په پاکستان کې معترضې مېرمنې: د جاوید کوهستاني د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتونکې یو

په پاکستان کې مېشتې د فانوس ازادي د ښځو غورځنک معترضو غړو ویلي، چې د طالبانو له بنده د جاوید کوهستاني د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتونکې دي.

په پاکستان کې مېشتې د فانوس ازادي د ښځو غورځنک معترضو غړو ویلي، چې د طالبانو له بنده د جاوید کوهستاني د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتونکې دي.
دغه غورځنګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د سیاسي چارو شنونکي جاوید کوهستاني د نیونې په تړاو چې کورنۍ یې له برخلیکه بې خبره ده اندېښمنې دي.
خبرپاڼه کې راغلي، چې ښاغلی کوهستاني د زړه ناروغي لري او د خپلې روغتیا لپاره دارو، درملو ته اړتیا لري.خبرپاڼه زیاتوي، چې د اړتیا وړ روغتیایي درملنې ته د نوموړي نه لاسرسی او په زندان کې غیرانساني وضعیت د هغه روغتیا ته به نه جبرانېدونکې پایلې ولري.د خبرپاڼې له مخې، دغه وضعیت نه یوازې له انساني حقونو سرغړونه ده؛ بلکې په افغانستان کې د بشري حقونو او د سیاسي بندیانو وضعیت ته د نه پاملرنې ښکارندویي کوي.دوی له نړۍوالې ټولنې، د بشري حقونو سازمانونو او له نړۍوالو بنسټونو غوښتنه کړې، چې دغې موضوع ته جدي پاملرنه وکړي او د ښاغلي کوهستاني د خوشې کېدو په برخه کې دې لازم ګامونه واخلي.


د پنجره امید د ښځو غورځنګ غړو په جرمني کې د مهره بارکزۍ او په پاکستان کې د دیانا دانشور د نه خوړو له اعتصاب څخه ملاتړ وکړ.
دغه غورځنګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې بارکزۍ له اتو ورځو راهیسې او اغلې دانشور له شپږو ورځو راهیسې د نه خوړو اعتصاب کړی او د دواړو روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ دی.
د خبرپاڼې له مخې، دغه فعاله افغانانې له ملګرو ملتونو، د بشري حقونو له ملاتړو بنسټونو، د بشري حقونو له غورځنګونو او د نړۍ له ټولو هېوادونو غواړي، چې د جنسیتي اپارتاید، د هزاره ګانو د نسل وژنې او په افغانستان کې د نرښځیانو حقونه په رسمیت وپېژني.
دوی دغه راز غواړي، پر طالبانو مالي مرستې بندې او بندیزونه پرې زیات شي.
د پنجره امید د ښځو غورځنګ د مهره بارکزۍ او دیانا دانشور له اعتصابه د ملاتړ تر څنګ دا هم وایي، چې دوی به تر هغه وخته خپل اعتصاب ته دوام ورکړي، چې غوښتنې یې نه وي منل شوې.
د یاد غورځنګ په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې دوی پر ټولو بشري اصولو باور لري او د دوی غوښتنې باید د نړۍوالو لهخوا ومنل شي.
تر دې وړاندې د افغانستان د بشري حقونو د ملاتړ کوونکو کمیټې هم ویلي و، چې د ښځو له برحقه، انساني او مشروع غوښتنو څخه باید درناوی، ملاتړ او ساتنه وشي.
دغې کمیټې همداراز د مهره بارکزۍ د روغتیایي وضعیت او د هغې د برحقه غوښتنو په اړه اندېښنه څرګنده کړې.
له دې سره، د معترضو مېرمنو یوې بلې ډلې بیا د دوو نرښځیانو مهره بارکزۍ او دیانا دانشور د ملاتړ په موخه ویلي، چې دوی دواړو د افغانستان د مېرمنو د حقونو او جنسیتي نابرابرۍ په غبرګون د نه خوړو اعتصاب کړی او دوی یې ملاتړ کوي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ څخه د درېیو کلونو په تېرېدو سره له دې چې د هزاره ګانو پر وړاندې تاوتریخوالی کم شوی نه دی؛ برعکس زیات شوی هم دی.
اوس د نړۍ په بېلابېلو برخو کې اعتراضونه او لاریونونه روان دي، چې د هزاره توکمو نسل وژنه او جنسیتي توپیر په رسمیت وپېژندل شي.

مولوي عبدالکبیر یوه ورځ وروسته له هغې چې د ایران استازي د طالبانو پر توپیري چلند نیوکې وکړې، د سې شنبې په ورځ په کابل کې د پنجشیر له خلکو سره په کتنه کې وویل چې دغې ډلې له «توپیر او تعصب پرته خپلې دروازې د ټولو خلکو په مخ پرانیستې دي.»
هغه پر متوازن پرمختګ ټینګار وکړ او د پنجشېر خلک یې وستایل چې د «پخواني شوروي پر وړاندې یې افغانستان کې ښه جهاد کړی.»
دغه څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي کاظمي قمي طالبان په بې عدالتۍ او ظلم تورن کړل او ویې ویل چې «د افغانستان اوسنی حکومت د یوه توکم، یوه مذهب، یوې ژبې او یوازې د نارینه و له لوري جوړ او د افغانستان د ټولنې لپاره ځواب ویونکی نه دی.»
د افغانستان لپاره د ایران د ځانګړي استازي کاظمي قمي دغو څرګندونو پراخ غبرګونونه را پارولي دي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال په خپله ایکس پاڼه په یوه غږیز فایل کې ویلي، چې د دوی په نظام کې تعصب ته ځای نه شته او ټول وګړي برابر حقونه لري.
طالبانو د پنجشیر د مشرانو او دیني عالمانو په حواله لیکلي چې دوی د طالبانو ملاتړ کوي او ویلي یې دي چې له «فتحې وروسته یې د بیت المال ټول توکي اسلامي امارت ته وسپارل.»
مولوي عبدالکبیر د پنجشیر له خلکو سره په خبرو کې تېره ورځ وویل: «د پخواني شوروي پر وړاندې ستاسو مجاهدینو جهاد ډېر ارزښتناک و او اسلامي امارت ته ارزښت لري.»
په دې کتنه کې مولوي عبدالکبیر د پنجشیر له خلکو سره داسې مهال ژمنې وکړې او ویې ویل چې د دوی په غوښتنو به تر غور کولو وروسته دغه غوښتنې له خپل مشر سره هم شریکې کړي، خو دا یې نه دي ویلي چې د پنجشیر خلکو له دوی څه غوښتنې کړې دي.
له مولوي کبیر سره په دې ناسته کې د طالبانو د استخباراتو مشر، د پوځ لوى درستيز، د سوداګرۍ وزير، د امربالمعروف وزير او د پنجشېر والي هم ګډون درلود. دوی هر یوه په خپل وار سره د خبرو پر مهال ویلي چې د پنجشېر د خلکو د ستونزو حل ته به لا زیاته پاملرنه وکړي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې تېره ورځ له ایران او پاکستانه ۳۱۹ کورنۍ راستنې شوې دي. بل خوا د طالبانو د کډوالو وزیر په ایران او پاکستان کې د کډوالو له اتشو سره په انلاین ناسته کې په یادو هېوادونو کې د افغان کډوالو د ستونزو په اړه خبرې کړې دي.
باختر اژانس پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې ۲۴ کورنۍ د ننګرهار له تورخم، ۳۲ د کندهار له سپین بولدک، ۱۲۱ کورنۍ د نیمروز له ورېښمو پله او ۱۴۲ کورنۍ د هرات د اسلام کلا له لارې هېواد ته راستنې کړل شوې دي.
د څه باندې یوه کال په تېرېدو طالبان نه دي توانیدلي، چې له ایران او پاکستان سره د افغان کډوالو ستونزو ته حل لاره ومومي.
دواړه ګاونډي هېوادونه نږدې هره ورځ سلګونه کورنۍ له خپلو هېوادونو باسي او افغانستان ته یې په جبري ډول ستنوي.
بل خوا د طالبانو د کډوالو وزارت د یوې خبرپانې په خپرولو سره ویلي، چې په پاکستان کې د اسلام اباد، پېښور، کوټې او په ایران کې د تهران، مشهد او ذاهدان د کډوالو اتشو سره یې انلاین ناسته کړې ده.
په خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې په یاده ناسته کې په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو په اړه خبرې شوې او د طالبانو د کډوالو وزیر ویلي، چې په دغو هېوادونو کې به افغان کډوالو ته د پاسپورټ او پېژندپاڼو د وېش په برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي.

