نتنیاهو لبنان ته ګواښ وکړ، چې د غزې په څېر به ویجاړ او په کنډواله بدل شي

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د سې شنبې په ورځ لبنان ته خبرداری ورکړ، چې ممکن د "غزې په څېر" ویجاړتیا سره مخامخ شي.

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د سې شنبې په ورځ لبنان ته خبرداری ورکړ، چې ممکن د "غزې په څېر" ویجاړتیا سره مخامخ شي.
دغه خبرداری وروسته له هغه ورکول کېږي، چې اسراییل د لبنان د سواحلو په سویلي برخه کې د حزب الله په وړاندې خپل ځمکني بریدونه زیات کړي.
له بلې خوا حزب الله هم ګواښ کړی، که اسراییل پر لبنان خپلو بریدونو ته دوام ورکړي؛ نو دوی به د شمالي بندري ښار حیفا په ګډون پر اسراییل بریدونه زیات کړي.ورته مهال د لبنان د روغتیا وزارت د سې شنبې په ورځ وویل، په لبنان کې یوازې د دوشنبې په ورځ د اسراییل په بریدونو کې ۳۶ تنه وژل شوي او ۱۵۰ نور ټپیان شوي دي.له بل پلوه اکسیوس خبري اژانس د سې شنبې په ورځ ناوخته د درېیو امریکایی چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې ولسمشر جو بایډن به د چهارشنبې په ورځ د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره د ایران د برید د هر ډول پلان په اړه تلیفوني خبرې وکړي.


پر لبنان د اسراییل له بریدونو وروسته له دمشق څخه په یوې ځانګړې الوتکه کې ۷۱ پاکستانیان کراچۍ ته ورسېدل. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د دغو پاکستانیانو له ډلې ۶۷ یې له دمشق څخه او ۴ نور بیا له شام څخه رالېږدول شوي دي.
د ډيپلوماټيکو سرچينو له مخې، دغه پاکستانيان دمشق ته د يوې خوندي شمالي پولې له لارې راوړل شوي وو، چې د پاکستان پر وخت د شپې لس بجې د کراچۍ ښار ته روان شول.
له بل پلوه ترکیه هم غواړي، چې نن خپل وګړي له لبنانه وباسي.
د ترکیې په بهرنیو چارو وزارت کې یوې سرچینې رویټرز ته ویلي، چې شاوخوا ۲۵۰۰ ترکي وګړو له لبنانه د هغوی د اېستلو غوښتنه کړې وه.
اسټرالیا، بلجیم، برازیل، چین، کاناډا، قبرس، ډنمارک، فرانسه، جرمني، یونان، اېټالیا، جاپان، هالنډ، پولنډ، پرتګال، رومانیا، روسیه، سلواکیا، سوېلي کوریا، اسپانیا، انګلستان او امریکا هغه هېوادونه دي چې ځینو یې خپل وګړي له لبنانه اېستي او ځیني نور یې د خپلو وګړو د اېستلو هڅه کوي.

د لبنان حزب الله ډلې د دغه هېواد پر لور د اسراییلي ځواکونو د بریدونو د پراختیا په لړ کې اوربند ته لېوالتیا ښودلې ده.
په ورته وخت کې د اسراییل دفاع وزیر وايي، داسې ښکاري چې په وروستیو بریدونو کې د حزب الله د پخواني مشر حسن نصرالله ځایناستی هاشم صفی الدین وژل شوی وي.
د حزب الله مرستیال مشر نعیم قاسم په یوه ټلویزیوني وینا کې وویل، چې د اوربند د ټینګولو لپاره د هلو ځلو ملاتړ کوي.
هغه د لومړي ځل لپاره د جګړې درولو لپاره په غزه کې د اسراییل د بریدونو پای ته رسول د مخشرط په توګه وړاندې نه کړل.
نعیم قاسم په خپلو خبرو کې وویل، چې «د جګړې درېدو د تضمین لپاره د لبنان د پارلمان رییس نبیه بريد هڅو ملاتړ کوي».
ټاکل شوې وه، چې هاشم صفی الدین د حسن نصرالله ځایناستی شي.
د اسراییل دفاع وزیر یواو ګالانټد اسراییل شمال قوماندانۍ پوځي افسرانو ته په یوه ویډیويي پیغام کې د حزب الله پر پټنځایونو هوايي بریدونو ته په اشارې ویلي چې « حزب الله بې مشره ډله ده،نصرالله ووژل شو او احتمالا ځایناستی یې هم له منځه وړل شوی دی».
هغه له جزئیاتو پرته وویل، «څوک نشته چې تصمیم ونیسي او ګام واخلي».

