د اذربایجان پارلمان له افغانستان سره د بین الپارلماني اړیکو نوې ډله ټاکلې

په داسې حال کې چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ملي شورا وجود نه لري، د اذربایجان پارلمان له افغانستان سره د بین الپارلماني اړیکو لپاره نوې ډله ټاکلې ده.

په داسې حال کې چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ملي شورا وجود نه لري، د اذربایجان پارلمان له افغانستان سره د بین الپارلماني اړیکو لپاره نوې ډله ټاکلې ده.
تېره ورځ د اذربایجان د ملي مجلس یا پارلمان غونډه کې د افغانستان په ګډون د ګڼو هېوادونو له پارلمانونو سره د اړیکو پر ګروپونو خبرې وشوې او د ځینو هېوادونو لپاره اړیکډلې وټاکل شوې.
له افغانستان سره د اړیکو لپاره د نوې پارلماني ډلې مشر موسی قاسملي ټاکل شوی.
موسی قاسملي له دې وړاندې د افغانستان د جمهوري حکومت پرمهال هم، چې کابل او باکو رسمي بین الپارلماني اړیکې درلودې، ددې پارلماني ډلې مشر و.
د اذربایجان د بهرنیو چارو وزارت په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د خپل سفارت د پرانېستلو تیاری ښودلی ، خو تر اوسه باکو لا په کابل کې خپل سفارت نه دی پرانېستی.
طالبانو د ۲۰۲۲ کال په مۍ میاشت کې د ولسي جرګې او مشرانو جرګې دارلانشاوې او په پارلماني چارو کې ددولت وزارت لغو کړل او له هغه وروسته داسې نه ښکاري چې ملي شورا دې بېرته فعاله شي.


