• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سرچينه: په ارزګان کې په يو هدفي بريد کې یو کس وژل شوی او بل ټپي دی

۱۴ تله ۱۴۰۳ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۸:۳۷ GMT+۱

سرچينو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې تېره شپه ناوخته نامعلومو وسله والو د ارزګان د مرکز ترينکوټ په کرنا سيمه کې په مخامخ ډزو کې يو کس وژلی او بل يې ټپي کړی دی. د پېښې اصلي انګيزه لا نه ده معلومه.

په ارزګان کې د طالبانو امنيه قومنداني هم دغه پېښه تایيدوي.

په دغه ولایت کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند بلال ارزګاني د شنبې په ورځ د دغه پېښې اړوند سيمه یيزو رسنیو ته ویلي، چې د پېښې په تړاو يې دوه شکمن کسان نيولي دي.

بلال زياتوي، چې وژل شوی او ټپي دواړه ملکي کسان دي او پېښه تر څېړنې لاندي ده.

وړاندي تر دې هم په ارزګان کې ورته پېښې رامنځ ته شوي، چې طالبانو یې لامل شخصي دوښمنۍ بللي وې.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون د چمن له سرحدي ځواکونو غوښتي چې ۵ افغانان خوشې کړي

۱۴ تله ۱۴۰۳ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۸:۰۰ GMT+۱

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون د شنبې په ورځ وویل، چې پنځه افغان خویندې او ورونه چې درې یې ماشومان دي، په چمن کې د سرحدي ځواکونو له خوا په داسې حال کې نیول شوي چې غوښتل یې پاکستان ته خپلې مور ته ورشي. دغه سازمان له پاکستاني چارواکو وغوښتل چې دغه پنځه کسان خوشې کړي.

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون د پنځو خویندو او ورونو په نیول کېدو او احتمالي شړلو اندېښنه څرګنده کړې، چې درې یې کم عمره ماشومان دي.

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون د دغو پنځو کسانو د شړلو د احتمال په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې د دې کورنۍ دوه ځوانې او نا واده شوې لوڼې ښايي له محرم پرته افغانستان ته د سفر له کبله له سزا سره مخ شي.

دغې ادارې له اړوندو چارواکو غوښتنه کړې، چې ياد کسان خوشې او ډاډ ترلاسه کړي چې په اسلام اباد کې له خپلې مور سره وګوري.

د کمېسیون د خبرپاڼې له مخې، د ماشومانو د حقونو د کنوانسیون د ۹ ام بند له مخې، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ لا دمخه حکومت ته خبرداری ورکړی، چې د دې کورنۍ مسوولیت پر غاړه واخلي.

له یو کال راهیسې، په پاکستان کې د استوګنې له اسنادو پرته د افغان کډوالو نیول او اېستل زیات شوي دي. د وږي په نیمایي کې، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وویل، چې دغه هېواد به ډېر ژر د بې اسنادو افغان کډوالو د اېستلو دویم پړاو پیل کړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د شمېرو له مخې، په پاکستان کې شاوخوا ۸۸۰زره افغان کډوال د ځانګړو کارتونو په لرلو سره ژوند کوي. د افغان کډوالو د اېستلو لومړی پړاو تېر کال د تلې میاشت کې پیل شو، چې څه باندې ۶۰۰زره افغان کډوال له پاکستانه واېستل شول.

د ملي مقاومت جبهه وايي، چې په تخار کې یې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د لوژستیک رییس وژلی

۱۴ تله ۱۴۰۳ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۷:۳۰ GMT+۱

د افغانستان د ملي مقاومت جبهې وویل، چې د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار کې یې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د لوژستیک رییس ملا نور محمد په موټر برید کړی دی. دغه جبهه وايي، چې په دې بريد کې نور محمد او د هغه يو ساتونکی وژل شوي او د طالبانو يو بل غړى ټپي شوى دى.

تر اوسه طالبانو د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

د تخار ولایت اوسیدونکو د شنبې په ماسپښین (د تلې ۱۴مه) افغانستان انټرنشنل ته د تالقانو ښار د «سید عبدالودود شهید» لېسې مخې ته د چاودنې خبر ورکړی دی.

د ځايي سرچينو په وينا، د دغه بريد موخه د طالبانو د يو قوماندان د واده په مراسمو کې د ګل پوش موټر و.

د هوا پیژندنې اداره: ۲۶ ولایتونو کې د باران، تېز باد او سېلابونو د راوتو اټکل شوی

۱۴ تله ۱۴۰۳ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۷:۲۱ GMT+۱

د طالبانو تر کنټرول لاندې د هواپیژندنې ادارې د (تلې له ۱۴ څخه تر ۱۵ نېټې) په ۲۶ ولایتونو کې د تیز باران، برېښنا، تېزو بادونو، او سېلابونو د راوتو اټکل کړی. د دغې ادارې د اټکل له مخي، چې د باران کچه به (له ۱۵ څخه تر ۴۵) ملي مترو پورې وي.

د طالبانو تر واک لاندي د هوا پیژندنې ادارې د شنبې په ورځ په يوې خبرپاڼه کې ويلي، چې د یکشنبې په ورځ به د سالنګونو په ګډون په بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتیا، خوست، کابل، کاپیسا، پنجشېر، بغلان، پروان، سمنګان، میدان وردګ، غزني، بامیان، دایکنډي غور، بلخ، سرپل، فاریاب، بادغیس، هرات، فراه او هلمند ولایتونو کې د بارانونو، سېلابونو او تېزو بادونو اټکل کیږي.

په خبرپاڼه کې په شمالي، لوېديځو، سوېلي او مرکزي ولایتونو کې د تېز باد اټکل شوی.

