ملګري ملتونه: په هایټي کې د ډلهییز برید په پایله کې لږ تر لږه ۷۰ کسان وژل شوي دي

د هایټي په مرکزي ښارګوټي کې د ګران ګرېف ډلې وسلهوالو برید کې لږ تر لږه ۷۰ کسان وژل شوي او درې زره نور تېښتې ته اړ شوي دي.

د هایټي په مرکزي ښارګوټي کې د ګران ګرېف ډلې وسلهوالو برید کې لږ تر لږه ۷۰ کسان وژل شوي او درې زره نور تېښتې ته اړ شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ دفتر د جمعې په ورځ وویل، چې دغه برید د پنجشنبې په ورځ ترسره شوی دی.
ملګرو ملتونو زیاته کړې، چې په برید کې لږ تر لږه ۱۶ کسان سخت ټپیان شوي هم دي.د ملګرو ملتونو په وینا، د دغې ډلې غړو لږ تر لږه ۴۵ کورونه او ۳۴ موټرونه هم سوځولي دي.د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر ویاند ثمین الخطیتان په یوه بیان کې وویل:« د ګران ګریف ډلې غړو پر خلکو د ډزو لپاره له اتوماتیک ټوپکونو څخه کار اخیستی، چې لږ تر لږه ۷۰ کسان یې وژلي دي.»د نوموړي په وینا په وژل شویو کې ۱۰ مېرمنې او درې ماشومان هم شامل دي.د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش هم دغه برید غندلی دی.د هایټي لومړي وزیر ګېري کونیل هم دغه برید غندلی او هغه یې د هایټي ولس پر وړاندې ستر جنایت بللی دی.تېره اونۍ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر ویلي و، چې سږ کال تر دې دمه په دغه هېواد کې تر ۳۶۶۱ ډېر کسان په ډلهییزو بریدونو کې وژل شوي دي.د کډوالۍ د نړۍوال سازمان په وینا، دغې جګړې لږ تر لږه ۷۰۰ زره کسان هم بې ځایه کړي دي.


