د غزې په تړانګه کې د اسراییل په بریدونو کې ۶۱ تنه وژل شوي

بې پولې ډاکټرانو ویلي، د جمعې په ورځ د غزې په تړانګه کې د اسراییل د پوځ په بریدونو کې لږ تر لږه ۶۱ فلسطینیان وژل شوي دي.

بې پولې ډاکټرانو ویلي، د جمعې په ورځ د غزې په تړانګه کې د اسراییل د پوځ په بریدونو کې لږ تر لږه ۶۱ فلسطینیان وژل شوي دي.
د بې پولې ډاکټرانو په وینا، تېره ورځ لږ تر لږه ۲۰ تنه فلسطینیان یوازې په جبالیه پنډغالي کې د اسراییل په بریدونو کې وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
دغه سازمان رویټرز خبري اژانس ته ویلي، په زرګونه کسان د غزې په جبالیه پنډغالي کې بند پاتې دي او ښایي چې د وژل شویو کسانو شمېر زیات شي.
دغه سازمان وایي، هیچا ته له پنډغالي د وتلو اجازه نه ورکول کېږي او که څوک وځي؛ ډزې پرې کېږي.
له بل پلوه د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون ویلي، چې په غزه او لبنان کې د کارېدونکو وسلو د صادراتو بندول د جګړې د پای ته رسولو یواځینۍ لار ده.


پاکستان ته د ایران د تېلو د قاچاق د ویډیو له خپرېدو وروسته د کرمان لوی څارنوال ویلي، چې د تېلو د قاچاق په لویه قضیه کې د لاس لرلو په تور یې ۱۱ کسان نیولي دي. په دې وروستیو کې په رسنیو کې یوه ویډیو خپره شوه چې له ایران څخه پاکستان ته د تېلو قاچاق ښيي.
په ویډیو کې یو سړي لیدل کیږي چې له تېلو ډکې پلاستيکي بوشکې یوې سمنتي حوض کې خالي کوي، چې ظاهراً یوې لویې ذخیر ته ځي. ویډیو کې، په هغه لویه سیمه کې چې د پاکستان بیرغ نصب شوی، په سلګونو موټرونه په کتار کې ولاړ لیدل کیږي چې د لویو ټانکرونو څخه قاچاق شوي تیل ترلاسه کړي.
د ټولنیزو رسنیو کاروونکي وايي، چې د قاچاق دغه طریقه او دغه تاسیسات او ادارې ښيي، چې دا کار د څو وړو قاچاقبرانو کار نه دی، بلکې د یوې لویې مافیا کار دی، چې د ایران له مشرانو او پوځ سره تړاو لري.
د دغې ویډیو له خپریدو وروسته د ایران په سویل ختیځ کې د کرمان ولایت قضاییه قوې د ایران د تیلو او صنایعو د وزارتونو ۱۱ سیمه ییز چارواکي افغانستان او پاکستان ته د تېلو په قاچاق کې د لاس لرلو په تور نیولي دي. په دغو کسانو تور دی چې پاکستان ته یې د څه دپاسه سل میلیونه لیټرو تیلو د قاچاق کولو پلان جوړ کړې و او د هغوی له کورونو څخه یوه زیاته اندازه نغدې پېسې او سره زر هم ترلاسه شوي دي.
تېره میاشت یو ایراني چارواکي ویلي و، چې هره ورځ له ایران څخه ګاونډیو هېوادونو ته ۱۲ میلیونه لیټره تېل قاچاق کېږي. د ایران د سوداګرۍ خونې د یو غړي علي شمس اردکاني په وینا، له ایران څخه د تېلو د قاچاق ورځنی ارزښت ۴ میلیارده ډالره دی چې له دې جملې څخه ۳،۵ میلیارده ډالره «خالصه ګټه» ده.

