• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د چمن پرلت استازی جرګې ته: پاکستان یوازې موږ نه، بلکې زموږ سوداګري یې هم وژلې ده

۲۳ تله ۱۴۰۳ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۵:۲۳ GMT+۱

د چمن پرلت د مرکزي کمېټې غړي مولوي محمد یوسف په خیبر کې د پښتنو له جرګې وغوښتل، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په ټولو لارو دې له پاسپورټ او ویزې پرته تګ راتګ وشي.

نوموړی وايي، د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته پراته پښتانه د چمن او افغانستان ـ پاکستان ترمنځ ټولو لارو باندې د پاسپورټ جبري کېدل نه منو.

نوموړي جرګې ته په خپله وینا کې وویل، چې د پاکستان حکومت له لوري د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ او ویزې په جبرې کېدو سره هلته د یو میلیون کسانو کاروبار او سوداګري زیانمنه شوې ده.

نوموړي د جرګې ګډونوالو ته وویل، چې له یو کال راهیسې وخت نا وخت یو میلیون کسانو هلته پرلت وهلی او د پاسپورټ جبري کېدو سره هلته په میلیونونو کسان وزګاره شوي دي.

ښاغلی محمد یوسف وايي، د دې جرګې په پرېکړو کې دې د چمن او قبایلي سیمو کې له افغانستان سره نورو لارو ته باید ځانګړې پاملرنه وشي.

مولوي محمد یوسف زیاتوي: «چمن د خلکو پلرنۍ ځمکې د ډیورنډ کرښې دواړو خواوته دي اوس د چمن خلک د سپین بولدک خواته نه شي تلی، هلته یې ځمکې پاتې دي، خپلوۍ او کاروبارونه یې پاتې دي.»

د چمن دغه دیني عالم وايي، د پاکستان حکومت دې د چمن د خلکو پر حقونو سترګې نه پټوي او ډیورنډ کرښه باندې ټولو پرتو قومونو ته باید د هغوی حقونه ورکړل شي.

نوموړي وویل: «موږ پاسپورټ ته د یو سند په توګه درناوی لرو، خو د چمن پر دروازه پاسپورټ نه منو، که موږ دا ومنو، زموږ سوداګري، اړیکي او زموږ خپلوی له منځه ځي.»

مولوي محمد یوسف وايي؛ د پاکستان «ظالم» حکومت تر اوسه پورې زموږ مدني حرکت ته هیڅ غاړه نه ده ایښې، بلکې زموږ کاروبار او سوداګري یې سخته زیانمنه کړې ده.

ترویج لرونکی

جاپان د افغان محصلینو لپاره تحصیلي بورسونه اعلان کړل
۱

جاپان د افغان محصلینو لپاره تحصیلي بورسونه اعلان کړل

۲
ځانګړی

د هبت‌الله سلاکار او د کندهار دارالافتاء غړی جان محمد مدني د رشوت اخېستلو په تور نیول شوی

۳

د پېښور سترې محکمې افغانستان ته د شړل شوې پاکستانۍ مېرمنې د بېرته ستنولو غوښتنه کړې

۴

په بن کې د طالبانو تر واک لاندې افغان کونسلګرۍ د کار زده کړې پروګرام اعلان کړی

۵

سرچینې: موبي‌ګروپ نن له ۶ ساعتونو راهیسې د طالبانو د استخباراتو له لوري محاصره وو

•
•
•

نور کیسې

میا افتخار حسین: د پاکستان حکومت باید له دې وروسته جنګي تګلارې بدلې کړي

۲۳ تله ۱۴۰۳ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۵:۰۰ GMT+۱

د عوامي نېشنل ګوند صوبايي مشر ميا افتخار حسېن په خېبر جرګه کې د دغه ګوند په استازیتوب په خپله وینا کې وويل، چې د پاکستان حکومت باید له دې وروسته خپلې جنګي تګلارې بدلې کړي او د وسله والو ډلو له ملاتړ لاس واخلي.

هغه وايي، حکومت باید په ۲۰۱۴ کې جوړ شوی د وسله والو ضد پلان عملي کړي او د جګړې اقتصاد تګلارې بدلې کړي.

د پاکستان پوځ او حکومت په ۲۰۱۴ کال د وسله والو په وړاندې د عمل پلان جوړ او هغه مهال یې تر یوه بریده عملي کړی، خو دا مهال پرې سیاسي ګوندونه نیوکه لري چې د «وسله والو ډلو ملاتړ کوي او ډالري جګړې مخته بیايي.»

ښاغلی حسین وايي، د پاکستان حکومت او پوځ دې د ښه او بد وسله وال سیاست پرېږدي او نور دې خلک له جګړې لرې وساتي.

هغه وايي، سر له ننه دې هر ډول وسله والو مرکزونه په پاکستان کې دننه ختم شي او په دې برخه کې جدي ګامونه پورته شي.

