• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د هوا پیژندنې اداره: ۲۶ ولایتونو کې د باران، تېز باد او سېلابونو د راوتو اټکل شوی

۱۴ تله ۱۴۰۳ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۷:۲۱ GMT+۱

د طالبانو تر کنټرول لاندې د هواپیژندنې ادارې د (تلې له ۱۴ څخه تر ۱۵ نېټې) په ۲۶ ولایتونو کې د تیز باران، برېښنا، تېزو بادونو، او سېلابونو د راوتو اټکل کړی. د دغې ادارې د اټکل له مخي، چې د باران کچه به (له ۱۵ څخه تر ۴۵) ملي مترو پورې وي.

د طالبانو تر واک لاندي د هوا پیژندنې ادارې د شنبې په ورځ په يوې خبرپاڼه کې ويلي، چې د یکشنبې په ورځ به د سالنګونو په ګډون په بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتیا، خوست، کابل، کاپیسا، پنجشېر، بغلان، پروان، سمنګان، میدان وردګ، غزني، بامیان، دایکنډي غور، بلخ، سرپل، فاریاب، بادغیس، هرات، فراه او هلمند ولایتونو کې د بارانونو، سېلابونو او تېزو بادونو اټکل کیږي.

په خبرپاڼه کې په شمالي، لوېديځو، سوېلي او مرکزي ولایتونو کې د تېز باد اټکل شوی.

د دوی د معلوماتو له مخي، د باد سرعت به په ساعت کې له (۵۰ څخه تر ۸۰) کيلومتره پوري وي.

د طالبانو دغې ادارې وړاندي د بارانونو اوسېلابونو پر مهال پر هغو کورنيو، چې سندونو ته نژدې اوسيږي ږغ کړی و، چې خوندي سيمو ته ولاړ شي.

د تلې مياشتي په ۱۱ مه نېټه د پېښو په وړاندي د طالبانو د چمتوالي ادارې ویلي و، چې د وروستيو سېلابونو او اورلګېدنې په پېښو کې ۱۳ کسان مړه او ۱۶ نور ټپيان شوي دي.

دغې ادارې ویلي، چې د سېلابونو، توپان او اورلګېدنې له کبله ۱۰۹ کورونه هم ویجاړ شوي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

طالبان: په فارياب کې د دوو ترافیکي پېښو له کبله ۳ کسان مړه او ۳۰ نور ټپیان شوي دي

۱۴ تله ۱۴۰۳ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۶:۲۸ GMT+۱

په فارياب کې د طالبانو تر واک لاندي سيمه ييز ملي ټلویزيون راپور ورکړی، چې په دوو جلا ترافيکي پېښو کې ۳ کسان مړه او ۳۰ نور ټپيان شوي دي. دغه پېښې د فارياب ولایت په قیصار او المار ولسوالیو کې رامنځ ته شوي او په دواړو پېښو کې فلانکوچ موټرې چپه شوي دي.

په فارياب کې د طالبانو تر واک لاندي سيمه ييز ملي ټلویزيون د شنبې په ورځ د دغه ډلې د اطلاعاتو او فرهنګ د رييس شمس الدين محمدي له قوله ليکلي، چې په قيصار ولسوالۍ کې د فلانکوچ موټر د چپه کېدو په پېښه کې دوه کسه مړه او ۲۰ نور ټپيان شوي دي.

د دوی په خبره، چې د یو شمېر ټپيانو روغتيایي حالت د اندېښنې وړ دی.

په راپور کې راغلي، چې دويمه پېښه تېره ورځ ناوخته د فاریاب ولایت د المار ولسوالۍ په بازار کې د فلانکوچ موټر د چپه کېدو له کبله رامنځ ته شوې، چې يو ماشوم پکې مړ شوی او ۷ کسان نور ټپيان شوي دي.

د یادوني وړ ده، چې تېره ورځ د نورستان د دواب ولسوالۍ پر عمومي لار، چې په غرنيو سېمو کې تېره شوې، د سپرلۍ یو ډاټسن موټر کړنګ ته لوېدلی، چې په کې ۷ کسان مړه او ۸ نور ټپيان شوي وو.

د سړکونو خرابوالی، د ټرافیکي نښو نشتوالی او د یو شمېر موټر چلوونکو له‌خوا ټرافیکي اصولو ته پام نه کول د دې پېښو لاملونه دي.

