پاکستاني طالبانو پر پاکستاني امنیتي ځواکونو بریدونه بیا پیل کړي دي

تحریک طالبان پاکستان د پښتنو د جرګې او پنځه ورځني اوربند له پای ته رسېدو وروسته بیا پر پاکستاني امنیتي ځواکونو بریدونه پیل کړي دي.

تحریک طالبان پاکستان د پښتنو د جرګې او پنځه ورځني اوربند له پای ته رسېدو وروسته بیا پر پاکستاني امنیتي ځواکونو بریدونه پیل کړي دي.
د پولیسو یوې سرچینې د دوشنبې په ورځ رویټرز ته وویل، چې درې پولیس هغه مهال ووژل شول چې وسله والو بریدګرو د خیبر پښتونخوا کې د پولیسو پر یو مرکز برید وکړ.
د تحریک طالبان پاکستان یو ویاند ویلي، چې برید د دغې ډلې جنګیالیو کړی دی.
ټي ټي پي تر دې وړاندې ویلي و، چې په خېبرپښتونخوا صوبه کې به د "پښتنو قومي جرګې" په درناوي به د روانې میاشتې له ۱۸مې تر ۲۲مې پورې پنځه ورځنی اوربند کوي.
تحریک طالبان پاکستان په دې وروستیو کې له دغې قومي جرګې خپل ملاتړ اعلان کړ، چې د جمعې په ورځ د تلي له ۲۰مې څخه د دریو ورځو لپاره جوړه شوې وه.
د دې درې ورځنۍ جرګې په پای کې د پاکستان د پښتنو قومي جرګې په رسمي ډول له پاکستاني پوځ او په پښتون مېشتو قبایلي سیمو کې له پاکستاني طالبانو وغوښتل چې په راتلونکو دوو میاشتو کې له دغو سیمو ووځي.
د دې جرګې په وروستي پرېکړه ليک کې ويل شوي، چې که پوځ او ملېشې له پښتنو سيمو ونه وځي، جرګه به پرېکړه کوي، چې څنګه دغه ځواکونه له خپلې خاورې وباسي.
تر اوسه د پاکستان حکومت او تحریک طالبان پاکستان د پښتنو د جرګې د دغې پرېکړې په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی چې له مخې یې له پښتون مېشتو سیمو د دوی د وتلو غوښتنه شوې ده.

«ټاکل شوې لي کیانګ په بلوچستان ایالت کې د چین په مرسته جوړېدونکی هوايي ډګر هم پرانېزي، چې ۲۰۰ میلیونه ډالره لګښت پرې راځي. » د چین لومړی وزیر د شانګهای همکاریو سازمان په سرمشریزه کې د ګډن لپاره اسلام اباد ته لاړ.
له لي کیانګ سره په دغه سفر کې د چین د بهرنیو چارو، سوداګرۍ، د ملي پراختیا او اصلاحاتو کمیسیون او د چین د نړۍوالې پراختیا سازمان وزیران او چارواکي ملتیا کوي.
د پاکستان رسنیو رپوټ ورکړی، چې ټاکل شوې د چین لومړی وزیر د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف او ولسمشر اصف علي زرداري سره پر دوه اړخیزو مسایلو خبرې اترې وکړي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ د یکشنبې په ورځ وویل، چې لي کیانګ به په بلوچستان ایالت کې د چین په مرسته د یوه هوايي ډګر عملیاتي چارې هم پرانېزي.
ددغه هوايي ډګر د رغونې چارې چې د ۲۰۰ میلیونه ډالرو په لګښت جوړیږي، په تېره اګست میاشت کې د بلوڅ بېلتون پالو د بریدونو له امله ځنډول شوې وې.
پاکستان د اکتوبر پر ۱۵مه او ۱۶مه نېټه د شانګهای دهمکاریو سازمان د سرمشریزې کوربه دی، چې د چین په ګډون ددغه سازمان غړي او څارونکي هېوادونه پکې برخه اخلي.
