• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو سوداګرۍ وزیر: په افغانستان کې د بشري حقونو او جنسیتي تبعیض ستونزې نه شته

۱۸ تله ۱۴۰۳ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۴:۵۶ GMT+۱تازه شوی: ۱۸ تله ۱۴۰۳ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۴، ۲۱:۵۱ GMT+۱

د طالبانو د سوداګرۍ او صنایعو وزیر له یوې جاپانۍ رسنۍ سره په مرکه کې ادعا وکړه، چې په افغانستان کې «د بشري حقونو او جنسیتي تبعیض» په برخه کې هېڅ ستونزه نه شته. نورالدین عزیزي د جاپان له حکومته وغوښتل، چې د افغانستان په اړه د امریکا دریځ ته پام ونه کړي.

هغه د جاپان اين ايچ کی شبکې ته وويل: «دلته د بشري حقونو یا جنسيتي تبعيضي په اړه هېڅ موضوع نه شته او د یوه هېواد په توګه زه په افغانستان کې په رسميت پېژندلو کې کوم خنډ نه وينم.»

طالبانو د سختو بندیزونو په لګولو سره ښځې له ټولنې لېرې کړې دي.

د بشري حقونو فعالان وايي، دې ډلې په افغانستان کې جنسیتي تبعیض رامنځته کړی دی.

دغه مرکه چې سې شنبې په ورځ ( د تلې ۱۷ مه) خپره شوه نورالدین عزیزي په افغانستان کې د بشري حقونو د مسالو په اړه له لویدیځو هېوادونو سره د جاپان له دریځه ناخوښي څرګنده کړه.

هغه وویل، د جاپان لپاره دا غوره ده، چې د امریکا او نورو هېوادونو دریځونو په پام کې نیولو پرته قضاوت وکړي.

په ورته وخت کې دغه طالب چارواکي له طالبانو سره د روسیې او چین د اړیکو ستاینه وکړه.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

امریکا وایي طالبان لا هم د یوه «نړۍوال ترهګريز سازمان» په توګه پېژنې

۱۸ تله ۱۴۰۳ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۳:۰۱ GMT+۱

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، د طالبانو په وړاندې د امریکا دریځ نه دی بدل شوی او واشنګټن لا هم دغه ډله د یوه «نړۍوال ترهګريز سازمان» په توګه پیژني. متیو میلر وویل له طالبانو سره د اړیکو عادي کېدل د بشري حقونو په اړه د طالبانو په چلند کې په بنسټیزو بدلونونو پورې تړلي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند د سې شنبې په ورځ (د تلې ۱۷ مه) په یوه خبري غونډه کې د ترهګرو ډلو له لېست څخه د طالبانو د ایستلو لپاره د روسیې د اقداماتو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې د امریکا په پرېکړه کې بدلون نه دی راغلی.

په دې وروستیو کې روسیې اعلان وکړ، چې د ترهګرو ډلو له نوملړ د طالبانو د ایستلو په اړه «بیا کتنه» بشپړوي.

متیو میلر وویل: «موږ د نړیوال تروریستي سازمان په توګه د طالبانو نوم نه دی بدل کړی او موږ دې ته دوام ورکوو. د اړیکو عادي کول د طالبانو د بشري حقونو په چلند کې ژور بدلون پورې اړه لري.»

هغه زیاته کړه، چې نړیواله ټولنه د طالبانو د بشري حقونو د چلند د بدلون په اړه متفقه ده.

ښاغلي میلر په دې غونډه کې وویل، چې امریکا د خپلو شریکانو په همکارۍ پر طالبانو فشار راوړي چې تبعضي فرمانونه لغوه کړي.

هغه ښوونځي ته د نجونو پر تګ او په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو د لرې کولو اړوند په ټينګار سره وویل: «بشري حقونه په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونه، چې لا هم د طالبانو له خوا تر ظلم لاندې دي، له طالبانو سره زموږ د اړیکو لومړیتوب دی.»

«واشنګټن له افغانستانه د امریکا پر وړاندې د ترهګريز ګواښ په اړه خبر دی»

۲۳ کاله وړاندې امریکا په افغانستان کې د طالبانو او القاعدې پر ضد پوځي عملیات پیل کړل.

