
د طالبانو ستره محکمه وایي، چې دغې ډلې په میدان وردګو ولایت کې د یوې ښځې په ګډون ۵ کسان په عام محضر کې په دورو وهلي دي. دغې محکمې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې یاد شمېر کسان د غلا او نا مشروع اړیکو په تور په دورو وهل شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، دغه کسان هر یو یې په ۲۵-۲۵ دورو او یوازې دوه تنه یې بیا په یوه یوه میاشت تنفیذي بند هم محکوم شوي وو.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د کونړ ولایت په شیګل ولسوالۍ کې د یوې ښځې په ګډون اته کسان د لواطت، غلا او له کوره د تېښتې په تور په عام محضر کې په دورو وهل شوي وو.
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو سره دې ډلې یو ځل بیا په عام محضر کې د خلکو بدني سزا پیل کړې او هره ورځ له بېلابېلو ولایتونو څخه د تعزیري سزاوو راپورونه خپروي.
د راپورونو له مخې، طالبانو یوازې په تېرو څه باندې شپږو میاشتو کې د ښځو په ګډون څه باندې ۲۰۰ کسان په عام محضر کې په دورو وهلي دي.
سره له دې، چې د طالبانو دغه ډول سزاګانې له پراخو کورنیو او بهرنیو نیوکو سره هم مخ دي، خو بیا هم دغه ډله وایي، چې دوی پر تورنو کسانو شرعي حد جاري کوي.

د جرمني د استخباراتو ادارې د دوشنبې په ورځ د پارلمان د څارنې په کمیټه کې د ګډون پر مهال په دغه هیواد کې د روسیې د جاسوسۍ او تخریبي کړنو د زیاتیدو په اړه خبرداری ورکړ او د خپلو واکونو د زیاتیدو غوښتنه یې وکړه.
په دې غونډه کې د جرمني د بهرنیو استخباراتو د ادارې بي اين ډي (BND) مشر برونو کاهل خبرداری ورکړ، چې د کرملين فعاليتونه بې ساري حد ته رسېدلي او روسيه د جرمني په ګډون لويديځ هېوادونه د دښمن په توګه ګوري.
د کاهل په وینا، پوتین د لویدیځ سره سرې کرښې ازمایي او ښايي د دې لسیزې تر پایه په ناټو برید وکړي.
کاهل ټینګار وکړ، چې کرملین د اروپایی هیوادونو په پرتله په خپلو پوځونو ډیر لګښت کوي او د اوکراین پر ضد د پوځی یرغل له پیل راهیسې یې د پام وړ خپل پوځی ځواک پیاوړی کوي.
د اساسي قانون د ساتنې لپاره د جرمني د فدرالي دفتر بي ايف وي (BFV) مشر توماس هالډین وانګ هم په دې غونډه کې یې د روسیې د استخباراتي خدماتو د تیري کوونکو فعالیتونو د زیاتوالي په اړه خبرداری ورکړ.
د پوځي دفاع د فدرالي دفتر ايم اې ډي (MAD) مشرې مارتینا روزنبرګ د المان پر پوځي او مهمو زیربناوو د جاسوسۍ په موخه د ترسره شوو هڅو راپور ورکړ.
هغې وویل؛ هیله لري، چې د هیواد قوانین به د نویو واقعیتونو سره سم تنظیم شي، تر څو امنیتي ځواکونه وکولای شي خپل ماموریت په ښه توګه ترسره کړي.
تر دې مخکې د تلې په ۱۶ مه د بریتانیا د داخلي استخباراتو د ادارې ايم ای ۵ (MI5) مشر کين مک کلم ویلي وو، چې د ایران، روسیې او چین په ګډون د دولتونو ګواښونه تېر کال ۴۸ سلنه زیات شوي او دا د جګړې شدت او پراخوالی ښيي.
د هغه په خبره، چې دا په انګلستان او نورو اروپایی هیوادونو کې د بې ثباتۍ رامینځته کولو لپاره د حکومتونو د هڅو شدت او پراخوالی ښیې.
په اوکراین کې د شخړې پر سر د کړکېچ له زیاتېدو سره روسیې د سنبلې په ۲۳ مه په مسکو کې شپږ برتانوي ډیپلوماټان په جاسوسۍ او تخریب تورن کړل او له دغه هېواده یې وشړل.
بريتانيا دغه تورونه بې بنسټه بولي.
د دې کال په پیل کې سي ان ان راپور ورکړ، چې د امریکا او جرمني استخباراتي چارواکو د رهین منټال وسلو شرکت د رییس د وژلو لپاره د روسیې دسیسه شنډه کړه.
دا شرکت هغه وسلې تولیدوي، چې جرمني چارواکو اوکراین ته د لیږد لپاره جوړې کړې.
د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت وايي، چې ددوی د نوي قانون له مخې په ټولو رسنیو کې د ساکښو موجوداتو د تصویرونو پر خپرولو بندیز لګوي. د یاد وزارت چارواکي وايي، چې دغه قانون به په تدریجي ډول په ټول هېواد کې پلی شي.
