• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

هغه افغانان چې دوه ورځې وړاندې په اسلام اباد کې پولیسو نیولي وو، لا تر اوسه نادرکه دي

۱۹ تله ۱۴۰۳ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۵:۰۲ GMT+۱

د اسلام اباد او راولپنډۍ په ښارونو کې یو شمېر افغانې کورنۍ وایي، د دوی د کورنیو د هغو غړو برخلیک لا هم نه دی مالوم چې له وړمې ورځې را په دې خوا پولیسو نیولي دي.

غه کورنۍ وايي، چې نیول شویو کسانو ټول اسناد له ځانه سره لرل؛ خو بیا هم پولیسو نیولي او په تاڼو کې یې اچولي دي.
عبدالقدوس هغه افغان کډوال دی، چې اتلس کلن زوی یې پولیسو بېولی او اوس تاڼه په تاڼه ګرځي او د خپل نادرکه زوی پته نه شي لګولای.

هغه افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل:« زما اتلس کلن زوی پاسپورټ، ویزه او د پولیسو د ثبت ټول اسناد له ځانه سره لرل؛ خو د وړمې شپې راهیسې پولیسو نیولی او درک یې نه دی مالوم.»
نوموړی وایي، ستونزه یې دا ده چې د پولیسو یوه تاڼه یې هم په اړه مالومات نه ورکوي حیران دی چې چېرته ولاړ شي او چا ته وژاړي.
یوې بلې افغانې مېرمنې هم د نوم د نه ښودلو په شرط افغانستان انڼرنشنل ته وویل، چې ۱۳ کلن زوی یې چې د دوی د کورنۍ سرپرستي هم ورتر غاړې وه، تېره ورځ پولیسو نیولی او بندي کړی یې دی.

هغه وایي:«زه په کور کې دوه لوڼې او دغه یو زوی لرم، خاوند مې مړ شوی. زموږ د کډوالۍ چارې او امریکا ته د تګ ټول پړاوونه بشپړ شوي او د الوتنې او سفر په تمه یو. اوس یې زوی را نه نیولی، وېرېږم که هغه بېرته افغانستان ته ستون کړي موږ به څه کوو.»
که څه هم چې تر دې وړاندې هم پولیسو په اسلام اباد او راولپنډۍ کې ګڼ افغانان نیولي او بېرته یې خوشې کړي؛ خو دا پلا یې توپیر دا دی، چې دغه نیول شوي کسان د اوسېدو بشپړ اسناد هم لري؛ خو بیا هم نیول شوي او دا پلا یې ځای ځایګی هم مالوم نه دی.
موږ په دې تړاو هڅه وکړه، چې د اسلام اباد د ترنول او سنګجانۍ تاڼو له پولیس چارواکو سره وغږېږو؛ خو هغوی په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

هغه ټولنې چې د بشري حقونو او نورو برخو کې کار کوي، وایي چې په ځینو دغو نیول شویو افغانانو شک دی، چې د تحریک انصاف ګوند په وروستیو لاریونونو کې ښکېل وو او یا یې هم په خواله رسنیو کې د اکتوبر د ۱۱مې د پښتون ژغورنې غورځنګ له‌خوا یې د رابلل شوې جرګې لپاره تبلیغات کول.
بله غاړه په اسلام اباد کې د کډوالو ټولنېزې اتحادیې وایي، هڅې یې روانې دي چې نن د ورځې په اوږدو کې هغه کډوال راخوشې کړي چې د اسنادو په لرلو سره پولیسو نیولي دي.
پاکستاني رسنیو د اسلام اباد په وروستیو مظاهرو کې د افغانانو پر ګډون او برخې اخیستنې هم ځیني راپورونه خپاره کړي ول؛ خو په اسلام اباد کې د افغانانو ټولنې وايي، چې دا تورونه بې بنسټه دي او دغه راپورونه په دې موخه خپاره شوي چې د عمران خان د تحریک انصاف ګوند په اړه د پاکستان د خلکو نظر بدل کړي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

پاکستانۍ رسنۍ: په نوشکي کې د افغان طالبانو او پاکستاني ځواکونو نښته کې ۱۶ طالبان وژل شوي

۱۹ تله ۱۴۰۳ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۴:۴۸ GMT+۱

ځینو پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې په نوشکي کې د افغان طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ په نښته کې ۱۶ طالبان وژل شوي دي.

