په کوټه کې د واده د خلکو یو بس د اوښتو له امله ۷ کسان مړه شوي او تر ۳۰ ډېر ټپیان دي

د کوټې په لویدیځ بای پاس سیمه کې د واده یو بس اوښتی، چې له امله یې د درېیو ماشومانو په ګډون ۷ کسان مړه شوي او تر ۳۰ زیات ټپیان شوي دي.

د کوټې په لویدیځ بای پاس سیمه کې د واده یو بس اوښتی، چې له امله یې د درېیو ماشومانو په ګډون ۷ کسان مړه شوي او تر ۳۰ زیات ټپیان شوي دي.
د پوليسو په وینا، دغه بس د ټاير د بچ کېدو له امله بې واکه شوی او کندې ته لوېدلی دی.
سیمهییز پولیس چارواکي وایي، د پېښې ټپیان د بولان روغتون ته لېږدول شوي دي.
پولیسو زیاته کړې، چې د پېښې په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
بل لوري ته د بلوچستان سر وزير مير سرفراز بوګټي د بروري باي پاس بس په پېښه خواشيني ښودلې او د پېښې د پلټنې امر يې کړی.

د اوکراین ولسمشر وایي، ډېره مهمه ده چې له ژمي مخکې د هېواد هوایي دفاع پیاوړې او د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو برخه کې رېښتینی پرمختګ وشي.
ویلادیمیر زېلنسکي پر خپلې اېکس پاڼې د یوې ویډیو په خپرولو وویل: «موږ ګورو چې د اوکراین اسمان کې د امنیت کمښت ځانګړي لاملونه لري، چې اصلي لامل یې ناټو پولو ته نږدې او زموږ د ګاونډیو هېوادنو د مشترکې پرېکړې او دفاع لپاره د هڅو نه شتوالی دی.»
هغه زیاته کړه: «هغه څه چې د منځني ختیڅ په اسمان کې د اسراییل د دفاع لپاره مرسته کولی شي، هغه په اروپا کې هم مرسته کولی شي او په اوکراین کې ژوند ژغورلو کې مرسته کولی شي.»
زېلېنسکي وویل، چې په دې برخه کې ځانګړي تخنیکي حل لارې او خورا اغېزمن تاکتیکونه موجود دي.
هغه زیاته کړه، چې نن یې له مارک روټه سره په دې مسالو خبرې کړي: «موږ به خپلو ټولو شریکانو ته قناعت ورکړو چې د اغیزمن هوایي دفاع لپاره څه ته اړتیا ده.
د ناټو نوی عمومي منشي مارک روټه د خپل لومړي سفر په ترڅ کې د پنجشنبې په ورځ (د تلې ۱۲مه) اوکراین ته تللی.
ښاغلي روټه د خپل سفر په ترڅ کې له زېلېنسکي سره په ګډ خبري کنفرانس کې د اوکراین پر حق چې د خپل ځان د دفاع لپاره د اوږد واټنه بریدونو څخه کار واخلي، ټینګار کړی.
روټه په یاد کنفرانس کې زېلېنسکي ته وویل:«ناټو د اوکراین تر څنګ ولاړه ده. زما لومړیتوب او ویاړ دا دی چې دغه ملاتړ ته دوام ورکړم او له تاسو سره همکاري وکړم ترڅو ډاډه چې اوکراین یې وګټي.»
په دغه خبري کنفرانس کې ولادیمیر زېلېنسکي هم د روسیې د حملو د شاتګ لپاره د خپل هېواد د پرمختللو تجهیزاتو پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل: «له ځینو تجهیزاتو پرته موږ نشو کولای د روسیې مخه ونیسو.»

