د پاکستان پوځ: په شمالي وزیرستان کې مو شپږ وسلهوال «ترهګر» وژلي دي

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانکه (ای، اېس، پي، ار) وایي، د شمالي وزیرستان په سپین وام کې یې له یوې وسلهوالې ډلې سره په نښته کې شپږ تنه «ترهګر» وژلي دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانکه (ای، اېس، پي، ار) وایي، د شمالي وزیرستان په سپین وام کې یې له یوې وسلهوالې ډلې سره په نښته کې شپږ تنه «ترهګر» وژلي دي.
خبرپاڼه کې راغلي، په دغو عملیاتو کې چې د اکتوبر په څلورمه نېټه تر سره شول، د دوی د یو افسر په ګډون پنځه تنه سرتېري په کې وژل شوي دي.
ای اېس پي ار دا رنګه لیکلي، د دوی پوځي ځواکونه په سیمه کې په چاڼیزو عملیاتو بوخت دي او د وسلهوالو ډلو لټه کوي.
دا رنګه خبرپاڼې کاږلي، چې د دغو بریالیو عملیاتو په ترسره کولو کې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د امنیتي ځواکونو ستاینه او قدرداني کړې او د وژل شویو سرتېرو له کورنیو سره یې خواخوږي ښودلې ده.
خو ټيټيپي بیا وایي، چې په سين وام کې یې د پاکستاني سرتېرو د موټرو په کاروان برید کړی چې په کې ۶ سرتېري وژل شوي دي.

د امریکا پخوانی ولسمشر او ولسمشریزو ټاکنو ته د جمهوري غوښتونکو ګوند نوماند ډونالډ ټرمپ ویلي، اسراییل باید د تهران د وروستیو توغندیزو بریدونو په ځواب کې د ایران پر اټومي تاسیساتو برید وکړي.
هغه دغه څرګندونې د جمعې په ورځ په شمالي کارولینا کې د خپل ټاکنیز کمپاین په یوه غونډه کې د خبرو پرمهال وکړې.
په دې اړه بیا د امریکا ولسمشر جوبایډن څو ورځې وړاندې ویلي و، که هغه د اسراییل پر ځای وای؛ نو د ایران د تېلو تاسیساتو پر ځای به یې بل ځای غوره کړی وای.
د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي و، اسراییل ته یې څرګنده کړې چې د ایران پر اټومي تاسیساتو د اسراییل له بریدونو ملاتړ نه کوي.
د اسراييل پر پوځي تاسيساتو د ايران له توغندويي بريدونو وروسته جوبايډن ټينګار وکړ، چې امريکا به له اسراييله بشپړ ملاتړ ته دوام ورکړي او د توغنديو د بريدونو په غبرګون کې به پر ايران نور اقتصادي بنديزونه ولګول شي.
له بلې خوا اسراییل خبرداری ورکړی، چې که ایران د دوی د ځوابي برید په ځواب کې کوم اقدام وکړي؛ نو اسراییل به له اټومي وسلو کار واخلي.
څو ورځې وړاندې ايران پر اسراییل ۱۹۰ بالستيک توغندي وتوغول چې په ترڅ کې يې د اسراييل بېلابېلې هوايي اډې په نښه شوې.