په دغه راپور کې راغلي، چې په دغو نښتو کې شاوخوا ۲۷ طالبان ټپیان شوي او دوه ټانکونه یې هم له منځه تللي دي.
د دغه راپور سره یوه ویډیو هم خپره شوې، چې په کې د ټانکونو په نښه کېدل او د لمنځه تلل ښیي.
په راپور کې د امنیتي سرچینو په حواله راغلي، برید د افغان طالبانو له‌خوا هغه مهال پیل شو، چې پاکستاني پوله ساتي د اغزن تار د رغولو په کار بوخت وو او پر دوی له بریده وروسته پاکستاني پوله ساتو هم په ځوابي ډزو کې طالبانو ته درانه زیانونه واړول.

خو طالبانو لا په دې تړاو څه نه دي ویلي.

په دغه راپور کې د دغو نښتو د وخت په اړه څه نه دي ویل شوي.
د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې وخت ناوخت د افغان طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ نښتې روانې وي؛ خو ځیني وخت د پوستو جوړول یې لامل وي او ډېری وخت یې لامل هم نه وي مالوم.
ځیني شنونکي وایي، په داسي حال کې چې په خیبر کې د پښتنو قومي عدالت جرګې ته وخت په رالنډېدو دی، د پاکستان پوځ ته نږدې رسنیو هڅه پیل کړې چې د خلکو پام د افغانستان سره دوښمنۍ ته واړوي.
ځکه د دغو شنونکو په باور، نه تر اوسه طالبانو په دې اړه څه ویلي او نه هم نورو رسنیو په دې اړه کوم راپور خپور کړی.

په منځني ختیځ کې جګړه؛ طالبانو د افغانستان پر اسمان د نړۍوالو الوتنو د زیاتوالي اعلان وکړ

۱۸ تله ۱۴۰۳ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۴، ۲۱:۵۵ GMT+۱

په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو په دوام، د ۲۴ رادار فلایت معلومات ښیي، چې د تېرې اونۍ په اوږدو کې د افغانستان په اسمان کې د نړۍوالو الوتنو کچه په بې ساري ډول لوړه شوې ده. طالبان وايي، په تېرو شپږو ورځو کې هره ورځ او شپه ۳۵۰ الوتنې د افغانستان له فضا څخه تېرې شوې دي.

رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت ویاند امام الدین احمدي وویل، په تېرو پنځو یا شپږو ورځو کې په هرو ۲۴ساعتونو کې شاوخوا ۳۵۰ ترانزیتي الوتنې د افغانستان له اسمانه تېرې شوې دي.

په وروستیو میاشتو کې د افغانستان له فضا الوتنې ډېرې شوې؛ خو د ۲۴ رادار فلایت معلومات ښيي، چې تېره اونۍ پر ایران د اسراییل د غچ اخیستنې احتمال د دې لامل شوی، چې د افغانستان له اسمانه ډېرې الوتنې ترسره شي.

د ۲۴ رادار فلایت د معلوماتو له مخې، د سپټمبر په ۲۹مه ۱۳۲ الوتنې د افغانستان له اسمان تېرې شوي.

د اکټوبر په دویمه د ایران له خوا پر اسراییل د توغندیو له برید یوه ورځ وروسته، د افغانستان پر اسمان د الوتنو شمېر ۱۷۶ الوتنو ته لوړ شو.

د اکتوبر په شپږمه نېټه د ورځنيو الوتنو شمېر په پرله پسې توګه ۲۲۲ ته لوړ شوی دی.

همدا راز، د "۲۴ رادار فلایت" معلومات ښیي، چې د سپټمبر له ۱۹ څخه تر ۳۰ پورې هره ورځ په اوسط ډول ۱۴۷ الوتنې د افغانستان له فضا څخه تېرې شوي دي.

په دې کې هغه الوتنې شاملې نه دي، چې مبدا یې افغانستان ته یا له افغانستانه و.

په دې اساس، د طالبانو رژیم هر کال له هوايي حریم څخه ۳۷ میلیونه ډالره عاید تر لاسه کوي.

د ۲۰۲۱کال په اګست میاشت کې د جمهوري دولت له ړنګېدو او واک ته د طالبانو له راتګ وروسته، د افغانستان هوايي حریم د امنیتي او سیاسي اندېښنو له امله د نړۍوالو الوتنو پر مخ وتړل شو.

د دې پرېکړې موخه یوازې امنیتي مسایل نه وو، بلکې نړۍوالو اسعارو ته د طالبانو د لاس رسي د مخنیوي لار هم وه.

د رویټرز د راپور له مخې، په سیمه کې د کړکېچ له زیاتېدو سره، هوايي شرکتونه د افغانستان اسمان د ایران او اسراییل د اسمانونو په پرتله خوندي ګڼي.

کابل کې د یوناما مشرې ښځينه زده کوونکو ته د راتلونکې کاري ځواک خطاب وکړ

۱۸ تله ۱۴۰۳ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۷:۴۶ GMT+۱

په افغانستان کې د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا په کابل کې د «امام ابو حنیفه» له درېیم جوړ شوي نندارتون څخه لیدنه وکړه. هغې په نندارتون کې يې له يو شمېر ښځينه زده کوونکو سره وليدل او هغوی يې د «افغانستان راتلونکی کاري ځواک» ياد کړ.

د نندارتون د پيل په مراسمو کې د ایران د چابهار د سیمه ییز پلاوي مشرې حمیرا ریګي یوازینۍ ښځه وه، چې د ګډون اجازه ورکړل شوې.

د طالبانو د اعلامیې له مخې؛ په دې غونډه کې د ایران، پاکستان، جاپان، ترکیې او چین د سوداګرۍ خونې د چارواکو تر څنګ ګڼو مېلمنو ګډون کړی و.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په افغانستان کې ښځې په غونډو کې له ګډونه منع کړي او حتا د دوی غږ یې « عورت» ګڼلی دی.

يوناما د چهار شنبې په ورځ پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، چې روزا اوتنبايوا د هېواد په بیارغونه او د ثبات په ټينګښت کې د خصوصي سکټور پر حياتي رول ټينګار وکړ.

هغې ویلي، چې ملګري ملتونه په افغانستان کې د خصوصي سکټور ملاتړ ته ژمن دي.

په کابل کې د امام ابوحنیفه نندارتون د یکشنبې په ورځ (د تلې ۱۵ مه) نېټه پيل او ټاکل شوې څو ورځې نور هم دوام وکړي.

د معلوماتو له مخې، چې په دغه نندارتون کې ٧٠٠ کورنيو او بهرنيو شرکتونو خپل توليدات نندارې ته وړاندې کړي دي.

د یوناما مشرې په داسې حال کې په افغانستان کې د خصوصي سکټور پر ملاتړ ټینګار کوي، چې په تېرو درېیو کلونو کې یو شمېر سوداګرو په پرله پسې ډول د ملاتړ د نه درلودلو او د خپلو تولیداتو د پلور لپاره د بازار له نشتوالي اندېښنه څرګنده کړې ده.