د امریکا د سي ای اې مشر اسراییل او امریکا ته سپارښتنه کړې، چې د ایران پوځي وړتیاوې له پامه و نه غورځوي.
د سي ای اې مشر ویلیم برنز ویلي، د امریکا استخبارات په دې باوري دی چې اسراییل او ایران هر اړخیزه جګړه نه غواړي؛ خو په سیمه کې د کړکېچ د زیاتېدو ګواښ رښتینی دی.
نوموړي دغه څرکندونې په یوې ناسته کې د خبرو پر مهال وکړې.
هغه وويل، منځنی ختيځ داسې يو ځای دی چې هر وخت پېچلې پېښې په کې رامنځ ته کېږي.
ویلیم برنز وویل، په داسې حال کې چې د ایران په بریدونو کې د دغه هېواد پوځي وړتیاوو کې ځیني محدودیتونه رابرسېره شوي؛ خو امریکا ته په کار ده چې د ایران پوځي وړتیاوې جدي وګڼي.
د سي ای اې مشر وویل، د غزې په خبرو اترو کې ښکېل مشران باید د اوږدمهاله ثبات لپاره د جوړجاړي، د غزې د اوربند او د یرغملو کسانو د خوشې کولو په برخه کې سختې پرېکړې غوره کړي؛ ترڅو یوې هوکړې ته ورسېږي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، تمه ده د ترکیې د سمندري ځواکونو دوه کښتۍ چې د دوه زره مساپرو د وړلو وړتیا لري د سې شنبې په ورځ بیروت ته ولاړې شي.
دغه وزارت زیاته کړه، هغه کښتۍ چې د ژغورنې چارې پر مخ وړي لبنان ته به بشري مرستې هم ولېږدوي.
دغه پرېکړه وروسته له هغه شوې، چې ځینو ترکانو د سمندر له لارې له لبنانه د دوی د اېستلو غوښتنه کړې وه.
د ترکیې په بهرنیو چارو وزارت کې یوې سرچینې رویټرز ته ویلي، چې شاوخوا ۲۵۰۰ ترکي وګړو له لبنانه د هغوی د اېستلو غوښتنه کړې وه.
د اسراییل او حزب الله ترمنځ د روانو جګړو له امله د ترکیې ترڅنګ ډېریو هېوادونه له لبنانه د خپلو وګړو د اېستلو هڅې ګړندۍ کړې دي.
ترکیې تر دې وړاندې ویلي و، چې د ترکیې له لارې د بهرنیو وګړو د احتمالي اېستلو لپاره له شاوخوا ۲۰ هېوادونو سره کار کوي.
له بل پلوه تېره اونۍ د بېلابېلو هېوادونو سلګونه کسان له لبنان څخه په یوې سوداګریزې بېړۍ کې ترکیې ته رسېدلي وو.
اسټرالیا، بلجیم، برازیل، چین، کاناډا، قبرس، ډنمارک، فرانسه، جرمني، یونان، اېټالیا، جاپان، هالنډ، پولنډ، پرتګال، رومانیا، روسیه، سلواکیا، سوېلي کوریا، اسپانیا، انګلستان او امریکا هغه هېوادونه دي چې ځینو یې خپل وګړي له لبنانه اېستلي او ځیني نور یې د خپلو وګړو د اېستلو هڅه کوي.

د بلوڅانو د پیوستون کمیټې مشره ماهرنګ بلوڅ وایي، چې په نړۍوالو دریځونو کې د بلوڅانو د غږ بندولو لپاره پرته له کوم لامله حکومت نیویارک ته د هغې د تګ مخه نیولې.
نوموړې په اېکس پاڼه کاږلي، چې تېره شپه یې له کراچۍ هوايي ډګره نیویارک ته په یوې ناستې کې د ګډون لپاره الوتنه لرله؛ خو د کراچۍ هوایي ډګر د ځینو کارکوونکو لهخوا یې د تګ مخه ونیول شوه.
هغې په خپل یادښت کې لیکلي:« ټاکل شوې وه، چې زه نیویارک ته د ټایم مجلې په بلنه د دغې مجلې په یولړ مراسمو کې د ګډون لپاره نیویارک ته لاړه شم؛ خو زما د تګ مخنیوی وشو.»
هغه وایي:« زه په ناحقه د کراچۍ په نړۍوال هوایي ډګر کې له کوم قانوني یا معتبر دلیل پرته ودرول شوم، چې دا زما د ازادۍ په برخه کې له فعالیتونو او اساسي حق څخه ښکاره سرغړونه ده.»
نوموړې زیاتوي، چې دغه کړنه د بلوڅانو د غږ په وړاندې د دولت مخ په پراخه وېره په ډاګه کوي.
هغې وړاندې لیکلي:« زما د سفر د مخنیوي لپاره هیڅ مشروع دلیل دوی نه لاره، پرته له دې چې په نړۍواله کچه د بلوڅانو غږ خاموشه شي، د بلوچستان د وضعیت په اړه د معلوماتو خپرېدل کنټرول کړي او په بلوچستان کې له لسیزو راهیسې د بشري حقونو سرغړونې پټې کړي.»
اغلې بلوڅ وایي، دغه خپلسري سفري بندیزونه د بلوڅانو د بشري حقونو مدافعینو او فعالانو پر وړاندې د ځپنې یوه برخه ده.
ماهرنګ بلوڅ تر دې وړاندې د ټایم ورځپاڼې لهخوا په روان کال کې د نړۍ د اغېزناکو څېرو په کتار کې راغلې وه.