بایډن د ایران د تېلو په تاسیساتو باندې د اسراییل د احتمالي برید په اړه بحث کړی

د امریکا ولسمشر جویایډن وایي، پر اسراییل د تهران د توغندیو د توغولو په غبرګون کې یې د ایران د تېلو پر تاسیساتو د اسراییل د احتمالي برید په اړه بحث کړی.

د امریکا ولسمشر جویایډن وایي، پر اسراییل د تهران د توغندیو د توغولو په غبرګون کې یې د ایران د تېلو پر تاسیساتو د اسراییل د احتمالي برید په اړه بحث کړی.
دا لنډ بحث وروسته له هغه ترسره شو چې په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو له بایډن څخه وپوښتل، چې ایا هغه د اسراییل ملاټړ کوي، چې د ایران د تېلو تاسیسات په نښه کړي.
دا بحث په داسې حال کې کیږي، چې ایران خبردارې ورکړی چې د اسراییل هر برید به «په نامتعارف» ډول ځواب سره مخ شي، چې په دې کې د اسراییل د زېربناو نښه کول هم شامل دي.
د بایډن له څرګندونو وروسته د تېلو بیه لوړه شوه.
تر دې مخکې، بایډن ویلي وو، چې تمه نه لري چې اسراییل دې نن پر ایران برید وکړي.
ایراني سرچینې الجزیرې ته ویلي، ایران د قطر له لارې امریکا ته پیغام استولی او ویلي یې دي، چې سیمه ییزه جګړه نه غواړي، خو زیاته کړه هغه مرحله اوس پای ته رسیدلې چې په یو اړخیزه توګه د هر څه زغم وکړي.
ایران دا خبرداری هم ورکړ، چې د اسراییل هر برید به په «نامتعارف» ډول ځواب سره مخ شي چې په دې کې د اسراییل د زیربناو نښه کول هم شامل دي.


امریکايي او اسراییلي چارواکي وايي، چې یوه ایزدۍ ښځه چې څه باندې یوه لسیزه وړاندې په عراق کې د اسلامي دولت وسله والو له خوا تښتول شوې وه، په روانه اونۍ کې د امریکا او اسراییل په ګډو عملیاتو کې له غزې څخه راخوشې شوه.
د چارواکو په وینا؛ اردن او عراق هم د ژغورنې په عملیاتو کې شامل وو.
دا ښځه د پخواني ایزدي مذهبي اقلیت غړې ده، چې ډېری یې په عراق او سوریه کې مېشت دي، چې په ۲۰۱۴ کال کې دداعش په عملیاتو کې له ۵۰۰۰ څخه ډېر غړي یې وژل شوي او په زرګونو نور یې تیښتې ته اړ شوي وو او ملګرو ملتونو پر دوی برید نسل وژنه بللې وه.
د عراق د بهرنیو چارو د وزارت د دفتر مشر سلوان سنجاري رویټرز ته وویل، چې هغه له څلورو میاشتو څخه د زیاتو هڅو وروسته خوشې شوه.
دغه عملیات په غزه کې د اسراییل د پوځي عملیاتو په پایله کې د رامنځته شوي ستونزمن امنیتي وضعیت له امله څو ځله ناکامه شوي وو.
نوموړې د فوزیه سیدو په نوم پېژندل شوې ده.
د یوې سرچینې په وینا، عراقي چارواکو له څو میاشتو راهیسې له دې ښځې سره تماس درلود او د هغې معلومات یې امریکايي چارواکو ته لیږدول، چې د اسراییل په مرسته یې له غزې څخه د هغې د وتلو بندوبست وکړ.
د اسراییل پوځ ویلي، چې دوی په بیت المقدس کې د امریکا له سفارت او "نورو نړۍوالو لوبغاړو" سره د سیدو د ازادولو په عملیاتو کې همکاري کړې ده.
د اسراییل د پوځ په یوه اعلامیه کې ویل شوي، چې د هغې برمته کوونکی د غزې په جګړه کې احتمالا د اسراییل په برید کې وژل شوی او هغه د غزې په تړانګه کې یو پټنځای ته تښتیدلی دی.
اعلامیه کاږي: "په یو پیچلي عملیاتو کې چې د اسراییل، متحده ایالاتو او نورو نړۍوالو لوبغاړو ترمنځ همغږي شوي وو، هغه په دې وروستیو کې د غزې له تړانګې څخه په یو پټ ماموریت کې وژغورل شوه."
پوځ وویل، اسراییل ته له ننوتلو وروسته، هغه د النبي پل له لارې اردن ته ولیږدول شوه او له هغه ځایه عراق کې خپلې کورنۍ ته ستنه شوه.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یو ویاند وویل، چې متحده ایالاتو د سه شنبې په ورځ "له غزې څخه په خوندي توګه د یوې ځوانې ایزدۍ میرمنې په ایستلو کې مرسته وکړه ترڅو په عراق کې له خپلې کورنۍ سره یوځای شي".
ویاندې وویل، چې هغه په ۱۱ کلنۍ کې په عراق کې له خپل کور څخه وتښتول شوه او غزې کې وپلورل شوه.
ویاند وویل، د هغې تښتونکی په دې وروستیو کې ووژل شو، چې هغې ته یې د تېښتې اجازه ورکړه او د بیرته ستنیدو په لټه کې شوه.
د عراق د بهرنیو چارو د وزارت د دفتر مشر سنجاري وویل، چې هغه له فزیکي اړخه په ښه حالت کې وه خو د خپل وخت په بند کې او په غزه کې د ناوړه بشري وضعیت له امله یې صدمه لیدلې وه.
د ایزدي چارو لپاره د د عراق د لومړي وزیر د سلاکار خلف سنجار په وینا؛ د عراق لومړي وزیر محمد شیعه السوداني تیره میاشت په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې د متحده ایالاتو له چارواکو سره دغه موضوع په مستقیمه توګه تعقیب کړې وه.
په ۲۰۱۴ کال کې له ۶۰۰۰څخه زیات ایزدیان د عراق له سنجار سیمې څخه د اسلامي دولت وسله والو له خوا ونیول شول، چې ډیری یې د جنسي غلامۍ په موخه پلورل شوي او یا د کم عمر لرونکو جنګیالیو په توګه روزل شوي او د ترکیې او سوریې په ګډون د منځني ختیځ نا امنو سیمو ته لیږدول شوي دي.
د عراقي چارواکو په وینا په تېرو کلونو کې تر ۳۵۰۰ډېر ایزدیان ژغورل شوي یا خوشي شوي دي، خو څه باندې ۲۶۰۰یې لا هم لادرکه دي.
د ډېرو د وژل کېدو وېره شته؛ خو یزیدي فعالان وايي، باور لري چې سلګونه تنه یې لا هم ژوندي دي.

د اسراییل پوځ د پنجشنبې په ورځ د لبنان په سویل کې د ۲۰ ښارونو له اوسېدونکو وغوښتل چې سمدستي خپل کورونه پرېږدي.
سره له دې چې اسراییل د حزب الله ډلې ته درانه زیانونه اړولي او د دغې ډلې د مشر په ګډون یې څو لوړپوړی چارواکي وروژلي؛ خو لا هم په دغه ډلې خپلو فشارونو ته دوام ورکوي.
د سویلي ښارونو څخه د خلکو د وتلو په غوښتنه کې د ولایتي پلازمینه نباتیه هم شامله ده، چېرې چې ویل کیږي اسراییل به د حزب الله د لا کمزوري کولو لپاره پوځي عملیات ترسره کړي.
اسراییل، چې له شاوخوا یو کال راهیسې په غزه کې له حماس سره په جګړه بوخت دی، د دوه اونیو له سختو هوايي بریدونو وروسته خپل پوځیان سویلي لبنان ته لیږلي دي.
دغه جګړه، د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې خطر زیاتوي.
د بیروت په سویلي څنډه کې چې د حزب الله مرکز دی، د پنجشنبې په ورځ د درېیو چاودنو غږونه اوریدل شوي او د اسراییلي بریدونو لاندې راغلو سیمو څخه لوګي پورته کیږي.
حزب الله ویلي دي، چې د لبنان په سویل کې د اسرایلي ځواکونو په وړاندې یې ځای پرځای شوي چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړې ده.
د لبنان د روغتیا وزارت ویلي، چې تېره شپه اسراییلو په مرکز بیروت کې بمباري کړې او نهه تنه یې وژلي دي.
رویټرز خبري آژانس د عیني شاهدانو له قوله د یوې زورورې چاودنې د اوریدلو خبر ورکړی، چې یوې امنیتي سرچینې ویلي، له پارلمان څخه څو سوه متره لیرې د باچورا په ولسوالۍ کې یې یوه ودانۍ په نښه کړې.
په لبنان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکې جینین هینس پلاسچارت په دې اړه وویل: "په بیروت کې یوه بله له چاودنو سره ملګرې شپه. پر له پسې چاودنو دغه ښار ولړزاوه. د خطر زنګونه. نه پوهیدم چې څه به وي. یوازې ناڅرګندتیا په مخ کې ده. اندېښنه او ویره هره خوا ته خوره ده."
په حزب الله پورې تړلې یوې ملکي دفاع ډلې ویلي، چې د بیروت په برید کې د دوو ډاکټرانو په ګډون د دوی اووه کارکوونکي وژل شوي.
اسراییل دا هم ویلي، چې د لبنان په سویلي ښار بنت جبیل کې یې د ښاروالۍ ودانۍ په نښه کړې چې د حزب الله ۱۵ غړي یې وژلي، په داسې حال کې چې تر سلو زیات اسراییلي توغندي د دحیه په سویلي ښارګوټي هم لګېدلي، چیرې چې تېره اونۍ د حزب الله مشر حسن نصرالله ووژل شو.
د لبنان په سویل کې د چهارشنبه په ورځ اته اسراییلي سرتېري په ځمکني جګړه کې ووژل شول. دا مرګژوبله هغه مهال رامنځته شوه چې د دوی ځواکونه شمالي سیمو ته ننوتل.

