منظور پښتین: یوازې تېره ورځ پولیسو د پښتنو د جرګې د ملاتړ په تور شاوخوا ۶۲ کسان نیولي دي

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایي، پرون د پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې د پښتنو د جرګې د ملاتړ په تور شاوخوا ۶۲ کسان نیول شوي. نوموړي په خپله اېکس پاڼه کې په جلا، جلا لیکنو سره د نیول شویو کسانو په اړه مالومات له خلکو سره شریک کړي دي.