نوموړی وايي، د بېلابېلو عملیاتو او ترهګرۍ له امله زیانمن شوي بنسټونه باید بېرته ورغول شي او له بېلابېلو سیمو بې ځایه شوي خلک باید په خپلو سیمو کې مېشت شي.

د عوامي نېشنل ګوند صوبايي مشر ميا افتخار حسېن جرګې ته په خپله وینا کې ویلي، چې په پرېکړو کې به ټول ګوندونه هغه څه وړاندې کوي چې عملي کېدل اسان او د منلو وړ وي او وروسته وڅارل شي.

مشتاق احمد خان: په غره کې «ترهګر» او په چوڼۍ کې ناست پوځي یو دي

۲۳ تله ۱۴۰۳ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۴:۱۳ GMT+۱

د پاکستان مشرانو جرګې پخوانی غړی مشتاق احمد خان د پښتنو جرګې ته په وینا کې وویل، چې د «پښتنو په سیمه کې په غره کې ناست ترهګر او په امنیتي پوسته کې ناست پوځي یو ډول دي.» نوموړی وايي،‌ نور د پښتنو پر خاوره پوځي عملیات نه مني.

د پاکستان جماعت اسلامي ګوند غړی او د پاکستان مشرانو جرګې پخوانی غړی مشتاق احمد خان د پښتنو په جرګه کې د خپلې وینا پر مهال وايي، چې د پاکستان حکومت د قانون پلې کولو په بهانه یوازې د پښتونو ویني بهولې دي.

نوموړی وايي، پښتانه نور د خیبرپښتونخوا په بازارونو، لارو او کوڅو کې پاکستانی پوځ نه مني.

ښاغلي خان په خپلو خبرو کې وویل: «د پښتونو په سیمه کې په غره کې ناست ترهګر او په امنیتي پوسته کې ناست پوځي یو ډول دي، موږ نور د پښتو پر خاوره پوځي عملیات نه منو.»

همدارنګه نوموړی زیاتوي، چې پاکستانی پوځ دې پولې وساتي او د پښتنو په سیمو کې د امنیت ساتلو لپاره پولیس او د پښتونو جرګې بسنه کوي.

ښاغلی خان پښتنو ته د خیبر پښتونخوا د طبیعي زیرمو د ورسپارلو غوښتنه کوي، او وايي، د یادې سیمې پر ټولو کاني زیرمو لومړنۍ حق د پښتنو دی.

مشتاق احمد خان زیاتوي: «د اسلام اباد په رڼاګانو کې د پښتنو وینه بهیږي. اسلام اباد په سلګونو کروړه د خیبر پښتونخوا له صوبي څخه قرضدار دی، خو د خیبر پښتونخوا ټول امکانات او وسایل د پنجاب په واک کې ورکول شوي دي.»

په خیبر کې د پښتنو د درې ورځنۍ قومي جرګې وروستۍ پرېکړې د نورو تر څنګ تر ډیره د پښتونو په سیمه کې د دوی د طبیعي زیرمو د ورسپارلو، د پښتونو له سیمو څخه د پاکستاني پوځ او وسله والو ترهګرو وتلو، روغتیا، زده‌کړو او بیارغاوني په اړه وې.

علي امین ګنډاپور: که پښتانه سره یو شي هیڅوک پرې ظلم نه شي کولای

۲۳ تله ۱۴۰۳ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۳:۴۷ GMT+۱

د خیبرپښتونخوا سر وزیر علي امين ګنډاپور تېره شپه بیا په خیبر کې د پښتنو قومي جرګې ته ورغلی و او هلته یې د خپلې وینا پر مهال وويل، چې که «پښتانه باید یو پر بل راټول شي او که دوی یو شي هیڅوک پرې ظلم نه شي کولای.»

ښاغلي ګنډاپور په خپلو خبرو کې دا هم وويل چې د پاکستان کشمیر له هند څخه پښتنو ازاد کړی او دوی د ازادۍ په اخیستلو کې تر نورو پراخ لاس لري.

هغه وايي، پښتانه دې له دې وروسته د یو بل ستونزو ته رسیدنه وکړي او په اتفاق سره به دوی له دې ستونزو راووځي.

علي امین ګنډاپور وويل، چې «که حق غواړو نو سر به ماتوو» خو منظور پښتین بیا له پیل څخه تر اوسه پورې په بې وسلې مبارزه ټينګار کوي او خپله مبارزه یې همدا ډول مخکې بیولې.

تېره شپه ناوخته په خیبر کې د پښتنو جرګې پرېکړه وکړه او ویې ويل چې د پاکستان پوځ او وسله والې ډلې به د دوی له سیمې په دوو میاشتو کې وځي، خو علي امین ګنډاپور د صوبې د حکومت د مشر په حیث په دې اړه څه ونه ويل.

