د طالبانو د کډوالو چارو وزارت: د پاکستان له زندانونو ۳۰ تنه افغانان خوشې شول

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې د پاکستان له زندانونو ۳۰ تنه افغانان خوشې شوي او (د تلې په ۱۷مه نېټه) بېرته خپل هېواد ته ستانه شول.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې د پاکستان له زندانونو ۳۰ تنه افغانان خوشې شوي او (د تلې په ۱۷مه نېټه) بېرته خپل هېواد ته ستانه شول.
دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه افغانان د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله د پاکستان په زندانونو کې له ۴۰ ورځو تر ۲ میاشتو پورې بندیان وو.خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه افغانان د انټرپول پولیسو له لوري د تورخم دروازې له لارې هېواد ته راستانه او د مرستو تر لاسه کولو په موخه د کډوالۍ نړۍوال سازمان ته ورپېژندل شوي دي.د خبرپاڼې له مخې، د دغو خوشې شویو افغانانو په ډله کې ۱۳ تنه یې له ۱۸ کلونو د کم عمر لرونکي کسان دي.ورته مهال په بلخ ولایت کې د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو رییس اسدالله وفا له ګاونډیو هېوادونو غوښتي چې، له کډوالو سره په چلند کې له زغم څخه کار واخلي او له غیر ډیپلوماټیک چلند څخه دې ډډه وکړي.هغه زیاته کړې، چې د کډوالو ځورول، ربړول او بندیانول د نړۍوالو قوانینو خلاف چاره ده.بل خوا پاکستانۍ رسنیو هم په خپلو وروستیو راپورونو کې ویلي، چې د سپټمبر له ۹مې نېټې څخه د اکټوبر تر ۷مې نیټې یې له دغه هېواده ۲۶۶۲۲ تنه افغان کډوال افغانستان ته استولي او دا لړۍ لا هم دوام لري.

په ننګرهار ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور امر صدیق الله قریشي سیمهییزو راډیوګانو ته سپارښتنه کړې، چې خپرونې یې باید د «اسلامي شریعت» او د دوی د شته نشراتي پالیسۍ سره سمې خپرې شي.
په ننګرهار ولایت کې د طالبانو د رسنیو دفتر پر اېکس پاڼه کاږلي، چې نوموړي دغه څرګندونې له سیمهییزو رسنیو څخه د لیدنې پرمهال کړې دي.
ښاغلي قریشي زیاته کړه، چې نړۍوالې رسنۍ د افغانستان اوسنی وضعیت ناسم تعبیروي او هڅه کوي افغانان په ذهني توګه نا ارامه کړي.
هغه دا رنګه ویلي:« دا د کورنیو رسنیو مسوولیت دی، چې د خپلو خپرونو له لارې حقایق او پرمختګونه خلکو ته ورسوي؛ چې د بهرنیو رسنیو ناسمه څېره څرګنده او خلک ذهني ارامتیا ومومي.»
نوموړي د دغې لیدنې پرمهال د ننګرهار د سیمهییزو راډیوګانو د سټوډیوګانو او خپرونو مهالوېش هم وڅېړه او ټینګار یې وکړ، چې رسنۍ دې ولسونو ته داسې خپرونې وړاندې کړي چې د «دنیا او اخرت» ګټې په کې وي.
تر دې وړاندې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت چارسمبالي ضیاء الحق حقمل ویلي و، رسنۍ دې د هغو بهرنیو کسانو راپورونه نه را نقلوي چې د افغانستان په اړه ناسم تحلیلونه کوي.
خو ګڼ خبریالان او رسنوال وایي، چې طالبان هر څه ته له خپل لیدلوري ګوري.
د دغو خبریالانو په وینا، دغه واکمنه وسلهواله ډله داسې انګېري چې دوی کولای شي په وچ زور هر څه پر خلکو وتپي؛ په داسې حال کې چې په تېرو شلو کالو کې د افغانستان خلکو د بیان له ازادۍ سره ژوند تېر کړی او دغه بندیزونه نه شي کولای، چې خلک له واقیعتونو څخه په څنګ وساتي؛ خو د دوی په وینا طالبان دومره واکمن او ځواکمن نه دي، چې دغه کار دې وشي کړای.
د افغانستان د ازادو خبریالانو د ملاتړ ادارې مشر مجیب خلوتګر افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل: «سره له دې چې طالبانو په افغانستان کې د ټولو بهرنیو رسنیو په خپرونو بندیز لګولی او د ځینو بهرنیو انځوریزو رسنیو لکه د افغانستان انټرنشنل ټلویزیون په خپرونو یې له پرازیټونه هم کار واخیست؛ خو هغوی پر دې نه پوهېږي، چې ننۍ ټکنالوژي دومره غښتلې ده چې د دوی هیڅ ډول بندیز د دغو خپرونو مخه نه شي نیولای.»
ښاغلي خلوتګر زیاته کړه، طالبانو پر دغه شان کړنو نه یوازې په کور د ننه خپل باور له لاسه ورکړی؛ بلکې په نړۍواله کچه یې هم خپل اعتبار زیانمن کړی دی.