د طالبانو سوداګرۍ وزیر: په افغانستان کې د بشري حقونو او جنسیتي تبعیض ستونزې نه شته

۱۸ تله ۱۴۰۳ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۴:۵۶ GMT+۱

د طالبانو د سوداګرۍ او صنایعو وزیر له یوې جاپانۍ رسنۍ سره په مرکه کې ادعا وکړه، چې په افغانستان کې «د بشري حقونو او جنسیتي تبعیض» په برخه کې هېڅ ستونزه نه شته. نورالدین عزیزي د جاپان له حکومته وغوښتل، چې د افغانستان په اړه د امریکا دریځ ته پام ونه کړي.

هغه د جاپان اين ايچ کی شبکې ته وويل: «دلته د بشري حقونو یا جنسيتي تبعيضي په اړه هېڅ موضوع نه شته او د یوه هېواد په توګه زه په افغانستان کې په رسميت پېژندلو کې کوم خنډ نه وينم.»

طالبانو د سختو بندیزونو په لګولو سره ښځې له ټولنې لېرې کړې دي.

د بشري حقونو فعالان وايي، دې ډلې په افغانستان کې جنسیتي تبعیض رامنځته کړی دی.

دغه مرکه چې سې شنبې په ورځ ( د تلې ۱۷ مه) خپره شوه نورالدین عزیزي په افغانستان کې د بشري حقونو د مسالو په اړه له لویدیځو هېوادونو سره د جاپان له دریځه ناخوښي څرګنده کړه.

هغه وویل، د جاپان لپاره دا غوره ده، چې د امریکا او نورو هېوادونو دریځونو په پام کې نیولو پرته قضاوت وکړي.

په ورته وخت کې دغه طالب چارواکي له طالبانو سره د روسیې او چین د اړیکو ستاینه وکړه.

منظور پښتین: مرکزي حکومت د دښمنۍ اعلان کړی

۱۸ تله ۱۴۰۳ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۳:۳۱ GMT+۱

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د پښتون قومي جر ګې پر غړو د پاکستاني ځواکونو د برید غبرګون کې ویلي چې امنیتي ځواکونو پر خلکو مستقیمې ډزې کړې دي.

پښتین پر خپل اېکس لیکلي" موږ پوهېږو چې مرکزي حکومت د دښمنۍ اعلان کړی، خو د خیبرپښتونخوا حکومت د دې ظلم د درولو لپاره پولیسو ته یو یادښت ورکړی چې دا ظلم بس کړي؟ " هغه زیاتوي"نه، بالکل نه، ځکه دوی د پښتنو د وینې تویولو لپاره د جنرالانو خواهش پوره کول غواړي".

پښتین وایي،" یو به حکم ورکوي، بل به یې عملي کوي او بل به غلی وي".

ظاهرا د هغه اشاره پوځ، د خیبر پښتونخوا حکومت او سیاسي ګوندونو ته ده.

هغه د پاکستان پوځ او حکومت مخاطب کړي چې "جنرال عاصم منیر، شهباز شریف، او محسن نقوي، نن په خیبرپښتونخوا کې د بې ګناه پښتنو وینې تویولو تاسې ارام کړئ، یا لا نور هم وینه بهوئ؟".

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر وایي، په نورو ولسوالیو کې هم د جرګې ګډونوالو باندې پولیسو ډزې کړې او د خلکو د راتګ مخه نیسي.

‏پښتین وایي چې" تېره شپه پوځ او مزدور پولیسو د جرګې په میدان برید وکړ او غوښتل یې هلته وینې تویې کړي، خو موږ د امن د ساتنې لپاره میدان خالي کړ او کله چې دوی ته هیڅ جواز پیدا نه شو، نن یې له میدان څخه لرې پر ناستو ملګرو ډزې پیل کړې او ملګري یې شهید او ټپیان کړل".

د خیبر پښتونخوا په خیبر ولسوالۍ کې نن د پښتون قومي جرګې پر غړو د پاکستان امنیتي ځواکونو په ډزو کې د جرګې درې تنه وژل شوي او ۱۵نور ټپیان دي.