طالبانو د ملا هبت الله د فرمان له مخې په افغانستان کې د ښوونکي د ورځې د نمانځلو مخنیوی وکړ

۱۴ تله ۱۴۰۳ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۶:۰۱ GMT+۱

د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو د ښوونځیو مسوولانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې سږکال طالبانو د ملا هبت الله د فرمان پر اساس د ښوونکي د ورځې د نمانځلو مخنیوی کړی. په کندهار کې طالبانو یو غږیز پېغام کې، ښوونځیو ته خبردارۍ ورکړی، چې د ملاهبت الله فرمان تر پښو لاندې نه کړي.

نن د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر ۵مه نېټه ده، چې د ښوونکي نړۍوالې ورځې سره برابره ده.

د طالبانو دامربالمعروف وزارت یو مکتوب چې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو تر لاسه کړی و، پکې یې له ملا هبت الله څخه غوښتي چې یو لړ بندیزونو منظور کړي.

په دې مکتوب کې راغلي، چې پټۍ پرېکول، د ځانګړو ورځو نمانځل، په ادارو کې پر سرو قالینو ګرځېدل او ازادې سیالۍ د اسلام په دین کې نه شته.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، ملا هبت الله د طالبانو د امربالمعروف وزارت ټولې غوښتنې منظورې کړي دي او په دې اړه یې فرمان هم ورکړی، چې عملي شي.

د افغانستان ځینو ولایتونو د ښوونځیو مسوولانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې څو ورځې وړاندې د طالبانو د پوهنې ولایتي ریاستونو د ښوونځیو له مدیرانو غوښتي و، چې د ملا هبت الله د فرمان پر اساس دې د ښوونکي د ورځې له نمانځلو څخه ډډه وکړي.

په همدې حال کې د کندهار د پوهنې ریاست یو ښاري مسوول په غږیږ پېغام کې د ښوونځیو له مسوولانو غوښتي، چې هر ښوونځي چې د ښوونکي ورځ ونمانځله او د ملا هبت الله فرمان یې تر پښو لاندې کړ، هغه ته به سزا ورکول کیږي.

د طالبانو د راتګ څخه مخکې په تېر حکومت کې هر کال په دولتي کچه د ښوونکي ورځ په شاندارو مراسمو نمانځل کېده او په دې ورځ د ښوونکو د ستونزو یادونه کېده.

د کتوونکو په باور د طالبانو د بیا ځلي راتګ سره، دغې ډلې د عصري زده کړو پر ځای یوازې دیني زده کړو د پرمختګ لپاره لسټونې رابډ وهلي دي، چې له دې سره د ښوونځیو او پوهنتونونو ښوونیز وضعیت ورځ تر بلې خرابېدو خواته روان دی او د ځوانانو علاقه په کمېدو ده.

متقي: د روسيې سره د ډيپلوماټيکو اړيکو د کچې د لوړېدو هيله لرو

۱۴ تله ۱۴۰۳ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۵:۱۴ GMT+۱

طالبان وایي، متقي د روسيې د بهرنیو چارو وزير سره په ليدنه کې د ډيپلوماټيکو اړيکو د کچې د لوړېدو هيله څرګنده کړې ده.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت په اعلاميه کې راغلي، چې سرګي لاوروف د اړيکو پر پراختيا ټينګار کړی او ويلي یې دي: «روسيې شرکتونه لېواله دي، چې د افغانستان د کرنې، کانونو او ټرانسپورټ په برخو کې پانګونه وکړي.»

د شنبې په ورځ په خپره شوې دغه اعلامیه کې راغلي، چې د افغانستان او روسيې بهرنيو چارو وزيرانو د مسکو فارمټ شپږمې ناستې په څنډه کې پر دوه اړخيزو سياسي او اقتصادي اړيکو خبري کړي.

د طالبانو په اعلاميه کې راغلي، چې د روسيې بهرنيو چارو وزير ویلي: «د افغانستان د مرکزي بانک زېرمې باید ازادې شي او افغانستان سره تعامل له نورو چارو سره ونه تړل شي.»

اعلاميه د سرګی لاوروف له قوله زياتوي، چې د افغانستان موقعيت د سيمې د اقتصادي اتصال په برخه کې مهم دی.

که څه هم د روسیې بهرنيو چارو وزارت د دې ناستې د جزياتو په اړه څه نه دي ويلي؛ خو د روسيې ټاس خبري اژانس د افغانستان لپاره د روسيې د ځانګړي استازي ضمير کابلوف له قوله ویلي، چې په دې ناسته کې دواړو لوريو د ترهګرۍ او نشه يي توکو پر وړاندي د مبارزې په اړه خبري کړي.

