• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د هند او کاناډا ترمنځ کړکیچ؛ دواړو هیوادونو د یو بل ډیپلوماټان وویستل

۲۳ تله ۱۴۰۳ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۹:۱۹ GMT+۱

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې له کاناډا څخه یې خپل سفیر او ډیپلوماټان ایستلي دي. تر دې وړاندې کاناډا ویلي و، چې شپږ هندي ډیپلوماټان له خپله هیواده اوباسي. هند د دغه کار په غبرګون کې شپږ کاناډايي ډیپلوماټانو ته له خپله هیواده د وتلو امر کړی.

دغه هیواد ویلي، چې کاناډايي ډیپلوماټان تر راتلونکې شنبې وخت لري چې له هند څخه ووځي.

وروسته له هغه، چې په اوټاوا کې په یوه څېړنيزه قضیه کې د هندي ډیپلوماټان څخه « ګټه اخيستونکو اشخاصو» په توګه یادونه شوي، هند وویل، چې د خپلو ډیپلوماټانو د خوندیتوب په اړه ډاډه نه دی.

دغه وزارت ويلي، چې دوی د کاناډا شارژدافیر احضار کړی او هغه ته یې خبر ورکړی، چې په کاناډا کې د هندي ډیپلوماټانو او چارواکو «غیر ضروري په نښه کول» په بشپړ ډول د منلو وړ ندي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وویل: «موږ د کاناډا د اوسني حکومت په ژمنو باور نه لرو، چې د دوی امنیت تضمین کړي. له همدې امله د هند حکومت د لوړ پوړو چارواکو او نورو ډیپلوماټانو د ایستلو پرېکړه کړې ده.»

په اعلامیه کې راغلي، چې هند هم حق لري چې «د هند په وړاندې د افراطیت، تاوتریخوالي او بېلتونپالنې په اړه د کاناډا د حکومت د ملاتړ» په ځواب کې نور ګامونه پورته کړي.

د ډیلي او اوټاوا ترمنځ اړیکې د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر راهیسې سړې شوې.

کله چې ټروډو وویل کاناډا معتبر شواهد لري، چې په همدې کال کې د يو سیک بيلتون غوښتونکو مشر په وژنه کې د یو هندي وګړي لاس دی.

خو هند دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي، چې کاناډا د دې ادعا د تایید لپاره کوم شواهد نه دي شریک کړي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

په غزه کې د خوړو د وېش پر یوه مرکز برید ۱۰ تنه وژلي

۲۳ تله ۱۴۰۳ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۲:۱۳ GMT+۱

فلسطیني روغتيايي کارکوونکو ددوشنبې په ورځ وویل، چې د غزې په شمالي جبلیه سیمه کې د خوړو د وېش پر یوه مرکز د اسراییل د ټانک مرمیو د لګېدو له امله لږ ترلږه ۱۰ تنه وژل شوي او ۳۰ نور تپیان دي. د اسراییل پوځ وايي، چې ددې پېښې په پلټنه بوخت دي.

روغتيايي کارکوونکي وايي، یوې اسراییلۍ بې پیلوټه الوتکې پر هغو خلکو برید کړی، چې د خوراکي توکو د ترلاسه کولو لپاره سره را غونډ شوي وو.

رویټرز خبري اژانس وايي، جبلیه سیمه له تېرو لسو ورځو راهیسې د اسراییل د پوځي بریدونو د تمرکز سیمه ده. پوځ د حماس جنګیالیو د راټولېدو او له منځه وړو په موخه د بېځایه شویو د تاریخي میشتغالي محاصره بشپړه کړې او ور څېرمه لاهیه او بیت هانون ښارګوټو ته یې ټانکونه استولي دي.

د غزې شمالي سیمه چې د غزې دوه اعشاریه درې میلیونه وګړي پکې اوسیږي، د اسراییل د تېر کال په برید کې د ډېرو سختو بمباریو شاهده وه.

ددې سیمې په سلګونو زره کسان د جګړې په لومړیو میاشتو کې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شول، خو د ملګرو ملتونو ارزونې ښيي، چې لاهم په دې سیمه کې ۴۰۰ زره تنه پاتې دي.