له ۲۳ کلونو وروسته امریکا له افغانستانه ووتله او طالبان بېرته واک ته ورسېدل او ملګرو ملتونو راپور ورکړ، چې القاعده په افغانستان کې یو ځل بیا فعاله شوې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند د دې پوښتنې په ځواب کې، چې امریکا په افغانستان کې خپلو اهدافو ته تر کومه حده رسېدلې وویل، چې واشنګټن له افغانستانه د امریکا پر وړاندې د هر ډول ترهګريز ګواښ په اړه خبر دی.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند وويل: «د افغانستان په اړه زموږ تر ټولو مهم لومړيتوب دا دى، چې هسي نه دغه هېواد يو ځل بيا د امريکا پر ضد د ترهګريز بريدونو په اډه بدل نه شي.»

نوموړي دې ته په اشارې سره، چې د افغانستان په چارو کې د امریکا د ځانګړي استازي بدلون د افغانستان د اهمیت د کمښت په معنا دی، ټینګار وکړ، چې د امریکا په سیاستونو کې هیڅ بدلون نه دی راغلی او د ټام ویسټ ټولې دندې به د نورو چارواکو له خوا پر مخ وړل کيږي او امریکا به په همدې لومړيتوبونو سره خپلې لارې ته دوام ورکوي.

طالبان سوداګریزې لارۍ په جي پي اېس قفل سمبالوي

۱۸ تله ۱۴۰۳ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۲:۲۰ GMT+۱

د طالبانو حکومت غواړي پر لویو لارو د تجارتي مالونو د موقعیت ښودنې او غلاوو د مخنیوي په موخه په باري موټرو کې ځیرک یا جي پي ایس قفلونه(GPS locker) وکاروي.

د چارشنبې په ورځ د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې ددې ډلې د مالیې، ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارتونو او افغان پسټ شرکت ترمنځ یو هوکړه لیک لاسلیک شو، چې په ټرانزیټي لاریو کي د جي پي اېس لاکر یا قفل لګول به شوني کړي.

د طالبانو د شرکتونو لوی رییس مولوي احمدجان بلال ددغه هوکړه لیک او د پستي کوډ او پتې پراختیا پروګرام په تړاو جوړې شوې غونډې ته وویل، چې « جي پي اېس ځیرک قفلونه له سوداګرو سره مرسته کوي چې د خپلو سوداګریزو توکو د کره موقعیت په اړه معلومات ترلاسه کړي».

دغه طالب چارواکی وايي، یاد سیستم له ټاکلي مسیره د موټرو د انحراف پرمهال د هغوی نوی موقعیت ښيي او د سوداګریزو توکو د غلا مخه یسي.

طالب چارواکي هیله من دي چې په ټرانزیټي باري موټرو کي د ځیرک قفل لګونې پروژې په پلیتابه سره به د بهرني ټرانزیټ په برخه کېباور ډېر او د سوداګریزو توکوپه ژر لېږد، خوندیتوب، وخت کنټرول او روڼتیا کې به ښه والی راشي.

له باري موټرو د غلاوو مخنیوي لپاره د جي پي ایس لاکر دغه هوکړه لیک داسې مهال لاسلیک کیږي چې د لاریو چلوونکي وخت ناوخته طالبان له ټاکل شوې مالیې نه د ډیرو پیسو په اخستلو تورنوي.

طالبان په ننګرهار کې پر موټرو لیکل شوي شعرونه «د اسلامي ارزښتونو او فرهنګ خلاف» بولي

۱۸ تله ۱۴۰۳ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۱:۴۰ GMT+۱

ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رياست وایي، د ګاډو پر هندارو شعرونه او عبارتونه له اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې دي او دوی يې د پاکولو لړۍ پيل کړې.

په ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د چهارشنبې په ورځ ويلي، چې ټاکل شوې کمېټه به په اونۍ کې يو ځل په ښار او واټونو کې د وسایطو څار کوي او له «ټولو وسایطو به کليمات، شعارونه، شعرونه او انځورونه پاکوي.»

100%

د ننګرهار لپاره د طالبانو د اطلاعاتو امر صدیق الله قريشي وايي، چې پر ګاډو د عبارتونو او شعرونو لیکل له افغاني فرهنګ او ټولنې سره په ټکر کې دي.

څه موده مخکي په خوست او کندهار کې هم د طالبانو له لوري ورته کمپاين وشو.

په هم هغه کمپيان کې هم طالبانو له نقلیه وسایطو عبارتونه او شعرونه پاک او له يو شمېر رکشو یې انځورونه هم لرط کړل.

طالبان وایي دغه ليکنط د ټولنيزو اصولو خلاف دي او پر عامه ذهنونو ناوړه اغېزه کوي.

يو شمېر کسان په دې باور دی، چې «طالبان تر ډېره د هغو عبارتونو، جملو او شعرونو مخالفت کوي، چې د مينې، وطن دوستی، ارزښتونو او د سرتيرو اړوند» لیکل شوي وي.

