د جرمني استخباراتي ادارې خبرداری: د روسیې جاسوسي او تخریبي کړنې ډیرې شوي

د جرمني د استخباراتو ادارې د دوشنبې په ورځ د پارلمان د څارنې په کمیټه کې د ګډون پر مهال په دغه هیواد کې د روسیې د جاسوسۍ او تخریبي کړنو د زیاتیدو په اړه خبرداری ورکړ او د خپلو واکونو د زیاتیدو غوښتنه یې وکړه.