دغه اژانس زياتوي، چې ضمير کابلوف د افغانستان په اړه د مسکو د مشورتي فورم له غونډې وروسته وويل: « بې له شکه د ترهګرۍ او نشه یي توکو پر وړاندي ګډې مبارزې ته ډېره پاملرنه شوې ده.»

روسيې هم د نورو هېوادونو په څېر طالبان په رسمت نه دي پېژندلي، خو له دغې ډلې سره اړیکې لري او په مسکو کې یې د افغانستان سفارت طالبانو ته سپارلی دی.

د دې تر څنګ، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د وري په میاشت کې وویل، چې د ترهګرو سازمانونو له لیست څخه د طالبانو د ایستلو موضوع تر غور لاندې ده.

د افغانستان په چارو کې د روسيې ځانګړي استازي، چې تل له طالبانو سره د روسيې د اړيکو د پراخولو په لټه کې دی، مخکي ويلي وو، چې «طالبان نور د روسيې دښمنان نه دي.»

ضمیر کابلوف په تیرو درېیو کلونو کې له طالبانو سره د روسیې د اړیکو په ښه کولو کې مهم رول لوبولی دی.

هغه مخکې ویلي وو، چې طالبان د پخواني شوروي اتحاد د ځای ناستي په توګه پر روسیه باور لري.

کابلوف: برېکس سرمشریزې ته د طالبانو بلل د غړو هېوادونو په هوکړه پورې تړلي

۱۴ تله ۱۴۰۳ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۲:۲۱ GMT+۱

په افغان چارو کې د روسیې استازی وايي، که د برېکس غړو هېوادونو هوکړه وکړه، نو په کازان کې به د دې ټولنې سرمشریزې ته طالبان وبولي.

طالبانو له مسکو غوښتي چې د برېکس راتلونکې غونډې ته دوی ور وبولي.

خو د مسکو فارمټ له ناستې وروسته پرون ضمیر کابلوف خبریالانو ته وویل، دا ډول بلنه د برېکس د غړو هېوادونو په هوکړه پورې تړلې ده.

برېکس سرمشریزه د روانې اکتوبر میاشتې له ۲۲ تر ۲۵ د روسیې په کازارن ښار کې جوړېږي.

د روسیې دولتي خبري اژانس ریانوویستي دوه اونۍ مخکې وویل، طالبانو د ولسمشر ولادیمیر پوتین مرستیال یوري اوشاکوف ته په لیک کې غوښتنه کړې چې دې سرمشریزې ته بلنه ور کړي.

په دې لیک کې راغلي چې د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال ملابردار په برېکس سرمشریزه کې ګډون کول غواړي.

خو د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال اندری رودنکو پرون وویل، برېکس لا د طالبانو د ګډون په هکله هوکړه نه ده کړې.

برازیل، روسیه، هند، چین او سوېلي افریقا د برېکس اصلي غړي دي.

دا ټولنې د مصر، سعودي، متحده عربي اماراتو، ایران او ایتوپیا په غړیتوب هم هوکړې ته رسېدلې ده.

طالبان: په نورستان کې د موټر چپه کېدو له کبله ۷ کسان مړه او ۸ نور ټپيان شوي دي

۱۴ تله ۱۴۰۳ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۲:۱۳ GMT+۱

د نورستان لپاره د طالبانو امنيه قومندانۍ چارواکي وايي، د دې ولایت په دواب ولسوالۍ کې د سپرلۍ موټر چپه شوی، چې پکې ۷ کسان مړه او ۸ نور ټپيان شوي دي.

د پېښې مړي او ټپيان ځایي روغتيايي مرکز ته انتقال شوي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.

په نورستان کې د طالبانو د امنيه قومندانۍ ویاند غلام رحمان حيدري رسنیو ته ويلي، چې پېښه تېره شپه ناوخته شوې.

دوی وايي، د دواب ولسوالۍ لارې په غرنیو سېمو کې تيرې دي او دا ډاټسن موټر هم کړنګ ته لوېدلی دی.
د سړکونو خرابوالی، د ټرافیکي نښو نشتوالی او د یو شمېر موټر چلوونکو له‌خوا ټرافیکي اصولو ته پام نه کول د دې پېښو لامل دي.