په یاد سازمان کې د افغانستان غړیتوب ځنډول شوی او د طالبانو حکومت دې ناستې ته نه دی بلل شوی.
پاکستان هیله من دی چې د چین په مرسته د سي پیک په څېر سترې پروژې او په بلوچستان او خیبر پښتونخوا ایالتونو کې د برېښنا بندونو چارې بشپړې کړي.
د چین د لومړي وزیر سفر او د شانګهای ناسته داسې مهال ترسره کیږي، چې پاکستان په دې وروستیو کې د خونړیو امنیتي پېښو شاهد دی او تازه نن د خیبر پښتونخوا ایالت په بنو ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوه مرکز ډله ییز ځانمرګی برید شوی.
تېره اونۍ د سند ایالت په کراچۍ ښار کې په یوه ټانکر کې د چاودنې له امله دوه چینايي انجنیران ووژل شول.
د چین لپاره د خپلو وګړو او انجنیرانو خوندیتوب مهم دی او غواړي ځان ډاډمن کړي چې پاکستان د هغوی په امنیت ټینګولو کې بریالی دی.
دا له ۱۱ کلن ځنډ وروسته لومړی ځل دی چې د چین لومړی وزیر په یوه څلور ورځني سفر پاکستان ته سفر کوي.

ځايي سرچینې وايي، نن دوشنبه له غرمې وروسته د خیبرپښتونخوا د بنو ولسوالۍ د پولیسو پر مرکز ډله ییز وسله وال برید شوی. د سرچینو د معلوماتو له مخې، تر اوسه پورې یو پولیس وژل شوی او ګڼ ټپیان دي.
ځايي سرچینې وايي، یو شمېر وسله والو بریدګر د بنو پولیسو مرکز ته ننوتلي او هلته یې ډله ییز برید کړی.
له سیمې څخه د دواړو لوریو ترمنځ د درنو وسلو د ډزو او چاودنو راپورنه هم ورکړل شوي دي.
ځینې سیمه ییزو رسنیو د امنیتي سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې تردې مهاله یو بریدګر وژل شوی او پاتې نور یې لا هم جګړه کوي.
امنیتي سرچینو ویلي، چې تردې مهاله په برید کې یو پولیس وژل شوی او ګڼ نور ټپیان دي.
په نبو کې د پولیسو پر مرکزې د برید پړه تحریک طالبان پاکستان په غاړه اخیستی او د درنې مرګ ژوبلې دعوه یې کړې.
د بریدګرو او بنو پولیسو ترمنځ ډزې لا هم روانې دي، خو تردې مهاله پاکستاني چارواکو د یاد برید په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
ښايي په دغه برید کې د مرګ ژوبلې شمېرې لوړې شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزی وایي، چې پاکستان سیاسي، اقتصادي او ان امنیتي ثبات نه لري.
نوموړي په کابل کې یوې غونډې ته د وینا پرمهال وویل، چې په پاکستان کې اوسمهال داسې وضعیت روان دی، چې تر دې وړاندې د شورویانو او امریکایانو له راتګ سره په افغانستان کې و.
د نوموړي په خبره، افغان سوداګرو په وار وار شکایت کړی چې پاکستان د افغانستان د سوداګریزو توکو پرمخ خپلې لارې بندې کړي دي.
عباس ستانکزی دغه راز زیاتوي، چې پاکستان له څه باندې دوو میاشتو راهیسې خپل سرحدونه بند کړي دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د افغان سوداګرو له قوله وایي: «پاکستان زمونږ سبزیو، تازه او وچې مېوو ته اجازه نه ورکوي او که اجازه هم ورکړي له تورخم څخه تر واګه پورې پولیس له افغان سوداګرو غلاوې کوي.»
عباس ستانکزی وایي، چې پاکستان د افغانستان د تازه مېوو په وخت کې خپل سرحدونه بندوي.
