• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان په ننګرهار کې پر موټرو لیکل شوي شعرونه «د اسلامي ارزښتونو او فرهنګ خلاف» بولي

۱۸ تله ۱۴۰۳ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۱:۴۰ GMT+۱تازه شوی: ۱۸ تله ۱۴۰۳ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۲:۵۲ GMT+۱

ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رياست وایي، د ګاډو پر هندارو شعرونه او عبارتونه له اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې دي او دوی يې د پاکولو لړۍ پيل کړې.

په ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د چهارشنبې په ورځ ويلي، چې ټاکل شوې کمېټه به په اونۍ کې يو ځل په ښار او واټونو کې د وسایطو څار کوي او له «ټولو وسایطو به کليمات، شعارونه، شعرونه او انځورونه پاکوي.»

100%

د ننګرهار لپاره د طالبانو د اطلاعاتو امر صدیق الله قريشي وايي، چې پر ګاډو د عبارتونو او شعرونو لیکل له افغاني فرهنګ او ټولنې سره په ټکر کې دي.

څه موده مخکي په خوست او کندهار کې هم د طالبانو له لوري ورته کمپاين وشو.

په هم هغه کمپيان کې هم طالبانو له نقلیه وسایطو عبارتونه او شعرونه پاک او له يو شمېر رکشو یې انځورونه هم لرط کړل.

طالبان وایي دغه ليکنط د ټولنيزو اصولو خلاف دي او پر عامه ذهنونو ناوړه اغېزه کوي.

يو شمېر کسان په دې باور دی، چې «طالبان تر ډېره د هغو عبارتونو، جملو او شعرونو مخالفت کوي، چې د مينې، وطن دوستی، ارزښتونو او د سرتيرو اړوند» لیکل شوي وي.

دوی وايي، پر وسایطو د شعرونو، عبارتونو او پيغامونو لیکل د دوی خيال، احساس او د ولسي ادبیاتو د يوې برخې ژوندي ساتل دي.

په ولایتونو کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونه ان په مشاعرو او ادبي ناستو کې هم شعرونه سانسوروي او په خپلو ويناوو کې يې له شاعرانو غوښتي، چې د «اسلامي امارت» اړوند اشعار وليکي.

دې ډلې په تېره واکمنۍ کې هم ځینې شاعران د رومانټیکو شعرونو له امله نیولي و او اوسنۍ واکمنۍ کې یې هم ازادې مشاعرې پیکه شوې دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

خیبر کې پر جرګه د امنیتي ځواکونو ډزو کې درې تنه وژل شوي او ۱۵ټپيان دي

۱۸ تله ۱۴۰۳ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۱:۲۲ GMT+۱

خیبر ولسوالۍ کې د پښتون قومي جرګې پر غړو د پاکستان امنیتي ځواکونو په ډزو کې د جرګې درې تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي.

افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې ویډیو کې هم د درې کسانو مړي لیدل کېږي.

یوې رسمي سرچینې هم افغانستان انټرنشنل ته ومنله د امنیتي ځواکونو په ډزو کې د جرګې درې غړي وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي

د سرچینې په وینا، ډزې روانې دي او د مرګ ژوبلې د ډېریدو امکان دی.

تر دې څو ګړۍ مخکې له شمالي او سوېلي وزیرستانه جرګې ته پر را روانو کاروانونو په بریدونو کې یو کس وژل شوی او نږدې شل تنه ټپیان شوي. سیمه کې خبریالان وايي، چې پاکستاني امنیتي عسکر پر خلکو مخامخ ډزې کوي.

له سیمې خبریالان زیاتوي چې د سوېلي وزيرستان تيرازه سېمه کې پوليسو او ايف سي ځواکونو پر روان کاروان برید کړی چې یو کس په کې وژل شوی او نږدې لس کسان په کې ژوبل شوي.
دغه خبریالان وايي، چې د ميران شاه په ميرعلې سېمه کې هم د خیبر جرګې ته پر روان کاروان بريد شوی چې له لسو زیات کسان په کې ژوبل دي.
پوليسو خبریالانو ته ویلي، چې دوی ته د بریدونو امر له اسلام اباده شوی.

خو له دې سره په پېښور کې د افغانستان انټرنېشنال خبریال وايي، چې د جرګې پر لور د خیبر پښتونخوا له بېلابېلو سیمو نه خلک روان دي او پولیس او امنیتي ځواکونه یې د جرګې د جوړېدو ځای ته نه پریږدي.

د جرګې تنظیم کوونکو پر سیاسي ګوندونو او د بشري حقونو پر سازمانونو غږ کړی چې د پاکستان د امنیتي ځواکونو د روان ظلم مخه ونیسي.

د اذربایجان پارلمان له افغانستان سره د بین الپارلماني اړیکو نوې ډله ټاکلې

۱۸ تله ۱۴۰۳ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۰:۲۴ GMT+۱

په داسې حال کې چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ملي شورا وجود نه لري، د اذربایجان پارلمان له افغانستان سره د بین الپارلماني اړیکو لپاره نوې ډله ټاکلې ده.

