د بښنې نړۍ وال سازمان: د ملګرو ملتونو د بشر حقونو شورا د افغانستان مساله کې پاتې راغلې ده

د بښنې نړۍوال سازمان وایي، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو پرېکړه لیک د افغانستان د بشري حقونو ورځ تر بلې ډېرېدونکي ناورین ته وړ ځواب نه شي ورکولای.

د بښنې نړۍوال سازمان وایي، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو پرېکړه لیک د افغانستان د بشري حقونو ورځ تر بلې ډېرېدونکي ناورین ته وړ ځواب نه شي ورکولای.
د ملګرو ملتونو د بشر حقونو اړوند پرونۍ ۵۷ مه غونډه کې یو پرېکړه لیک لاسلیک شو چې د یاد سازمان د ځانګړي استازې دنده یې وغځوله.
د بښنې نړۍوال سازمان د سویلي اسیا سیمه ییزه مدیره سمریتي سېنګ وایي، چې دغه ناسته بیاهم د یو نړۍ وال ځواب ویونکي خپلواک میکانیزم په رامنځته کولو کې چې د جرایمو او بشر ضد کړنو پلټنه وکړي، بریالۍ نه شوه.
نوموړې وایي: "د بشر حقونو شورا یوځل بیا د افغانانو لپاره د کافي عدالت د ملاتړ په برخه کې چې په نړۍوالې ټولنې پورې یې خپلې هیلې تړلې، پاتې راغله."
یاد سازمان وایي، چې د بشر حقونو شورا له بشري حقونو د لا ډېرې ناوړه ګټې اخستنې د مخنیوي برخه کې فرصت له لاسه ور کړی ځکه طالبانو د افغانانو بشري حقونو د ځپلو چاره لا چټکه کړې ده.
د یاد سازمان په وینا، ددې پرېکړه لیک کمۍ د افغانستان زړور فعالان، په ځانګړې توګه د بشرحقونو ښځینه مدافعانې او خبریالان چې تر ګواښناکو شرایطو لاندې کار کوي، نهیلي کوي.
د بښنې نړۍ وال سازمان د ملګرو ملتونو له غړو هېوادونو غوښتنه کړې چې د بشري سرغړونو د شواهدو راغونډولو اړتیا په رسمیت وپېژني او د ځواب وینې یو نړۍ وال خپلواک میکانیزم ته لاره پرانیزي.

د روسیې د فدراسیون شورا د نړیوالو چارو کمېټې مشر ګریګوري کاراسین وایي، د منځنۍ اسیا د سولې او ثبات د ساتلو لپاره له طالبانو سره د خبرو دوام مهم دی. دغه روسي چارواکي ویلي، له طالبانو سره خبرې ځکه مهمې دي چې دغه ډله په افغانستان کې واکمنه ده.
دغه راپور چې د پنجشنبې په ورځ د تلې په ۱۹مه نېټه خپور شوی په کې راغلي، چې د روسیې د فډراسیون شورا یوه پلاوي تاجکستان ته سفر کړی دی.
تر اوسه روښانه نه ده، چې دغه پلاوی به په خپل سفر کې د افغانستان په اړه هم خبرې وکړي او که نه.
روسیه له طالبانو سره نږدې اړیکې لري، خو تاجکستان په تېرو درېیو کلونو کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د اوسني وضعیت خبرداری ورکړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د روسیې د ملي امنیت مشر الکساندر بورتنیکوف تر دې وړاندې ویلي و، چې طالبان له روسیې سره له داعش سره د مبارزې په برخه کې همکاري کوي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم د ۲۰۲۳ کال په جولای میاشت کې اعلان وکړ، چې دغه هېواد له ترهګرو سره د مبارزې په برخه کې طالبان د یوه همکار په توګه ګڼي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې د هغه کس د نیولو خبر ورکړ، چې یوه ماشومه یې تر «جنسي تیري وروسته وژلې ده.» د دغه وزارت ویاند عبدالمتین قانع وایي، چې تورن کس دا نجلۍ لومړی برمته کړې او تر جنسي تیري وروسته یې په ډېرې بې رحمۍ سره وژلې ده.
ښاغلي قانع په خپل اېکس کې لیکلي، چې نیول شوی کس د دې نجلۍ نږدې خپلوان هم دی.
د نوموړي په وینا، دغه کس تر نیول کېدو وروسته په خپل جرم اعتراف هم کړی دی.