د افغانستان د همغږۍډلې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان سره د نړۍوالو مرستو څرنګتیا وڅېړله. دې ډلې د عرب متحده اماراتو په دوبۍ کې له افغانستان سره د مرستو پر څرنګوالي خبرې کړې او له افغانانو سره یې د بشري مرستو د دوام په اړه پر خپلو ژمنو ټینګار کړی.
د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو د سیاست مسووله وايي، چې په دې ناسته کې د مرستو د څارنې میکانیزمونه ارزول شوي او د مرستو په برابرولو کې د روڼتیا پر اړتیا ټینګار شوی.
د ناستې برخه والو د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې د نوي قانون پر بنسټ د لګول شویو بندیزونو له امله د پېښو ننګونو په اړه خبرې کړې دي.
دغه قانون په بېلابېلو برخو کې، په ځانګړې توګه د ښځو په تړاو سخت بندیزونه وضع کړي دي.
ددې قانون له مخې ښځې نه شي کولای چې له شرعي محرم پرته له کوره ووځي او غږ یې په عمومي ځایونو کې عورت ګڼل شوی.
د ملګرو ملتونو د رپوټ له مخې، افغانستان له یوه ستر انساني ناورین سره مخ دی او لږ ترلږه ۲۳ میلیونه وګړي دمګړۍ بشري مرستو ته اړ دي.
د افغانستان لپاره د امریکا د سیاست نوې مسوولې او مخکینۍ شارژدافیرې، چې د مرستندویانو د همغږي په ناسته کې یې ګډون کړی، خبریالانو ته وویل، چې واشنګټن د افغانستان د جمهوري نظام له سقوط وروسته له افغانستان سره دوه عشاریه درې میلیارده ډالره بشري مرستې کړې دي.
ډکر دغه راز وویل، چې ډېر زر به ملګري ملتونه د «دوحه۳» د نشه يي توکو او اقتصاد کاري ډلو د کار پایلې وڅیړي او د دوحې بله ستره ناسته به هم ترسره شي.
په داسې حال کې چې نړیوال مرستندویان د مرستو پر همغږۍ او د څرنګتیا پر بدلون خبرې کوي، یو شمېر هېوادونه اندېښنه ښيي، چې شونې ده طالبان له بشري مرستو ناوړه ګټه واخلي.

