طالبان: له کوټې څخه مو د وژل شویو افغانانو د جنازو د لېږد لپاره د اسانتیاوو سپارښتنه کړې

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په کوټه کې خپلې کونسګرۍ ته دنده سپارلې، چې د ډوکۍ پېښې د وژل شویو افغانانو د جنازو د لېږد په برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي.