د بښنې نړۍوال سازمان اسلام اباد کې د مخابراتي شبکو پر فعالیت بندیز او د سړکونو بندول غندلي

د بښنې نړۍوال سازمان په اسلام اباد او راولپنډۍ کې د مخابراتي شبکو پر فعالیت بندیز او د تحریک انصاف ډلې د مظاهرو د مخنیوي لپاره د سړکونو بندول غندلي.

د بښنې نړۍوال سازمان په اسلام اباد او راولپنډۍ کې د مخابراتي شبکو پر فعالیت بندیز او د تحریک انصاف ډلې د مظاهرو د مخنیوي لپاره د سړکونو بندول غندلي.
دغه سازمان پر اېکس پاڼه کاږلي:« په اسلام اباد او راولپنډۍ کې د مخابراتي شبکو او انټرنېټ بندول د بیان ازادۍ، معلوماتو ته د لاسرسي حق او د خلکو حقونه تر پښو لاندې کوي.»دغه سازمان لیکلي، لکه څنګه چې حکومت د احتجاج په تمه د پيټيای په سلګونو پلویان نیولي او په پر له پسې ډول د پاکستان د تحریک انصاف (پی ټي ای) د مشرانو او ملاتړ کوونکو پر وړاندې یې د جنایي تورونو پر لګولو سره فشارونه زیات کړي دي.د دغه سازمان په وینا، تر دې مخکې د اکتوبر په دویمه نېټه، پولیسو د خیبر پښتونخوا په خېبر ولسوالۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د خېمو د له منځه وړلو لپاره د اوښکې بهوونکي ګاز څخه کار واخیست.د بښنې نړۍوال سازمان پر پاکستاني چارواکو غږ کړی، چې سمدستي دې مخابراتي شبکې بېرته فعالې کړي، د اعتراض حق ته دې درناوی وکړي او د سولهییزو مظاهره کوونکو پر ضد دې د هر ډول ناقانونه ځواک له کارولو ډډه وکړي.دغه سازمان وړاندې ویلي، نیول شوي کسان دې باید سمدستي بېرته خوشې شي.


د ایران د صدا او سیما شبکې خبریال په ژوندۍ خپرونه کې، د دغه هېواد د مذهبي مشر علي خامنه یي د جمعې د لمانځه د مراسمو د خپرولو پرمهال ګواښ وکړ، چې سپاه پاسداران کولای شي چې په لندن کې د ایران انټرنشنل ودانۍ په نښه کړي.
د صدا او سیما شبکې خبریال احمد اکبر نژاد همداراز زیاته کړه، چې ایران انټرنشنل ډېر لېواله دی، چې د دغه هېواد په توغندیو سره په نښه شي.
دا په داسې حال کې ده، چې ایران په وار - وار د ایران انټرنشنل کارکوونکي ګواښلي دي.
که څه هم په ایران کې د ایران انټرنشنل شبکه میلیونونه لیدونکي لري، خو په دغه هېواد کې د یادې رسنۍ نشرات غیر قانوني دي.
دا په داسې حال کې ده، چې واشنګټن پوست د روان کال د وږي په ۲۲مه راپور ورکړی و، چې ایران د لوېدیځو جنایتکارانو د شبکو په واسطه په امریکا او اروپا کې خپل مخالفین ځپي.
د راپورونو له مخې، په وروستیو کلونو کې څو ځلې د یادې رسنۍ پر کارکوونکو ترهګریز بریدونه هم شوي دي، چې له دغو بریدونو وروسته بیا په ۱۴۰۱ کال کې دغې شبکې خپل ټلویزیوني موقت نشرات د لندن پر ځای له واشنګټن څخه پر مخ یوړل.
د یادولو ده، چې د افغانستان په څېر په ایران کې هم د حاکم نظام له لوري تر ډېره د بیان د ازادۍ مخه نیول شوې ده او د ایران انټرنشنل په شان د رسنیو د نشراتو لپاره خنډونه جوړیږي.