د پاکستان فدرالي حکومت پر پي ټي اېم د لګېدلو بندیزونو د بېرته لرې کولو پرېکړه کړې ده. یو شمېر سرچینو د دغه هېواد ډان ورځپاڼې ته ویلي، چې دا هوکړه پرون د خیبر پښتونخوا حکومت په مشرۍ د فدرالي حکومت، صوبايي چارواکو او سیاسي ګوندونوپه ناسته کې شوې ده.
په دې ناسته کې د پآکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي هم ګډون کړی و.
د سرچینو په وینا، ددې پرېکړې اعلان د ځانګړو تګلارو په پام کې نیولو سره اوس ځنډول شوی.
دغه راز په دې ناسته کې پرېکړه شوې چې د خیبر پښتونخوا سروزیر علي امین ګنډاپور به د دې جرګې په پرانېسته کې برخه اخلي.
د پاکستان فدرالي حکومت د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ته واک ورکړی چې له پي ټي اېم سره پر اختلافي مسایلو خبرې وکړي.
ډان وایي، په پرونۍ ناسته کې حکومتي پلاوي له پښتون ژغورنې غورځنګ غوښتنه کړې چې جرګه کې له پاروونکو شعارونو او د افغانستان د ملي بیرغ له رپولو ډډه وکړي. خو پي ټي اېم دې غوښتنو ته تر اوسه ځواب نه دی ور کړی.
پرون د جرګې په میدان کې د څلورو وژل شویو کسانو د جنازې په مراسمو کې د پي ټي اېم د بیرغونو ترڅنک د افغانستان ملي بیرغونه هم لیدل کېدل.
د پاکستان مرکزي حکومت د تېرې یکشنبې پر ورځ پر پي ټي اېم بندیز ولګاوه او دغه سوله ییز غورځنګ یې د دغه هېواد سولې او امنیت ته ګواښ وباله.
له دې اعلان وروسته د خیبر پښتونخوا پولیسو او امنیتي ځواکونو د پښتون قومي جرګې پر میدان او جرګې ته راتلونکو کاروانونو بریدونه وکړل چې د څلورو تنو د وژل کېدو او ۱۳نورو د ټپي کېدو رپوټونه ترې ورکړل شوي.
د خیبر پښتونخوا د سروزیر په مشرۍ حکومتي جرګې پرون په خیبر ولسوالۍ کې د پي ټي اېم له مشرانو سره د خبرو اترو هڅه کړې خو د پي ټي اېم مشران خبرو اترو ته نه دي حاضر شوي.
د جرګې یو تن تنظیموونکي افغانستان انټرنېشنل ته وویل چې حکومت هڅه کوي ددې جرګې مشري او واک په لاس کې واخلي، خو منظور پشتین په دې باور دی چې جرګه د پښتنو ملي دود دی او هیڅوک یې مشري نه شي کولای.
د هغه په باور، پښتون ژغورنې غورځنګ د جرګې، د جرګې د کمېټو، بحثونو او نورو مسایلو د تنظیم چارې پرغاړه لري او د جرګې د پرېکړو صلاحیت د جرګې په برخه والو پورې اړه لري.

