اسراییل د لویدیځې غاړې په طولکرم ښار برید کې د حماس د یو قوماندان په ګډون ۱۸ کسان وژلي

د لویدیځې غاړې په طولکرم ښار کې اسراییل پر یو کافي شاپ برید کړی او د حماس د وسله والې ډلې یو لوړ پوری سمیه ییز قوماندان او لږ تر لږه ۱۷ نور کسان یې وژلي دي.

د لویدیځې غاړې په طولکرم ښار کې اسراییل پر یو کافي شاپ برید کړی او د حماس د وسله والې ډلې یو لوړ پوری سمیه ییز قوماندان او لږ تر لږه ۱۷ نور کسان یې وژلي دي.
د طولکرم د نور شمس د کډوالو په کمپ کې، چې په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې یو له ګڼ میشته سیمو څخه ده، د کافي شاپ د ځمکې لاندې پوړ یې په بشپړه توګه ویجاړ شوی دی.
د کافي شاپ چت کې دوه سوري لیدل کیږي چیرې چې توغندي لګیدلي دي.
رویټرز خبرياژانس لیکي، چې په لویدیځه غاړه کې د اسراییل دغه هوایي برید په دې وروستیو کلونو کې تر ټولو لوی برید دی.
د کافې شاپ مالک نمر فیاض چې ورور یې په برید کې وژل شوی، وویل: «له ۲۰۰۲ کال راهیسې داسې د چاودنې غږ په دې سیمه کې نه و اوریدل شوی.»
هغه وویل: "توغندیو یوه ملکي ودانۍ په نښه کړه، د فلسطینیانو لپاره هېڅ ځای هم خوندي نه دی. فلسطینیان د ځان د دفاع حق لري.»
اسراییلي پوځ ویلي، چې په دغه برید کې د حماس د وسله والې ډلې مشر ضاحي یاسر عبدالرزاق اوفي د لویدیځې غاړې په شمال ختیځ کې وژل شوی دی.

د خيبر پښتونخوا سر وزير علي امين ګنډاپور ويلي، چې تر اوسه هیچا ورسره د لاريون د ځنډولو په اړه اړيکي نه دي ټینګ کړي. علي امين ګنډاپور وایي، چې په هر حال کې به دوی د اسلام اباد ډي چوک ته ځانونه رسوي.
د خېبر پښتونخوا د سر وزير په مشرۍ شوې غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د خيبر پښتونخوا له کاروان سره به له لويو لارو او سړکونو د کانټينرونو لرې کولو لپاره ماشینونه هم ورسره مله وي.
د دغه احتجاج لپاره اسلام اباد ته ټولې ورغلې لارې د کانټینرو په اېښودلو سره تړل شوې دي.