د چین لومړی وزیر په څلور ورځني سفر اسلام اباد ته لاړ

۲۳ تله ۱۴۰۳ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۱:۰۶ GMT+۱

«ټاکل شوې لي کیانګ په بلوچستان ایالت کې د چین په مرسته جوړېدونکی هوايي ډګر هم پرانېزي، چې ۲۰۰ میلیونه ډالره لګښت پرې راځي. » د چین لومړی وزیر د شانګهای همکاریو سازمان په سرمشریزه کې د ګډن لپاره اسلام اباد ته لاړ.

له لي کیانګ سره په دغه سفر کې د چین د بهرنیو چارو، سوداګرۍ، د ملي پراختیا او اصلاحاتو کمیسیون او د چین د نړۍوالې پراختیا سازمان وزیران او چارواکي ملتیا کوي.

د پاکستان رسنیو رپوټ ورکړی، چې ټاکل شوې د چین لومړی وزیر د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف او ولسمشر اصف علي زرداري سره پر دوه اړخیزو مسایلو خبرې اترې وکړي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ د یکشنبې په ورځ وویل، چې لي کیانګ به په بلوچستان ایالت کې د چین په مرسته د یوه هوايي ډګر عملیاتي چارې هم پرانېزي.

ددغه هوايي ډګر د رغونې چارې چې د ۲۰۰ میلیونه ډالرو په لګښت جوړیږي، په تېره اګست میاشت کې د بلوڅ بېلتون پالو د بریدونو له امله ځنډول شوې وې.

پاکستان د اکتوبر پر ۱۵مه او ۱۶مه نېټه د شانګهای دهمکاریو سازمان د سرمشریزې کوربه دی، چې د چین په ګډون ددغه سازمان غړي او څارونکي هېوادونه پکې برخه اخلي.

په یاد سازمان کې د افغانستان غړیتوب ځنډول شوی او د طالبانو حکومت دې ناستې ته نه دی بلل شوی.

پاکستان هیله من دی چې د چین په مرسته د سي پیک په څېر سترې پروژې او په بلوچستان او خیبر پښتونخوا ایالتونو کې د برېښنا بندونو چارې بشپړې کړي.

د چین د لومړي وزیر سفر او د شانګهای ناسته داسې مهال ترسره کیږي، چې پاکستان په دې وروستیو کې د خونړیو امنیتي پېښو شاهد دی او تازه نن د خیبر پښتونخوا ایالت په بنو ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوه مرکز ډله ییز ځانمرګی برید شوی.

تېره اونۍ د سند ایالت په کراچۍ ښار کې په یوه ټانکر کې د چاودنې له امله دوه چینايي انجنیران ووژل شول.

د چین لپاره د خپلو وګړو او انجنیرانو خوندیتوب مهم دی او غواړي ځان ډاډمن کړي چې پاکستان د هغوی په امنیت ټینګولو کې بریالی دی.

دا له ۱۱ کلن ځنډ وروسته لومړی ځل دی چې د چین لومړی وزیر په یوه څلور ورځني سفر پاکستان ته سفر کوي.

سرچینې: د پښتونخوا په بنو کې د پولیسو پر مرکز بری‍د کې یو پولیس وژل شوی او ګڼ ټپیان دي

۲۳ تله ۱۴۰۳ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۰:۰۹ GMT+۱

ځايي سرچینې وايي، نن دوشنبه له غرمې وروسته د خیبرپښتونخوا د بنو ولسوالۍ د پولیسو پر مرکز ډله ییز وسله وال برید شوی. د سرچینو د معلوماتو له مخې، تر اوسه پورې یو پولیس وژل شوی او ګڼ ټپیان دي.

ځايي سرچینې وايي، یو شمېر وسله والو بریدګر د بنو پولیسو مرکز ته ننوتلي او هلته یې ډله ییز برید کړی.

له سیمې څخه د دواړو لوریو ترمنځ د درنو وسلو د ډزو او چاودنو راپورنه هم ورکړل شوي دي.

ځینې سیمه ییزو رسنیو د امنیتي سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې تردې مهاله یو بریدګر وژل شوی او پاتې نور یې لا هم جګړه کوي.

امنیتي سرچینو ویلي، چې تردې مهاله په برید کې یو پولیس وژل شوی او ګڼ نور ټپیان دي.

په نبو کې د پولیسو پر مرکزې د برید پړه تحریک طالبان پاکستان په غاړه اخیستی او د درنې مرګ ژوبلې دعوه یې کړې.

