اسراییل وايي، په بیروت کې یې د ځمکې لاندې د وسلو یوه زېرمه په نښه کړې ده

د اسراییل پوځ ویلي، جنګي الوتکو یې د بیروت په سوېلي څنډه کې د حزب الله د وسلو یوه ډیپو بمبار کړې ده.

د اسراییل پوځ ویلي، جنګي الوتکو یې د بیروت په سوېلي څنډه کې د حزب الله د وسلو یوه ډیپو بمبار کړې ده.
د اسراییل پوځ د خواله رسنیو له لارې خبر ورکړی، چې په دغو بریدونو کې "جګړهییز تجهیزات یې چې د ځمکې لاندې په یو ګودام کې زېرمه شوي وو" په نښه کړي دي.
په «داحیه» سیمه د بمباریو له امله لا تراوسه د تلفاتو په اړه راپورونه نه دي ورکړل شوي.تر دې وړاندې عیني شاهدانو رویټرز خبري اژانس ته ویلي و، چې برید د لبنان د پلازمینې سوېلي ښارګوټي ته څېرمه شوی.


پښتون سیاستوال او د پاکستان د مشرانو جرګې پخوانی غړی افراسیاب خټک وايي، د پاکستان سیاسي او پوځي برخې له یوې مخې د پاکستان د پنجاب صوبې په واک کې دي.
هغه وايي، دا مهال د پښتنو او بلوڅو زرګونه کسان تري تم دي او له کلونو راهیسې یې کورنۍ د مړي او ژوندي په تمه دي.
پښتانه او بلوڅ له کلونو راهیسې په سوله ییزو لاریونونو او جرګو کې د خپلو کورنیو د زرګونو غړیو د تري تم کېدو د مړي او ژوندي د ورسپارلو لپاره خپل غږ پورته کوي.
ښاغلي خټک په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې دا مهال د پاکستان ټوله سیاسي او پوځي برخه د پنجاب صوبې په واک کې ده او دوی د زرګونو تري تم شويو پښتنو او بلوڅو پوښتنه له چا وکړي.
هغه وړاندې وايي: «کله چې زرګونه پښتانه او بلوڅ له کلونو راهیسې تري تم دي، نو دوی چې د پښتنو په جرګه کې او یا د بلوڅو پیوستون کمیټه جوړه نه کړي او د زرګونو تري تم شویو پوښتنه ونه کړي نو څوک یې وکړي؟»
افراسیاب خټک تر دې وړاندې هم د پښتنو او بلوڅو د حقونو تر لاسه کولو لپاره په پرلتونو، جرګو او ټلویزیوني بحثونو کې خپل غږ پورته کړی او د پاکستان له پوځ یې غوښتي چې تري تم شوي کسان دې خوشې کړي.
په خیبر کې د پښتنو قومي جرګې چې د روانې اکتوبر میاشتې له ۱۱مې تر ۱۳مې نیټې جوړه شوې وه، په پښتونخوا او په ځانګړي ډول په قبایلي سیمو کې د وژل شویو او تري تم شویو پښتنو یو اوږد نوملړ خپور کړ او له دې جرګې یې پر پاکستاني پوځ غږ وکړ چې د دغو پښتنو د مړي او ژوندي په اړه ورته معلومات ورکړي.

د طالبانو د افغان شخصیتونو سره د اړیکو د کمېسیون ویاند احمد الله وثیق وايي، هر هغه افغان چې غواړي بېرته افغانستان ته ستون شي کولی شي چې راشي خو د دولتي دندې "وعده" نه ورکوي.
په ورته وخت کې نړۍوالې ټولنې او ګاونډیو هېوادونو هم په وار - وار له طالبانو غوښتي چې ټولګډونه حکومت دې جوړ کړي؛ خو دغې ډلې یې غوښتنه نه ده منلې.
همدا راز طالبانو په دولتي ادارو کې ټول هغه لوړ رتبه مامورین له دندو لرې کړي چې په پخواني جمهوري دولت کې یې کار کړی دی.
احمد الله وثیق د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان ملي راډیو تلویزون سره په مرکه کې ویلي، چې تر اوسه ۹۹۲ کسان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
وثیق دا خبرې په داسې مهال کوي، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان استازي ویلي، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې کابو ۸ میلیونه افغانانو هېواد پرېښی او دا ستونزه باید له ریښې حل شي.
وروسته له هغې چې په افغانستان کې طالبانو واک تر لاسه کړ، د جمهوري دولت د ګڼو چارواکو او امنیتي ادارو غړو په ګډون سلګونه زره افغانان ګاونډیو هېوادونو، امریکا، اروپا، کاناډا، استرالیا او یو شمېر نورو هېوادونو ته کډوال شول.
بل خوا د کډوالۍ ادارې ویلي، چې په تېرو درېیو کلونو کې له افغانستان څخه په کم ساري ډول افغانان وتلي او په نورو هېوادونو کې یې د کډوالۍ ژوند غوره کړی دی.