د اوکراین ولسمشر و د پنجشنبې په ورځ په لندن کې د ناټو له عمومي منشي مارک روته او د بریتانیا له لومړي وزیر کییر استارمر سره وکتل. په دې کتنو کې دوی د زېلېنسکي د "بري پلان" او د روسیې په خاوره کې د اوکراین له خوا د لویدیځ د توغندیو د احتمالي کارولو په اړه بحث وکړ.
د بریټانیا لومړي وزیر سټارمر او زېلېنسکي دواړو ټینګار وکړ، چې له روسیې سره جګړه بحراني پړاو ته رسېدلې ده.
زېلېنسکي د اوکراین په ګټه د جګړې په ډګر کې د توازن ساتلو لپاره د لویدیځ څخه د لا ډېر ملاتړ غوښتنه کوي.
هغه په ځانګړې توګه له امریکا او بریتانیا غوښتي، چې اوکراین ته اجازه ورکړي چې د روسیې پر خاوره د برید لپاره د لویدیځ له خوا ورکړل شوي د اوږد واټن ویشتونکي توغندي وکاروي.
روتې د لندن په ډاونینګ سټریټ کې له مذاکراتو وروسته خبریالانو ته وویل: «موږ نن د توغندیو پر موضوع بحث وکړ، خو دا زموږ په هر یو متحد پورې اړه لري.»
تمه کیده ده، چې زېلېنسکي روانه اونۍ په جرمني کې خپلو متحدینو ته خپل پلان وړاندې کړي.
سټورم شډو یو اوږد واټن کروز توغندی دی چې د بریتانیا او فرانسې له خوا په ګډه په اوږده واټن کې د ځمکنیو اهدافو په وړاندې د بریدونو لپاره جوړ شوی. دا توغندی معمولاً له جنګي الوتکو څخه توغول کیږي او د اوږد واټن او په ستراتیژیکو هدفونو د دقیقو بریدونو د وړتیا له امله په پوځي عملیاتو کې مهم رول لوبوي. اوکراین د روسیې خاور کې دننه د همدغو توغندیو د توغولو اجازه غواړي.
روسیې تر دې مخکې خبرداری ورکړی و، چې که لویدیځ هېوادونه اوکراین ته اجازه ور کړي چې، د روسیې پر خاوره د دغو توغندیو څخه کار واخلي، روسیه به دغه کار ته غبرګون به وښیي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تېره میاشت ویلي و، چې دا ډول پرېکړه به له روسیې سره د ناټو هېوادونو د مستقیمې شخړې په مانا وي او «د دې شخړې ماهیت» به بدلون ومومي.
ټاکل شوې وه، چې د اوکراین د وسلو ملاتړو په اړه، جرمني ته د امریکا د ولسمشر جوبایډن د رسمي سفر پرمهال د رامشټاین په هوايي اډه کې په یوه غونډه کې خبرې وشي، خو وروسته له هغې چې سپینې ماڼۍ اعلان وکړ چې بایډن به په امریکا کې پاتې شي تر څو د میلټن له توپان وروسته مرستې او د ژغورنې عملیاتو ته چمتووالی وڅاري، دغه غونډه وځنډول شوه.
په لندن کې د خبرو اترو وروسته، زېلېنسکي وویل، چې هغه د "جګړې د عادلانه پای ته رسولو لپاره مناسب شرایط" رامنځته کولو لپاره خپل پلان وړاندې کړی.
زېلېنسکي د نننۍ غونډې وروسته پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي، د بریتانیا څخه د اوږد واټن وسلو د چمتو کولو په شمول د دوامداره دفاعي ملاتړ مننه کړې.

میلټون توپان چې له بادونو او سخت باران سره یې تېره شپه د متحده ایالاتو لویدیزې غاړې وځپلې او څلور تنه یې مړه کړل، اطلس سمندرګي ته ورسېد.
رویټرز خبري اژانس وايي، له دې سربیره توپان هغسې ورانۍ نه دي رامنځته کړې د کومو چې اټکل کېده.
والي ران ډیسانټیس په یوه سهارنۍ ناسته کې وویل، چې ایالت د ویروونکې سناریو مخه نیولې، خو خبرداری یې ور کړ، چې زیانونه لاهم د پام وړ دي.
د ټامپا سیمه چې د سیند د مرګونو څپو له امله یې په اړه خبرداري ورکول کېده، له ګواښه خوندي پاتې شوې ده.
د سیمې یو تن چارواکی اریک ګیل وايي، چې د فلوریډا د شمالي سیندغاړو په سنټ لوسي سیمه کې د مړینې څلور پېښې رامنځ ته شوې، چې لږ تر لږه دوه یې د اسپانیا سیندونو په نامه سیمه کې ثبت شوې دي.
د پاور اوټیج ویبپاڼې د رپوټ له مخې، په فلوریډا کې له درې میلیونو ډېرو کورونو او کارځایونو د پنجشنبې پر ورځ برېښنا نه درلوده، او دا په داسې حال کې ده چې خلک د دوه اونۍ وړاندې هیلینا توپان له امله د پرې شوې برېښنا د بېرته نښلیدو په انتظار وو.
د ټامپا ښاروال جین کاسټور یوې خبري ناستې ته وویل: « یوه معجزه داده چې موږ اټکل شوی توپان ونه لید. دې ډیر خلک وژغورل».
له سیمې خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې په دې سیمه کې توپان ونې رانسکورې کړې، سړکونو او کوڅو ته یې خځلې غورځولې او د برېښنا تارونه یې پرې کړي دي.
د امریکا د توپان ملي مرکز وايي، چې میلټون توپان له وچې په تېریدو ډېر کمزوری شو او د فلوریدا شمالي سیندغاړو ته چې ورسېد په ۱۴۵ کیلومټره في ساعت بادونو باندې بدل شو.

