په پاکستان کې د روان کال د پولیو ۳۳مه پېښه ثبت شوه

د پاکستان په بلوچستان کې تازه د پولیو یوه مثبته پېښه ثبت شوه، چې له دې سره په پاکستان کې په روان کال کې د پولیو د پېښو شمېر ۳۳ ته لوړ شو.

د پاکستان په بلوچستان کې تازه د پولیو یوه مثبته پېښه ثبت شوه، چې له دې سره په پاکستان کې په روان کال کې د پولیو د پېښو شمېر ۳۳ ته لوړ شو.
د پولیو دغه ۳۳مه پېښه د بلوچستان په کوټې ښار کې ثبت شوې، چې له دې سره دا په روان کال کې دغلته د پولیو درېیمه پېښه ده.
روان کال په بلوچستان کې د پوليو ۱۷ پېښې، په سند کې ۱۰، په خېبرپښتونخوا کې ۴ او په پنجاب او اسلام اباد کې بیا د پولیو یوه یوه پېښه ثبت شوې ده.په پاکستان کې د ای او سي ملي اداره وايي، چې د دغه ویروس او پېښو اوسني وضعیت ته په پام سره به په ټول هېواد کې د اکتوبر له ۲۸مې د پولیو ملي کمپاین پیل شي.تر دې وړاندې د پاکستان د پوليو د له منځه وړلو پروګرام د دغه هېواد په ۱۱۵ ولسوالیو کې د پوليو ضد کمپاين پیل کړی و، چې په ترڅ کې يې ۳۳ مېليونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د پوليو واکسين وڅڅول شو.خو دغه پروګرام په ځینو نا امنو سیمو کې د پام وړ ننګونو سره هم مخامخ دی.


د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې له کاناډا څخه یې خپل سفیر او ډیپلوماټان ایستلي دي. تر دې وړاندې کاناډا ویلي و، چې شپږ هندي ډیپلوماټان له خپله هیواده اوباسي. هند د دغه کار په غبرګون کې شپږ کاناډايي ډیپلوماټانو ته له خپله هیواده د وتلو امر کړی.
دغه هیواد ویلي، چې کاناډايي ډیپلوماټان تر راتلونکې شنبې وخت لري چې له هند څخه ووځي.
وروسته له هغه، چې په اوټاوا کې په یوه څېړنيزه قضیه کې د هندي ډیپلوماټان څخه « ګټه اخيستونکو اشخاصو» په توګه یادونه شوي، هند وویل، چې د خپلو ډیپلوماټانو د خوندیتوب په اړه ډاډه نه دی.
دغه وزارت ويلي، چې دوی د کاناډا شارژدافیر احضار کړی او هغه ته یې خبر ورکړی، چې په کاناډا کې د هندي ډیپلوماټانو او چارواکو «غیر ضروري په نښه کول» په بشپړ ډول د منلو وړ ندي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وویل: «موږ د کاناډا د اوسني حکومت په ژمنو باور نه لرو، چې د دوی امنیت تضمین کړي. له همدې امله د هند حکومت د لوړ پوړو چارواکو او نورو ډیپلوماټانو د ایستلو پرېکړه کړې ده.»
په اعلامیه کې راغلي، چې هند هم حق لري چې «د هند په وړاندې د افراطیت، تاوتریخوالي او بېلتونپالنې په اړه د کاناډا د حکومت د ملاتړ» په ځواب کې نور ګامونه پورته کړي.
د ډیلي او اوټاوا ترمنځ اړیکې د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر راهیسې سړې شوې.
کله چې ټروډو وویل کاناډا معتبر شواهد لري، چې په همدې کال کې د يو سیک بيلتون غوښتونکو مشر په وژنه کې د یو هندي وګړي لاس دی.
خو هند دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي، چې کاناډا د دې ادعا د تایید لپاره کوم شواهد نه دي شریک کړي.