په ننګرهار ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور امر صدیق الله قریشي سیمهییزو راډیوګانو ته سپارښتنه کړې، چې خپرونې یې باید د «اسلامي شریعت» او د دوی د شته نشراتي پالیسۍ سره سمې خپرې شي.
په ننګرهار ولایت کې د طالبانو د رسنیو دفتر پر اېکس پاڼه کاږلي، چې نوموړي دغه څرګندونې له سیمهییزو رسنیو څخه د لیدنې پرمهال کړې دي.
ښاغلي قریشي زیاته کړه، چې نړۍوالې رسنۍ د افغانستان اوسنی وضعیت ناسم تعبیروي او هڅه کوي افغانان په ذهني توګه نا ارامه کړي.
هغه دا رنګه ویلي:« دا د کورنیو رسنیو مسوولیت دی، چې د خپلو خپرونو له لارې حقایق او پرمختګونه خلکو ته ورسوي؛ چې د بهرنیو رسنیو ناسمه څېره څرګنده او خلک ذهني ارامتیا ومومي.»
نوموړي د دغې لیدنې پرمهال د ننګرهار د سیمهییزو راډیوګانو د سټوډیوګانو او خپرونو مهالوېش هم وڅېړه او ټینګار یې وکړ، چې رسنۍ دې ولسونو ته داسې خپرونې وړاندې کړي چې د «دنیا او اخرت» ګټې په کې وي.
تر دې وړاندې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت چارسمبالي ضیاء الحق حقمل ویلي و، رسنۍ دې د هغو بهرنیو کسانو راپورونه نه را نقلوي چې د افغانستان په اړه ناسم تحلیلونه کوي.
خو ګڼ خبریالان او رسنوال وایي، چې طالبان هر څه ته له خپل لیدلوري ګوري.
د دغو خبریالانو په وینا، دغه واکمنه وسلهواله ډله داسې انګېري چې دوی کولای شي په وچ زور هر څه پر خلکو وتپي؛ په داسې حال کې چې په تېرو شلو کالو کې د افغانستان خلکو د بیان له ازادۍ سره ژوند تېر کړی او دغه بندیزونه نه شي کولای، چې خلک له واقیعتونو څخه په څنګ وساتي؛ خو د دوی په وینا طالبان دومره واکمن او ځواکمن نه دي، چې دغه کار دې وشي کړای.
د افغانستان د ازادو خبریالانو د ملاتړ ادارې مشر مجیب خلوتګر افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل: «سره له دې چې طالبانو په افغانستان کې د ټولو بهرنیو رسنیو په خپرونو بندیز لګولی او د ځینو بهرنیو انځوریزو رسنیو لکه د افغانستان انټرنشنل ټلویزیون په خپرونو یې له پرازیټونه هم کار واخیست؛ خو هغوی پر دې نه پوهېږي، چې ننۍ ټکنالوژي دومره غښتلې ده چې د دوی هیڅ ډول بندیز د دغو خپرونو مخه نه شي نیولای.»
ښاغلي خلوتګر زیاته کړه، طالبانو پر دغه شان کړنو نه یوازې په کور د ننه خپل باور له لاسه ورکړی؛ بلکې په نړۍواله کچه یې هم خپل اعتبار زیانمن کړی دی.
په تېرو درېیو کالو کې طالبانو پر مېرمنو او رسنیو سخت بندیزونه لګولي، چې له همدې امله یې د خلکو په منځ کې خپل اعتبار بایللی دی.
دغه ډله هڅه کوي، چې د دغو بندیزونو له لارې خپلې ټولې نادودې د خلکو له نظره لرې وساتي؛ خو لمر هیڅکله هم په دوو ګوتو نه دی پټ شوی.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر اژانس د سې شنبې په ورځ (د تلې ۱۷مه) راپور ورکړ، چې د طالبانو د هرات والي د ټاپي پروژې له عمومي مشر محمد میرات امانوف په مشرۍ له ترکمنستاني چارواکو سره لیدلي.
د طالبانو د هرات والي له ترکمنستاني چارواکو سره په کتنه کې د ټاپي پروژې د حقوقي او تخنیکي اړخونو پر اوسني حالت چې د انرژۍ د خوندیتوب په موخه جوړ شوی و، بحث وشو.
د غونډې په ترڅ کې ترکمنستاني پلاوي په هرات کې د اورګاډي د کنسرسیوم د دفتر د جوړولو په ګډون د لومړنیو کارونو د ملاتړ لپاره د لازمو اسانتیاو د رامنځته کولو اړتیا په ګوته کړه.
تر دې مخکې د ترکمسنتان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوفوايي، په سیمه کې د امنیت لپاره تر ټولو مهم د افغانستان د خلکو ملاتړ او همکاري ده چې ور سره یې اقتصاد رغول کېږي او بشري ستونزې یې حل کېږي.
ترکمنستان د منځنۍ اسیا د ځینې نورو هېوادونو په څېر له طالبانو سره نږدې اړیکي لري.
د ټاپي پایپ لاین چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته لېږدوي، یوه له سترو سیمه ییزو پروژو څخه ده.
دا پروژه ۱۸۲۱ کیلومتره اوږدوالی لري، د کلنۍ انتقال ظرفیت یې ۳۳ میلیارد متر مکعب دی او طالبانو ویلي، چې د دې پروژې له ټرانزیت څخه به د افغانستان کلنی عاید ۴۰۰میلیونه ډالره وي.

په کندهار کې د طالبانو امربالمعروف غړي یو شمېر سيمه ييزو رسنيو ته ورغلي او له کارکوونکو څخه یې غوښتي، چې «ږيرې پرېږدي او پر ټولنيزو رسنیو د ژوندیو موجوداتو د تصویرونو له خپرولو څخه دې ډډه» وکړي.
محتسبانو د رسنيو کارکوونکو ته خبرداری ورکړی، که یې غوښتنه ونه مني له سخت چلند سره به مخ شي.
له کندهار څخه سرچينو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ويلي، چې د تېرې شنبې ورځ څخه په پرله پسې توګه د طالبانو د امربالمعروف ادارې کارکوونکي سيمه ييزو راډيوګانو ته د څار لپاره ورغلي او رسنیزو کارکوونکو ته یې ګوټڅنډه کړې، چې ځانونه پر «شریعت» برابر کړي.
یو خبریال وويل: « امربالمعروف کارکوونکي راډيو ته له خبرتيا پرته راغلل، چلند يې له جديت څخه ډک و او ټول دفتر يې وکوت.»
سرچينه زياتوي، چې د طالبانو محتسبانو له دوی وغوښتل: «موږ ته یې وويل، چې ږيري پرېږدئ او وېښتان څوڼي کړئ که يې څوڼي نه کړئ؛ نو کوچني يې کړئ او پر فېسبوک زيروح اشیاو عکسونه مه خپروئ.»
امربالمعروف د رسنيو کارکوونکو ته جدي خبرداری ورکړی، چې د دوی د امر د نه منلو پر مهال به زنداني کيږي.
تر دې وړاندي هم په کندهار کې د طالبانو امربالمعروف رياست د رسنیو له مسوولینو او خبريالانو سره په ليدنه کې ګواښ کړی و، چې «ږيرې پرېږدئ او لنګوټي وتړئ.»
د امربالمعروف مشر خبريالانو ته د پېغور په ډول ويلي، چې رسنۍ او خبريالان د اخلاقي فساد سرچينې دي او باید ځانونه اصلاح کړي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته، دې ډلې پر رسنيو او خبريالانو سخت بنديزونه لګولي او چا ته اجازه نه ورکوي، چې تر ډېره د خلکو ستونزې او غوښتنې تر پوښښ لاندې راولي.
د خبریالانو او مدني فعالانو په ګډون ډېر هغه کسان بندیان شوي هم دي، چې د طالبانو د حکومت پر پالیسۍ یې نیوکې کولې.