سکای نیوز عربي د پنجشنبې په ورځ ویلي، چې د قدس سپاه قوماندان اسماعیل قااني ژوندی دی خو تر پوښتنو لاندې دی. عربی سکای نیوز د ایرانی سرچینو له قوله لیکلی چې قااني د ارتباطي وسایلو د هک کولو په شک د « نفوذ» په تړاو تر پوښتنو ګروېږنو لاندې دی.
دغې رسنۍ د دغو پوښتنو ګروېږنو او پلټنو ځای نه دی په ګوته کړی، خو زیاته کړې یې ده چې قااني اسراییل ته د جاسوسۍ په تور نیول شوی دی.
د دغو سرچینو په وینا، پر قااني د تحقیقاتو پر مهال د "زړه حمله" راغلې او روغتون ته انتقال شوی.
سکای نیوز عربي د پنجشنبې په ورځ د خپلو "ګڼو سرچینو" په حواله لیکلي، چې د سپاه پاسداران د سپاه قدس قوماندان ژوندی او روغ دی، خو تر څېړنو لاندې دی.
دغې رسنۍ په تهران، بیروت او بغداد کې د شیعه لوړپوړو شخصیتونو او حزب الله او سپاه پاسداران ته نږدې سرچینو په شمول د لسو سرچینو په حواله لیکلي دي، چې د دې تحقیقاتو په ترڅ کې حتی قااني او د هغه ډله تر قرنطین او پوښتنو ګرویګنو لاندې ده.
سکایي نیوز عربي لیکي، چې د ایران د جګپوړو قوماندانانو په منځ کې د اسراییل د نفوذ احتمال هغه وخت زیات شو، چې د نصرالله ځای ناستی هاشم صفی الدین د تلې په دیارلسمه د ځمکې لاندې د حزب الله په پټنځای کې ووژل شو.
د دغې رسنیو د سرچینو په حواله، د حزب الله د شورا په غونډې د برید پر مهال د دغه شورا لوړ پوړي چارواکي د برید په ځای کې وو.
غونډې ته له ننوتو څو دقیقې وروسته پر هغه برید وشو، برید دومره زورور و چې د استوګنې څلور لویې ودانۍ یې ویجاړې کړې.
حزب الله ته نژدې یوې سرچینې سکای نیوز ته وویل: «دا نفوذ سل په سلو کې له ایران سره تړاو لري او په دې کې هېڅ شک نشته.»
حزب الله ته نږدې سرچینو سکای نیوز ته ویلي، چې قااني په لبنان کې و او تمه وه چې د هوايي برید په ورځ د صفی الدین په بلنه د حزب الله د شورا په غونډه کې ګډون وکړي، خو هغه ناڅاپه بښنه وغوښته او د غونډې له پیلېدو مخکې یې هلته له تګ څخه ډډه وکړه.
حزب الله ته نږدې یوې سرچینې وویل: "قااني دې غونډې ته بلل شوی و او باید یې پکې ګډون کړی وای."