له هغه مهاله چې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند پلویانو د عمران خان د خوشې کولو او په اساسي قانون کې د ادلون بدلون راوستو لپاره د لاریونونو ګواښ وکړ؛ نو حکومت پرېکړه وکړه چې د اسلام اباد امنیتي واګې د پولیسو پر ځای پوځ ته وسپاري.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وایي، د اساسي قانون د ۲۴۵مې مادې له مخې په ځینو ځانګړو حالاتو کې پوځ ته دنده سپارل کېږي چې د پولیسو پر ځای د کورني امنیت د ټینګښت په برخه کې ونډه واخلي.
دغه وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د روانې میاشتې په ۱۵مه او ۱۶مه نېټه به اسلام اباد د شانګهای د سرمشریزې کوربه وي او په دغسې حالاتو کې اړینه ده چې پوځ د امنیت په ټینګولو کې رغنده برخه واخلي.
خو پوځ ته د امنیت د سپارلو چاره د تحریک انصاف ګوند د پلویانو له لاریونونو سره هممهاله ترسره شوې.
د دغه ګوند پلویان د خیبر پښتونخوا او پنجاب صوبو څخه د پلازمېنې اسلام اباد پر لوري خوځېدلي او غواړي، چې د دغه ښار په «ډي چوک» کې د حکومت ضد احتجاجونه وکړي.
د جمعې په ورځ د اکتوبر په ۳مه نېټه هم د اعتراض کوونکو او پولیسو تر منځ د اسلام اباد په فیض اباد، چاینه چوک، او په ۲۶مه پوسته(چبیس) کې د پولیسو او لاریونیانو تر منځ اخ و ډب پېښ شو.
پولیسو پر معترضینو اوښکي بهوونکي ګاز شېندل او د هغې غاړې پولیس په ډبرو وېشتل کېدل، چې په پایله کې یې د یو افسر په ګډون درې تنه پولیس ژوبل شوي او ګڼ لاریون کوونکي د پولیسو لهخوا هم نېول شوي دي.
ځینو سرچېنو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې په نېول شویو اعتراض کوونکو کې د پخواني لومړي وزیر عمران خان دوه خویندې حلیمه خان او عظمی خان هم د پولیسو لهخوا نیولې شوې دي.
دغو لاریونوالو غوښتل، چې ځانونه د اسلام اباد «ډي چوک» ته ورسوي، هلته چې د پارلمان، سترې محکمې، د لومړي وزیر دفتر او نورو مهمو دفترونو ودانۍ دي؛ خو د پوځي ځواکونو په رسېدو سره لاریون کوونکي له دغې سیمې و اېستل شول او د اسلام اباد په نورو برخو کې لا هم تاوتریخوالی په خپل حال پاتې دی.
د دې سره جوخت په اسلام اباد، راولپنډۍ او نورو شاوخوا سیمو کې مخابراتي شبکې او انټرنېټ له کاره لوېدلی او له پېښور او لاهوره پلازمېنې ته غځېدلې لارې او موټر وې د کانتینرونو په اېښودلو سره تړل شوې دي.
له خیبر پښتونخوا څخه د دغې صوبې د سر وزیر علي امین ګنډا پور په مشرۍ د لاریون کوونکو کاروان لا هم اسلام اباد ته د لارې په اوږدو د برهان په سیمه کې د پوځ لهخوا اېسار شوی دی.
که څه هم چې ښاغلي ګنډاپور ویلي و، چې دوی به هرو مرو ځان د اسلام اباد «ډي چوک» ته رسوي؛ خو لا تر دې دمه مالومه نه ده، چې دغه کاروان به د پوځي کنډکونو د مزاحمتونو په وړاندې کومې لارې خپلې کړي، ایا دغه کاروان به اسلام اباد او خپل منزل مقصود «ډي چوک» ته راورسېږي او که نه؟ ښایي د ورځې په اوږدو کې مالومه شي.

د بښنې نړۍوال سازمان په اسلام اباد او راولپنډۍ کې د مخابراتي شبکو پر فعالیت بندیز او د تحریک انصاف ډلې د مظاهرو د مخنیوي لپاره د سړکونو بندول غندلي.
دغه سازمان پر اېکس پاڼه کاږلي:« په اسلام اباد او راولپنډۍ کې د مخابراتي شبکو او انټرنېټ بندول د بیان ازادۍ، معلوماتو ته د لاسرسي حق او د خلکو حقونه تر پښو لاندې کوي.»
دغه سازمان لیکلي، لکه څنګه چې حکومت د احتجاج په تمه د پيټيای په سلګونو پلویان نیولي او په پر له پسې ډول د پاکستان د تحریک انصاف (پی ټي ای) د مشرانو او ملاتړ کوونکو پر وړاندې یې د جنایي تورونو پر لګولو سره فشارونه زیات کړي دي.
د دغه سازمان په وینا، تر دې مخکې د اکتوبر په دویمه نېټه، پولیسو د خیبر پښتونخوا په خېبر ولسوالۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د خېمو د له منځه وړلو لپاره د اوښکې بهوونکي ګاز څخه کار واخیست.
د بښنې نړۍوال سازمان پر پاکستاني چارواکو غږ کړی، چې سمدستي دې مخابراتي شبکې بېرته فعالې کړي، د اعتراض حق ته دې درناوی وکړي او د سولهییزو مظاهره کوونکو پر ضد دې د هر ډول ناقانونه ځواک له کارولو ډډه وکړي.
دغه سازمان وړاندې ویلي، نیول شوي کسان دې باید سمدستي بېرته خوشې شي.