د دوی د معلوماتو له مخي، د باد سرعت به په ساعت کې له (۵۰ څخه تر ۸۰) کيلومتره پوري وي.

د طالبانو دغې ادارې وړاندي د بارانونو اوسېلابونو پر مهال پر هغو کورنيو، چې سندونو ته نژدې اوسيږي ږغ کړی و، چې خوندي سيمو ته ولاړ شي.

د تلې مياشتي په ۱۱ مه نېټه د پېښو په وړاندي د طالبانو د چمتوالي ادارې ویلي و، چې د وروستيو سېلابونو او اورلګېدنې په پېښو کې ۱۳ کسان مړه او ۱۶ نور ټپيان شوي دي.

دغې ادارې ویلي، چې د سېلابونو، توپان او اورلګېدنې له کبله ۱۰۹ کورونه هم ویجاړ شوي دي.

طالبان: په فارياب کې د دوو ترافیکي پېښو له کبله ۳ کسان مړه او ۳۰ نور ټپیان شوي دي

۱۴ تله ۱۴۰۳ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۶:۲۸ GMT+۱

په فارياب کې د طالبانو تر واک لاندي سيمه ييز ملي ټلویزيون راپور ورکړی، چې په دوو جلا ترافيکي پېښو کې ۳ کسان مړه او ۳۰ نور ټپيان شوي دي. دغه پېښې د فارياب ولایت په قیصار او المار ولسوالیو کې رامنځ ته شوي او په دواړو پېښو کې فلانکوچ موټرې چپه شوي دي.

په فارياب کې د طالبانو تر واک لاندي سيمه ييز ملي ټلویزيون د شنبې په ورځ د دغه ډلې د اطلاعاتو او فرهنګ د رييس شمس الدين محمدي له قوله ليکلي، چې په قيصار ولسوالۍ کې د فلانکوچ موټر د چپه کېدو په پېښه کې دوه کسه مړه او ۲۰ نور ټپيان شوي دي.

د دوی په خبره، چې د یو شمېر ټپيانو روغتيایي حالت د اندېښنې وړ دی.

په راپور کې راغلي، چې دويمه پېښه تېره ورځ ناوخته د فاریاب ولایت د المار ولسوالۍ په بازار کې د فلانکوچ موټر د چپه کېدو له کبله رامنځ ته شوې، چې يو ماشوم پکې مړ شوی او ۷ کسان نور ټپيان شوي دي.

د یادوني وړ ده، چې تېره ورځ د نورستان د دواب ولسوالۍ پر عمومي لار، چې په غرنيو سېمو کې تېره شوې، د سپرلۍ یو ډاټسن موټر کړنګ ته لوېدلی، چې په کې ۷ کسان مړه او ۸ نور ټپيان شوي وو.

د سړکونو خرابوالی، د ټرافیکي نښو نشتوالی او د یو شمېر موټر چلوونکو له‌خوا ټرافیکي اصولو ته پام نه کول د دې پېښو لاملونه دي.

طالبانو د ملا هبت الله د فرمان له مخې په افغانستان کې د ښوونکي د ورځې د نمانځلو مخنیوی وکړ

۱۴ تله ۱۴۰۳ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۶:۰۱ GMT+۱

د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو د ښوونځیو مسوولانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې سږکال طالبانو د ملا هبت الله د فرمان پر اساس د ښوونکي د ورځې د نمانځلو مخنیوی کړی. په کندهار کې طالبانو یو غږیز پېغام کې، ښوونځیو ته خبردارۍ ورکړی، چې د ملاهبت الله فرمان تر پښو لاندې نه کړي.

نن د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر ۵مه نېټه ده، چې د ښوونکي نړۍوالې ورځې سره برابره ده.

د طالبانو دامربالمعروف وزارت یو مکتوب چې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو تر لاسه کړی و، پکې یې له ملا هبت الله څخه غوښتي چې یو لړ بندیزونو منظور کړي.

په دې مکتوب کې راغلي، چې پټۍ پرېکول، د ځانګړو ورځو نمانځل، په ادارو کې پر سرو قالینو ګرځېدل او ازادې سیالۍ د اسلام په دین کې نه شته.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، ملا هبت الله د طالبانو د امربالمعروف وزارت ټولې غوښتنې منظورې کړي دي او په دې اړه یې فرمان هم ورکړی، چې عملي شي.

د افغانستان ځینو ولایتونو د ښوونځیو مسوولانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې څو ورځې وړاندې د طالبانو د پوهنې ولایتي ریاستونو د ښوونځیو له مدیرانو غوښتي و، چې د ملا هبت الله د فرمان پر اساس دې د ښوونکي د ورځې له نمانځلو څخه ډډه وکړي.

په همدې حال کې د کندهار د پوهنې ریاست یو ښاري مسوول په غږیږ پېغام کې د ښوونځیو له مسوولانو غوښتي، چې هر ښوونځي چې د ښوونکي ورځ ونمانځله او د ملا هبت الله فرمان یې تر پښو لاندې کړ، هغه ته به سزا ورکول کیږي.

د طالبانو د راتګ څخه مخکې په تېر حکومت کې هر کال په دولتي کچه د ښوونکي ورځ په شاندارو مراسمو نمانځل کېده او په دې ورځ د ښوونکو د ستونزو یادونه کېده.

د کتوونکو په باور د طالبانو د بیا ځلي راتګ سره، دغې ډلې د عصري زده کړو پر ځای یوازې دیني زده کړو د پرمختګ لپاره لسټونې رابډ وهلي دي، چې له دې سره د ښوونځیو او پوهنتونونو ښوونیز وضعیت ورځ تر بلې خرابېدو خواته روان دی او د ځوانانو علاقه په کمېدو ده.