د معاریو ورځپاڼې لیکلي، چې په ضاحیه سیمې باندې د اسراییل په وروستي برید کې د حسن نصرالله د احتمالي ځای ناستي هاشم صفي الدین د وژل کیدو احتمال زیات شوی دی.
د اسراییل ۱۲چینل د دغه هېواد د استخباراتي ادارو د ارزونې په حواله ویلي، چې ښايي صفی الدین په دې برید کې خپل ژوند له لاسه ورکړی وي.
بل خوا، د سوریې رسنیو د جمعې ماښام (د تلې ۱۳مه) راپور ورکړی، چې د طرطوس په ښار کې د یوې چاودنې غږ اورېدل شوی دی.
طرطوس د سوریې دوهم لوی بندري ښار دی او شاوخوا ۴۵۰ زره نفوس لري.
په منځني ختیځ کې د کړکیچ په پراخیدو سره، یو امریکايي چارواکي اسوشیېټډ پرس خبري اژانس ته ویلي، د دغه هېواد ځواکونو د جمعې د ورځې په بریدونو کې د یمن د حوثي وسله والې ډلې د وسلو ګودامونه او اډې په نښه کړې دي.
بل خوا، د اسراییل ټایمز خبري وب پاڼې لیکلي چې د جمعې په ورځ (د تلې ۱۳مه) له لبنان څخه د اسراییل پر شمالي سیمو شاوخوا ۱۸۰ توغندي وتوغول شول.
په همدې حال کې، د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټفان دوجاریک ویلي، پر لبنان باندې د اسراییل په بریدونو کې د ملکي تلفاتو شمیرې د منلو وړ نه دي.
هغه زیاته کړه: «ټولې خواوې باید تل د ملکي وګړو او ملکي بنسټونو د ساتنې له پاره هر هغه څه وکړي چې دوی یې کولی شي او ډاډ ترلاسه کړي چې ملکي وګړي هېڅکله له خطر سره مخامخ نه شي.»
بل خوا، د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي، چې پر ایران د اسراییل د احتمالي برید په اړه بحثونه لا هم روان دي او اسراییل به "سمدستي" پرېکړه ونه کړي.
جوبایډن زیاته کړه: «که د اسراییلي چارواکو پر ځای وای، نو د تېلو پر زېرمو له برید پرته به مې پر نورو لارو چارو فکر کړی وای.»
خو، د امریکا ولسمشریزو ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو نوماند ډونالډ ټرمپ د جوبایډن په وروستیو څرګندونو انتقاد وکړ، چې واشنګټن د ایران پر اټومي تاسیساتو د اسراییل له حملې سره مخالفت کوي.
هغه د بایډن خبرې "ناسمې" وبللې او ویې ویل: «دا ترټولو احمقانه څرګندونې دي چې تر اوسه ما اوریدلې دي.»
ټرمپ د ایران اټومي پروګرام تر ټولو «لوی خطر» وباله او زیاته یې کړه. چې د ایران حکومت به ډېر ژر اټومي وسلو ته لاسرسی ومومي.

د چارو د ادارې پخواني مشر محمود فضلي وایي، چې پاکستان یوازینی هېواد دی چې مذهبي افراطي ډلې ځانته ستراتیژیک خطر نه ګڼي.
ښاغلي فضلي د جمعې په ورځ (د تلې ۱۳مه) پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي: «پاکستان مذهبي افراطیت د پخوا په څير د خپلو ملتپاله بلوڅو او پښتنو په وړاندې د مبارزې لپاره کاروي، او لویدیځ ته ځان د مذهبي افراطیت قرباني معرفي کوي ترڅو د نظامي او اقتصادي مرستو ترلاسه کولو لپاره زمینه برابره کړي.»
فضلي وایي، چې د پاکستان پوځي او استخباراتي دوکتورین په دې ولاړ دي چې له افراطیت څخه د وسیلې په توګه کار واخلي، د دوی اصلي هدف د بلوڅ بیلتون غوښتونکو او پښتنو ملتپالو ځپل، کمرنګه کول او نابودول دي.
فضلي دې ته په اشارې سره چې د پاکستان دوه مخي افغانانو ته معلومه ده لیکلي: « پاکستان له یو لوري په نړیواله کچه ځان د افراطیت ضد معرفي کوي، خو له بله پلوه په داخلي کچه خپله مبارزه د ملتپاله غورځنګونو پر وړاندې متمرکزه ساتي.»
فضلي وایي، چې د سیمې هېوادونو لپاره دا تکتیک چې یوې افراطي ډلې ته ترجیح ورکړي او د بلې افراطي ډلې په وسیله یې مهار کړي، کېدای شي اوږدمهاله منفي عواقب ونلري. خو دا تکتیک زموږ د هېواد ملي ګټو ته ضرر رسوي او زموږ د اوږدمهاله بېثباتۍ سبب کېږي.
فضلي وایي: « موږ باید د افراطیت او د هغه د ملاتړو پر وړاندې یو واضح دریځ او ملي مترقي روایت ولرو. د منظور پښتین غورځنګ د دغه روایت او وضاحت یوه بریالۍ بېلګه ده، او موږ باید له دې غورځنګ څخه الهام واخلو.»
فضلي وویل، چې د خیبر په سیمه کې د یوولسم اکټوبر لویه جرګه چې د منظور پښتین او ملګرو له خوا یې جوړیږي باید د ټولو افغانانو لپاره یو پیغام ولري. «دا جرګه موږ ته څرګندوي چې یو ستر بدلون راتلونکی دی. دا بدلون به د مذهبي افراطیت او ښکیلاک پر وړاندې زموږ راتلونکي ثبات تضمین او د روان بحران عمر لنډ کړي.»
بل خوا، د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي، چې د پاکستان د پوڅ مشر د عمران خان پلوي لاریون د مخنیوي لپاره له سختو اقداماتو کار اخلي.
زلمي خلیل زاد لیکلي، جنرال عاصم منیر د اساسي قانون تابع نوې محکمې د جوړولو لپاره له دیکتاتورانه کړنو څخه کار اخلي.
خلیل زاد وایي: «دغه اقدامات د پاکستان لپاره شرمناکه دي، په ځانګړې توګه دې ته په پاملرنې سره چې د شانګهاې د همکاریو سازمان غونډې په دې ورستیو کې به اسلام اباد کې ترسره شوي.