د پاکستان حکومت او پوځ تر اوسه پورې په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

ظاهرآ د پښتنونخوا سر وزیر داسې نه برېښېده چې دی دې د صوبې وزیر وي او د جرګې د پرېکړو په اړه خوښ ښکارېده او د پښتنو پر یووالي یې ټينګار کاوه.

منظور پښتین: که عاصم منیر په اټوم بم هم زمونږ وجود ټوټې ټوټې کړي مونږ ورته نه ټېټېږو

۲۲ تله ۱۴۰۳ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۸:۴۰ GMT+۱

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د پښتنو قومي جرګه کې په وینا کې ویلي: «که د عاصم منیر په لاس کې اټوم بم وي او زمونږ وجود پرې ټوټې ټوټې هم کړي مونږ ورته نه ټېټېږو.» منظور پښتین وایي، چې د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر که زر ځلې هم یو ځای شي بیا هم د غلامۍ خبرې کوي.

نوموړي دغه څرګندونې په داسې حال کې وکړې، چې وړاندې یې په دې جرګه کې وویل چې په تېرو څو کالونو کې ۶ زره او ۷۰۰ پښتانه د پاکستان پوځ له خوا نادرکه شوي دي.

د عاصم منیر په مشرۍ د پاکستان پوځ له څو ورځو راهیسې هڅه کوله، ترڅو د پښتنو د قومي جرګې د جوړېدو مخه ونیسي، خو دغه هڅه یې ناکامه شوه.

یوې سرچینې بیا نن افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې د جرګې په هره خیمه کې یو مهم بحث له قبایلي سیمو څخه د پاکستان د پوځ وتل و.
د پښتنو مشرانو په دې غونډې کې په ټینګار سره ویلي، چې پښتانه د ترهګرۍ قرباني دي او د قومونو او قبایلو امنیت باید دوی ته وسپارل شي.
منظور همداراز وایي، چې که څه هم پښتانه له هېچا سره په جګړه کې ښکیل نه دي، خو پوځ له طالبانو سره د جګړې په نامه او طالبان له پوځ سره د مقابلې په نامه جګړه کوي.
د نوموړي په خبره، پي ټي اېم په ټوله پښتونخوا کې امن غواړي او وایي، چې د پاکستان پوځ او طالبان دې په دوو میاشتو کې له پښتونخوا څخه ووځي.

د سوډان په پلازمېنه کې پر یو بازار د هوايي برید په ترڅ کې ۲۳ کسان وژل شوي دي

۲۲ تله ۱۴۰۳ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۷:۵۶ GMT+۱

د سوډان په پلازمینه خرطوم کې سیمه ییزې نادولتي ډلې وايي، چې د شنبې په ورځ د دغه ښار په سویل کې پر یو بازار د هوايي برید په پایله کې لږ تر لږه ۲۳ ملکیان وژل شوي او تر ۴۰ ډېر نور ټپیان شوي دي. تر اوسه کومې ډلې د خرطوم پر مرکزي بازار د هوايي برید او چاودنې مسوولیت نه دی منلی.

سوډاني رسنیو ویلي، چې ټپیان د بشایر، الرازي او الراقي روغتونونو ته لېږدول شوي او تر درملنې لاندې دي. د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى دى.

د سیمه ییزو رسنیو په وینا، د سوډان امنیتي ځواکونو د تلې میاشتې په پنځمه نېټه د خرطوم په ښار کې د چټک ملاتړي ځواکونو (RSF) وسله والو پر ضد پراخ عملیات پیل کړل. په وروستیو میاشتو کې د سودان پوځ د دغه ښار د بېرته نیولو لپاره خپلې پوځي هڅې زیاتې کړي دي.

د ملګرو ملتونو د همغږۍ دفتر د وروستیو ارزونو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د اپریل له ۱۵ راهیسې سوډان د غوڅ ملاتړ ځواکونو او پوځ تر منځ په شخړو کې ښکېل دی، چې تر اوسه یې شاوخوا ۲۰ زره کسان وژل شوي دي.

دغه دفتر همداراز خبر ورکړی دی، چې د دغو شخړو په پایله کې په سلګونو کسان ژوبل شوي او په زرګونو سوډانیان بې کوره شوي دي.

تر دې مخکې، د روغتیا د نړیوال سازمان مشر ټیډروس اډانوم غیبریوس د وږي په ۱۸ مه نېټه ویلي و، چې د ۲۰۲۳ کال د اپریل له میاشتې راهیسې په سوډان کې د جګړو له امله شاوخوا ۲۰ زره کسان وژل شوي دي.

هغه زیاته کړه چې دغه کسان د دغه هېواد د پوځ او ملیشو ترمنځ د جګړې قربانیان وو.

په سوډان کې د امنیتي ځواکونو او د چټک ملاتړ ځواکونو په نوم د ملېشو ترمنځ نښتې دوام لري.