په تېرو درېیو کالو کې طالبانو پر مېرمنو او رسنیو سخت بندیزونه لګولي، چې له همدې امله یې د خلکو په منځ کې خپل اعتبار بایللی دی.
دغه ډله هڅه کوي، چې د دغو بندیزونو له لارې خپلې ټولې نادودې د خلکو له نظره لرې وساتي؛ خو لمر هیڅکله هم په دوو ګوتو نه دی پټ شوی.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر اژانس د سې شنبې په ورځ (د تلې ۱۷مه) راپور ورکړ، چې د طالبانو د هرات والي د ټاپي پروژې له عمومي مشر محمد میرات امانوف په مشرۍ له ترکمنستاني چارواکو سره لیدلي.
د طالبانو د هرات والي له ترکمنستاني چارواکو سره په کتنه کې د ټاپي پروژې د حقوقي او تخنیکي اړخونو پر اوسني حالت چې د انرژۍ د خوندیتوب په موخه جوړ شوی و، بحث وشو.
د غونډې په ترڅ کې ترکمنستاني پلاوي په هرات کې د اورګاډي د کنسرسیوم د دفتر د جوړولو په ګډون د لومړنیو کارونو د ملاتړ لپاره د لازمو اسانتیاو د رامنځته کولو اړتیا په ګوته کړه.
تر دې مخکې د ترکمسنتان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوفوايي، په سیمه کې د امنیت لپاره تر ټولو مهم د افغانستان د خلکو ملاتړ او همکاري ده چې ور سره یې اقتصاد رغول کېږي او بشري ستونزې یې حل کېږي.
ترکمنستان د منځنۍ اسیا د ځینې نورو هېوادونو په څېر له طالبانو سره نږدې اړیکي لري.
د ټاپي پایپ لاین چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته لېږدوي، یوه له سترو سیمه ییزو پروژو څخه ده.
دا پروژه ۱۸۲۱ کیلومتره اوږدوالی لري، د کلنۍ انتقال ظرفیت یې ۳۳ میلیارد متر مکعب دی او طالبانو ویلي، چې د دې پروژې له ټرانزیت څخه به د افغانستان کلنی عاید ۴۰۰میلیونه ډالره وي.
د خیبرپښتونخوا مشر وزیر علي امين ګنډاپور يو ځل بيا اسلام اباد ته د بريد ګواښ کړی او ويلي يې دي، چې که د اسلام اباد د پولیسو مشر لرې نه کړل شي نو "تیار اوسئ د هغه د لرې کولو لپاره اسلام اباد ته درځم."
د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ ته په خطاب کې علي امين ګنډاپور وويل، د خیبر پښتونخوا څخه پرته هر چیرې چې لاریونونه شوي د فاشیزم په نوم شوي.
هغه زیاته کړې، چې د غونډې پر نه اجازه ورکولو دا لاریونونه له مجبورۍ ترسره کیږي: "زموږ پر غونډو د وسلو بریدونه وشول چې په تاریخ کې یې بله بېلګه نه شته. موږ پولیس او رینجرې شاته پرېخي تر څو ډي چوک ته رسیدلي یوو."
له هغه مهاله چې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند پلویانو د عمران خان د خوشې کولو او په اساسي قانون کې د ادلون بدلون راوستو لپاره د لاریونونو ګواښ وکړ؛ نو حکومت پرېکړه وکړه چې د اسلام اباد امنیتي واګې د پولیسو پر ځای پوځ ته وسپاري.
ښاغلي ګنډاپور وويل: "پوځ زموږ دى، له دوى سره شخړه نه لرم، د نيول کېدو وېره نه لرم او په اسلام اباد کې د خیبرپښتونخوا د مشر وزیر دفتر ته له رسېدو وروسته پولیسو برید وکړ."
هغه وویل، چې څلور ساعته د خیبر پښتونخوا د مشر وزیر دفتر کې پاتې شو، ځان ته یې د موټر غمه وخوړه، څلور ساعته وروسته موټر راورسید او دفتر اشغال شوی و، د دفتر ساتونکي او کارکوونکي هم وهل شوي او ټکول شوي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلې ، د اساسي قانون د ۲۴۵مې مادې له مخې؛ په ځینو ځانګړو حالاتو کې پوځ ته دنده سپارل کېږي چې د پولیسو پر ځای د کورني امنیت د ټینګښت په برخه کې ونډه واخلي.
په کندهار کې د طالبانو امربالمعروف غړي یو شمېر سيمه ييزو رسنيو ته ورغلي او له کارکوونکو څخه یې غوښتي، چې «ږيرې پرېږدي او پر ټولنيزو رسنیو د ژوندیو موجوداتو د تصویرونو له خپرولو څخه دې ډډه» وکړي.
محتسبانو د رسنيو کارکوونکو ته خبرداری ورکړی، که یې غوښتنه ونه مني له سخت چلند سره به مخ شي.