د ایران د صدا او سیما شبکې خبریال په ژوندۍ خپرونه کې، د دغه هېواد د مذهبي مشر علي خامنه یي د جمعې د لمانځه د مراسمو د خپرولو پرمهال ګواښ وکړ، چې سپاه پاسداران کولای شي چې په لندن کې د ایران انټرنشنل ودانۍ په نښه کړي.
د صدا او سیما شبکې خبریال احمد اکبر نژاد همداراز زیاته کړه، چې ایران انټرنشنل ډېر لېواله دی، چې د دغه هېواد په توغندیو سره په نښه شي.
دا په داسې حال کې ده، چې ایران په وار - وار د ایران انټرنشنل کارکوونکي ګواښلي دي.
که څه هم په ایران کې د ایران انټرنشنل شبکه میلیونونه لیدونکي لري، خو په دغه هېواد کې د یادې رسنۍ نشرات غیر قانوني دي.
دا په داسې حال کې ده، چې واشنګټن پوست د روان کال د وږي په ۲۲مه راپور ورکړی و، چې ایران د لوېدیځو جنایتکارانو د شبکو په واسطه په امریکا او اروپا کې خپل مخالفین ځپي.
د راپورونو له مخې، په وروستیو کلونو کې څو ځلې د یادې رسنۍ پر کارکوونکو ترهګریز بریدونه هم شوي دي، چې له دغو بریدونو وروسته بیا په ۱۴۰۱ کال کې دغې شبکې خپل ټلویزیوني موقت نشرات د لندن پر ځای له واشنګټن څخه پر مخ یوړل.
د یادولو ده، چې د افغانستان په څېر په ایران کې هم د حاکم نظام له لوري تر ډېره د بیان د ازادۍ مخه نیول شوې ده او د ایران انټرنشنل په شان د رسنیو د نشراتو لپاره خنډونه جوړیږي.

د معاریو ورځپاڼې لیکلي، چې په ضاحیه سیمې باندې د اسراییل په وروستي برید کې د حسن نصرالله د احتمالي ځای ناستي هاشم صفي الدین د وژل کیدو احتمال زیات شوی دی.
د اسراییل ۱۲چینل د دغه هېواد د استخباراتي ادارو د ارزونې په حواله ویلي، چې ښايي صفی الدین په دې برید کې خپل ژوند له لاسه ورکړی وي.
بل خوا، د سوریې رسنیو د جمعې ماښام (د تلې ۱۳مه) راپور ورکړی، چې د طرطوس په ښار کې د یوې چاودنې غږ اورېدل شوی دی.
طرطوس د سوریې دوهم لوی بندري ښار دی او شاوخوا ۴۵۰ زره نفوس لري.
په منځني ختیځ کې د کړکیچ په پراخیدو سره، یو امریکايي چارواکي اسوشیېټډ پرس خبري اژانس ته ویلي، د دغه هېواد ځواکونو د جمعې د ورځې په بریدونو کې د یمن د حوثي وسله والې ډلې د وسلو ګودامونه او اډې په نښه کړې دي.
بل خوا، د اسراییل ټایمز خبري وب پاڼې لیکلي چې د جمعې په ورځ (د تلې ۱۳مه) له لبنان څخه د اسراییل پر شمالي سیمو شاوخوا ۱۸۰ توغندي وتوغول شول.
په همدې حال کې، د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټفان دوجاریک ویلي، پر لبنان باندې د اسراییل په بریدونو کې د ملکي تلفاتو شمیرې د منلو وړ نه دي.
هغه زیاته کړه: «ټولې خواوې باید تل د ملکي وګړو او ملکي بنسټونو د ساتنې له پاره هر هغه څه وکړي چې دوی یې کولی شي او ډاډ ترلاسه کړي چې ملکي وګړي هېڅکله له خطر سره مخامخ نه شي.»
بل خوا، د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي، چې پر ایران د اسراییل د احتمالي برید په اړه بحثونه لا هم روان دي او اسراییل به "سمدستي" پرېکړه ونه کړي.
جوبایډن زیاته کړه: «که د اسراییلي چارواکو پر ځای وای، نو د تېلو پر زېرمو له برید پرته به مې پر نورو لارو چارو فکر کړی وای.»
خو، د امریکا ولسمشریزو ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو نوماند ډونالډ ټرمپ د جوبایډن په وروستیو څرګندونو انتقاد وکړ، چې واشنګټن د ایران پر اټومي تاسیساتو د اسراییل له حملې سره مخالفت کوي.
هغه د بایډن خبرې "ناسمې" وبللې او ویې ویل: «دا ترټولو احمقانه څرګندونې دي چې تر اوسه ما اوریدلې دي.»
ټرمپ د ایران اټومي پروګرام تر ټولو «لوی خطر» وباله او زیاته یې کړه. چې د ایران حکومت به ډېر ژر اټومي وسلو ته لاسرسی ومومي.