تېره ورځ د اذربایجان د ملي مجلس یا پارلمان غونډه کې د افغانستان په ګډون د ګڼو هېوادونو له پارلمانونو سره د اړیکو پر ګروپونو خبرې وشوې او د ځینو هېوادونو لپاره اړیکډلې وټاکل شوې.

له افغانستان سره د اړیکو لپاره د نوې پارلماني ډلې مشر موسی قاسملي ټاکل شوی.

موسی قاسملي له دې وړاندې د افغانستان د جمهوري حکومت پرمهال هم، چې کابل او باکو رسمي بین الپارلماني اړیکې درلودې، ددې پارلماني ډلې مشر و.

د اذربایجان د بهرنیو چارو وزارت په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د خپل سفارت د پرانېستلو تیاری ښودلی ، خو تر اوسه باکو لا په کابل کې خپل سفارت نه دی پرانېستی.

طالبانو د ۲۰۲۲ کال په مۍ میاشت کې د ولسي جرګې او مشرانو جرګې دارلانشاوې او په پارلماني چارو کې ددولت وزارت لغو کړل او له هغه وروسته داسې نه ښکاري چې ملي شورا دې بېرته فعاله شي.

طالبان: نړۍوالې رسنۍ د افغانستان وضعیت ناسم تعبیروي او افغانان په ذهني ناارامۍ اخته کوي

۱۸ تله ۱۴۰۳ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۵:۲۲ GMT+۱

په ننګرهار ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور امر صدیق الله قریشي سیمه‌ییزو راډیوګانو ته سپارښتنه کړې، چې خپرونې یې باید د «اسلامي شریعت» او د دوی د شته نشراتي پالیسۍ سره سمې خپرې شي.

په ننګرهار ولایت کې د طالبانو د رسنیو دفتر پر اېکس پاڼه کاږلي، چې نوموړي دغه څرګندونې له سیمه‌ییزو رسنیو څخه د لیدنې پرمهال کړې دي.
ښاغلي قریشي زیاته کړه، چې نړۍوالې رسنۍ د افغانستان اوسنی وضعیت ناسم تعبیروي او هڅه کوي افغانان په ذهني توګه نا ارامه کړي.
هغه دا رنګه ویلي:« دا د کورنیو رسنیو مسوولیت دی، چې د خپلو خپرونو له لارې حقایق او پرمختګونه خلکو ته ورسوي؛ چې د بهرنیو رسنیو ناسمه څېره څرګنده او خلک ذهني ارامتیا ومومي.»
نوموړي د دغې لیدنې پرمهال د ننګرهار د سیمه‌ییزو راډیوګانو د سټوډیوګانو او خپرونو مهالوېش هم وڅېړه او ټینګار یې وکړ، چې رسنۍ دې ولسونو ته داسې خپرونې وړاندې کړي چې د «دنیا او اخرت» ګټې په کې وي.
تر دې وړاندې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت چارسمبالي ضیاء الحق حقمل ویلي و، رسنۍ دې د هغو بهرنیو کسانو راپورونه نه را نقلوي چې د افغانستان په اړه ناسم تحلیلونه کوي.
خو ګڼ خبریالان او رسنوال وایي، چې طالبان هر څه ته له خپل لیدلوري ګوري.

د دغو خبریالانو په وینا، دغه واکمنه وسله‌واله ډله داسې انګېري چې دوی کولای شي په وچ زور هر څه پر خلکو وتپي؛ په داسې حال کې چې په تېرو شلو کالو کې د افغانستان خلکو د بیان له ازادۍ سره ژوند تېر کړی او دغه بندیزونه نه شي کولای، چې خلک له واقیعتونو څخه په څنګ وساتي؛ خو د دوی په وینا طالبان دومره واکمن او ځواکمن نه دي، چې دغه کار دې وشي کړای.
د افغانستان د ازادو خبریالانو د ملاتړ ادارې مشر مجیب خلوتګر افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل: «سره له دې چې طالبانو په افغانستان کې د ټولو بهرنیو رسنیو په خپرونو بندیز لګولی او د ځینو بهرنیو انځوریزو رسنیو لکه د افغانستان انټرنشنل ټلویزیون په خپرونو یې له پرازیټونه هم کار واخیست؛ خو هغوی پر دې نه پوهېږي، چې ننۍ ټکنالوژي دومره غښتلې ده چې د دوی هیڅ ډول بندیز د دغو خپرونو مخه نه شي نیولای.»
ښاغلي خلوتګر زیاته کړه، طالبانو پر دغه شان کړنو نه یوازې په کور د ننه خپل باور له لاسه ورکړی؛ بلکې په نړۍواله کچه یې هم خپل اعتبار زیانمن کړی دی.
په تېرو درېیو کالو کې طالبانو پر مېرمنو او رسنیو سخت بندیزونه لګولي، چې له همدې امله یې د خلکو په منځ کې خپل اعتبار بایللی دی.