له کندهار څخه سرچينو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ويلي، چې د تېرې شنبې ورځ څخه په پرله پسې توګه د طالبانو د امربالمعروف ادارې کارکوونکي سيمه ييزو راډيوګانو ته د څار لپاره ورغلي او رسنیزو کارکوونکو ته یې ګوټڅنډه کړې، چې ځانونه پر «شریعت» برابر کړي.
یو خبریال وويل: « امربالمعروف کارکوونکي راډيو ته له خبرتيا پرته راغلل، چلند يې له جديت څخه ډک و او ټول دفتر يې وکوت.»
سرچينه زياتوي، چې د طالبانو محتسبانو له دوی وغوښتل: «موږ ته یې وويل، چې ږيري پرېږدئ او وېښتان څوڼي کړئ که يې څوڼي نه کړئ؛ نو کوچني يې کړئ او پر فېسبوک زيروح اشیاو عکسونه مه خپروئ.»
امربالمعروف د رسنيو کارکوونکو ته جدي خبرداری ورکړی، چې د دوی د امر د نه منلو پر مهال به زنداني کيږي.
تر دې وړاندي هم په کندهار کې د طالبانو امربالمعروف رياست د رسنیو له مسوولینو او خبريالانو سره په ليدنه کې ګواښ کړی و، چې «ږيرې پرېږدئ او لنګوټي وتړئ.»
د امربالمعروف مشر خبريالانو ته د پېغور په ډول ويلي، چې رسنۍ او خبريالان د اخلاقي فساد سرچينې دي او باید ځانونه اصلاح کړي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته، دې ډلې پر رسنيو او خبريالانو سخت بنديزونه لګولي او چا ته اجازه نه ورکوي، چې تر ډېره د خلکو ستونزې او غوښتنې تر پوښښ لاندې راولي.
د خبریالانو او مدني فعالانو په ګډون ډېر هغه کسان بندیان شوي هم دي، چې د طالبانو د حکومت پر پالیسۍ یې نیوکې کولې.
طالبانو د دغې ډلې د لوړ پوړو چارواکو او د سیمې د یو شمېر هېوادونو د استازو په حضور کې په کابل کې د سوداګرۍ د کنفرانس د جوړېدو خبر ورکړ. په دې غونډه کې یوازې یوې ښځې ګډون کړی و.
د ایران د چابهار د سیمه ییز پلاوي مشرې حمیرا ریګي یوازینۍ ښځه وه، چې په دغه کنفرانس کې د ګډون اجازه ورکړل شوه.
د طالبانو د اعلامیې له مخې؛ په دې غونډه کې د ایران، پاکستان، جاپان، ترکیې او چین د سوداګرۍ خونې د چارواکو تر څنګ ګڼو مېلمنو ګډون کړی و.
د طالبانو له خوا په خپاره شويو انځورونو کې د دې کنفرانس د لسګونو نارینه ګډونوالو په منځ کې یوازې یوه ایرانۍ ښځه لیدل کېږي، چې د طالبانو د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر او د دې ډلې د سوداګرۍ وزير سره نږدې یوه مېز ته د نارینه و سره ناسته ده.
د چابهار بندر د مدیره پلاوي مشرې حمیرا ریګي په کابل کې د ابو حنیفه نندارتون په پرانیست غونډه کې ګډون کړی دی.

طالبانو په خپله خبرپاڼه کې ویلي، چې مېرمن ریګي د خبرو پر مهال ډاډ ورکړی، چې ایران د چابهار بندر د فعالولو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړې دي.
هغې دغه راز له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا هم ټینګار کړی دی.
د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، چې مېرمن ریګي په کابل کې د ابوحنیفه اووه ورځني نندارتون د پرانیستلو په څنډه کې د چابهار ازاده سیمه د افغانستان د ختیځې اسیا له هېوادونو لکه هند او چین سره د نښلولو د پل په توګه یاده کړه.
هغې وویل، چې دغه سیمه د دې وړتیا لري، چې لږ تر لږه پنځه میلیونه ټنه افغاني توکي ختیځې اسیا ته انتقال کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په افغانستان کې ښځې په غونډو کې له ګډونه منع کړي او حتا د دوی غږ یې « عورت» ګڼلی دی.
د طالبانو د امربالمعروف د قانون له مخې؛ د ښځې مخ او غږ «عورت» دی او له نامحرمو نارینه و سره د لیدو اجازه نه لري.
طالبانو تر شپږم ټولګي لوړ د نجونو ښوونځي تړلي او ښځې یې پوهنتون ته له تګ منع کړي دي.
دې ډلې ښځې له رسمي ادارو څخه هم ایستلې او له غیردولتي موسسو سره یې له کار کولو هم منع کړې دي.
طالبانو په تدریجي ډول پر ښځو سخت بندیزونه او محدودیتونه زیات کړي او د بشري حقونو فعالان وايي، چې طالبانو په افغانستان کې جنسیتي توپیر رامنځته کړی دی.
د بشري حقونو سازمانونو او ګڼو هېوادونو د طالبانو دغه کړنې غندلې او اروپايي ټولنې په دې وروستیو کې افغان مېرمنې د هغو سختو تبعیضونو له امله چې ورسره مخ دي د پناه غوښتنې مستحقې ګڼلې دي.