د پاکستان په بنو کې د پولیسو مشر عمران شاهید وايي، چې نن دوشنبه د پولیسو پر پوسته د سوله والو یو برید کې څلور پولیس وژل شوي او څلور نور ټپیان دي. د هغه په وینا په دغه برید کې پنځه وسله وال هم وژل شوي دي.
تر دې وړاندې د پښتونخوا د روغتیا وزارت ویلي و، چې وسله والو د پولیسو هغه پوسته کلابنده کړې چې تیره ورځ په ډرزو د وژل شوي یو پولیس د جنازې مراسم په کې ترسره کېدل.
تحریک طالبان پاکستان د پښتنو د جرګې او پنځه ورځني اوربند له پای ته رسېدو وروسته بیا پر پاکستاني امنیتي ځواکونو بریدونه پیل کړي دي.
ټي ټي پي تر دې وړاندې ویلي و، چې په خېبرپښتونخوا صوبه کې به د "پښتنو قومي جرګې" په درناوي به د روانې میاشتې له ۱۸مې تر ۲۲مې پورې پنځه ورځنی اوربند کوي.
تحریک طالبان پاکستان په دې وروستیو کې له دغې قومي جرګې خپل ملاتړ اعلان کړ، چې د جمعې په ورځ د تلي له ۲۰مې څخه د دریو ورځو لپاره جوړه شوې وه.
د دې درې ورځنۍ جرګې په پای کې د پاکستان د پښتنو قومي جرګې په رسمي ډول له پاکستاني پوځ او په پښتون مېشتو قبایلي سیمو کې له پاکستاني طالبانو وغوښتل چې په راتلونکو دوو میاشتو کې له دغو سیمو ووځي.

تحریک طالبان پاکستان د پښتنو د جرګې او پنځه ورځني اوربند له پای ته رسېدو وروسته بیا پر پاکستاني امنیتي ځواکونو بریدونه پیل کړي دي.
د پولیسو یوې سرچینې د دوشنبې په ورځ رویټرز ته وویل، چې درې پولیس هغه مهال ووژل شول چې وسله والو بریدګرو د خیبر پښتونخوا کې د پولیسو پر یو مرکز برید وکړ.
د تحریک طالبان پاکستان یو ویاند ویلي، چې برید د دغې ډلې جنګیالیو کړی دی.
ټي ټي پي تر دې وړاندې ویلي و، چې په خېبرپښتونخوا صوبه کې به د "پښتنو قومي جرګې" په درناوي به د روانې میاشتې له ۱۸مې تر ۲۲مې پورې پنځه ورځنی اوربند کوي.
تحریک طالبان پاکستان په دې وروستیو کې له دغې قومي جرګې خپل ملاتړ اعلان کړ، چې د جمعې په ورځ د تلي له ۲۰مې څخه د دریو ورځو لپاره جوړه شوې وه.
د دې درې ورځنۍ جرګې په پای کې د پاکستان د پښتنو قومي جرګې په رسمي ډول له پاکستاني پوځ او په پښتون مېشتو قبایلي سیمو کې له پاکستاني طالبانو وغوښتل چې په راتلونکو دوو میاشتو کې له دغو سیمو ووځي.
د دې جرګې په وروستي پرېکړه ليک کې ويل شوي، چې که پوځ او ملېشې له پښتنو سيمو ونه وځي، جرګه به پرېکړه کوي، چې څنګه دغه ځواکونه له خپلې خاورې وباسي.
تر اوسه د پاکستان حکومت او تحریک طالبان پاکستان د پښتنو د جرګې د دغې پرېکړې په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی چې له مخې یې له پښتون مېشتو سیمو د دوی د وتلو غوښتنه شوې ده.