د الوتنو څارونکي ویب سایټ “فلایت رادار ۲۴” په وینا؛ هوایي شرکتونه په پراخه کچه په منځني ختیځ کې په خپلو الوتنو کې د ایران هوایي حریم نه کاروي، چې دغه کار د الوتنو وخت اوږدوي او د تېلو لګښتونه لوړوي.
د دغه کار لامل، پر اسراییل د ایران له برید وروسته د اسراییل له خوا د ایران احتمالي په نښه کېدل بلل شوي دي.
په تېر کال کې په منځني ختیځ کې ناکرارۍ د هوایي چلند لپاره خنډونه رامنځته کړي او هوایي شرکتونه یې په پرلپسې توګه د پرواز د مسیرونو بدلولو ته او د هوایي حریم خوندیتوب بیا ارزونې ته اړ کړي دي.
د “فلایت رادار ۲۴” ویاند ایان پیتچینیک وویل: "ډېری هوایي شرکتونو له ایران څخه الوتنې بېرته پیل کړې او د شمالي مسیر څخه د اذربایجان، ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند له لارې اسیا ته الوتنې کوي او سویلي مسیر څخه بیا د مصر او سعودي عربستان له لارې الوتنې کوي."
ځینو هوايي شرکتونو ویلي، چې د ایران له خوا پر اسراییل د سې شنبې ورځې د بالستیک توغنديو له برید وروسته یې په منځني ختیځ کې خپل پروازونه بېرته پیل کړي.
پیتچینیک وویل، چې د منځني ختیځ د ځینو برخو د هوايي حریم د استفاده مخنیوی پر اسراییل د ایران له برید سره مستقیم تړاو لری.
د چهارشنبې په ورځ ناوخته، د جرمني لوفتانزا هوايي شرکت وویل، چې د عراقي کردستان اربیل ته په الوتنو کې به په محدود ډول د عراق هوایي حریم کاروي.
دغه شرکت زیاته کړه، چې تل ابیب، بیروت او تهران ته الوتنې به د اوس لپاره وځنډول شي.

د افغانستان لپاره د امریکا د بهرني سیاست مسووله کرن ډېکر په دوبۍ کې له خبریالانو سره په یوه انلاین ناسته کې له افغانانو سره د متحده ایالاتو پر نړۍوالو مرستو او ځان بسیاینې ټینګار وکړ.
ډېکر د افغانستان د همغږۍ ډلې د دوه کلنې ناستې په تړاو چې نړۍوال مرستندویان، یوناما، نړۍوال بانک او د افغانستان استازي او نړۍوال کارپوهانو پکې ګډون کړی، وویل: « دغه ډله نړۍوال ستر مرستندویان د ملګرو ملتونو له مهممو ادارو لکه یوناما او نړۍوال بانک سره یوځای کوي.».
ډېکر وايي، دغه ناسته د څارونکو میکانیزمونو پر ښه والي او روڼتیا ډېرولو متمرکزه ده، چې څنګه بشري مرستې په پراختیايي هغو بدلې شي.
د دې په باور، دوی غواړي داسې شرایط رامنځته شي، چې په نړۍوالو مرستو د اتکاء پر ځای افغانان پخپله خپل ژوند پرمخ بوځي.
ډېکر وویل، چې د ټام وېسټ په تګ سره به د افغانستان په تړاو د امریکا په سیاست کې بدلون رانه شي.
ټام وېسټ له درې کلن ماموریت وروسته له خپلې دندې لرې شو او د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزرت د بندیزونو برخه کې به خپله نوې دنده پیلوي.
مېرمن ډېکر د افغانستان انټرنشنال د دې پوښتنې په ځواب کې چې د دې لومړیتوبونه به څه وي، وویل: « د افغانستان راتلونکې باید پخپله د افغانانو په لاس او د یوه بهیر له لارې رامنځته شي».
هغې زیاته کړه: « دا زما ستر مسوولیت دی، چې د بیان له حق نه بې برخې افغانانو غږ واوسم».
ډېکر وویل، چې متحده ایالات به د طالبانو له ادارې سره عملي او اصولي تعامل ته ادامه ور کړي.
ډېکر خبریالانو ته په خبرو کې وویل، چې د مالي مرستندویانو او ذینفع اړخونو ترمنځ نړیواله همکاري او همغږي ټاکونکې ده.
د افغانستان لپاره د امریکا د ماموریت نوې شارژدافیره وايي، قزاقستان، ازبکستان، لندن او بروکسل ته یې د سپټمبر میاشتې په سفرونو کې درک کړې، چې د سیمې هېوادونه او سازمانونه له افغانانو سره همکارۍ ته لېواله دي.