• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

کابلوف: برېکس سرمشریزې ته د طالبانو بلل د غړو هېوادونو په هوکړه پورې تړلي

۱۴ تله ۱۴۰۳ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۲:۲۱ GMT+۱تازه شوی: ۱۴ تله ۱۴۰۳ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۳:۵۳ GMT+۱

په افغان چارو کې د روسیې استازی وايي، که د برېکس غړو هېوادونو هوکړه وکړه، نو په کازان کې به د دې ټولنې سرمشریزې ته طالبان وبولي.

طالبانو له مسکو غوښتي چې د برېکس راتلونکې غونډې ته دوی ور وبولي.

خو د مسکو فارمټ له ناستې وروسته پرون ضمیر کابلوف خبریالانو ته وویل، دا ډول بلنه د برېکس د غړو هېوادونو په هوکړه پورې تړلې ده.

برېکس سرمشریزه د روانې اکتوبر میاشتې له ۲۲ تر ۲۵ د روسیې په کازارن ښار کې جوړېږي.

د روسیې دولتي خبري اژانس ریانوویستي دوه اونۍ مخکې وویل، طالبانو د ولسمشر ولادیمیر پوتین مرستیال یوري اوشاکوف ته په لیک کې غوښتنه کړې چې دې سرمشریزې ته بلنه ور کړي.

په دې لیک کې راغلي چې د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال ملابردار په برېکس سرمشریزه کې ګډون کول غواړي.

خو د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال اندری رودنکو پرون وویل، برېکس لا د طالبانو د ګډون په هکله هوکړه نه ده کړې.

برازیل، روسیه، هند، چین او سوېلي افریقا د برېکس اصلي غړي دي.

دا ټولنې د مصر، سعودي، متحده عربي اماراتو، ایران او ایتوپیا په غړیتوب هم هوکړې ته رسېدلې ده.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

طالبان: په نورستان کې د موټر چپه کېدو له کبله ۷ کسان مړه او ۸ نور ټپيان شوي دي

۱۴ تله ۱۴۰۳ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۲:۱۳ GMT+۱

د نورستان لپاره د طالبانو امنيه قومندانۍ چارواکي وايي، د دې ولایت په دواب ولسوالۍ کې د سپرلۍ موټر چپه شوی، چې پکې ۷ کسان مړه او ۸ نور ټپيان شوي دي.

د پېښې مړي او ټپيان ځایي روغتيايي مرکز ته انتقال شوي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.

په نورستان کې د طالبانو د امنيه قومندانۍ ویاند غلام رحمان حيدري رسنیو ته ويلي، چې پېښه تېره شپه ناوخته شوې.

دوی وايي، د دواب ولسوالۍ لارې په غرنیو سېمو کې تيرې دي او دا ډاټسن موټر هم کړنګ ته لوېدلی دی.
د سړکونو خرابوالی، د ټرافیکي نښو نشتوالی او د یو شمېر موټر چلوونکو له‌خوا ټرافیکي اصولو ته پام نه کول د دې پېښو لامل دي.

سرچینې: طالبانو د بډو په بدل کې د برېښنا ۸۲ نوي ټرانسفرمرونه پر سوداګریزو ودانیو پلورلي

۱۴ تله ۱۴۰۳ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۱:۲۵ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت له خوا د بډو بدل کې د برېښنا د ۸۲ نويو لګول شویو ټرانسفرمرونو لېست افغانستان انټرنشنل ته رسېدلی. په برېښنا شرکت کې سرچینې وايي په کابل کې د برېښنا پر کمښت سربېره بیا هم طالبانو دغه ټرانسفرمرونه فابریکو او سوداګریزو وداینو ته لګولي.

زیاتره دغه ټرانسفرمرونه فابریکو، بلند منزلو، د وادونو پر هوټولونو او بېلابیلو شرکتونو ته لګېدلي دي.

د طالبانو په برېښنا عمومي شرکت کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، د ذوب اهن ملت سټیل ته د برېښنا نوی ټرانسفرمر د بډو په بدل کې لګول شوی دی.

د دوی پر وینا دې ذوب اهن ملت سټیل ته د کابل شکردره ولسوالۍ د چمتلې د برېښنا برج څخه برېښنا ورکړل شوې ده؛ خو په بدل کې یې د طالبانو د برېښنا مسوولانو یو لک ډالر رشوت اخیستی دی.

د برېښنا شرکت د ضیا سعید سټیل په نوم فابریکې ته هم د برېښنا نوی ټرانسفرمر لګولی دی او له دوی هم د برېښنا شرکت مسوولانو شاوخوا یو نیم لک ډالره بډې اخیستې دي.

100%

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د برېښنا شرکت یو مسوول وویل، د کابل اوسېدونکي په ۲۴ ساعتونو کې یوازې له څلورو تر شپږ ساعتونو برېښنا لري، خو د عام ولس برېښنا پر فابریکو او سوداګریزو ودانیو باندې د بډو په بدل کې خرڅیږي.

دوی زیاتوي چې د بډو له امله طالبان د وارداتي برېښنا تقسیم په شفافه ډول نه کوي.

د سرچینو په خبره، طالب چارواکي برېښنا شرکت د پیسو د پیدا کولو ښه سرچینه بولي او د دوی هره بانفوذه خوا هڅه کوي چې پر دغه اداره کنټرول ولري.

100%

.

په دې وروستیو کې د کابل ښاریان د برېښنا له لوړو بیو هم شکایت کوي او وايي چې د ورځې څو ساعته برېښنا لري خو بیا هم طالبان د برېښنا بېلونه څو چنده زیات اخلي.

د تېر حکومت پرمهال یو شمېر لوړپوړو چارواکو، جهادي قومندانانو، زورواکو او ډېر شمېر ادارو د برېښنا پیسې نه ورکولې او دا موضوع د دې لامل شوې وه، چې د برېښنا په برخه کې افغانستان له ډېرو ستونزو سره مخ شي.

افغانستان اتیا سلنه برېښنا له بهرنیو هېوادونو اخلي او هر کال له ۲۲۰ میلیونه تر ۲۸۰ میلیونه ډالرو پورې ګاونډیو هېوادونو ته د برېښنا لګښت ور کوي.

پنجشیر کې د طالبانو په یو مرکز کې چاودنه شوې؛ طالبان وایي، شپږ کسه ټپیان شوي دي

۱۴ تله ۱۴۰۳ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۳:۵۰ GMT+۱

سیمه‌ییزې سرچېنې وايي، چې د جمعې په ماښام د پنجشېر د درې په ولسوالۍ کې د طالبانو په یو مرکز کې زوروره چاودنه شوې.

په پجنشېر کې طالب چارواکو د شپږو تنو د ټپي کېدو منښته کړې؛ خو روغتیايي سرچېنو بیا ویلي، چې روغتون ته یو شمېر مړي او ټپيان لېږدول شوي دي.
په پنجشېر کې د طالبانو د پولیسو ویاند عابدالله فاروقي وايي، چې چاودنه په یو مېلمستون کې د ګازو ډبې د چاودنې له امله شوې، چې له امله یې شپږ تنه ټپي شوي دي.
نوموړي په اېکس پاڼه لیکلي، چې ټپيان روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي او د هغوی روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی.

هغه دا هم ویلي، چې په دغې چاودنه کې مالي زیان هم نه دی اوښتی.
خو سیمه‌ییزې سرچېنې بیا وايي، دغه چاودنه د معلم بشیر په کور کې شوې چې دا مهال په کې د طالبانو مرکز جوړ شوی.

دغو سرچېنو ادعا کړې، چې په دغه مرکز کې شاوخوا سل تنه وسله‌وال طالبان اوسېدل.
یوې روغتیايي سرچېنې ویلي، چې د پېښې له ځایه شاوخوا ۳۰ تنه مړي او لسګونه ټپیان د درې او د پنحشېر ولایت مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.
ځینو سرچېنو دا اټکل هم کړی، چې کېدای شي دغه پېښه د بې پیلوټه الوتکې پر مټ ترسره شوې وي.

امریکايي بنسټ اکلید: د سپټمبر په میاشت کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ سرحدي شخړې زیاتې شوي

۱۳ تله ۱۴۰۳ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۴، ۲۱:۱۲ GMT+۱

امریکايي بنسټ اکلید چې د وسله والو شخړو څارنه کوي، راپور ورکړی چې د سپټمبر په میاشت کې د افغانستان او پاکستان په پوله کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی.

د دغه بنسټ د سيمه ييزو څېړنو له مخې، د دغو شخړو په پايله کې د درېيو ملکيانو په ګډون اته تنه په خوست او خيبر پښتونخوا کې وژل شوي دي.

اکلید بنسټ یا «د وسله والو شخړو موقعیت او د پیښو د معلوماتو پروژه» د جمعې په ورځ (د تلې ۱۳مه) په خپل سمیه ییزې ارزونه کې د ارام سمندر- هېوادونو د سپټمبر میاشتې ارزونه خپره کړه.

د دې ارزونې له مخې، د طالبانو او پاکستان ترمنځ جګړه د سپټمبر په ۴مه، ۷ مه او ۹مه وروسته له هغه پیل شوه، چې طالبانو د خوست په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د پوستو د جوړولو هڅه وکړه.

اکلید لیکي، چې د پنجشنبې په ورځ د سپټمبر په ۱۹مه د خوست ولایت د ګربز ولسوالۍ د غلام خان په پوله د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ په نښته کې د طالبانو یو غړی، یو افغان ملکي وګړی او دوه پاکستاني ځواکونه ووژل شول.

د دې امریکايي بنسټ د څېړنو له مخې، په دې موده کې په خوست ولایت کې د تلفاتو شمېر د ۲۰۲۲کال له اپریل راهیسې تر ټولو لوړ دی.

په راپور کې راغلي، د دواړو هېوادونو ترمنځ په سرحدي نقطو کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ له جګړې وروسته نږدې دوه زره کورنۍ بې ځایه شوې دي او د غلام خان لاره چې د دواړو هېوادونو تر منځ یو له مهمو سرحدي نقطو څخه ده، هم تړل شوې.

د اکلید سیمه ییزې سروې له مخې، نښتې د سپټمبر په وروستیو کې وروسته له هغه رامنځته شوې چې طالبانو په ننګرهار او کونړ ولایتونو کې د سرحدي پوستو د جوړولو هڅه وکړه او پاکستان غبرګون وښود.

دغه بنسټ د سرچینو له قوله لیکلي، چې د پاکستان د پوځ له خوا د ننګرهار د ګوشتې ولسوالۍ پر کلیو توغندي توغول شوي دي.

اکلید همدا راز ټینګار کوي، چې د مارچ له میاشتې راهیسې د طالبانو او پاکستان تر منځ سرحدي تاوتریخوالی مخ په زیاتیدو دی او طالبانو او پاکستان هڅه وکړه چې په نارامه سرحدي سیمو کې حصارونه او امنیتي پوستې جوړې کړي.

دوه افغانان په ایران کې اعدام شوي دي

۱۳ تله ۱۴۰۳ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۹:۰۵ GMT+۱

د ایران د بشري حقونو سازمان د کرج په قزل حصار زندان کې د دوو افغانانو په شمول د اته بندیانو د اعدامیدو خبر ورکړ. د بشري حقونو دغه سازمان د جمعې په ورځ وویل، چې دغه کسان د "جګړې"، "جنسي تېري" او قتل په ګډون په بېلابېلو جرمونو په تور اعدام شوي دي.

په ناروي کې میشت د ایران د بشري حقونو سازمان په یوې خبرپاڼه کې چې د جمعې په ورځ (د تلې ۱۳مه) خپره شوه، راغلي چې دوه افغانان د جنسي تېري په تور د کرج په قزل حصار زندان کې اعدام شوي دي.

د دغې خبرپاڼې له مخې، د چهارشنبې په ورځ د (د تلې ۱۱مه) د یوې ښځې په ګډون څلور تنه د قصدي قتل په تور او دوه تنه د وسله والو غلاوو په تور په اعدام محکوم شوي وو.

د بشري حقونو دغه سازمان د دوو افغان او یوې اعدام شوې ښځې هویت نه دی په ډاګه کړی.

د دغو افغانانو د محاکمې او زندان د شرایطو په اړه تر اوسه معلومات نه دي خپاره شوي او نه هم تر اوسه ایراني چارواکو څه ویلي دي.

د بشري حقونو د سازمانونو په وینا، د روان کال له پیل راهیسې، د ایران په زندانونو کې د ۱۵ ښځو په ګډون ۳۸۱ کسان په دار ځړول شوي دي.