د کرسک سیمې والي وویل، چې روسي ځواکونو د پنجشنبې په ورځ د روسیې کورچاتوف ښارګوټي ته څېرمه د اوکراین یوه بې پیلوټه الوتکه نسکوره کړې؛ خو د کرسک اټومي بټۍ ته یې کوم زیان نه دی رسولی.
والي الیکسي سمیرنوف وویل، چې د بې پیلوټه الوتکې ټوټې په یوې ودانۍ کې د چاودنې لامل شوې خو دغه ودانۍ د اټومې بټۍ پورې اړوند نه ده.
په کرسک کې د اټومي بټۍ چلونکي، روزنرګواتوم وویل، چې اټومي تاسیسات د معمول په توګه کار کوي او د وړانګو کچه په نورمال حد کې پاتې ده.
د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت ویاند هیورهي تیخي دا رد کړه چې ګواکې اوکراین اټومي بټۍ کې یا د هغې نږدې سیمو کې وسلې په نښه کړي وي.
اوکرایني ځواکونه د اګست په شپږمه د روسیې کرسک سیمې ته په ناڅاپي ډول ننوتل او هلته ځینې سیمې ونیولې او له هغه وخت راهیسې د روسیې پوځ د هغوی د ویستلو هڅې کوي.
د ملګرو ملتونو د اټومي څار ادارې مشر رافیل گروسي د اګست په ۲۷ مه د اټومي بټۍ څخه لیدنه وکړه او ویې ویل، چې دغه بټۍ له جدي ګواښ سره مخامخ ده، ځکه چې هلته د محافظتي سیسټم شتون نه لري چې دغه بټۍ له توغندیو، بې پیلوټه الوتکو یا توغنیو څخه وساتي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر وایي، چې یو ځل بیا د خیبر پښتونخوا پولیسو د خیبر جرګې پر غړو برید کړی دی او یو شمېر نور یې نیولي دي.
منظور احمد پښتین په خپلې فیسبوک پاڼې لیکلي، په خیبر کې د ټېلیفونونو سیګنال او انټرنټ هم بند دی؛ نو له همدې امله له حالاتو نور جزییات نه لري.
تر دې مخکې هم د خیبر پښتونخوا پولیسو د پښتون ژغورنې غورځنګ له خوا د جوړېدونکې قامي جرګې/عدالت پر تنظیموونکو او ګډونوالو برید کړی دی.
د خیبر پښتونخوا پولیسو تېره ورځ د پښتون ژغورنې غورځنګ له خوا د جوړېدونکې قامي جرګې/عدالت پر تنظیموونکو هوايي ډزې وکړې او ټول هغه توکي، خېمې او بسترې یې وسوځولې، چې د دې جرګې لپاره په خیبر ولسوالۍ کې د جرګې د جوړېدو ځای ته لېږدول شوي وو.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین تېره ورځ په یو ویډیويي پیغام کې د پښتونخوا پر پولیسو نیوکه وکړه او ویې ویل: "د خپل پنجابي بادار په خوښه مو په خپلو پښتنو برید وکړ".
هغه پولیس په پیغوروزمه ژبه مخاطب کړل، چې د پښتنو د وینې تویولو پرځای ښه داده چې مزدوري وکړي او ریړۍ وچلوي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ پتېیلې چې د اکتوبر پر ۱۱مه نېټه په خیبر ولسوالۍ کې د پښتنو قومي جرګه یا عدالت را وغواړي او په پاکستان کې د میشتو پښتنو پر ستونزو، ترهګرۍ، ورکو شویو خلکو او د پاکستان د پوځ او امنیتي ادارو پر چلند خبرې وکړي.

د امریکا ولسمشر جویایډن وایي، پر اسراییل د تهران د توغندیو د توغولو په غبرګون کې یې د ایران د تېلو پر تاسیساتو د اسراییل د احتمالي برید په اړه بحث کړی.
دا لنډ بحث وروسته له هغه ترسره شو چې په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو له بایډن څخه وپوښتل، چې ایا هغه د اسراییل ملاټړ کوي، چې د ایران د تېلو تاسیسات په نښه کړي.
دا بحث په داسې حال کې کیږي، چې ایران خبردارې ورکړی چې د اسراییل هر برید به «په نامتعارف» ډول ځواب سره مخ شي، چې په دې کې د اسراییل د زېربناو نښه کول هم شامل دي.
د بایډن له څرګندونو وروسته د تېلو بیه لوړه شوه.
تر دې مخکې، بایډن ویلي وو، چې تمه نه لري چې اسراییل دې نن پر ایران برید وکړي.
ایراني سرچینې الجزیرې ته ویلي، ایران د قطر له لارې امریکا ته پیغام استولی او ویلي یې دي، چې سیمه ییزه جګړه نه غواړي، خو زیاته کړه هغه مرحله اوس پای ته رسیدلې چې په یو اړخیزه توګه د هر څه زغم وکړي.
ایران دا خبرداری هم ورکړ، چې د اسراییل هر برید به په «نامتعارف» ډول ځواب سره مخ شي چې په دې کې د اسراییل د زیربناو نښه کول هم شامل دي.