طالبانو د دغې ډلې د لوړ پوړو چارواکو او د سیمې د یو شمېر هېوادونو د استازو په حضور کې په کابل کې د سوداګرۍ د کنفرانس د جوړېدو خبر ورکړ. په دې غونډه کې یوازې یوې ښځې ګډون کړی و.
د ایران د چابهار د سیمه ییز پلاوي مشرې حمیرا ریګي یوازینۍ ښځه وه، چې په دغه کنفرانس کې د ګډون اجازه ورکړل شوه.
د طالبانو د اعلامیې له مخې؛ په دې غونډه کې د ایران، پاکستان، جاپان، ترکیې او چین د سوداګرۍ خونې د چارواکو تر څنګ ګڼو مېلمنو ګډون کړی و.
د طالبانو له خوا په خپاره شويو انځورونو کې د دې کنفرانس د لسګونو نارینه ګډونوالو په منځ کې یوازې یوه ایرانۍ ښځه لیدل کېږي، چې د طالبانو د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر او د دې ډلې د سوداګرۍ وزير سره نږدې یوه مېز ته د نارینه و سره ناسته ده.
د چابهار بندر د مدیره پلاوي مشرې حمیرا ریګي په کابل کې د ابو حنیفه نندارتون په پرانیست غونډه کې ګډون کړی دی.

طالبانو په خپله خبرپاڼه کې ویلي، چې مېرمن ریګي د خبرو پر مهال ډاډ ورکړی، چې ایران د چابهار بندر د فعالولو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړې دي.
هغې دغه راز له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا هم ټینګار کړی دی.
د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، چې مېرمن ریګي په کابل کې د ابوحنیفه اووه ورځني نندارتون د پرانیستلو په څنډه کې د چابهار ازاده سیمه د افغانستان د ختیځې اسیا له هېوادونو لکه هند او چین سره د نښلولو د پل په توګه یاده کړه.
هغې وویل، چې دغه سیمه د دې وړتیا لري، چې لږ تر لږه پنځه میلیونه ټنه افغاني توکي ختیځې اسیا ته انتقال کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په افغانستان کې ښځې په غونډو کې له ګډونه منع کړي او حتا د دوی غږ یې « عورت» ګڼلی دی.
د طالبانو د امربالمعروف د قانون له مخې؛ د ښځې مخ او غږ «عورت» دی او له نامحرمو نارینه و سره د لیدو اجازه نه لري.
طالبانو تر شپږم ټولګي لوړ د نجونو ښوونځي تړلي او ښځې یې پوهنتون ته له تګ منع کړي دي.
دې ډلې ښځې له رسمي ادارو څخه هم ایستلې او له غیردولتي موسسو سره یې له کار کولو هم منع کړې دي.
طالبانو په تدریجي ډول پر ښځو سخت بندیزونه او محدودیتونه زیات کړي او د بشري حقونو فعالان وايي، چې طالبانو په افغانستان کې جنسیتي توپیر رامنځته کړی دی.
د بشري حقونو سازمانونو او ګڼو هېوادونو د طالبانو دغه کړنې غندلې او اروپايي ټولنې په دې وروستیو کې افغان مېرمنې د هغو سختو تبعیضونو له امله چې ورسره مخ دي د پناه غوښتنې مستحقې ګڼلې دي.