د غزې د روغتیا وزارت د سې شنبې (د تلې ۲۴مه) په ورځ وویل، چې د غزې په شمال کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسراییل په بریدونو کې لږ تر لږه ۵۵ فلسطینیان وژل شوي دي.
په غزه کې د فلسطین د ملکي دفاع ویاند محمود بسال ویلي، چې په وژل شویو کسانو کې اووه تنه د السید کورنۍ دي.
نوموړی وايي، د دوی جسدونه په خپل کور کې خاورو ته سپارل شوي دي.
بسال وویل، پنځه نور جسدونه له سړکونو څخه موندل شوي دي.
الجزیره راپور ورکوي، چې په یوې بلې جلا پېښه کې اسراییلي ځواکونو د کمپ په بیراکت ابو راشید سیمه کې برید وکړ، چې لږ تر لږه درې کسان یې ووژل او یو شمېر نور یې ټپیان کړل.
ځايي اوسیدونکو الجزیرې ته ویلي چې پوځیانو په الفلوجه کې د ودانیو او کورونو د ویجاړولو لپاره له چاودیدونکو توکو ډک بیرل په ځمکه کې ښخوي.
د تېر کال د اکټوبر له اوومې را په دې خوا، د اسراییل او غزې په جګړه کې ۴۲ زره او ۲۸۹ څخه زیات فلسطینیان وژل شوي او ۹۸ زره او ۶۸۴ تنه نور ټپیان دي.
پر اسراییل د حماس په برید کې یو زرو ۱۳۹ تنه وژل شوي او تر ۲۰۰ ډېر یرغمل شوي دي.

د روسیې فدراسیون ځانګړو ځواکونو او پاکستان پوځ ګډ پوځي تمرینات پیل کړل. د پاکستان د پوځ د رسنیو څانګه وايي، دغه تمرینونه چې د دروژبا ۷ په نامه یاد شوي، تېره ورځ په پبي سیمه کې د دغه هېواد د ترهګرۍ مخنیوي ملي مرکز کې پیل شوي او دوه اوونۍ به روان وي.
د پاکستان د پوځ د اعلامیې له مخې، په دې تمرینونو کې د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې دوه اړخیزې تجربې، هوايي مانورې او پوځي مهارتونه تبادله کیږي.
د دې تمریناتو مخکینی پړاو د روسیې د کراسنودار په مولکینو روزنیزه سیمه کې ترسره شوی و، چې د دواړو هېوادونو پوځیانو پکې ګډون کړی و.
پاکستان هممهاله د اکتوبر پر ۱۳مه په عرب سمندرګي کې له متحده ایالاتو سره هم دوه اړخیز پوځي تمرینات کړي دي.
د پاکستان د سمندري ځواکونو رسنیزې څانګې پاکستاني رسنیو ته ویلي، چې په دې تمرینونو کې د امریکا "یو ایس ایس او کن" او د پاکستان بابر بیړیو ګډون کړی.
دغه تمرینونه په داسې وخت کې کیږي، چې اسلام اباد نن د روسیې د لومړي وزیر په ګډون د شانګهاي د سرمشریزې کوربه دی.
پاکستان له اوږدو کلونو راهیسې هڅه کوي چې له روسیې او چین سره د اړیکو په برخه کې هممهاله د متحده ایالتونو حساسیتونه په پام کې ونیسي.
له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د اسلام اباد او واشنګټن اړیکې د پخوا په پرتله سړې شوې دي.

د سویلي کوریا د ګډو ځواکونو لوی درستیز د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې شمالي کوریا د سویلي کوریا سره په سرحدي سیمو کې د سړکونو او ریل پټلۍ ځینې برخې ویجاړې کړې. په ځواب کې د جنوبي کوریا پوځ د دواړو هېوادونو د پوځي پولو پر لور د خبرداري ډزې وکړې.
د جنوبي کوریا پوځي چارواکو ټینګار کړی، چې دغو چاودنو د پولې جنوبي برخې ته زیان نه دی اړولی.
پیونګ یانګ تېره اونۍ اعلان وکړ، چې په بشپړ ډول یې ګډ سړکونه او ریل پټلۍ قطع کړي او په سرحدي سیمو کې یې خپل ځواکونه پیاوړي کړي دي.
جنوبي کوریا هم خبرداری ورکړی، چې شمالي کوریا د ورانۍ لپاره تیاری نیسي.
تاوتریخوالی وروسته له هغه زیات شو، چې شمالي کوریا جنوبي کوریا پیونګ یانګ ته د جاسوسي الوتکو په استولو تورنه کړه.
پیونګ یانګ وویل، چې بې پیلوټه الوتکو د شمالي کوریا ضد لوی شمېر تبلیغاتي پاڼې غورځولې او دا یې یو لوی سیاسي او نظامي پارونه بللې چې د وسله والې جګړې لامل کېدی شي.
تر دې مخکې د غبرګولي په میاشت کې شمالي کوریا له پیونګ یانګ څخه د جنوبي کوریا اسمان ته له کثافاتو او سرې ډک ۲۶۰ بالونونه واستول.
سیول دغه عمل غندلی او هغه یې «ناوړه او خطرناک» بللی دی.
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د دوشنبې په ورځ د دفاعي او امنیتي چارواکو سره غونډه وکړه چې د "دښمن جدي پارونې ته چې د کوریا د ډېموکراتیک ولسي جمهوریت حاکمیت ته زیان رسوي" ځواب ورکړي.
په سیول کې د پوځي چارواکو په وینا، شمالي کوریا لا د مخه ماینونه او سرحدي خنډونه نصب کړي وو او د دوشنبې په ورځ یې د درنو تجهیزاتو سره نور فعالیتونه ترسره کړل.
د جنوبي کوریا د پوځ ګډو ځواکونو اعلان وکړ، چې له دې پېښې وروسته یې خپله څارنه او چمتووالی زیات کړی دی.
د ۱۹۵۳-۱۹۵۰ کلونو جګړې له پای ته رسېدو راهیسې د دواړو کوریاګانو ترمنځ اوربند شوی، خو د سولې د تړون د نشتوالي له امله دا دواړه هېوادونه لا هم په رسمي توګه په جګړه بوخت دي.