د تحريک انصاف لهخوا نن ډي چوک کې د احتجاجي مظاهرې د اعلان له امله د پلازمينې ګڼې لارې په کانټینرو بندې کړای شوې او هرې خواته یې د مخنیوي لپاره ډله، ډله پولیس ځای پر ځای شوي دي.
به ځینو برخو کې بیا ښوونیزې ادارې هم رخصت شوې دي.
له بل پلوه په اسلام اباد، راولپنډۍ او شاوخوا سیمو کې حکومت مخابراتي شبکې هم غیرفعاله کړې دي.
په اسلام اباد کې ګڼ استوګن د لارو د بندولو له امله په تنګ شوي او له ټولو اعتراض کوونکو او حکومتي چارواکو غوښتنه کوي، چې د دوی لپاره د لارو بندول د خلکو د ستونزو او لالهاندیو لامل کېږي.
دوی وایي، په کار ده چې د خلکو ستنونزې له پامه و نه غورځول شي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر د پاکستان حکومتي چارواکو، پولیسو او پوځیانو ته په یو پرانیستي لیک کې لیکلي، چې د اکتوبر د ۱۱مې جرګه د ټول پښتون ولس د امن، ټیکاو او عزت د برابرولو په موخه جوړېږي او د هیچا پر خلاف په کې پرېکړې او سازشونه نه شي کېدای.
منظور پښتین له ټولو امنیتي چارواکو غوښتي، چې د دغې جرګې د ګډوډولو پر ځای دې د هغې د امنیت خوندي کولو لپاره کار وکړي.
په دغه پرانیستي لیک کې راغلي، په دغه جرګه کې چې د اکټوبر په یوولسمه جوړېدونکې ده د ټولو سیمهییزو سازمانونو، سیاسي ګوندونو مشران، قومي مخور، سپین ږېري، د ځوانانو استازي او د پښتون قوم ټول هغه مخکښ خلک په کې برخه اخلي، چې دا مهال یې په سیمو کې د جګړې اورونه بل دي.
منظور پښتین په دغه سرخلاصي لیک کې د پښتنو د جرګو عظمت ته اشاره کړې او هغه یې د اساسي قانون په څېر با ارزښته بللې ده.
نوموړي په تېرو ورځو کې د جرګې په سمبالوونکو د پولیسو لهخوا شویو بریدونو ته په اشارې سره ویلي:« هر پښتون د جرګې په برم او عزت ښه خبر دی او هر پښتون ته له ماشومتوبه د جرګې د عزت او فیصلو په اړه پوهاوی ورکړل شوی؛ خو هغوی چې د دغې سترې جرګې برم ته په سپکه سترګه ګوري او د بل په اشاره د هغې د ګډوډولو هڅه کوي، د هغوی پښتو او ښشتونواله هم تر شک او پوښتنې لاندې راځي.»
ښاغلي پښتین د جرګې ګډوډول د هغو نیابتي او د هغه په خبره «ډالري جګړې» یوه برخه بللې، چې له کلونو راهیسې د پښتنو په سیمو کې روانه ده؛ خو نوموړي ډاډ څرګند کړی چې راتلونکې جرګه به په بشپړ بریالیتوب سره ترسره کېږي او په دې لار کې د هېڅ ډول خنډونو راولاړول پایله نه شي لرلای.
ښاغلي پښتین له ټولو امنیتي چارواکو غوښتي، چې: «ټول جرګهوال په یوه خوله د باعزته او له امن و امان څخه ډک ژوند غواړي او موږ نورو ټولو خلکو او قومونو ته هم د باثباته او له سکونه د ډک ژوند غوښتونکي یو، موږ شرپسنده نه یو. موږ له دغو ځواکونو هم غوښتنه کوو، چې نور پر پښتنو رحم وکړي او ظلمونه بند کړي.»
د لیک په یوه بله برخه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر ګوت څنډنه کړې او لیکلي یې دي:«که چېرته بیا هم واکمن نظام زموږ د سولهییزې جرګې پر وړاندې خنډونه جوړوي او موږ له خپلو حقه حقونو بې برخې کوي، که په راتلونکې کې زموږ د ځوانانو له غبرګون سره مخامخېږي؛ نو پړه به یې د دوی په خپله غاړه وي.»
د لیک په وروستۍ برخه کې له پاکستاني چارواکو او امنیتي ځواکونو غوښتل شوي، چې د کرکې پر ځای دې د مینې لاره غوره کړي.
نوموړي په ټولو پښتنو پولیسو غږ کړی چې :«نن سبا پنجابي مشران له دوی سره په ښکاره دوښمني کوي؛ خو دوی ته په کار ده چې د خپل قوم په خوا کې ودرېږي.»
د اکتوبر په ۱۱مه د پښتنو د سترې جرګې د رابللو خبره د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ غړي ګېلهمن وزیر د جنازې پر مهال یاده شوه.
له هغه مهاله بیا تر اوسه د دغه غورځنګ مشران کور په کور او کلي په کلي وګرځېدل او د پښتنو د دغې جرګې په جوړولو یې سلا مشورې وکړې؛ خو په تېرو دوو ورځو کې د جرګې پر سمبالوونکو د خیبر په سیمه کې د پولیسو لهخوا بریدونه وشول، خیمې ورته وسیځلې او ګڼ سامانونه یې ترې یوړل.
دا رنګه سر له نن سهاره حکومتي چارواکو د خیبر په سیمه کې پر انټرنېټ هم بندیز لګولی او د خیبر په ټولو سیمو کې نېټ کار نه کوي.
د منظور پښتین دغه پرانیستی لیک هم ښايي هغو پولیسو ته د یو پیغام د رسولو په مانا وي، چې غواړي دغه جرګه له ګډوډۍ سره مخامخه کړي.

