اسلام اباد کې پولیسو د عمران خان د پلویانو د لاریون د مخنیوي لپاره ټولې لارې بندې کړې دي

نن پلازمېنې اسلام اباد ته پر ټولو لارو کانتینرونه اېښودل شوي، موټروې او له پېښور او لاهوره اسلام اباد او پنډۍ ته ټولې غځېدلې لارې د خلکو او موټرو د تګ راتګ لپاره پولیسو بندې کړې دي.