ۳۳۷ تنه وژل شوي

۹ تله ۱۴۰۳ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۵:۴۷ GMT+۱

د پاکستان ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې د دوشنبه په ورځ راپور ورکړی، چې په روان میلادي کال کې یوازې په خیبرپښتونخوا ایالت کې ۳۳۷ تنه پوځي او ولسي وګړي د ترهګریزو بریدونو په پایله کې وژل شوي دي.

د ورځپاڼې د راپور له مخې، چې په یاده موده کې ۶۱۶ تنه په دغه ایالت ټپیان شوي هم دي.

د ایکسپریس ټریبیون د راپور له مخې، د نا امنیو ترڅنګ په خیبرپښتونخوا ایالت کې د تښتونو او باج اخیستلو شمېر هم ډير شوی دی.

ویل کیږي، چې په روان میلادي کال کې د تښتونو او باج اخیستلو ۹۸ پېښې هم شوې دي.

دغې ورځپاڼې د امنیتي چارواکو په حواله ویلي، چې د ټانک، لکي مروت، بنو، ډېره اسماعیل خان، شمالي او سوېلي وزیرستان کې سیمو کې د امنیتي ځواکونو فعالیت یوازې د دوی تر امنیتي پوستو پاتې دی.

ایکسپریس ټریبیون لیکلي، چې له مازدیګر وروسته له امنیتي پوستې بهر او په پوځي جامو کې ګرځېدل له جدي ګواښونو څخه ګڼل کیږي.

دغې پاکستاني رسنۍ لیکلي، چې په دې وروستیو کې د خیبرپښتونخوا په ایالت کې د باج اخیستلو لپاره تښتونې، د بانکونو د پيسو د لیږد پر موټرونو بریدونه، د موسسو د کارکوونکو او حکومتي کسانو تښتول، د مرستندویه بنسټونو پر کارکوونکو بریدونه او د پولیسو هدفي وژنې په یو عادي کار بدل شوي دي.

د ټریبیون په وینا، په خیبرپښتونخوا ایالت کې د ترهګریزو بریدونو ډیروالي او باج اخیستنو اقتصاد کمزوری کړی او له دغه ایالت څخه د پانګې د ایستلو لامل شوی.

اصف درانی: طالبانو راته ویل چې افغانستان کې ټي ټي پي شته خو موږ یې د کنټرول هڅه کوو

۸ تله ۱۴۰۳ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۸:۵۳ GMT+۱

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په ځانګړې مرکې کې ویلي، چې له طالبانو سره په مذاکراتو کې ورته دغې ډلې دا منلې، چې ټي ټي پي شته خو دوی به یې مدیریت کړي.

ښاغلي دراني په سپړنه خپرونه کې وویل، چې طالبانو ورته ویلي وو، چې ټي ټي پي به د افغانستان مرکزي ولایاتو ته لېږدوي او د ټي ټي پي د نه موجودیت خبره یې کله هم نه ده کړې.

نوموړی زیاتوي، چې طالبانو ترې د امکاناتو غوښتنه هم کړې وه او له دغې ډلې یې هیله کړې، چې بې ثبوته خبرې ونه کړي.

اصف درانی وايي، چې د ټي ټي پي نیم غړي په پاکستان او نېږدې شپږ زره غړي په افغانستان کې دي، چې مشران یې په کابل کې اوسیږي.

هغه د خوست د ولایت یادونه هم وکړه، چې د ټي ټي پي یو شمېر سرتېري په خوست او یو شمېر سرحدي سیمو کې اوسیږي.

هغه پر طالبانو غږ وکړ، چې ټي ټي پي دې پاکستان ته وسپاري، چې دوی ورسره د خپل قانون مطابق چلند وکړي.

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي زیاته کړه، چې طالبان په ډېپلوماسۍ نه پوهیږي؛ ځکه خو ډېپلوماتیکو نورمونو ته درناوی نه لري.

د دراني په خبره، چې څو ځله یې په خپلو مجالسو کې له طالبانو څخه د نجونو د ښوونځیو د خلاصون غوښتنه کړې وه؛ خو طالبانو ورته ویلي وو، چې دوی غواړي خپل حکومت لومړی تنظیم کړي او بیا به ښوونځي خلاص کړي.

هغه پر طالبانو نیوکه وکړه، چې دوی نړۍ ته د اسلام نادرست تصویر وړاندې کوي او په نړۍ کې د اسلام نوم خدشه دار کوي.

د یادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ را په دېخوا په پاکستان کې ټي ټي پي ډلې خپل بریدونه پراخ کړي دي.

پاکستان په وار - وار په دغه هېواد کې د ناامنیو تر شا د افغان طالبانو ملاتړ یاد کړی؛ خو طالبانو بیا دا ادعا رد کړې ده.

ګنډا پور: په پنجاب کې زموږ پر غړو مرمۍ وریږي د یوې مرمۍ ځواب به په لسو مرمیو ورکوو

۸ تله ۱۴۰۳ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۸:۵۰ GMT+۱

د خېبر پښتونخوا مشر وزیر علي امین ګنډاپور په رسمي توګه د انقلاب اعلان وکړ او په پنجاب ته په اشارې یې وویل، چې که څوک د یوې مرمۍ ډز وکړي؛ نو ځواب به یې پر لسو مرمیو ورکوي. په يو ويډيويي بيان کې علي امين ګنډاپور ویلي دي، چې زمونږ وقار تر پښو لاندې کیږي.

هغه وويل، چې نن یې د ګوند پر غړو مستقيم د ډزو له امله تر ٥٠ زيات کارکوونکي ټپيان شوي دي.

هغه زیاتوي؛ د پنجاب په حدودو کې په هرو درې کيلومترۍ کې پر موږ د مرمیو باران روان دى.

علي امین ګنډاپور وویل، چې له دې وروسته مه څوک ډزې وکړي، بیا به وویشتل شي.

هغه ویلي دي، چې د پښتونخوا خلک دې په قبایلو کې جرګې وکړي، ټول دې سره متحد شي.

علي امین ګنډاپور په دې ویډیوي پېغام کې وویل، چې نظامیان د ملت غږ نه شي کېدی او نه هم دوی د ولس رایو ته درناوی کوي.

هغه وویل: «نن زه د منظم انقلاب اعلان کوم، له انقلاب پرته بله حل لاره نه شته.»

علي امین ګنډاپور چې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند غړی دی او د دې ګوند بندي مشر عمران خان د خلاصون لپاره د لاهور په شمول ګڼو ښارونو کې لاریونونه شوي دي.

دغه ګوند له هغه په لاریونونو لاس پورې کړ، چې په وینا یې د پاکستان په تېرو ټاکنو کې پراخه درغلي شوې ده او همدراز ټینکار کوي چې عمران ته ددې هېواد نظامیانو تر څنګ د شهباز شریف په مشری حکومت ورته بېلابیلې دسیسې جوړوي.

په پاکستان کې د پولیو ۲۴مه پېښه ثبت شوې ده

۸ تله ۱۴۰۳ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۲۰ GMT+۱

پاکستاني چارواکو په حیدر اباد کې د پولیو یوې نوې پېښې د ثبت خبر ورکړی. دا په پاکستان کې په ۲۰۲۴ کال کې د پولیو ۲۴مه پېښه ده، چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله څلور برابره زیاتوالی ښيي.

د روغتیا په ملي انسټیټیوټ کې د پولیو د له منځه وړلو سیمه ییز لابراتوار تایید کړه، چې د ماشومانو د فلج يا پوليو وروستۍ قضیه د سند په حیدر اباد کې په یوه ۲۹ میاشتني هلک کې ليدل شوې.

په حیدر اباد کې یوه سیمه ییز چارواکي وویل، چې دغه ماشوم د وږې میاشتې په ۲۱ او ۲۹ د واکسیناسیون د کمپاین په ترڅ کې دوه ځله واکسین شوی و.

د راپورونو له مخې؛ د همدې کال له پیله تر اوسه په بلوچستان کې د پولیو ۱۵، په سند کې پنځه، په خیبر پښتونخوا کې دوې او په پنجاب او اسلام اباد کې یوه - یوه پېښه ثبت شوې ده.

پاکستان د روان کال تر پایه د پولیو د واکسین دوه نور کمپاینونه پلان کړي دي، چې د ماشومانو خونديتوب پیاوړی کړي.

د پاکستان ترڅنګ افغانستان هم نه دی توانېدلی، چې دغه ناروغي له منځه یوسي.

د پرله پسې ننګونو سره - سره طالبانو په دې وروستیو کې په افغانستان کې د پولیو واکسین کمپاین ځنډولی دی