په بلوچستان کې کان کېندونکو د ۲۱ کان کېندونکو د وژنې په غبرګون کاربندیز پیل کړ

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې کان کېندونکو د ۲۱ کان کېندونکو د وژنې په غبرګون کاربندیز وکړ. تېره اونۍ د بلوچستان په دکۍ سیمه کې پر کان کېندونکو ناپېژاندو وسله‌والو برید کې د اوو افغانانو په ګدون ۲۱ تنه ووژل شول.