د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر د فرانسې خبري اژانس ته ویلي: «دا قانون په ټول افغانستان کې په تدریج سره پلی کیږي»
هغه وايي، چې چارواکي به خلکو ته قناعت ور کړي چې د ساکښو موجوداتو د تصویرنو خپرول د شریعت خلاف کړنه ده.
نوموړی زیاتوي: « قانون به په زور سره نه پلی کیږي. دا یوازې نصیحت دی او خلکو ته قناعت ور کول کیږي، چې دا څیزونه د اسلامي شریعت خلاف دي او باید ډډه ترې وشي».
خو په تخار کې یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د دې ډلې د امر بالمعروف ریاست استازو ددغه ولایت خبریالانو ته سپارښتنه کړې، چې که له تصویرونو پرته خپرونې نه شي تولید کولای، ټلویزیونونه دې په راډیوګانو بدل کړي.
دغه خبریالان د سرغړونې په صورت کې په قانوني چلند ګواښل شوي دي.
د امر بالمعروف نوي قانون د رسنیو لپاره ګڼ شرطونه اېښي، چې د ښځینه غږ، د ساکښو د تصویرونواو له اسلامي لارښوونو سره په ټکر کې خپرونو نه خپراوی پکې شامل دي.
په هلمند کې دې ډلې په راډیوګانو کې د ښځو پر غږ بندیز لګولی او په کابل کې ښځینه ویندویانې اړې دي چې د ټلویزیون پر پرده له شرعي حجاب او ماسکونو سره څرګندې شي.
تر اوسه پورې طالبانو پر خپلو چارواکو او په دولتي ادارو کې د خپلې ډلې پر کارکوونکو د ګرځنده ټیلیفونونو د انځورونو او ویډیوګانو بندیز نه دی لګولی. ددې ډلې د رسنیو برخې مسوولان او د ادارو رسنیزې څانګې پر ټولنیزو رسنیو ویډیوګانې او انځورونه خپروي او چارواکي یې د ټلویزیونو پر وړاندې خبري غونډو ته حاضریږي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر د نوي قانون په اړه د فرانسې خبري اژانس پوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی.
خیبر وايي، چې د رسنیو اړوند قانون د یولړ مادو د پلیتابه په تړاو په ګڼو ولایتونو کې هڅې روانې دي، خو په ټولو ولایتونو کې نه دي پیل شوې.
هغه وايي، چې د قانون د پلیتابه چارې په کندهار او تخار ولایتونو کې د پلي کیدو په حال کې دي.
له دې وړاندې په کندهار کې یوازې د طالبانو چارواکي د انځورونو له اخستلو منع کړای شوي وو، خو اوس د امر بالمعروف وزارت وايي، چې دا بندیز پر ټولو خلکو پلی کیږي.
د یکشنبې پر ورځ د امر بالمعروف ولایتي چارواکو په غزني، میدان وردګو او تخار ولایتونو کې د رسنیو مسوولانو ته ویلي، چې نوی قانون پلی کیږي او باید په رسنیو کې د ساکښو موجوداتو د انځورونو له خپراوي ډډه وکړي.
دغو خبریالانو ته ویل شوي، چې له لرې او کم تصویر واخلي، چې ورور ورو ورسره عادت شي.
د افغانستان د خبریالانو ټولنې د طالبانو دغه بندیزونه غندلي او دا یې د بیان د ازادۍ د مخنیوي ښکاره هڅه ګڼلې ده.دغه سازمان له نړۍ والې ټولنې غوښتي، چې ددې ډلې د رسنیزو بندیزونو پر وړاندې غبرګون وښيي.
طالبانو له دې وړاندې په ورته ګام کې په پلورنځیو کې د جامو د نندارې پر ګوډیو او اعلانونو کې د ساکښو پرڅېرو بندیزونه لګولي او هټۍ وال یې اړ کړي چې د ګوډیو سرونه لرې کړي.
انتخاب ورځپاڼې د تهران د شاد اباد د اوسپنې په بازار کې د اور لګېدنې په اړه په یو راپور کې د پلورونکو له خولې لیکلي، چې په دې پېښه کې درې افغان کارګران وژل شوي دي. خو د ایران د عدلي طب اداره وايي، چې د جسدونو د هویت د معلومولو لپاره د ډي اين اې ازموینې ته اړتیا ده.
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې؛ دا اور لګېدنه د شنبې په ورځ (د تلې ۲۱ مه) شاوخوا دوې بجې شوې ده.
په دې پېښه کې د پایپونو او ګازو لسګونه دوکانونه او ګودامونه سوځېدلي دي.
پلورونکو ورځپاڼې ته ویلي، چې اورلګېدنه د اور له بڅرکو، ګازې سپېرې او پلتو څخه رامنځ ته شوې ده.
د تهران د بېړنيو حالاتو د ادارې مشر ويلي، چې په دې پېښه کې درې تنه مړه شوي او ۷ نور ټپيان شوي دي.
تر اوسه ايراني چارواکو په دې پېښه کې د وژل شويو درېيو کسانو د هويت په اړه څه نه دي ويلي.
