مولانا فضل الرحمان حکومت ته: که په قانون کې خپلسرې لاسوهنې روانې وي، نور ګامونه اخلو

د پاکستان جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان د خپلو لسګونو زرو پلویانو تر منځ د دغه هیواد په میرپور خاص ولسوالۍ کې د یوې غونډې پر مهال د پاکستان پوځ او حکومت تورن کړل چې د دغه هیواد په قانون کې د بدلون په راوستو غواړي قومونه سره وویشي.