د اسلام اباد او راولپنډۍ اوسېدونکي وایي، په تېرو دوو ورځو کې له کوره نه شي وتلای، مخابراتي شبکې بندې دي او ناروغان تر روغتونونو نه شي رسېدلای.
دغه خلک هم پر لاریون کوونکو او هم حکومتي چارواکو نېوکې کوي، چې د دوی ورځنی ژوند یې تریخ کړی او هغه خلک چې د ورځې کار کوي او د شپې یې خوري، له سختو لالهاندیو او کړاوونو سره مخامخ شوي دي.
په راولپنډۍ کې هټۍوال محمد نعیم وایي، چې له تېرو دوو ورځو راهیسې یې دوکان تړل شوی او هغه نه شي کولای چې په ډاډه زړه کار ته لاړ شي.
هغه افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل:« که دوکان ته هم لاړ شم، لارې بندې دي، څوک د توکو اخیستو ته نه راځي، اوس د پنډۍ هغه له شوره ډک ښار په هدېره یا د مړو په ښار بدل شوی.»
د اسلام اباد په بي ۱۷ ښارګوټي کې د سېلاب په نامه یو افغان کډوال وایي، په کور کې یې ماشومه لور په سختې ناروغۍ اخته وه؛ خو هغه و نه توانېد چې تر روغتونه یې ورسوي:«تېره شپه مې اووه کلنه ماشومه له سختې تبې او ټوخي څخه ډېره په عذاب او په یوه چیغه وه؛ خو تر روغتونه مې نه شوه رسولای. شپه مو په ویښه تېره کړه؛ خو لارې بندې وې تر اسلام اباد ښاره مې و نه شوه رسولای، اوس په ډېرو ستړو لارو وتوانېدم چې د ټېکسلا یو سیمهییز روغتون ته یې ورسوم.»
د دې تر څنګ د مخابراتي شبکو او انټرنېټ بندېدل هغه بله ستونزه ده، چې نن سبا خلک ورسره مخامخ شوي دي.
یو شمېر افغان کډوال وایي، چې هغوی په خپل وخت بهرنیو سفارتونو ته د انټریو او روغتیایي کتنو له پاره نه شي رسېدلای او نه هم سفارتونه له دوی سره اړیکي ټینګولای شي.
عبدالصمد هغه افغان کډوال دی، چې تېره شپه یې د اسلام اباد له هوایي ډګره د الوتنې ټکټ تر لاسه کړی و؛ خو هغه و نه توانید چې د لارو د بندېدو له امله په خپل وخت تر هوایي ډګره ورسېږي.
نوموړي افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل:« له دوه نیم کالو زیاته موده وشوه، چې دغه سفر ته په تمه وم؛ خو کله مې چې د الوتنې نېټه مالومه شوه، زما له بده مرغه په اسلام اباد کې اړ و دوړ پېښ شو، زه هوایي ډګر ته و نه رسبدم، نه پوهېږم چې له دې وروسته به مې برخلیک څنګه کېږي.»
په اسلام اباد او راولپنډۍ کې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند د پلویانو لهخوا د لاریون او د امنیتي ځواکونو لهخوا د لارو د بندولو له امله خلکو ته د ورپېښو ستونزو دا یو څو کوچنۍ بېلګې وې؛ خو په دغو ښارونو کې سلګونه زره خلک له ورته او له دې څخه د زیاتو ستونزو سره غاړه غړۍ شوي دي.
د اسلام اباد او راولپنډۍ ښارونو اوسېدونکي پر دواړو غاړو غږ کوي، چې د دوی ستونزو ته په پام سره دې هغه چارې تر سره کړي چې د ټولو خواو په ګټه وي.
دوی وایي، د لارو د دغه بندیز سره خلکو او سوداګرو ته هره ورځ مېلیونونه ډالره زیان اوړي په داسې حال کې چې پاکستان لا له وړاندې د سخت اقتصادي رکود سره مخامخ هېواد دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایي، پرون د پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې د پښتنو د جرګې د ملاتړ په تور شاوخوا ۶۲ کسان نیول شوي. نوموړي په خپله اېکس پاڼه کې په جلا، جلا لیکنو سره د نیول شویو کسانو په اړه مالومات له خلکو سره شریک کړي دي.
هغه دارنګه کاږلي، چې په ټوله صوبه کې د پښتنو د جرګې پر ضد د خېبرپښتونخوا پولیسو «وحشیانه» تاوتریخوالی، ربړونه او د خلکو په کورونو چاپې لا هم روانې دي.
هغه لیکلي، چې یوازې په بنو کې د نيول شویو پښتنو شمېر ۲۲ تنو ته رسېدلی دی.
د هغه په وینا، په سوېلي وزیرستان کې په کورنو د چاپو پرمهال شل کسان نيول شوي او په سوات کې بیا ۴ مشران نیول شوي دي.
د منظور پښتین لهخوا پر اېکس پاڼه په یوې بلې لیکنه کې راغلي، چې د خیبر پښتونخوا پولیسو د ملاکنډ پوهنتون ۱۶ زدهکړیالان د پښتنو د جرګې د ملاتړ په تور نیولي دي.
د هغه په وینا، پوليسو د دغو زدهکړیالانو پر وړاندې د تشدد او غدارۍ قضیه هم ثبت کړې ده.
له بلې خوا منظور پښتین د پښتنو خبریالانو له پوښښه او د ځینو ګوندونو د مشرانو له ملاتړه مننه کړې ده.
په خیبر کې د پښتنو دغه لویه جرګه د روانې اکټوبر میاشتې په ۱۱مه نېټه پلېږی؛ خو د دغې جرګې له پیلېدا څو ورځې وړاندې د پاکستان پولیسو د جرګې د سمبالوونکو پر وړاندې له تاوتریخوالي کار واخیست او د هغوی خېمې یې ورانې کړې.