د تهران ښاروالۍ د اور وژنې او خونديتوب خدماتي ادارې ویاند سید جلال ملکي ويلي، چې د پلازمېنې په سویل کې د شاد اباد وسپنې په بازار کې د اور لګېدنې په پېښه کې یوازې درې جسدونه موندل شوي دي.
نوموړي وويل: "دغه کسان د اور لګېدنې له امله مړه شوي او جسدونه يې پوليسو ته سپارل شوي، چې ددغو کسانو هويت به له قانوني لارو چارو وروسته د پوليسو له خوا اعلان شي."
خو د دوشنبې په ورځ انتخاب ورځپاڼې د دې پېښې په تفصیلي راپور کې د پارسیان کمپلکس د یو پلورونکي په حواله د اورلګېدنې اړوند لیکلي: "کیسه هماغه ده، چې نور پلورونکي یې وايي."
د نوموړي په خبره: «کله چې اورلګیدنه پیل شوه، دا افغان کارګران هټۍ ته ننوتل او غوښتل يې کړکۍ او دروازې بندي کړي تر څو اور د خپرېدو مخه ونيسي. په همدې وخت کې ټوله برېښنا قطعه شوه او همدا درې کسان، چې کاګران وو په دوکان کې بند پاته شول.»
د انتخاب ورځپاڼې د راپور له مخې؛ د پارسیان کمپلیکس په ۱۹۹۰ لسیزه کې جوړ شوی او نسبتا نوی دی.
د تهران د ښاروالۍ د اور وژنې ادارې مشر وویل، چې په دې کمپلیکس کې هیڅ معیاري اصول نه دي مراعت شوي.
د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، چې د افغان ابداليانو کرېکټ لوبډلې په درې اړخیزه لوبلړۍ کې عمان ته د ۴۴ منډو په توپير ماتې ورکړه او د سياليو پايلوبې ته يې لار ومونده. افغان لوبډلمشر دروېش رسولي په ۵۷ توپونو ۱۰۹ منډې جوړې کړې او د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.
د افغان ابداليانو او عمان الف کرېکټ لوبډلو ترمنځ د درې اړخيزه لوبلړۍ د درېيمې سيالۍ پچه عمان لوبډلې وګټل او لومړۍ يې د توپ اچونې او ډګر ساتنې پرېکړه وکړه.
افغان ابدالیانو لوبډلې په شل اورو کې د خپلو درې لوبغاړو په سوځېدو عمان لوبډلې ته ۲۱۲ منډې هدف وټاکه.
د افغان الف کرېکټ لوبډلې په توپوهنه کې لوبډلمشر دروېش رسولي د ۵ څلوريزو او ۹ شپږو په مټ په ۵۷ توپونو ۱۰۹ او کريم جنت بیا په ۲۹ توپونو ۶۰ مندې جوړې کړې.
عمان الف کرېکټ لوبډلې په شل اورو کې د خپلو ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۷ منډې جوړې کړې او د ۴۴ منډو په توپير يې ماتې وخوړه.
د افغان لوبډلې په توپ اچونه کې کريم جنت او فريدون دوه دوه، بلال سمېع او قيس احمد یو یو لوبغاړي وسوځول.
افغان ابداليانو کرېکټ لوبډلې تېره ورځ په دويمه سيالۍ کې هنکانګ ته د ۷ ويکټو په توپير ماتې ورکړې وه.
افغان کرېکټ لوبډله به سبا د هنکانګ سره د درې اړخيزه لوبلړۍ پايلوبه تر سره کړي.
د افغانستان، عمان او هنکانګ الف کریکټ لوبډلو ترمنځ دغه درې اړخيزه لوبلړۍ د عمان په کوربتوب پیل شوې وه.
د طالبانو د کانونو او پټروليم وزارت د دوشنبې په ورځ په يوه اعلاميه کې ویلي، چې د ددغه وزارت د سلاکار وحیدالله حليمي په مشرۍ يو پلاوی چين ته په رسمي سفر لاړ. په اعلاميه کې ويل شوي، چې پلاوی به د منرالونو د استخراج په غونډه او نندارتون کې ګډون وکړي.
د طالبانو د کانونو او پټروليم وزارت زياتوي، چې د کنفرانس او نندارتون موخه د کانونو په برخه کې د همکاريو پراختیا ده.
د اعلامیې د معلوماتو له مخي، د کانونو د استخراج په دې غونډه او نندارتون کې تر ۷۰ ډېرو هېوادونو برخه اخيستې او د کانونو په بېلابيلو برخو کې به خبرې اترې او نظرونه سره تبادله کړي.
چين او طالبان د کانونو په استخراج، پروسس او قراردادونو ترلاسه کولو کې ټينګه ملګرتيا لري.
د طالبانو په بیا واکمنېدو سره دې ډلې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د کانونو سپړلو ته مخه کړې ده.
نړۍوال سازمانونه او د کانونو د چارو پوهان وايي، د طالبانو حکومت د افغانستان کانونه په نامسلکي او ناقانونه ډول پلټي او پلوري او له دې درکه د ترلاسه کېدونکو عوایدو په اړه شفافیت نه ترسترګو کیږي.