امریکايي او اسراییلي چارواکي وايي، چې یوه ایزدۍ ښځه چې څه باندې یوه لسیزه وړاندې په عراق کې د اسلامي دولت وسله والو له خوا تښتول شوې وه، په روانه اونۍ کې د امریکا او اسراییل په ګډو عملیاتو کې له غزې څخه راخوشې شوه.
د چارواکو په وینا؛ اردن او عراق هم د ژغورنې په عملیاتو کې شامل وو.
دا ښځه د پخواني ایزدي مذهبي اقلیت غړې ده، چې ډېری یې په عراق او سوریه کې مېشت دي، چې په ۲۰۱۴ کال کې دداعش په عملیاتو کې له ۵۰۰۰ څخه ډېر غړي یې وژل شوي او په زرګونو نور یې تیښتې ته اړ شوي وو او ملګرو ملتونو پر دوی برید نسل وژنه بللې وه.
د عراق د بهرنیو چارو د وزارت د دفتر مشر سلوان سنجاري رویټرز ته وویل، چې هغه له څلورو میاشتو څخه د زیاتو هڅو وروسته خوشې شوه.
دغه عملیات په غزه کې د اسراییل د پوځي عملیاتو په پایله کې د رامنځته شوي ستونزمن امنیتي وضعیت له امله څو ځله ناکامه شوي وو.
نوموړې د فوزیه سیدو په نوم پېژندل شوې ده.
د یوې سرچینې په وینا، عراقي چارواکو له څو میاشتو راهیسې له دې ښځې سره تماس درلود او د هغې معلومات یې امریکايي چارواکو ته لیږدول، چې د اسراییل په مرسته یې له غزې څخه د هغې د وتلو بندوبست وکړ.
د اسراییل پوځ ویلي، چې دوی په بیت المقدس کې د امریکا له سفارت او "نورو نړۍوالو لوبغاړو" سره د سیدو د ازادولو په عملیاتو کې همکاري کړې ده.
د اسراییل د پوځ په یوه اعلامیه کې ویل شوي، چې د هغې برمته کوونکی د غزې په جګړه کې احتمالا د اسراییل په برید کې وژل شوی او هغه د غزې په تړانګه کې یو پټنځای ته تښتیدلی دی.
اعلامیه کاږي: "په یو پیچلي عملیاتو کې چې د اسراییل، متحده ایالاتو او نورو نړۍوالو لوبغاړو ترمنځ همغږي شوي وو، هغه په دې وروستیو کې د غزې له تړانګې څخه په یو پټ ماموریت کې وژغورل شوه."
پوځ وویل، اسراییل ته له ننوتلو وروسته، هغه د النبي پل له لارې اردن ته ولیږدول شوه او له هغه ځایه عراق کې خپلې کورنۍ ته ستنه شوه.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یو ویاند وویل، چې متحده ایالاتو د سه شنبې په ورځ "له غزې څخه په خوندي توګه د یوې ځوانې ایزدۍ میرمنې په ایستلو کې مرسته وکړه ترڅو په عراق کې له خپلې کورنۍ سره یوځای شي".
ویاندې وویل، چې هغه په ۱۱ کلنۍ کې په عراق کې له خپل کور څخه وتښتول شوه او غزې کې وپلورل شوه.
ویاند وویل، د هغې تښتونکی په دې وروستیو کې ووژل شو، چې هغې ته یې د تېښتې اجازه ورکړه او د بیرته ستنیدو په لټه کې شوه.
د عراق د بهرنیو چارو د وزارت د دفتر مشر سنجاري وویل، چې هغه له فزیکي اړخه په ښه حالت کې وه خو د خپل وخت په بند کې او په غزه کې د ناوړه بشري وضعیت له امله یې صدمه لیدلې وه.
د ایزدي چارو لپاره د د عراق د لومړي وزیر د سلاکار خلف سنجار په وینا؛ د عراق لومړي وزیر محمد شیعه السوداني تیره میاشت په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې د متحده ایالاتو له چارواکو سره دغه موضوع په مستقیمه توګه تعقیب کړې وه.
په ۲۰۱۴ کال کې له ۶۰۰۰څخه زیات ایزدیان د عراق له سنجار سیمې څخه د اسلامي دولت وسله والو له خوا ونیول شول، چې ډیری یې د جنسي غلامۍ په موخه پلورل شوي او یا د کم عمر لرونکو جنګیالیو په توګه روزل شوي او د ترکیې او سوریې په ګډون د منځني ختیځ نا امنو سیمو ته لیږدول شوي دي.
د عراقي چارواکو په وینا په تېرو کلونو کې تر ۳۵۰۰ډېر ایزدیان ژغورل شوي یا خوشي شوي دي، خو څه باندې ۲۶۰۰یې لا هم لادرکه دي.
د ډېرو د وژل کېدو وېره شته؛ خو یزیدي فعالان وايي، باور لري چې سلګونه تنه یې لا هم ژوندي دي.