د لویدیځې غاړې په طولکرم ښار کې اسراییل پر یو کافي شاپ برید کړی او د حماس د وسله والې ډلې یو لوړ پوری سمیه ییز قوماندان او لږ تر لږه ۱۷ نور کسان یې وژلي دي.
د طولکرم د نور شمس د کډوالو په کمپ کې، چې په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې یو له ګڼ میشته سیمو څخه ده، د کافي شاپ د ځمکې لاندې پوړ یې په بشپړه توګه ویجاړ شوی دی.
د کافي شاپ چت کې دوه سوري لیدل کیږي چیرې چې توغندي لګیدلي دي.
رویټرز خبرياژانس لیکي، چې په لویدیځه غاړه کې د اسراییل دغه هوایي برید په دې وروستیو کلونو کې تر ټولو لوی برید دی.
د کافې شاپ مالک نمر فیاض چې ورور یې په برید کې وژل شوی، وویل: «له ۲۰۰۲ کال راهیسې داسې د چاودنې غږ په دې سیمه کې نه و اوریدل شوی.»
هغه وویل: "توغندیو یوه ملکي ودانۍ په نښه کړه، د فلسطینیانو لپاره هېڅ ځای هم خوندي نه دی. فلسطینیان د ځان د دفاع حق لري.»
اسراییلي پوځ ویلي، چې په دغه برید کې د حماس د وسله والې ډلې مشر ضاحي یاسر عبدالرزاق اوفي د لویدیځې غاړې په شمال ختیځ کې وژل شوی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د اسراییل له بریدونو سره، سره د لبنان پلازمېنې بیروت ته رسېدلی دی.
د حسن نصرالله له وژل کېدو وروسته لبنان ته دا د یوه لوړ پوړي ایراني چارواکي لومړی سفر دی.
له بلې خوا اسراییل پر لبنان خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی.
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسراییل په بریدونو کې ۳۷ تنه لبنانیان وژل شوي او ۱۵۱ تنه نور ټپیان شوي دي.
په لبنان کې امنیتی سرچینې وایي، چې اسراییلي پوځیانو د بیروت په سویل کې د حزب الله په مرستندویه کارکوونکو برید کړی چې له امله یې د حزب الله درې مرستندویه کارکونکی ژوبل شوي دي.
له بل پلوه د اسراییل پوځ وايي، د اسراییل هوايي ځواکونو د لبنان په پلازمېنه بیروت کې بمباري کړې ده.
د اسراییلي پوځ په وینا، د دغه برید موخه د حزب الله یو جګپوړی مشر هاشم صفي الدین و.
تر دې وړاندې داسې راپورونه خپرېدل، چې هاشم صفي الدین به د حسن نصرالله ځای ناستی شي.
حزب الله لا تر اوسه د اسراییل د دغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.