د چارو د ادارې پخواني مشر محمود فضلي وایي، چې پاکستان یوازینی هېواد دی چې مذهبي افراطي ډلې ځانته ستراتیژیک خطر نه ګڼي.
ښاغلي فضلي د جمعې په ورځ (د تلې ۱۳مه) پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي: «پاکستان مذهبي افراطیت د پخوا په څير د خپلو ملتپاله بلوڅو او پښتنو په وړاندې د مبارزې لپاره کاروي، او لویدیځ ته ځان د مذهبي افراطیت قرباني معرفي کوي ترڅو د نظامي او اقتصادي مرستو ترلاسه کولو لپاره زمینه برابره کړي.»
فضلي وایي، چې د پاکستان پوځي او استخباراتي دوکتورین په دې ولاړ دي چې له افراطیت څخه د وسیلې په توګه کار واخلي، د دوی اصلي هدف د بلوڅ بیلتون غوښتونکو او پښتنو ملتپالو ځپل، کمرنګه کول او نابودول دي.
فضلي دې ته په اشارې سره چې د پاکستان دوه مخي افغانانو ته معلومه ده لیکلي: « پاکستان له یو لوري په نړیواله کچه ځان د افراطیت ضد معرفي کوي، خو له بله پلوه په داخلي کچه خپله مبارزه د ملتپاله غورځنګونو پر وړاندې متمرکزه ساتي.»
فضلي وایي، چې د سیمې هېوادونو لپاره دا تکتیک چې یوې افراطي ډلې ته ترجیح ورکړي او د بلې افراطي ډلې په وسیله یې مهار کړي، کېدای شي اوږدمهاله منفي عواقب ونلري. خو دا تکتیک زموږ د هېواد ملي ګټو ته ضرر رسوي او زموږ د اوږدمهاله بېثباتۍ سبب کېږي.
فضلي وایي: « موږ باید د افراطیت او د هغه د ملاتړو پر وړاندې یو واضح دریځ او ملي مترقي روایت ولرو. د منظور پښتین غورځنګ د دغه روایت او وضاحت یوه بریالۍ بېلګه ده، او موږ باید له دې غورځنګ څخه الهام واخلو.»
فضلي وویل، چې د خیبر په سیمه کې د یوولسم اکټوبر لویه جرګه چې د منظور پښتین او ملګرو له خوا یې جوړیږي باید د ټولو افغانانو لپاره یو پیغام ولري. «دا جرګه موږ ته څرګندوي چې یو ستر بدلون راتلونکی دی. دا بدلون به د مذهبي افراطیت او ښکیلاک پر وړاندې زموږ راتلونکي ثبات تضمین او د روان بحران عمر لنډ کړي.»
بل خوا، د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي، چې د پاکستان د پوڅ مشر د عمران خان پلوي لاریون د مخنیوي لپاره له سختو اقداماتو کار اخلي.
زلمي خلیل زاد لیکلي، جنرال عاصم منیر د اساسي قانون تابع نوې محکمې د جوړولو لپاره له دیکتاتورانه کړنو څخه کار اخلي.
خلیل زاد وایي: «دغه اقدامات د پاکستان لپاره شرمناکه دي، په ځانګړې توګه دې ته په پاملرنې سره چې د شانګهاې د همکاریو سازمان غونډې په دې ورستیو کې به اسلام اباد کې ترسره شوي.