د اوکراین ولسمشر وایي، ډېره مهمه ده چې له ژمي مخکې د هېواد هوایي دفاع پیاوړې او د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو برخه کې رېښتینی پرمختګ وشي.
ویلادیمیر زېلنسکي پر خپلې اېکس پاڼې د یوې ویډیو په خپرولو وویل: «موږ ګورو چې د اوکراین اسمان کې د امنیت کمښت ځانګړي لاملونه لري، چې اصلي لامل یې ناټو پولو ته نږدې او زموږ د ګاونډیو هېوادنو د مشترکې پرېکړې او دفاع لپاره د هڅو نه شتوالی دی.»
هغه زیاته کړه: «هغه څه چې د منځني ختیڅ په اسمان کې د اسراییل د دفاع لپاره مرسته کولی شي، هغه په اروپا کې هم مرسته کولی شي او په اوکراین کې ژوند ژغورلو کې مرسته کولی شي.»
زېلېنسکي وویل، چې په دې برخه کې ځانګړي تخنیکي حل لارې او خورا اغېزمن تاکتیکونه موجود دي.
هغه زیاته کړه، چې نن یې له مارک روټه سره په دې مسالو خبرې کړي: «موږ به خپلو ټولو شریکانو ته قناعت ورکړو چې د اغیزمن هوایي دفاع لپاره څه ته اړتیا ده.
د ناټو نوی عمومي منشي مارک روټه د خپل لومړي سفر په ترڅ کې د پنجشنبې په ورځ (د تلې ۱۲مه) اوکراین ته تللی.
ښاغلي روټه د خپل سفر په ترڅ کې له زېلېنسکي سره په ګډ خبري کنفرانس کې د اوکراین پر حق چې د خپل ځان د دفاع لپاره د اوږد واټنه بریدونو څخه کار واخلي، ټینګار کړی.
روټه په یاد کنفرانس کې زېلېنسکي ته وویل:«ناټو د اوکراین تر څنګ ولاړه ده. زما لومړیتوب او ویاړ دا دی چې دغه ملاتړ ته دوام ورکړم او له تاسو سره همکاري وکړم ترڅو ډاډه چې اوکراین یې وګټي.»
په دغه خبري کنفرانس کې ولادیمیر زېلېنسکي هم د روسیې د حملو د شاتګ لپاره د خپل هېواد د پرمختللو تجهیزاتو پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل: «له ځینو تجهیزاتو پرته موږ نشو کولای د روسیې مخه ونیسو.»

د کرسک سیمې والي وویل، چې روسي ځواکونو د پنجشنبې په ورځ د روسیې کورچاتوف ښارګوټي ته څېرمه د اوکراین یوه بې پیلوټه الوتکه نسکوره کړې؛ خو د کرسک اټومي بټۍ ته یې کوم زیان نه دی رسولی.
والي الیکسي سمیرنوف وویل، چې د بې پیلوټه الوتکې ټوټې په یوې ودانۍ کې د چاودنې لامل شوې خو دغه ودانۍ د اټومې بټۍ پورې اړوند نه ده.
په کرسک کې د اټومي بټۍ چلونکي، روزنرګواتوم وویل، چې اټومي تاسیسات د معمول په توګه کار کوي او د وړانګو کچه په نورمال حد کې پاتې ده.
د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت ویاند هیورهي تیخي دا رد کړه چې ګواکې اوکراین اټومي بټۍ کې یا د هغې نږدې سیمو کې وسلې په نښه کړي وي.
اوکرایني ځواکونه د اګست په شپږمه د روسیې کرسک سیمې ته په ناڅاپي ډول ننوتل او هلته ځینې سیمې ونیولې او له هغه وخت راهیسې د روسیې پوځ د هغوی د ویستلو هڅې کوي.
د ملګرو ملتونو د اټومي څار ادارې مشر رافیل گروسي د اګست په ۲۷ مه د اټومي بټۍ څخه لیدنه وکړه او ویې ویل، چې دغه بټۍ له جدي ګواښ سره مخامخ ده، ځکه چې هلته د محافظتي سیسټم شتون نه لري چې دغه بټۍ له توغندیو، بې پیلوټه الوتکو یا توغنیو څخه وساتي.

د امریکا ولسمشر جویایډن وایي، پر اسراییل د تهران د توغندیو د توغولو په غبرګون کې یې د ایران د تېلو پر تاسیساتو د اسراییل د احتمالي برید په اړه بحث کړی.
دا لنډ بحث وروسته له هغه ترسره شو چې په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو له بایډن څخه وپوښتل، چې ایا هغه د اسراییل ملاټړ کوي، چې د ایران د تېلو تاسیسات په نښه کړي.
دا بحث په داسې حال کې کیږي، چې ایران خبردارې ورکړی چې د اسراییل هر برید به «په نامتعارف» ډول ځواب سره مخ شي، چې په دې کې د اسراییل د زېربناو نښه کول هم شامل دي.
د بایډن له څرګندونو وروسته د تېلو بیه لوړه شوه.
تر دې مخکې، بایډن ویلي وو، چې تمه نه لري چې اسراییل دې نن پر ایران برید وکړي.
ایراني سرچینې الجزیرې ته ویلي، ایران د قطر له لارې امریکا ته پیغام استولی او ویلي یې دي، چې سیمه ییزه جګړه نه غواړي، خو زیاته کړه هغه مرحله اوس پای ته رسیدلې چې په یو اړخیزه توګه د هر څه زغم وکړي.
ایران دا خبرداری هم ورکړ، چې د اسراییل هر برید به په «نامتعارف» ډول ځواب سره مخ شي چې په دې کې د اسراییل د زیربناو نښه کول هم شامل دي.