په افغانستان کې له لسیزو راهیسې د ښځو پر وړاندې نه یوازې تاوتریخوالي کېږي بلکې پر دی په ځانګړې توګه پر کوچنیو نجونو د جنسي تېري پېښې ډېرې رامنځته کېږي.
په ډېریو راپورونو کې په افغانستان کې پر ښځو د جنسي تېري لاملونه کورنی تاوتریخوالي، ناسم دودونه، ناوړه اقتصادي وضعیت، د نشه یي توکو کارول او داسې نور بلل شوي دي.
دغو پېښو ته د رسېدو په موخه پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د دغې ډلې عدلي او قضایي ادارو ته د ښځو لاسرسی هم ستونزمن شوی دی.

د جرمني صدراعظم وايي، په نږدې راتلونکي کې افغانستان ته یوه بله ډله «مجرمان» اخراجوي.
اولاف شولڅ د دغه هېواد د ار ټي اېل شبکې په یوه ځانګړي خپرونه «له اولاف شولتڅ سره پر میز» کې دا خبره وکړه.
هغه وویل، دی له نړیوالو شریکانو سره په دې اړه خبرې کوي او هیله من دی چې محکمې دا چاره شونې کړي.
ښاغلي شولڅ زیاته کړه، «دا مهمه ده چې مجرمان ځانونه خوندي ونه انګیري. همدا لامل دی چې ما د دې واقعیت لپاره ډېرې هڅې کړې چې موږ مجرمان افغانسان ته بېرته واستوو.
نوموړي په تېر اګسټ کې افغانستان ته د کډوالو ستنولو په اشاره وویل: «د بېلګې په ډول یوه الوتنه ترسره شوه. یوه بله الوتنه به هم وي چې په نږدې راتلونکي کې پلان شوې ده».
هغه زیاته کړه چې دوی له خپلو نړیوالو شریکانو سره کار کوي او د دې کار لپاره د څو هېوادونو همکاریو ته اړتیا لري.
د جرمني ایتلافي حکومت چې د کډوالۍ د سیاستونو او پولو د مدیریت په تړاو د خلکو او کیڼ اړخونو ګوندونو تر سخت فشار لاندې دی، واکمن ایتلاف هڅه کوي چې د کډالۍ په سیاستونو کې د بدلونونو له لارې دغو فشارونو ته ځواب ووايي.
شولڅ په دې خپرونه کې د جرمني د کډوالۍ سیاست او د پولو د مدیریت په اړه هم خبرې وکړې.
هغه وویل، چې له ګاونډیو هېوادونو سره په اړیکه کې دی او تر کومه بریده چې ممکنه وي، خپلې پولې به کنټرول کړي.
شولڅ زیاته کړه چې« موږ پتېیلې چې سرحدونه مدیریت کړو. دمګړۍ د اروپايي اتحادیې له ګاونډیو دولت مشرانو سره په اړیکه کې یم څو تر ممکن بریده پولې کنټرول کړای شي، خو دا به اوږد وخت اخلي».
د جرمني صدراعظم د چړو بریدونو په تړاو چې په دې وروستیو کې یې پېښې ډېرې شوې، وویل، څوک چې د بېلابېلو جرمونو مرتکب کیږي، یا وژنې یې کړې او د جرمونو له امله څو ځله محکوم شوي، هغوی په جرمني کې خپل خوندیتوب له لاسه ور کړی او باید ټولنه ترې خوندي شي.
افغانستان ته د مجرمو کسانو د شړلو مساله د بادن وورتمبرګ ایالت په منهایم ښار کې د یوه افغان وګړي د چړې له برید وروسته، چې یو تن پولیس پکې ووژل شو، توده شوې.
له هغې پېښې وروسته جرمني د لومړي ځل لپاره د تېرې اګست میاشتې په وروستیو کې ۲۸ افغانان په یوه چارټر الوتکه کې کابل ته واستول.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې او د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، چې په افغانستان کې ښځینه بندیانې په زندانونو کې حقوقي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.
نوموړې دغه څرګندونې په کابل کې د طالبانو د زندانونو چارو له مشر یوسف مستري سره د لېدنې پرمهال کړې دي.
په کابل کې د یوناما دفتر په اېکس پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، چې د طالبانو لهخوا د دوی په توقیف ځایونو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ډلو د لاسرسي په برخه کې د دوامداره همکارۍ او خبرو اتروهرکلی کوي.
