• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د منځني ختیځ کې کړکېچ؛ د حسن نصرااله د ځای ناستي د مړیني احتمال زیات شوی دی

۱۳ تله ۱۴۰۳ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۴، ۲۰:۰۸ GMT+۱

د معاریو ورځپاڼې لیکلي، چې په ضاحیه سیمې باندې د اسراییل په وروستي برید کې د حسن نصرالله د احتمالي ځای ناستي هاشم صفي الدین د وژل کیدو احتمال زیات شوی دی.

د اسراییل ۱۲چینل د دغه هېواد د استخباراتي ادارو د ارزونې په حواله ویلي، چې ښايي صفی الدین په دې برید کې خپل ژوند له لاسه ورکړی وي.

بل خوا، د سوریې رسنیو د جمعې ماښام (د تلې ۱۳مه) راپور ورکړی، چې د طرطوس په ښار کې د یوې چاودنې غږ اورېدل شوی دی.

طرطوس د سوریې دوهم لوی بندري ښار دی او شاوخوا ۴۵۰ زره نفوس لري.

په منځني ختیځ کې د کړکیچ په پراخیدو سره، یو امریکايي چارواکي اسوشیېټډ پرس خبري اژانس ته ویلي، د دغه هېواد ځواکونو د جمعې د ورځې په بریدونو کې د یمن د حوثي وسله والې ډلې د وسلو ګودامونه او اډې په نښه کړې دي.

بل خوا، د اسراییل ټایمز خبري وب پاڼې لیکلي چې د جمعې په ورځ (د تلې ۱۳مه) له لبنان څخه د اسراییل پر شمالي سیمو شاوخوا ۱۸۰ توغندي وتوغول شول.

په همدې حال کې، د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټفان دوجاریک ویلي، پر لبنان باندې د اسراییل په بریدونو کې د ملکي تلفاتو شمیرې د منلو وړ نه دي.

هغه زیاته کړه: «ټولې خواوې باید تل د ملکي وګړو او ملکي بنسټونو د ساتنې له پاره هر هغه څه وکړي چې دوی یې کولی شي او ډاډ ترلاسه کړي چې ملکي وګړي هېڅکله له خطر سره مخامخ نه شي.»

بل خوا، د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي، چې پر ایران د اسراییل د احتمالي برید په اړه بحثونه لا هم روان دي او اسراییل به "سمدستي" پرېکړه ونه کړي.

جوبایډن زیاته کړه: «که د اسراییلي چارواکو پر ځای وای، نو د تېلو پر زېرمو له برید پرته به مې پر نورو لارو چارو فکر کړی وای.»

خو، د امریکا ولسمشریزو ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو نوماند ډونالډ ټرمپ د جوبایډن په وروستیو څرګندونو انتقاد وکړ، چې واشنګټن د ایران پر اټومي تاسیساتو د اسراییل له حملې سره مخالفت کوي.

هغه د بایډن خبرې "ناسمې" وبللې او ویې ویل: «دا ترټولو احمقانه څرګندونې دي چې تر اوسه ما اوریدلې دي.»

ټرمپ د ایران اټومي پروګرام تر ټولو «لوی خطر» وباله او زیاته یې کړه. چې د ایران حکومت به ډېر ژر اټومي وسلو ته لاسرسی ومومي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

فضلي: پاکستان مذهبي افراطي ډلې ځانته ستراتیژیک خطر نه ګڼي

۱۳ تله ۱۴۰۳ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۶:۵۴ GMT+۱

د چارو د ادارې پخواني مشر محمود فضلي وایي، چې پاکستان یوازینی هېواد دی چې مذهبي افراطي ډلې ځانته ستراتیژیک خطر نه ګڼي.

ښاغلي فضلي د جمعې په ورځ (د تلې ۱۳مه) پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي: «پاکستان مذهبي افراطیت د پخوا په څير د خپلو ملتپاله بلوڅو او پښتنو په وړاندې د مبارزې لپاره کاروي، او لویدیځ ته ځان د مذهبي افراطیت قرباني معرفي کوي ترڅو د نظامي او اقتصادي مرستو ترلاسه کولو لپاره زمینه برابره کړي.»

فضلي وایي، چې د پاکستان پوځي او استخباراتي دوکتورین په دې ولاړ دي چې له افراطیت څخه د وسیلې په توګه کار واخلي، د دوی اصلي هدف د بلوڅ بیلتون غوښتونکو او پښتنو ملتپالو ځپل، کمرنګه کول او نابودول دي.

