په ژوب کې پر یوې امنیتي پوستې د چاودنې له امله یو پاکستانی پوځي وژل شوی او ۱۰ نور ټپیان دي

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې نن چهارشنبه غرمه مهال د پاکستان د بلوچستان ایالت د ژوب ولسوالۍ په سبګزۍ سیمه کې پر یوې امنیتي پوستې د چاودنې په پایله کې یو پوځي وژل شوی او ۱۰ تنه نور ټپیان دي.