د نوموړي په وینا، له افغان سوداګرو سره د پاکستان دغه چلند د دواړو هېوادو په زیان دی او پاکستان هغه مالیه چې له افغان سوداګرو اخلي، هغه له لاسه ورکوي.
ښاغلی ستانکزی د پاکستان له حکومته غواړي، چې په دې برخه کې جدي اقدام وکړي.
د افغانستان او پاکستان تر منځ د تګ و راتګ د لارو په بندېدو سره د پاکستان په بېلابېلو مارکېټونو کې د تازه مېوو او سبزیو بیې لوړېږي او په افغانستان کې یې بیې په بې مخینې توګه راټیټې کړي دي.
په دې شپو او ورځو کې چې د افغانستان د انګورو، خټکیو، مڼو، شفتالو، زردالو او نورو مېوو موسم دی، د پاکستان مارکېټونو ته نه رسېږي او هغه مېوې او سبزۍ چې له تورخم پرته بیا په نورو لارو دغه هېواد ته وړل کېږي، د کرایې د زیاتوالي له امله یې بیې هم زیاتېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د نوي حکومت په رامنځته کېدو سره امنیتي ستونزې زیاتې شوي، اقتصادي وضعیت خراب شوی او د بېلابېلو قومونو د اعتراضونو له امله سیاسي وضعیت هم ترینګلی شوی دی.

د پښتنو په وروستي درې سوه کلن تاریخ کې لومړی ځل دی، چې په لویه پیمانه د مختلفو فکرونو لرونکې پښتنې او پښتانه په یوه میدان کې جرګه کیږي او د خپل ورځني کړاو کیسه کوي او په اړه یې تصمیم نیسي.
په دې جرګه کې د پړ او مړ د کیسې روایت معلوم شو، دا روښانه شوه، چې پښتانه له چا ضرر لیدلی، ولې وژل شوي؟ او ولې بې کوره شوي دي؟
د یاد روایت د نه ایجاد په تړاو د پاکستان حکومت په خپل ټول قوت د ممنوعیت منډې ترړې ووهلې؛ خو لکه چې وايي، د ولس زور د خدای زور دی، پاکستان مجبور شو، چې د جرګې د نه کېدا په تړاو خپله فیصله بېرته واخلي.
جرګه سره له لویه کړاوه جوړه شوه، پښتنې او پښتانه په یو ټغر راټول شول او د خپل تېره کیسه یې وکړه، د روان حالت شرحه یې بیان کړه او د راتلونکي په تړاو یې بحثونه پیل کړل.
د جرګې محورونه
په دغه جرګه کې په څو اساسي او فرعي محورونو بحث شوی او لا هم روان دی، چې د جرګې د بحث اساسي محور پښتنو ته د اوښتو زیانونو بحث دی، چې په ډېر تفصیل پر بحث وشو.
پښتنو ته اوښتي ځاني او مادي زیان:
جرګه والو وویل، چې تر دې مهاله شا و خوا ۷۶ زره او ۵۸۴ پښتانه په بمي چاودنو او هدفي وژنو کې وژل شوي، ۵،۷ میلیونه خلک بې کوره شوي او ۶ زره او ۷۰۰ کسان لادرکه دي.
د پښتنو پر ۲۰۰ جوماتونو چاودنې شوي، یو زرو او ۷۳۸ پښتانه مشران وژل شوي او اووه زره او ۵۳۸ پښتانه د ځمکنیو ماینونو د چاودنو له امله معلول شوي دي.
په پښتنو سیمو کې ۹ زره او ۲۲۷ لویې چاودنې شوي او وايي، چې د پولیو کمپاین پر مهال د پولیو د ډلې ۲۱۳ پښتنې کمپاینرانې وژل شوي.
همداراز یوازې په وزیرستان کې ۲ زره دیني علما وژل شوي دي.