فضلي دې ته په اشارې سره چې د پاکستان دوه مخي افغانانو ته معلومه ده لیکلي: « پاکستان له یو لوري په نړیواله کچه ځان د افراطیت ضد معرفي کوي، خو له بله پلوه په داخلي کچه خپله مبارزه د ملتپاله غورځنګونو پر وړاندې متمرکزه ساتي.»

فضلي وایي، چې د سیمې هېوادونو لپاره دا تکتیک چې یوې افراطي ډلې ته ترجیح ورکړي او د بلې افراطي ډلې په وسیله یې مهار کړي، کېدای شي اوږدمهاله منفي عواقب ونلري. خو دا تکتیک زموږ د هېواد ملي ګټو ته ضرر رسوي او زموږ د اوږدمهاله بې‌ثباتۍ سبب کېږي.

‏فضلي وایي: « موږ باید د افراطیت او د هغه د ملاتړو پر وړاندې یو واضح دریځ او ملي مترقي روایت ولرو. د منظور پښتین غورځنګ د دغه روایت او وضاحت یوه بریالۍ بېلګه ده، او موږ باید له دې غورځنګ څخه الهام واخلو.»

فضلي وویل، چې د خیبر په سیمه کې د یوولسم اکټوبر لویه جرګه چې د منظور پښتین او ملګرو له خوا یې جوړیږي باید د ټولو افغانانو لپاره یو پیغام ولري. «دا جرګه موږ ته څرګندوي چې یو ستر بدلون راتلونکی دی. دا بدلون به د مذهبي افراطیت او ښکیلاک پر وړاندې زموږ راتلونکي ثبات تضمین او د روان بحران عمر لنډ کړي.»

بل خوا، د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي، چې د پاکستان د پوڅ مشر د عمران خان پلوي لاریون د مخنیوي لپاره له سختو اقداماتو کار اخلي.

زلمي خلیل زاد لیکلي، جنرال عاصم منیر د اساسي قانون تابع نوې محکمې د جوړولو لپاره له دیکتاتورانه کړنو څخه کار اخلي.

خلیل زاد وایي: «دغه اقدامات د پاکستان لپاره شرمناکه دي، په ځانګړې توګه دې ته په پاملرنې سره چې د شانګهاې د همکاریو سازمان غونډې په دې ورستیو کې به اسلام اباد کې ترسره شوي.

اسراییل د لویدیځې غاړې په طولکرم ښار برید کې د حماس د یو قوماندان په ګډون ۱۸ کسان وژلي

۱۳ تله ۱۴۰۳ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۵:۴۹ GMT+۱

د لویدیځې غاړې په طولکرم ښار کې اسراییل پر یو کافي شاپ برید کړی او د حماس د وسله والې ډلې یو لوړ پوری سمیه ییز قوماندان او لږ تر لږه ۱۷ نور کسان یې وژلي دي.

د طولکرم د نور شمس د کډوالو په کمپ کې، چې په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې یو له ګڼ میشته سیمو څخه ده، د کافي شاپ د ځمکې لاندې پوړ یې په بشپړه توګه ویجاړ شوی دی.

د کافي شاپ چت کې دوه سوري لیدل کیږي چیرې چې توغندي لګیدلي دي.

رویټرز خبري‌اژانس لیکي، چې په لویدیځه غاړه کې د اسراییل دغه هوایي برید په دې وروستیو کلونو کې تر ټولو لوی برید دی.

د کافې شاپ مالک نمر فیاض چې ورور یې په برید کې وژل شوی، وویل: «له ۲۰۰۲ کال راهیسې داسې د چاودنې غږ په دې سیمه کې نه و اوریدل شوی.»

هغه وویل: "توغندیو یوه ملکي ودانۍ په نښه کړه، د فلسطینیانو لپاره هېڅ ځای هم خوندي نه دی. فلسطینیان د ځان د دفاع حق لري.»

اسراییلي پوځ ویلي، چې په دغه برید کې د حماس د وسله والې ډلې مشر ضاحي یاسر عبدالرزاق اوفي د لویدیځې غاړې په شمال ختیځ کې وژل شوی دی.

علي امين ګنډاپور: چې هر څنګه کېږي موږ به ځانونه د احتجاج لپاره د اسلام اباد ډي چوک ته رسوو

۱۳ تله ۱۴۰۳ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۶:۳۶ GMT+۱

د خيبر پښتونخوا سر وزير علي امين ګنډاپور ويلي، چې تر اوسه هیچا ورسره د لاريون د ځنډولو په اړه اړيکي نه دي ټینګ کړي. علي امين ګنډاپور وایي، چې په هر حال کې به دوی د اسلام اباد ډي چوک ته ځانونه رسوي.