د هایټي په مرکزي ښارګوټي کې د ګران ګرېف ډلې وسلهوالو برید کې لږ تر لږه ۷۰ کسان وژل شوي او درې زره نور تېښتې ته اړ شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ دفتر د جمعې په ورځ وویل، چې دغه برید د پنجشنبې په ورځ ترسره شوی دی.
ملګرو ملتونو زیاته کړې، چې په برید کې لږ تر لږه ۱۶ کسان سخت ټپیان شوي هم دي.
د ملګرو ملتونو په وینا، د دغې ډلې غړو لږ تر لږه ۴۵ کورونه او ۳۴ موټرونه هم سوځولي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر ویاند ثمین الخطیتان په یوه بیان کې وویل:« د ګران ګریف ډلې غړو پر خلکو د ډزو لپاره له اتوماتیک ټوپکونو څخه کار اخیستی، چې لږ تر لږه ۷۰ کسان یې وژلي دي.»
د نوموړي په وینا په وژل شویو کې ۱۰ مېرمنې او درې ماشومان هم شامل دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش هم دغه برید غندلی دی.
د هایټي لومړي وزیر ګېري کونیل هم دغه برید غندلی او هغه یې د هایټي ولس پر وړاندې ستر جنایت بللی دی.
تېره اونۍ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر ویلي و، چې سږ کال تر دې دمه په دغه هېواد کې تر ۳۶۶۱ ډېر کسان په ډلهییزو بریدونو کې وژل شوي دي.
د کډوالۍ د نړۍوال سازمان په وینا، دغې جګړې لږ تر لږه ۷۰۰ زره کسان هم بې ځایه کړي دي.

له هغه مهاله چې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند پلویانو د عمران خان د خوشې کولو او په اساسي قانون کې د ادلون بدلون راوستو لپاره د لاریونونو ګواښ وکړ؛ نو حکومت پرېکړه وکړه چې د اسلام اباد امنیتي واګې د پولیسو پر ځای پوځ ته وسپاري.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وایي، د اساسي قانون د ۲۴۵مې مادې له مخې په ځینو ځانګړو حالاتو کې پوځ ته دنده سپارل کېږي چې د پولیسو پر ځای د کورني امنیت د ټینګښت په برخه کې ونډه واخلي.
دغه وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د روانې میاشتې په ۱۵مه او ۱۶مه نېټه به اسلام اباد د شانګهای د سرمشریزې کوربه وي او په دغسې حالاتو کې اړینه ده چې پوځ د امنیت په ټینګولو کې رغنده برخه واخلي.
خو پوځ ته د امنیت د سپارلو چاره د تحریک انصاف ګوند د پلویانو له لاریونونو سره هممهاله ترسره شوې.
د دغه ګوند پلویان د خیبر پښتونخوا او پنجاب صوبو څخه د پلازمېنې اسلام اباد پر لوري خوځېدلي او غواړي، چې د دغه ښار په «ډي چوک» کې د حکومت ضد احتجاجونه وکړي.
د جمعې په ورځ د اکتوبر په ۳مه نېټه هم د اعتراض کوونکو او پولیسو تر منځ د اسلام اباد په فیض اباد، چاینه چوک، او په ۲۶مه پوسته(چبیس) کې د پولیسو او لاریونیانو تر منځ اخ و ډب پېښ شو.
پولیسو پر معترضینو اوښکي بهوونکي ګاز شېندل او د هغې غاړې پولیس په ډبرو وېشتل کېدل، چې په پایله کې یې د یو افسر په ګډون درې تنه پولیس ژوبل شوي او ګڼ لاریون کوونکي د پولیسو لهخوا هم نېول شوي دي.
ځینو سرچېنو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې په نېول شویو اعتراض کوونکو کې د پخواني لومړي وزیر عمران خان دوه خویندې حلیمه خان او عظمی خان هم د پولیسو لهخوا نیولې شوې دي.
دغو لاریونوالو غوښتل، چې ځانونه د اسلام اباد «ډي چوک» ته ورسوي، هلته چې د پارلمان، سترې محکمې، د لومړي وزیر دفتر او نورو مهمو دفترونو ودانۍ دي؛ خو د پوځي ځواکونو په رسېدو سره لاریون کوونکي له دغې سیمې و اېستل شول او د اسلام اباد په نورو برخو کې لا هم تاوتریخوالی په خپل حال پاتې دی.
د دې سره جوخت په اسلام اباد، راولپنډۍ او نورو شاوخوا سیمو کې مخابراتي شبکې او انټرنېټ له کاره لوېدلی او له پېښور او لاهوره پلازمېنې ته غځېدلې لارې او موټر وې د کانتینرونو په اېښودلو سره تړل شوې دي.
له خیبر پښتونخوا څخه د دغې صوبې د سر وزیر علي امین ګنډا پور په مشرۍ د لاریون کوونکو کاروان لا هم اسلام اباد ته د لارې په اوږدو د برهان په سیمه کې د پوځ لهخوا اېسار شوی دی.
که څه هم چې ښاغلي ګنډاپور ویلي و، چې دوی به هرو مرو ځان د اسلام اباد «ډي چوک» ته رسوي؛ خو لا تر دې دمه مالومه نه ده، چې دغه کاروان به د پوځي کنډکونو د مزاحمتونو په وړاندې کومې لارې خپلې کړي، ایا دغه کاروان به اسلام اباد او خپل منزل مقصود «ډي چوک» ته راورسېږي او که نه؟ ښایي د ورځې په اوږدو کې مالومه شي.