د پښتنو ۳۶ مارکیټونه ویجاړ شوي چې د هغو له ډلې ۱۱ مارکیټونو ودانۍ په بشپړه ټوګه له خاورو سره خاورې شوي.له کویټې څخه تر سوات پورې د پښتنو یو میلیون جریبه ځمکه غضب شوې ده.
همدا راز تر اوسه ۲۲ زره داسې کسان په زندانونو کې اچول شوي، چې جرم یې لا معلوم نه دی.
د ۲ لکه ۱۷ زره پښتنو شناختي کارډونه بلاک شوي دي او تر اوسه په جګړه کې ۲۳ لکه پښتانه ټپیان شوي دي.
پورته ارقام په پښتونخوا کې پښتنو ته د اوښتو زیانونو یو کوچنی لېست دی، چې په جرګه کې د یو اساسي محور په توګه مطرح شو.
جرګه پښتنو ته د اوښتو زیانونو لومړی مسوول د پاکستان پوځ یادوي.
ترهګرې او نیابتي ډلې:
دویم بحث د پښتنو پر سیمه د ترهګرۍ د تپل کېدو، نیابتي ډلو ایجاد او په دې چارو کې د پاکستان د پوځ د مستقیم ملاتړ دی، چې د جرګې برخوالو په خپلو ویناو او همداراز بحثونو کې پرې خبرې کړې دي.
د نیابتي ډلو په تړاو د جرګې کلي نظر او ادعا دا ده، چې د پاکستان پوځ د نیابتي او ترهګریزو ډلو ملاتړ کوي او باید د دغو ډلو له ملاتړه لاس واخلي.
جرګه وال وايي، چې په پښتنو سیمو کې د ناامنۍ علت د پاکستان پوځ او د دغه پوځ نیابتي ډلې دي.
منظور پښتین هم په خپلو خبرو کې ویلي، چې په قبایلي سیمو کې باید د پاکستان پوځ او ټي ټي پي ته شپیته ورځې وخت ورکړل شي، چې له دغه سیمو ووځي او دغه سیمې پرېږدي.
جرګه وال ټي ټي پي د پاکستاني پوځ یوه نیابتي ډله بولي چې په سیمه کې یې ناامنۍ ته په لوی لاس زمینه برابره کړې ده.
دا روایت د پښتون ژغورنې غورځنګ په هغه شعار کې چې اوس د جرګې شعار هم ګرځېدلی دی، چې وايي: “د ترهګرۍ تر شاه د پوځ لاس دی” هم جوت تر سترګو کیږي.
د ورکو پښتنو لټون:
په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې نېږدې شپږ زره پښتانه تری تم دي، د دغې جرګې ګڼ غړو د خپلو ورکو شویو عزیزانو تصویرونه له ځانه سره جرګې ته راوړي او د خپلو عزیزانو د پېدا کېدا غوښتنه کوي.
جرګه وال بیا د پښتنو د ورکېدا، بې لامله زنداني کېدا او شکنجه کېدا ټوله پړه د پاکستان پر پوځ او استخباراتي ادارې ور اچوي او دا مساله د جرګې د ټولو کمېټو د بحث یو اساسي محور دی.
پر خپلو وسایلو خپل اختیار:
جرګه وال په دې باور لري، چې په خیبر پښتونخوا کې پښتانه پر خپلو وسایلو خپل اختیار نه لري او د پښتنو امکانات پنجاب مصرفوي.
اوبه او برېښنا د پښتونخوا او پښتنو اړوند ده، خو اختیار یې د پنجاب په لاس کې دی. د پښتنو کورونه په ۲۴ ساعتونو کې ۱۰ ساعته برېښنا نه لري، فابریکې یې د نه برېښنا له امله تړل شوي، خو په پنجاب کې کورنۍ ۲۴ ساعته برېښنا لري او فابریکې یې هم د پښتنو پر برېښنا روانې دي.