د خېبر پښتونخوا د سر وزير په مشرۍ شوې غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د خيبر پښتونخوا له کاروان سره به له لويو لارو او سړکونو د کانټينرونو لرې کولو لپاره ماشینونه هم ورسره مله وي.
د دغه احتجاج لپاره اسلام اباد ته ټولې ورغلې لارې د کانټینرو په اېښودلو سره تړل شوې دي.

100%


د تحريک انصاف له‌خوا نن ډي چوک کې د احتجاجي مظاهرې د اعلان له امله د پلازمينې ګڼې لارې په کانټینرو بندې کړای شوې او هرې خواته یې د مخنیوي لپاره ډله، ډله پولیس ځای پر ځای شوي دي.
به ځینو برخو کې بیا ښوونیزې ادارې هم رخصت شوې دي.

له بل پلوه په اسلام اباد، راولپنډۍ او شاوخوا سیمو کې حکومت مخابراتي شبکې هم غیرفعاله کړې دي.

په اسلام اباد کې ګڼ استوګن د لارو د بندولو له امله په تنګ شوي او له ټولو اعتراض کوونکو او حکومتي چارواکو غوښتنه کوي، چې د دوی لپاره د لارو بندول د خلکو د ستونزو او لالهاندیو لامل کېږي.

دوی وایي، په کار ده چې د خلکو ستنونزې له پامه و نه غورځول شي.

منظور پښتین: د اکتوبر جرګه وړه جلسه او راټولېدنه نه، بلکې دا د پښتنو ستره قومي جرګه ده

۱۳ تله ۱۴۰۳ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۵:۵۳ GMT+۱

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر د پاکستان حکومتي چارواکو، پولیسو او پوځیانو ته په یو پرانیستي لیک کې لیکلي، چې د اکتوبر د ۱۱مې جرګه د ټول پښتون ولس د امن، ټیکاو او عزت د برابرولو په موخه جوړېږي او د هیچا پر خلاف په کې پرېکړې او سازشونه نه شي کېدای.

منظور پښتین له ټولو امنیتي چارواکو غوښتي، چې د دغې جرګې د ګډوډولو پر ځای دې د هغې د امنیت خوندي کولو لپاره کار وکړي.
په دغه پرانیستي لیک کې راغلي، په دغه جرګه کې چې د اکټوبر په یوولسمه جوړېدونکې ده د ټولو سیمه‌ییزو سازمانونو، سیاسي ګوندونو مشران، قومي مخور، سپین ږېري، د ځوانانو استازي او د پښتون قوم ټول هغه مخکښ خلک په کې برخه اخلي، چې دا مهال یې په سیمو کې د جګړې اورونه بل دي.
منظور پښتین په دغه سرخلاصي لیک کې د پښتنو د جرګو عظمت ته اشاره کړې او هغه یې د اساسي قانون په څېر با ارزښته بللې ده.
نوموړي په تېرو ورځو کې د جرګې په سمبالوونکو د پولیسو له‌خوا شویو بریدونو ته په اشارې سره ویلي:« هر پښتون د جرګې په برم او عزت ښه خبر دی او هر پښتون ته له ماشومتوبه د جرګې د عزت او فیصلو په اړه پوهاوی ورکړل شوی؛ خو هغوی چې د دغې سترې جرګې برم ته په سپکه سترګه ګوري او د بل په اشاره د هغې د ګډوډولو هڅه کوي، د هغوی پښتو او ښشتونواله هم تر شک او پوښتنې لاندې راځي.»
ښاغلي پښتین د جرګې ګډوډول د هغو نیابتي او د هغه په خبره «ډالري جګړې» یوه برخه بللې، چې له کلونو راهیسې د پښتنو په سیمو کې روانه ده؛ خو نوموړي ډاډ څرګند کړی چې راتلونکې جرګه به په بشپړ بریالیتوب سره ترسره کېږي او په دې لار کې د هېڅ ډول خنډونو راولاړول پایله نه شي لرلای.
ښاغلي پښتین له ټولو امنیتي چارواکو غوښتي، چې: «ټول جرګه‌وال په یوه خوله د باعزته او له امن و امان څخه ډک ژوند غواړي او موږ نورو ټولو خلکو او قومونو ته هم د باثباته او له سکونه د ډک ژوند غوښتونکي یو، موږ شرپسنده نه یو. موږ له دغو ځواکونو هم غوښتنه کوو، چې نور پر پښتنو رحم وکړي او ظلمونه بند کړي.»
د لیک په یوه بله برخه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر ګوت څنډنه کړې او لیکلي یې دي:«که چېرته بیا هم واکمن نظام زموږ د سوله‌ییزې جرګې پر وړاندې خنډونه جوړوي او موږ له خپلو حقه حقونو بې برخې کوي، که په راتلونکې کې زموږ د ځوانانو له غبرګون سره مخامخېږي؛ نو پړه به یې د دوی په خپله غاړه وي.»
د لیک په وروستۍ برخه کې له پاکستاني چارواکو او امنیتي ځواکونو غوښتل شوي، چې د کرکې پر ځای دې د مینې لاره غوره کړي.