د بریدګرو او بنو پولیسو ترمنځ ډزې لا هم روانې دي، خو تردې مهاله پاکستاني چارواکو د یاد برید په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

ښايي په دغه برید کې د مرګ ژوبلې شمېرې لوړې شي.

د سوډان په پلازمېنه کې پر یو بازار د هوايي برید په ترڅ کې ۲۳ کسان وژل شوي دي

۲۲ تله ۱۴۰۳ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۷:۵۶ GMT+۱

د سوډان په پلازمینه خرطوم کې سیمه ییزې نادولتي ډلې وايي، چې د شنبې په ورځ د دغه ښار په سویل کې پر یو بازار د هوايي برید په پایله کې لږ تر لږه ۲۳ ملکیان وژل شوي او تر ۴۰ ډېر نور ټپیان شوي دي. تر اوسه کومې ډلې د خرطوم پر مرکزي بازار د هوايي برید او چاودنې مسوولیت نه دی منلی.

سوډاني رسنیو ویلي، چې ټپیان د بشایر، الرازي او الراقي روغتونونو ته لېږدول شوي او تر درملنې لاندې دي. د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى دى.

د سیمه ییزو رسنیو په وینا، د سوډان امنیتي ځواکونو د تلې میاشتې په پنځمه نېټه د خرطوم په ښار کې د چټک ملاتړي ځواکونو (RSF) وسله والو پر ضد پراخ عملیات پیل کړل. په وروستیو میاشتو کې د سودان پوځ د دغه ښار د بېرته نیولو لپاره خپلې پوځي هڅې زیاتې کړي دي.

د ملګرو ملتونو د همغږۍ دفتر د وروستیو ارزونو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د اپریل له ۱۵ راهیسې سوډان د غوڅ ملاتړ ځواکونو او پوځ تر منځ په شخړو کې ښکېل دی، چې تر اوسه یې شاوخوا ۲۰ زره کسان وژل شوي دي.

دغه دفتر همداراز خبر ورکړی دی، چې د دغو شخړو په پایله کې په سلګونو کسان ژوبل شوي او په زرګونو سوډانیان بې کوره شوي دي.

تر دې مخکې، د روغتیا د نړیوال سازمان مشر ټیډروس اډانوم غیبریوس د وږي په ۱۸ مه نېټه ویلي و، چې د ۲۰۲۳ کال د اپریل له میاشتې راهیسې په سوډان کې د جګړو له امله شاوخوا ۲۰ زره کسان وژل شوي دي.

هغه زیاته کړه چې دغه کسان د دغه هېواد د پوځ او ملیشو ترمنځ د جګړې قربانیان وو.

په سوډان کې د امنیتي ځواکونو او د چټک ملاتړ ځواکونو په نوم د ملېشو ترمنځ نښتې دوام لري.

په ایران کې ۴۸ کسان د نقلي الکولو د څښلو له امله مړه شوي دي

۲۲ تله ۱۴۰۳ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۷:۴۷ GMT+۱

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، په زنجان کې د یو کس او په ګیلان کې د ۶ نورو کسانو له مړه کېدو سره په ایران کې د نقلي الکولو له کبله د مړو شويو شمېر ۴۸ ته لوړ شوی دی. د راپورونو له مخې، دغه کسان د تېرو ۲ اونیو په ترڅ کې په مازندران، همدان، ګیلان او زنجان کې مړه شوي دي.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه هېواد طبي چارواکو په لومړیو کې په مازندران ولایت کې د نقلي شرابو د څښلو له امله ۲۱ مړینې، په همدان کې ۱۱ او په ګیلان کې ۱۵ مړینې ثبت کړې دي.

د زنجان ولایت د روغتون د بیړنیو حالاتو د څانګې مشر درویش تقیلو ویلي، چې په دغه ولایت کې د نقلي شرابو د څښلو له امله پنځه تنه نور مسموم شوي دي.

ښاغلي تقيلو په دغه ولایت کې د نقلي شرابو د څښلو له امله د ناروغانو د شمېر د زیاتېدو د احتمال په اړه خبرداری ورکړ.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې؛ په ګیلان، مازندران او همدان ولایتونو کې د نقلي شرابو پلورونکي نیول شوي او د قتل له تورونو سره مخامخ دي.

تر دې مخکې اعتماد ورځپاڼې راپور ورکړی و، چې په څلورو ولایتونو کې د میتانول په نوم الکولي مشروباتو ۳۴۳ کسان مسموم کړي دي.