پښتونخوا له اقتصادي رکود سره مخ ده، خو پنجاب ورځ تر بلې پیاوړی کېدونکی دی.
د پښتنو د قومي جرګې د جرګه والو یو مهم بحث دا دی، چې پر خپلو وسایلو خپل اختیار تر لاسه کړي او له خپلو امکاناتو لومړی خپله استفاده وکړي او که امکانات زیات شول نورو صوبو ته یې ورکړي.
خپلواک سیاسي هویت:
د جرګې یو مهم بحث په سیاسي پرېکړو او مسایلو کې د پښتون محورۍ پر بنسټ ونډه ده. جرګه وال خواشیني دي، چې د پښتونخوا پښتانه هغه ډول سیاسي هویت نه لري؛ کوم چې یو پنجابی یا سندی لري.
که څه هم خنډونه زیات دي، خو د سیاسي هویت د بېرته تر لاسه کولو په پار لومړۍ غوښتنه له دوی سره د سیاسي تبعیضي چلند ختمېدل او د یوه ښار ونډي په توګه ورته په ارزښت قایلېدل دي، خو که دا چاره نه ترسره کیږي، چې پښتانه د یوه خپلواک سټیټ په توګه په راتلونکي کې د خپل بېرغ د پورته کېدا ګواښ هم کوي.
د درېیم بدیل په توګه جرګه وال د لوی افغانستان ناره هم پورته کوي، چې وروستیو دوو مسالو د پاکستان حکومت ته د تجزیې فکر غښتلی کړی دی.
دا هغه اساسي مساله ده، چې د پاکستان اسټبلیشمینټ یې د جرګې د پرېکړو په تړاو اندېښمن کړی او هڅه کوي، چې په یو نه یو ډول د جرګې په پرېکړو کې دخیل شي.
فرهنګي هویت:
د جرګې د بحث یو محور د پښتنو د فرهنګي هویت خوندیتوب دی، چې له مخې یې پښتانه پر خپلې ژبې د زده کړو حق غواړي، په نصاب کې د پښتنو مشاهیرو د ځای پر ځای کېدو غوښتنه لري او پاکستاني نصاب جعلي او تپل شوی فکر بولي.
په پښتونخوا کې له پښتنو قامپالو سره یوه وېره دا ده، چې دوی له فرهنګي فقدان سره مخ کېدونکي دي او دا چاره په اوږدمهال کې د دوی پښتونواله په پاکستانواله بدلوي.
که څه هم نېږدې لس کاله وړاندې د پاکستاني کېدو پروسه په چټکۍ روانه وه، خو د پښتون ژغورنې غورځنګ له ایجاد سره سم، دا پروسه ټکنۍ او بیا د پښتونولۍ د تفکر د ایجاد پروسه چټکه شوه.
د لر او بر یو افغان روایت پیاوړی شو، پر خپلې خاورې د خپل اختیار ناره غښتلې شوه او د نشنالیزم پر بنسټ د فرهنګي هویت د خوندیتابه بحثونه ایجاد شول.
فرعي محورونه
د پښتنو د قومي جرګې یو شمېر فرعي محورونه هم شته، چې بحثونه پرې شوي او یا به پرې وشي، خو دا کوچني محورونه هم د اساسي محورونو تکمیلوونکي دي.
ښايي یو شمېر حکومت پلوې کړۍ په دولتي ساختار کې پښتنو ته د چوکیو پر ورکړې بحث وکړي، په پوځ کې د پښتنو ونډه وغواړي.
همداراز یو شمېر ډېورنډ مېشتي پر ډېورنډ پوله د پاکستان د سختو اصولو د پلي کولو پر اسانۍ خبرې کوي، د پاسپورټ له حتمي کېدا سرټکوي، د سوداګرۍ پر تضعیف شوي حالت بحث کوي او دې ته ورته ځینې نور کوچني بحثونه هم شوي او یا کېدونکي دي.