دغه ډله هڅه کوي، چې د دغو بندیزونو له لارې خپلې ټولې نادودې د خلکو له نظره لرې وساتي؛ خو لمر هیڅکله هم په دوو ګوتو نه دی پټ شوی.

د طالبانو د هرات والي ترکمنستاني چارواکو سره د ټاپي پروژې پر حقوقي اړخونو بحث کړی

۱۷ تله ۱۴۰۳ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۴، ۲۰:۲۴ GMT+۱

د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر اژانس د سې شنبې په ورځ (د تلې ۱۷مه) راپور ورکړ، چې د طالبانو د هرات والي د ټاپي پروژې له عمومي مشر محمد میرات امانوف په مشرۍ له ترکمنستاني چارواکو سره لیدلي.

د طالبانو د هرات والي له ترکمنستاني چارواکو سره په کتنه کې د ټاپي پروژې د حقوقي او تخنیکي اړخونو پر اوسني حالت چې د انرژۍ د خوندیتوب په موخه جوړ شوی و، بحث وشو.

د غونډې په ترڅ کې ترکمنستاني پلاوي په هرات کې د اورګاډي د کنسرسیوم د دفتر د جوړولو په ګډون د لومړنیو کارونو د ملاتړ لپاره د لازمو اسانتیاو د رامنځته کولو اړتیا په ګوته کړه.

تر دې مخکې د ترکمسنتان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوفوايي، په سیمه کې د امنیت لپاره تر ټولو مهم د افغانستان د خلکو ملاتړ او همکاري ده چې ور سره یې اقتصاد رغول کېږي او بشري ستونزې یې حل کېږي.

ترکمنستان د منځنۍ اسیا د ځینې نورو هېوادونو په څېر له طالبانو سره نږدې اړیکي لري.

د ټاپي پایپ لاین چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته لېږدوي، یوه له سترو سیمه ییزو پروژو څخه ده.
دا پروژه ۱۸۲۱ کیلومتره اوږدوالی لري، د کلنۍ انتقال ظرفیت یې ۳۳ میلیارد متر مکعب دی او طالبانو ویلي، چې د دې پروژې له ټرانزیت څخه به د افغانستان کلنی عاید ۴۰۰میلیونه ډالره وي.

کندهار امربالمعروف د رسنیو کارکوونکو ته: ږيرې پرېږدئ او تصویرونو له خپرولو ډډه وکړئ

۱۷ تله ۱۴۰۳ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۷:۵۶ GMT+۱

په کندهار کې د طالبانو امربالمعروف غړي یو شمېر سيمه ييزو رسنيو ته ورغلي او له کارکوونکو څخه یې غوښتي، چې «ږيرې پرېږدي او پر ټولنيزو رسنیو د ژوندیو موجوداتو د تصویرونو له خپرولو څخه دې ډډه» وکړي.

محتسبانو د رسنيو کارکوونکو ته خبرداری ورکړی، که یې غوښتنه ونه مني له سخت چلند سره به مخ شي.

له کندهار څخه سرچينو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ويلي، چې د تېرې شنبې ورځ څخه په پرله پسې توګه د طالبانو د امربالمعروف ادارې کارکوونکي سيمه ييزو راډيوګانو ته د څار لپاره ورغلي او رسنیزو کارکوونکو ته یې ګوټڅنډه کړې، چې ځانونه پر «شریعت» برابر کړي.

یو خبریال وويل: « امربالمعروف کارکوونکي راډيو ته له خبرتيا پرته راغلل، چلند يې له جديت څخه ډک و او ټول دفتر يې وکوت.»

سرچينه زياتوي، چې د طالبانو محتسبانو له دوی وغوښتل: «موږ ته یې وويل، چې ږيري پرېږدئ او وېښتان څوڼي کړئ که يې څوڼي نه کړئ؛ نو کوچني يې کړئ او پر فېسبوک زيروح اشیاو عکسونه مه خپروئ.»

امربالمعروف د رسنيو کارکوونکو ته جدي خبرداری ورکړی، چې د دوی د امر د نه منلو پر مهال به زنداني کيږي.

تر دې وړاندي هم په کندهار کې د طالبانو امربالمعروف رياست د رسنیو له مسوولینو او خبريالانو سره په ليدنه کې ګواښ کړی و، چې «ږيرې پرېږدئ او لنګوټي وتړئ.»

د امربالمعروف مشر خبريالانو ته د پېغور په ډول ويلي، چې رسنۍ او خبريالان د اخلاقي فساد سرچينې دي او باید ځانونه اصلاح کړي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته، دې ډلې پر رسنيو او خبريالانو سخت بنديزونه لګولي او چا ته اجازه نه ورکوي، چې تر ډېره د خلکو ستونزې او غوښتنې تر پوښښ لاندې راولي.
د خبریالانو او مدني فعالانو په ګډون ډېر هغه کسان بندیان شوي هم دي، چې د طالبانو د حکومت پر پالیسۍ یې نیوکې کولې.