د افغانستان د بشري حقونو د ملاتړ کوونکو کمیټه وایي، چې د ښځو له برحقه، انساني او مشروع غوښتنو څخه باید درناوی، ملاتړ او ساتنه وشي.
دغې کمیټې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د مهره بارکزۍ د روغتیایي وضعیت او د هغې د برحقه غوښتنو په اړه اندېښنه څرګنده کړې.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې اغلې بارکزۍ په زړورتیا د جنسیتي اپارتاید، د هزاره ټبرو د نسل وژنې او په افغانستان کې د نرښځیانو د حقونو په رسمیت پېژندلو غوښتنه کوي.
خبرپاڼه کې راغلي:« موږ د بشري حقونو په بنسټیزو اصولو باور لرو او د ټولنې د ټولو قشرونو حقونو ته په درناوي سره، له اغلې بارکزۍ او د هېواد د نورو ښځو له مشروع اعتراضونو او غوښتنو څخه خپل ملاتړ اعلانوو.»
خبرپاڼه وړاندې کاږي، چې د افغانستان د نرښځیانو ټولنه چې د خپلو طبیعي ځانګړتیاوو له امله د کلتوري، ټولنیز، کورني او ان قانوني تبعیض سره مخ شوې، تر اوسه پورې په افغانستان کې یې د بشپړ حق لرونکو وګړو په توګه نه ده پېژندل شوې او نه یې په ټولنه کې د ځان لپاره ځای موندلی دی.
خبرپاڼه زیاتوي:« په خواشینۍ سره، د دغې ټولنیزې ډلې لپاره د ځان وژنه، محرومیت او په څنډه کې د هغوی د پاتې کېدو ستونزه هغه لاملونه دي، چې دوی ترېنه کړېږي.»
د خبرپاڼې په وروستۍ برخه کې راغلي، د افغانستان د ښځو اعتراضونه او غوښتنې نه یوازې د هغوی د زړورتیا او فداکارۍ یادونه کوي چې د عدالت او بشري حقونو لپاره مبارزه کوي؛ بلکې د هغوی د خپلو حقونو او د دوی د ټولیزې دندې منعکس کوونکي هم دي.

د طالبانو د پاسپورټ عمومې اداره وايي، چې يوازې يې په تېرو دوو میاشتو کې په درېيو مرکزونو کې ۱۱۰ زره خلکو ته پاسپورټونه وېشلي دي. ډېری کسان وايي، چې د خراب اقتصادي حالت له کبله خلک له هېواده د تېښتي په حال کې دي.
د طالبانو د پاسپورټ عمومي ادارې ویاند عمري لوګري ويلي، چې د کابل په دارالامان، قلعه زمان او تنګي تره خيل سيمو کې يې په درې تازه جوړیو شویو مرکزونو کې ۱۱۰ زره افغانانو ته پاسپورټونه ورکړي.
دغه اداره زياتوي، چې د پاسپورټ اخيستلو په برخه کې د خلکو غوښتنه ډېره ده او دوی هڅه کوي، په دې برخه کې لا اسانتياوې رامنځته کړي.
د پاسپورټ اخیستونکو ډېره برخه هڅه کوي، چې له هېواد بهر د ژوند کولو لپاره ولاړ شي.
د دوی په خبره، چې په هېواد کې کمزوری اقتصادي وضعیت يې په ژوند کې بدلونه نه شي راوستلی.
د روان کال د زمري په نیمایي کې د کډوالو نړۍوال سازمان وویل، چې له ۲۰۲۰ کال راهیسې شاوخوا اته میلیونه افغانان له خپل هېواده وتلي دي.
دغه سازمان وايي، یو میلیون افغانانو په اروپايي هېوادونو کې پناه غوښتې او ۸۵ سلنه نور ګاونډیو هېوادونو ته تللي دي.
د دې ترڅنګ، د روان کال د وږي په ۱۲مه د کډوالو نړۍوال سازمان یو ځل بیا وویل، چې له یوې اونۍ څخه په کمه موده کې ۷۲ زره افغانان له هېواده وتلي دي.
د دغه سازمان د معلوماتو له مخې؛ په دې موده کې له افغانستان څخه د وتلو کسانو شمېر دغه هېواد ته د ننوتو په پرتله ۱۱ سلنه ډېر و.
اقتصادي ستونزې، پاکستان او ایران ته د کورنیو د لیدل او درملنه، د دغو افغانانو د وتلو لامل په ګوته شوي دي.