د جرګې پرېکړې:
د جرګې په پرېکړه لیک کې د اساسي محورونو په باب پرېکړه حتمي ده او د معلوماتو له مخې د جرګې یوه پرېکړه دا ده، چې پاکستانی پوځ او ټي ټي پي له قبایلي سیمو او سوات څخه ووځي.
د ترهګرۍ او نیابتي ډلو په تړاو پرېکړه به په پرېکړه لیک کې په ډېر شدت سره روښانه شي او د پاکستان پوځ او ټي ټي پي ته به ځانګړې کرښې معلومې شي.
جرګه به پر خپلو وسایلو د خپل اختیار غږ کوي او دا مساله د پښتونخوا او بلوجستان د پښتنو لپاره حیاتي موضوع ده.
دا مساله نه یوازې د پښتون ژغورنې غورځنګ لپاره مهمه ده، بلکې ټولو قامپالو او حتا د پاکستان تحریک انصاف ګوند لپاره هم مهمه ده، چې په پرېکړه لیک کې به یو غښتلی اړخ وي.
له خپلواک سیاسي هویت څخه بیا د جرګې د غړو تعریف جدا دی، ځکه دا جرګه له مختلفو سیاسي افکارو تشکیله شوې.
د خپلواکې پښتونخوا غوښتونکي، د پاکستان د ایین لاندې ژوند غوښتونکي او د لوی افغانستان غوښتونکي افکار د دغې جرګې درې مهمې برخې دي، خو د پاکستان تر ایین لاندې ژوند غوښتونکو شمېر زیات دی.
په دې تړاو ښايي د جرګې پرېکړه لیک کې بحث یو څه له جنجاله ډک وي.
همداراز د فرهنګي هویت د خوندیتابه پرېکړه په بحث کې شامله ده، خو دا چې په پرېکړه لیک کې په څومره شدت سره راپورته کیږي، په پرېکړه لیک کې به روښانه شي.
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو زوارت وايي، په تېرو شپږو میاشتو کې افغانستان ته شپږ لکه او ۴۰ زره کډوال راستانه شوي. دغه وزارت وايي، یاد کډوال له ایران، پاکستان او ترکیې هېوادونو څخه راستانه شوي دي.
د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون د یکشنبې په ورځ د (تلې ۲۲مه) په یوه راپور کې د دغه ډلې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د ویاند عبدالطیف حقاني له قوله ویلي، چې په تېرو شپږو میاشتو کې څه باندې ۶۴۰ زره افغانان له ایران، پاکستان او ترکیې هېوادونو څخه راستانه شوي دي.
نوموړی وايي، شاوخوا ۸۰ زره افغانان له پاکستان، ۱۰ زره له ترکیې او پنځه لکه او ۵۰ زره افغان کډوال له ایران څخه په زور او خپله خوښه راستانه شوي دي.
د طالبانو کډوالو وزارت ویاند وايي، د یادو راستنو شویو کډوالو د ژوند خوندیتوب ترڅنګ یې په روغتیايي، زدهکړو او د کاري زمینې په برابرولو کې ورته اسانتیاوې رامنځته کړې دي.
خو د راپورونو له مخې، هره ورځ سلګونه افغانان په ناقانونو لارو ګاونډیو هېوادونو ته کډوال کیږي.
وزرګارتیا، امنیتي ګواښونه، د ټولنیزو او بشري حقونو نابرابري له هېواده د ځوانانو د تېښتې لاملونه ګڼل کیږي.
دا په داسې حال کې ده، چې ایران او پاکستان هره ورځ سلګونه افغان کډوالې کورنۍ په زور له خپلو هېوادونو باسي.
دغو دواړو هېوادونو پر مېشتو افغان کډوالو د کار کولو او په ښوونیځیو کې د ماشومانو پر شاملولو هم بندیزونه لګولي دي.