دوی وايي، پر وسایطو د شعرونو، عبارتونو او پيغامونو لیکل د دوی خيال، احساس او د ولسي ادبیاتو د يوې برخې ژوندي ساتل دي.

په ولایتونو کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونه ان په مشاعرو او ادبي ناستو کې هم شعرونه سانسوروي او په خپلو ويناوو کې يې له شاعرانو غوښتي، چې د «اسلامي امارت» اړوند اشعار وليکي.

دې ډلې په تېره واکمنۍ کې هم ځینې شاعران د رومانټیکو شعرونو له امله نیولي و او اوسنۍ واکمنۍ کې یې هم ازادې مشاعرې پیکه شوې دي.

خیبر کې پر جرګه د امنیتي ځواکونو ډزو کې درې تنه وژل شوي او ۱۵ټپيان دي

۱۸ تله ۱۴۰۳ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۱:۲۲ GMT+۱

خیبر ولسوالۍ کې د پښتون قومي جرګې پر غړو د پاکستان امنیتي ځواکونو په ډزو کې د جرګې درې تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي.

افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې ویډیو کې هم د درې کسانو مړي لیدل کېږي.

یوې رسمي سرچینې هم افغانستان انټرنشنل ته ومنله د امنیتي ځواکونو په ډزو کې د جرګې درې غړي وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي

د سرچینې په وینا، ډزې روانې دي او د مرګ ژوبلې د ډېریدو امکان دی.

تر دې څو ګړۍ مخکې له شمالي او سوېلي وزیرستانه جرګې ته پر را روانو کاروانونو په بریدونو کې یو کس وژل شوی او نږدې شل تنه ټپیان شوي. سیمه کې خبریالان وايي، چې پاکستاني امنیتي عسکر پر خلکو مخامخ ډزې کوي.

له سیمې خبریالان زیاتوي چې د سوېلي وزيرستان تيرازه سېمه کې پوليسو او ايف سي ځواکونو پر روان کاروان برید کړی چې یو کس په کې وژل شوی او نږدې لس کسان په کې ژوبل شوي.
دغه خبریالان وايي، چې د ميران شاه په ميرعلې سېمه کې هم د خیبر جرګې ته پر روان کاروان بريد شوی چې له لسو زیات کسان په کې ژوبل دي.
پوليسو خبریالانو ته ویلي، چې دوی ته د بریدونو امر له اسلام اباده شوی.

خو له دې سره په پېښور کې د افغانستان انټرنېشنال خبریال وايي، چې د جرګې پر لور د خیبر پښتونخوا له بېلابېلو سیمو نه خلک روان دي او پولیس او امنیتي ځواکونه یې د جرګې د جوړېدو ځای ته نه پریږدي.

د جرګې تنظیم کوونکو پر سیاسي ګوندونو او د بشري حقونو پر سازمانونو غږ کړی چې د پاکستان د امنیتي ځواکونو د روان ظلم مخه ونیسي.

د اذربایجان پارلمان له افغانستان سره د بین الپارلماني اړیکو نوې ډله ټاکلې

۱۸ تله ۱۴۰۳ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۰:۲۴ GMT+۱

په داسې حال کې چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ملي شورا وجود نه لري، د اذربایجان پارلمان له افغانستان سره د بین الپارلماني اړیکو لپاره نوې ډله ټاکلې ده.

تېره ورځ د اذربایجان د ملي مجلس یا پارلمان غونډه کې د افغانستان په ګډون د ګڼو هېوادونو له پارلمانونو سره د اړیکو پر ګروپونو خبرې وشوې او د ځینو هېوادونو لپاره اړیکډلې وټاکل شوې.

له افغانستان سره د اړیکو لپاره د نوې پارلماني ډلې مشر موسی قاسملي ټاکل شوی.

موسی قاسملي له دې وړاندې د افغانستان د جمهوري حکومت پرمهال هم، چې کابل او باکو رسمي بین الپارلماني اړیکې درلودې، ددې پارلماني ډلې مشر و.

د اذربایجان د بهرنیو چارو وزارت په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د خپل سفارت د پرانېستلو تیاری ښودلی ، خو تر اوسه باکو لا په کابل کې خپل سفارت نه دی پرانېستی.

طالبانو د ۲۰۲۲ کال په مۍ میاشت کې د ولسي جرګې او مشرانو جرګې دارلانشاوې او په پارلماني چارو کې ددولت وزارت لغو کړل او له هغه وروسته داسې نه ښکاري چې ملي شورا دې بېرته فعاله شي.