فلسطیني روغتيايي کارکوونکو ددوشنبې په ورځ وویل، چې د غزې په شمالي جبلیه سیمه کې د خوړو د وېش پر یوه مرکز د اسراییل د ټانک مرمیو د لګېدو له امله لږ ترلږه ۱۰ تنه وژل شوي او ۳۰ نور تپیان دي. د اسراییل پوځ وايي، چې ددې پېښې په پلټنه بوخت دي.
روغتيايي کارکوونکي وايي، یوې اسراییلۍ بې پیلوټه الوتکې پر هغو خلکو برید کړی، چې د خوراکي توکو د ترلاسه کولو لپاره سره را غونډ شوي وو.
رویټرز خبري اژانس وايي، جبلیه سیمه له تېرو لسو ورځو راهیسې د اسراییل د پوځي بریدونو د تمرکز سیمه ده. پوځ د حماس جنګیالیو د راټولېدو او له منځه وړو په موخه د بېځایه شویو د تاریخي میشتغالي محاصره بشپړه کړې او ور څېرمه لاهیه او بیت هانون ښارګوټو ته یې ټانکونه استولي دي.
د غزې شمالي سیمه چې د غزې دوه اعشاریه درې میلیونه وګړي پکې اوسیږي، د اسراییل د تېر کال په برید کې د ډېرو سختو بمباریو شاهده وه.
ددې سیمې په سلګونو زره کسان د جګړې په لومړیو میاشتو کې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شول، خو د ملګرو ملتونو ارزونې ښيي، چې لاهم په دې سیمه کې ۴۰۰ زره تنه پاتې دي.

«ټاکل شوې لي کیانګ په بلوچستان ایالت کې د چین په مرسته جوړېدونکی هوايي ډګر هم پرانېزي، چې ۲۰۰ میلیونه ډالره لګښت پرې راځي. » د چین لومړی وزیر د شانګهای همکاریو سازمان په سرمشریزه کې د ګډن لپاره اسلام اباد ته لاړ.
له لي کیانګ سره په دغه سفر کې د چین د بهرنیو چارو، سوداګرۍ، د ملي پراختیا او اصلاحاتو کمیسیون او د چین د نړۍوالې پراختیا سازمان وزیران او چارواکي ملتیا کوي.
د پاکستان رسنیو رپوټ ورکړی، چې ټاکل شوې د چین لومړی وزیر د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف او ولسمشر اصف علي زرداري سره پر دوه اړخیزو مسایلو خبرې اترې وکړي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ د یکشنبې په ورځ وویل، چې لي کیانګ به په بلوچستان ایالت کې د چین په مرسته د یوه هوايي ډګر عملیاتي چارې هم پرانېزي.
ددغه هوايي ډګر د رغونې چارې چې د ۲۰۰ میلیونه ډالرو په لګښت جوړیږي، په تېره اګست میاشت کې د بلوڅ بېلتون پالو د بریدونو له امله ځنډول شوې وې.
پاکستان د اکتوبر پر ۱۵مه او ۱۶مه نېټه د شانګهای دهمکاریو سازمان د سرمشریزې کوربه دی، چې د چین په ګډون ددغه سازمان غړي او څارونکي هېوادونه پکې برخه اخلي.
په یاد سازمان کې د افغانستان غړیتوب ځنډول شوی او د طالبانو حکومت دې ناستې ته نه دی بلل شوی.
پاکستان هیله من دی چې د چین په مرسته د سي پیک په څېر سترې پروژې او په بلوچستان او خیبر پښتونخوا ایالتونو کې د برېښنا بندونو چارې بشپړې کړي.
د چین د لومړي وزیر سفر او د شانګهای ناسته داسې مهال ترسره کیږي، چې پاکستان په دې وروستیو کې د خونړیو امنیتي پېښو شاهد دی او تازه نن د خیبر پښتونخوا ایالت په بنو ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوه مرکز ډله ییز ځانمرګی برید شوی.
تېره اونۍ د سند ایالت په کراچۍ ښار کې په یوه ټانکر کې د چاودنې له امله دوه چینايي انجنیران ووژل شول.
د چین لپاره د خپلو وګړو او انجنیرانو خوندیتوب مهم دی او غواړي ځان ډاډمن کړي چې پاکستان د هغوی په امنیت ټینګولو کې بریالی دی.
دا له ۱۱ کلن ځنډ وروسته لومړی ځل دی چې د چین لومړی وزیر په یوه څلور ورځني سفر پاکستان ته سفر کوي.