اغلې اوتنبایوا ویلي:« د بشري حقونو څارنه او راپور ورکول په افغانستان کې زموږ د امنیت شورا لهخوا د ټاکل شوي کار یوه اړینه برخه ده.»
د ملګرو ملتونو استازې او د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا وویل:« ټول بندیان بنسټیز حقونه لري او موږ باید ډاډ ترلاسه کړو، چې دغو حقونو ته په بشپړ ډول درناوی کېږي.»
اغلې اوتونبایوا په دغو خبرو کې د زیان منونکو بندیانو په ځانګړې توګه د ښځو لپاره د کافي حقوقي مرستو د خدمتونو د نشتوالي ترڅنګ، د زندان د خدمتونو د لا مسلکي کولو اړتیا په ګډون ګڼې اندېښنې راپورته کړې.
په خبرپاڼه کې دا رنګه راغلي، چې اغلې اوتنبایوا د کابل د څرخي پله له زندانه هم لیدنه وکړه.
له بلې خوا د طالبانو پلاوي په دغې لیدنه کې اغلې اوتنبایوا ته ویلي، چې په څرخي پله زندان کې تر ۵۰۰۰ ډېر کسان بندیان دي او په دغه زندان کې د بندیانو شمېر مخ په ډېرېدو دی، چې هره ورځ د خوشې کېدو پرتله ډېر نور بندیان په کې منل کېږي.
اوتونبایوا په خپلو خبرو کې وویل:« موږ باید د ډېر زنداني کېدو له اصلي لاملونو سره د مبارزې په هڅو هم تمرکز وکړو.»
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې خبرداری ورکړی، چې له مخ په زیاتېدونکو بشري اړتیاوو سره، سره له افغانستان سره د نړۍوالو مرستندویانو مرستې په لویه کچه د ښځو پر وړاندې د طالبانو د پرله پسې محدودیتونو او د امر بالمعروف د وروستي قانون د توشیح له امله کمې شوې دي.
یوناما غواړي، توقیف ځایونو ته د نامحدوده لاسرسي لپاره د طالبانو د کورنیو چارو وزارت او د استخباراتو عمومي ریاست چارواکو سره هم خپلو خبرو ته دوام ورکړي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي، د فاریاب ولایت د طوطي میدان د ګازو د اېستلو تړون له یو ازبکستاني شرکت سره د لسو کالو لپاره لاسلیک شو. د تړون له مخې، قراردادي شرکت به په لومړي کال کې سل مېلیونه ډالره پانګونه کوي.
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، چې نن پنجشنبه د (تلې ۱۹مه) نېټه د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت او یوه ازبکستاني شرکت تر منځ د فاریاب ولایت د طوطي میدان د ګازو د استخراج تړون د یو میلیارډ ډالرو په ارزښت لاسلیک شو.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې یاد تړون د لسو کالو لپاره له دغه ازبکستاني شرکت سره لاسلیک شوی.
په خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې یاد شرکت به په لومړي کال کې ۱۰۰ مېلیونه او په لسو کالو یو میلیارډ ډالره پانګونه کوي.
د تړون له مخې، له اېستل شویو ګازو څخه په لومړیو دوو کالو کې د ۱۰۰ مېګا واټه ګازي برېښنا تولید هم شامل دي.
طالبانو ویلي، چې د فاریاب ولایت د طوطي میدان ګازو زېرمې شاوخوا اووه زره کیلومټره مربع مساحت لري، چې په استخراج سره به یې تر ډېره په کور دننه کې د ګازو اړتیاوې پوره او ډېرو کسانو ته به په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار کولو زمینه برابره شي.
تر دې وړاندې هم طالبانو د طبیعي زېرمو د اېستلو یو شمېر تړونونه له چین سره لاسلیک کړي او پر دغې ډلې تور دی، چې د کانونو د زېرمو په اېستلو کې په لوړه کچه فساد کېږي.