نوموړي په ټولو پښتنو پولیسو غږ کړی چې :«نن سبا پنجابي مشران له دوی سره په ښکاره دوښمني کوي؛ خو دوی ته په کار ده چې د خپل قوم په خوا کې ودرېږي.»
د اکتوبر په ۱۱مه د پښتنو د سترې جرګې د رابللو خبره د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ غړي ګېله‌من وزیر د جنازې پر مهال یاده شوه.

له هغه مهاله بیا تر اوسه د دغه غورځنګ مشران کور په کور او کلي په کلي وګرځېدل او د پښتنو د دغې جرګې په جوړولو یې سلا مشورې وکړې؛ خو په تېرو دوو ورځو کې د جرګې پر سمبالوونکو د خیبر په سیمه کې د پولیسو له‌خوا بریدونه وشول، خیمې ورته وسیځلې او ګڼ سامانونه یې ترې یوړل.

دا رنګه سر له نن سهاره حکومتي چارواکو د خیبر په سیمه کې پر انټرنېټ هم بندیز لګولی او د خیبر په ټولو سیمو کې نېټ کار نه کوي.
د منظور پښتین دغه پرانیستی لیک هم ښايي هغو پولیسو ته د یو پیغام د رسولو په مانا وي، چې غواړي دغه جرګه له ګډوډۍ سره مخامخه کړي.

زېلېنسکي: خورا مهمه ده چې له ژمي مخکې د اوکراین هوایي دفاع پیاوړې شي

۱۲ تله ۱۴۰۳ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۹:۵۴ GMT+۱

د اوکراین ولسمشر وایي، ډېره مهمه ده چې له ژمي مخکې د هېواد هوایي دفاع پیاوړې او د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو برخه کې رېښتینی پرمختګ وشي.

ویلادیمیر زېلنسکي پر خپلې اېکس پاڼې د یوې ویډیو په خپرولو وویل: «موږ ګورو چې د اوکراین اسمان کې د امنیت کمښت ځانګړي لاملونه لري، چې اصلي لامل یې ناټو پولو ته نږدې او زموږ د ګاونډیو هېوادنو د مشترکې پرېکړې او دفاع لپاره د هڅو نه شتوالی دی.»

هغه زیاته کړه: «هغه څه چې د منځني ختیڅ په اسمان کې د اسراییل د دفاع لپاره مرسته کولی شي، هغه په اروپا کې هم مرسته کولی شي او په اوکراین کې ژوند ژغورلو کې مرسته کولی شي.»

زېلېنسکي وویل، چې په دې برخه کې ځانګړي تخنیکي حل لارې او خورا اغېزمن تاکتیکونه موجود دي.

هغه زیاته کړه، چې نن یې له مارک روټه سره په دې مسالو خبرې کړي: «موږ به خپلو ټولو شریکانو ته قناعت ورکړو چې د اغیزمن هوایي دفاع لپاره څه ته اړتیا ده.

د ناټو نوی عمومي منشي مارک روټه د خپل لومړي سفر په ترڅ کې د پنجشنبې په ورځ (د تلې ۱۲مه) اوکراین ته تللی.

ښاغلي روټه د خپل سفر په ترڅ کې له زېلېنسکي سره په ګډ خبري کنفرانس کې د اوکراین پر حق چې د خپل ځان د دفاع لپاره د اوږد واټنه بریدونو څخه کار واخلي، ټینګار کړی.

روټه په یاد کنفرانس کې زېلېنسکي ته وویل:‌«ناټو د اوکراین تر څنګ ولاړه ده. زما لومړیتوب او ویاړ دا دی چې دغه ملاتړ ته دوام ورکړم او له تاسو سره همکاري وکړم ترڅو ډاډه چې اوکراین یې وګټي.»

په دغه خبري کنفرانس کې ولادیمیر زېلېنسکي هم د روسیې د حملو د شاتګ لپاره د خپل هېواد د پرمختللو تجهیزاتو پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل: «له ځینو تجهیزاتو پرته موږ نشو کولای د روسیې مخه ونیسو.»