د طالبانو استخباراتو اړوند وېب سایټ "المرصاد" لیکلي، چې داعش - خراسان ډله غواړي په پاکستان کې د دغه هېواد ضد سیاسي او فعالې څېرې ووژني. په دې لېست کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین او د بلوڅانو د پیوستون کمېټې مشره ماهرنګ بلوڅ هم شامل دي.
المرصاد د طالبانو ځینو معتبرو او مؤثقو امنیتي سرچینو څخه هغه یو لېست تر لاسه کړی دی، چې د پاکستان له خوا داعش - خراسان ډلې ته ورکړل شوی.
المرصاد د طالب سرچینو په حواله وايي، چې پاکستان غواړي د داعش په وسیله غواړي د دغه هېواد ضد څېرې له منځه یوسي.
په دې لېست کې د منظور پښتین په شمول د پښتون ژغورنې غورځنګ ۷ مخکښ غړي شامل دي.
په دې لېست کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین، د بلوچستان لپاره د پښتون ژغورنې غورځنګ مسوول نور باچا، د سِند صوبې لپاره د پي ټي ایم مسول،نور الله ترین او د دې غورځنګ غړي زکیم خان وزیر، قاسم اچکزی، لطیف وزیري او بادشاه پشتین شامل دي.
همداراز په دې لېست کې د ملي ډموکراټیک غورځنګ مشر او د پاکستان د پارلمان مخکنی غړی محسن داوړ هم شامل دی.
المرصاد زیاتوي؛ په دې لېست کې د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د جمعیت علمای اسلام ګوند یو شمېر مسوولان هم شامل دي.
په دې ډله کې مفتي کفایت الله، حافظ حمدالله، مفتي صادق، مولوي محمد انوار، مولانا حفیظ الله نظامي، کامران مرتضی هم دي.
د المرصاد د لېست له مخې؛ په بلوچستان کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی، د پاکستان پر ضد د بلوڅانو د مظاهرو مخکښه څېره ماهرنګ بلوڅ، سمېع الله او سردار اختر مینګل هم شامل دي.
د دا لمرصاد په وینا؛؛ دغه لېست د روان ٢٠٢٤ کال د جولای په ١٠مه نېټه د داعش له یوې مهمې شبکې څخه تر لاسه شوی.
دوی وايي، په دغه لېست کې په پاکستان کې د داعشيانو لپاره مطلوب اشخاص په نښه شوي.
المرصاد زیاتوي؛ دا لېست له هغې شبکې ترلاسه شوی، چې په دې وروستیو کې د سیمې په کچه د داعشیانو په یوه مهم پټنځي کې د وسلو او مهماتو سره نیول شوې وه.
د پاکستان له اخوا د منظور پښتین د وژل کېدو په اړه د غورځنګ څرګندونې
د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي شورا غړی عبدالصمد خان « د تلې ۶مه» په یو ویډيويي پېغام کې د یاد غورځنګ د وروستي دریځ د وړاندې کولو پر مهال د منظور پښتین د وژل کېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه.
عبدالصمد خان ویلي وو، چې داسې شواهد یې ترلاسه کړي، چې پاکستان غواړي منظور پښتین له منځه یوسي.
عبدالصمد خان په دې ویډیو پېغام کې ویلي وو: «اوس داسې شواهد لرو چې ریاست «پاکستان» داسې کوښښ کوي، چې زمونږ مشر منظور پښتین ته ځاني نقصان ورسوي او دی له منځه یوسي یا خدا دې نه کوي په شهادت باندې یې ورسوي»
عبدالصمد خان هغه وخت دا هم ویلي وو، چې د یو سفر پر مهال په پاړه چنار کې یوځل د منظور پښتین د وژل کېدو هڅه شوې ده.
دی زیاتوي په دې وروستیو کې د پاکستان استخبارات په دې هڅه کې دی چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران په نښه کړي.